ته ګټونکی یېᜊ🥇
Ir al canal en Telegram
Welcome Stay updated with the latest and most reliable cryptocurrency news, sports , motivation of life, psychology, technology market trends, price analysis, and expert insights and much more. @hamdard_86 #psychology #motivation #sports #telegram
Mostrar más1 426
Suscriptores
Sin datos24 horas
-127 días
-6030 días
Archivo de publicaciones
1 426
د کار نتیجه
چې مخالفینو درپسې څومره ډېر منفي تبلیغات کول ، پوه شه چې کار دې مثبته نتیجه ورکړې ده ، لاپسې خپل مثبت کار ته کش ورکړه .
یون ❤️
1 426
ځان ته مشوره
زه په دې پوهېږم چې خپل راتلونکی نه شم بدلولی خو دومره کولی شم چې خپل عادتونه بدل کړم او دا بیا دا مرسته راسره کولی شي چې ښه راتلونکی ولرم❤️
1 426
دا راسره ومنی
که ځينې هېر کړی ځان به مو ياد شي
که له ځينو ليري لاړ شئ ځان به ومومئ او که ځيني له ژونده وباسی ژوند ته به راشی
همداسې وکړئ او له ژونده خوند واخلئ.
#ملګرتیا
1 426
په ژوند کې لږ تر لږه یو داسې ملګری پیدا کړی چې هغه نه ستاسو د کورنۍ غړی وي، نه مو کومه خپلوي ورسره وي، او نه مو هم د ماشومتوب ملګری وي.
بس یوازې چې یو انسان وي پروا نه لري چې د نړۍ په هره برخه کې ژوند کوي.
یو داسې څوک چې ته وکولای شې د خپل زړه هر خبره پرته له وېرې او ډار ورته وکړې
ځکه کله ناکله هماغه خلک چې موږ ته تر ټولو نږدې وي، تر ټولو ژور زخمونه راکوي؛ خو هغه کسان چې لرې وي، بې له قضاوت او نیوکې موږ درک کوي.
داسې ملګري ډېر کم پیدا کېږي.
کېدای شي له هغوی سره کم ملاقات وشي، خو خبرې اترې ورسره د زړه لپاره تر ټولو ډېر سکون او آرام راوړي.
❤️🫶
1 426
ما کله هم زړه په دې نه دی ډاډه کړی چې نشتون به مې خلک غمجن کړي، موږ که بهتر یو نو له موږ بهترین پیدا کیږي
1 426
Repost from لوی فکر وکړه ⚡❤️
په داسې نړی کې به هېڅکله عدالت پیدا نه کړې چېرته چې مجرمان قوانین جوړوي
باب مرلي
1 426
دا زموږ تړلي لاسونه او ستاسو درنی درنی سپیړی
یو وخت به یی جانانه په حساب کی راولو
🫂🇦🇫💔😭
1 426
هر څوک چې د قـــران
له نصېحت مخ واړوي، د هغوي لپاره بـه پـه دُنیـا کـې تنګ ژونـد وي.
1 426
خدای پاک له هرې سختۍ څخه د وتلو لاره برابروي، نو ډېر فکر مه کوه، ځکه چې خدای پاک تر
. ټولو غوره پلان جوړونکی دى
1 426
یو څو عادتونه لرم چې د چا په دولت، او پیسو نه سوځم نه هم د چا په پرمختګ ځوریږم
د پرمختګ هڅه نه کوم، او نه هم د پیسو شوق لرم
د ناپوهانو په خبرو نه غولیږم، او د هوښیارانو خبرو ته غوږ نیسم
په غریب ملګري خو بیخي نه شرمیږم او هر وخت مې ملګرتیا له غریبانو سره وي
چاپلوسي مې نه زده کیږي او نه هم له خدای ج پرته له چا د خیر او شر هیله کوم
نفرت یواځې له هغو خلکو کوم څوک چې د اسلام، اسلامي نظ،ا،م، او د هيواد د پرمختګ دښمنان دي
له خلکو غوښتنه نه کوم له الله ج یې غواړم بس الله ج هر څه راکړي دي، او لا یې را کوي
ډېری هغه کسان چې زمونږ په مسلک کې یې زمونږ پوهه، او پر مختګ نه شو زغملای
ومې لیدل چې خوار شول خو بیا مې هم دغه بې وسي او نا توانې نه ور باندې لوریږي.
#اللهم نجنا من البغض والحسد والفقر والذلة والتملق
جابر له وال څخه
1 426
هیڅوک ستا عزت او کرامت نه جوړوي بلکې ته به یې خپله جوړوي:
١- هیڅ هغه شی مه خوره چې تا یې قیمت نه وي ادا کړی
٢- هغه ځای ته مه ځه چې ورته دعوت شوی نه یې.
٣- هیڅ یو پدې مه خبروه چې ته مال نلري
٤- که دعوت ته ترټولو وروسته وغوښتل شي نو ددا بلنه مه قبلوه
٥-که چا دي نظر نه وي غوښتی نو مداخله مه کوه او نظر مه ورکوه
٦-که په کوم شي یا قضیه دي نه خبروي نو په هکله یې په پوښتني کولو کې ټینګار مه کوه
٧- کله چې د خلکو کومي غونډی ته ورتللی نو سلام وړاندي کړه.
کاپي
1 426
زموږ په ګاونډي هېواد کې یوه پېژندل شوې پښتنه ټک ټاکره( اوټ لوپره) له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
۱.۲ میلیونه فالوورز، لایفونه، ګفټونه او لنډمهاله شهرت چې وايي اکثريت فالورز پښتانه ول— هر څه همدلته پاتې شول، لکه یو خوب چې ناڅاپه ختم شي.
سوشل میډیا کې مشهور کېدل ډېر اسانه دي، خو د عزت، وقار او ښه نوم پرېښودل ډېر دروند او ستونزمن کار دی ځکه چې هلته به ته الله تعالی راضي کوي.
هغه څه چې د لنډ مهاله شهرت لپاره ترسره کېږي، اکثره د اوږدمهاله پښېمانۍ لامل ګرځي.
ویل کېږي چې له نامناسبو لایفونو او غیر اخلاقي محتوا څخه عاید ترلاسه کېده، خو انجام داسې راغی چې د خوښۍ په ورځ، د اختر په شېبو کې، ژوند پای ته ورسېد خاوند دا وويشتله او بيا ځان وويشت او دا خپله یو ستر درس دی.
د تأمل ځای دا دی:
نن نه فالوورز مرسته وکړه، نه ګفټونه، او نه هغه شور او ځوږ چې هره ورځ به د لایفونو پر مهال موجود و.
کله چې انسان له دې نړۍ لاړ شي، یوازې اعمال، کردار او هغه اثر پاتې کېږي چې پر نورو یې پرې ایښی وي.
افسوس دا دی چې ځینې خلک د شهرت په لټه کې هر سرحد ماتوي، خو کله چې د ژوند پرده راولوېږي، هماغه نړۍ چې پرون یې ستاینه کوله، نن چوپه پاتې وي .
سوشل میډیا یوازې تفریح نه ده — دا د انسان د شخصیت، فکر او اخلاقو هنداره ده.
هر پوسټ، هره خبره، او هر عمل مو د سبا لپاره یو سند جوړوي.
راځئ یو هوښیار تصمیم ونیسو:
ورونو! سوشل میډیا داسې وکاروئ چې ستاسو لپاره دلیل شي، نه دا چې خدای نا خواسته د قيامت پر ورځ پر تاسو دلیل وګرځي.
دا پلیټفارم د فحاشۍ، کنځلو او دښمنۍ لپاره نه، بلکې د اصلاح، پوهې او مثبت بدلون لپاره وکاروو.
داسې خبرې وکړو او داسې کارونه ترسره کړو چې خلک زموږ له تګ وروسته زموږ لپاره دعا وکړي، نه دا چې یوازې افسوس وکړي.
الله تعالی دې موږ ټولو ته د حق پېژندلو، د سمې لارې ټاکلو او پر هغې د ټینګ پاتې کېدو توفیق راکړي.
دا یونیم میلیون فالورز به هم حساب ورکوي ځکه چې دې هرڅه کول دې فالورز ته ېې کول او د دوی په تشویق ېې دومره حدونه کراس کړي وه.
ليک : عبدالمجید جلیلي
1 426
د ته ګټونکی یې چېنل ټولو ګډونوالوته د اختر مبارک او بختور وي ذهن مو ارام او پر سکون شه #عیدمبارک 🥰❤️
1 426
د رؤیت هلال مرکزي هیئت مهمه خبرتیا
د رؤیت هلال هیئتونو د مرکز او ټولو ولایتونو قدرمنو شیوخ عظامو او محترمو علماء کرامو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله پاک مو محفوظ او منصور ولره:
وبعد: د افغانستان اسلا/مي اما/رت د میاشتې د لیدلو د مرکزي هیئت د رهبرۍ محترم مقام د هدایت په اساس نن چهارشنبې ورځ، مؤرخ ۲۹/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مصادف ۲۷/ حوت /۱۴۰۴هـ ش مازدیګر لمانځه وروسته دې د ولایتونو او ولسوالیو په سطحه د یادو هیئتونو مسؤولین او مؤظف کسان د ۱۴۴۷هـ ق کال د شوال المکرم (کوچني اختر) میاشتې د لیدلو لپاره په داسې مشخصو ځایونو کې چې د میاشتې د لیدلو امکان په کې ډېر وي حضور ولري او د میاشتې د لیدلو لپاره دې په هره ممکنه طریقه چې وي په ډېر دقت تلاش وکړي.
البته د میاشتې د لیدلو مرکزي هیئت د خبرتیا په اساس له ټولو هېوادوالو څخه هیله شوې چې په خپله سیمه کې د میاشتې د لیدلو اهتمام وکړي؛ ځکه چې د هېوادوالو له لوري د میاشتې د لیدلو اهتمام یو شرعي اصل دی؛ نو په دې اساس که کوم هېوادوال هم میاشت ولیدله او د خپلې سیمې محکمې او د رؤیت هلال هیئت ته د شاهدۍ ادا کولو لپاره حاضر شو؛ نو اړوند محکمه به د دوی شاهدي د شرعي اصولو موافق اوري، د شاهدانو تزکیه به کوي تر هغه وروسته به ټول معلومات د میاشتې د لیدلو مرکزي هیئت سره شریکوي.
یادونه: وروستی اعلان به د رؤیت هلال مرکزي هیئت لخوا کېږي.
په درنښت
1 426
چا سره چې مينه لرئ او ياديږي مو، دعا ورته وکړئ. همدا تر ټولو غوره ډالۍ ده؛ ژونديو ته هم، او هغو ته هم؛ چې روح يې د خپل رب په لور تللی.
1 426
نن د ملي ماتم ورځ ده؛ د هېرا حرمونو دا ستر جنایت د انساني تاریخ ستر وحشت دی، ددې وحشت تر شاه نه یواځې عاصم منیر ولاړ دی بلکې تقي هم دی، فضل رامان هم دی، ادریس هم دی او ابلیس هم😡
¡Ya disponible! Investigación de Telegram 2025 — los principales insights del año 
