en
Feedback
العصر بصري څانګه

العصر بصري څانګه

Open in Telegram

د مجاهد پرتمین ولس د شاندارې حماسې د ویاړونو روښانه هینداره.

Show more
8 252
Subscribers
-224 hours
-27 days
+2730 days
Posts Archive
اې وطنه... ستا د مبارک حریم نه تاؤ د غزاء دوړي دي تا له خپلې غیږې په جرأت کافران وړي دي اې وطنه! ځاله د زمرو یې د زمرو کور یې ټوله نړۍوال کبرجن تا کښې پراته مړي دي تا مدام تړلی د جهاد ، قِتال اِحرام ورته ستا په مسلمانه توره پرې د وحشت پړي دي تا کښې حق څرګند شو ته د حق وینا ممبر شولې وچ د ناټوګۍ، انگریز ، جنگیز باطله زړي دي دلته منارونه د عظمت عمر هسك وساتل دلته معركې د منصور فوځ بېحده کړي دي دلته یو سوچه نظام خالد تسله! دی حاکم دلته زمونږ په خاوره کبرجني پوزې خړي دي م خالد تسل

خوږه مورکۍ مهربانه ده بلها خوږه مورکۍ زما روح ده زماسا خوږه مورکۍ داچې هرسخت امتحان کې بریالی یم راته کړي مدام دعا خوږه مورکۍ تر پښو لاندې یې پراته دي جنتونه قدردانه ده والله خوږه مورکۍ ناروغ زه یم خوخفه وي دا بیحده زما په رنځ کوي ژړا خوږه مورکۍ تیاره ژوند لره زما فاتح فرهاده ده رڼا رڼا رڼا خوږه مورکۍ فاتح فرهاد

‏چې په دنیا  او په عقبا باندې تقسیم نه شي ‏پام چې ایمان مو په مادي مینه ترمیم نه شي ‏ ‏کړې دعوه دې د وفا په رسۍ وتړه چې ‏دا لوی هدف دې تر منزله پورې نیم نه شي ‏ ‏داستا لپاره څو ګُمنامه مسافر  ښه دي ‏چې د هَوَسْ په سور او سپین ټغر مقیم نه شي ‏ ‏لکه سلام د عاشقانو تر جانان مې یوسي ‏زما سپیره بخت به یو څو شیبې نسیم نه شي ‏ ‏دلته معیار د قدر سپین مخونه،مال او منصب ‏هیڅوک په خوله د چاپلوسۍ باندې تعظیم نه شي ‏ ‏جبیره نسل به مو خود وي مُقَلِد د کفر ‏چې شریعت زمونږ په خپل کور کې تعمیم نه شي ‏ جُبیر وصال

غزل: دا چې پۀ زړۀ اره ـ اره ګرځېږم لۀ خؤږو سترګو اواره ګرځېږم پهاړجنې شونډې، زېړ زېبښلی غوندې د مازيګر پۀ قواره ګرځېږم د يوۀ ديدن د سبا سترګې پسې د تور ترمل پۀ کناره ګرځېږم يم را لوېدلی د تدبير لۀ مدار زۀ د تقدير پۀ دايره ګرځېږم د بخت وزرو ناځواني وکړله لا هم د ځمکې پۀ کره ګرځېږم د وصال سپين اياغ ته تږې سترګې د ژؤندانۀ پۀ جزيره ګرځېږم لکه مين بورا د خيال نړۍ کې د شنې روضې پۀ مناره ګرځېږم رب به راضي شې او لقاء به را کړي منصور درمان پۀ دې اسره ګرځېږم. م منصور درمان

مورکۍ: د ترحــم ملکې ستا شفقــــــــت لوی دی له دغې درستې دنیا ستا محبت لوی دی رب راته حکم کړی د ښه وضعیت تا سره یې قدرمنه ډیره داستا عظمت لوی دی دومره تاب نه لرمه بي تا په دې دنیا کې زما له مخه مه ځه ستا فراقت لوی دی ستا په رضا کې پرته د ذوالجلال رضا ده یې مهربانه زیاته ، ستا شرافت لوی دی ته یې زما فریشته ته زما لپاره جنت ته مې د ژوند خوشحالي داستا عزت لوی دی ذاکرمسجون په قیامت خالق ته داسي وایم مور له ما مه بیلوه په مور جنت لوی دی م ذاکرمسجون

نعت شريف په هر رګ کې مي ستا مينه محمده څومره ډيره ده شیرينه محمده چې تر شاتو او ګبينو لا خوږه ده راته زیاته ، ګلورينه محمده ستاپه نام اوستا په حسن زه شيدا يم ځار تر لمر سپوږمۍ حسينه محمده دا ستا شان او ستا مقام ؤ محترمه چې دنيا دې کړه زرينه محمده ته شفيع د معصومي شه په قيامت کې شم دې ځار صادق امینه محمده معصومي

ستایش یې کړم د شعر په ملغلرو د غازي هېواد د غرونو او نښترو حق د دوی وو چې بښنه ورته وکړم خو ما وغوښته معافي له مرورو مونږ هغه ولس په ګلو باندې وؤیشت چې پرون یو چا ویشتلو په ډبرو امنیت دی هسکه غاړه پکې ګرځم هېواد پاک دی له باغي او لنډغرو په چانټه کې به ګلونه وړم هجرانه اوس وخت نه دی د شاجورو او د زغرو نذیرالله هجران

حمد تهْ یې رحمن اؤ رحیم تهْ یې عزیز اؤ غفار درنه بښنه غواړم زهْ خطاکار ګناهګار تهْ یې واحدالاحد تهْ یې قادر اؤ صمد پر تا فنا نهْ راځي تهْ یې ابدالابد تهْ د هرڅهْ مالک یې تهْ یې مولا کُل اختیار کاڼي اؤ غرونه تمام ونې سیندونه تمام خدایه ثنا وایي ستا ژبې اؤ زړونه تمام یې مهربان پهْ هرچا لهْ خوږې مور اؤ لهْ پلار یواځې تهْ قبلوې لهْ ګناهونو توبې که تهْ مې ونهْ بښې نو وکړم چاته اسرې پوهېږم نهْ راځي څوک خالي لاس ستا لهْ دربار منم چې نهْ یمه سم کړې خطا مې هر دم ما یاسین معاف کړه الله تهْ پهْ خپل فضل کرم شوی لهْ ما بغاوت ستا لهْ احکامو تکرار یاسین عبیده

سر مې کښته دی ګرېوان ته رسېدلی د زړه غږ مې پاک سبحان ته رسېدلی د ثواب ستنې مې ورځ په ورځ لنډېږي د ګنا سر مې اسمان ته رسېدلی د پښتو رواجه! ته یې مقدم کړې د چا فکر سپین قران ته رسېدلی؟ دلته ښه کؤل دویمه ورځ پېغور وي دا نو کوم صفت انسان ته رسېدلی بس په سترګو بل څوک نه وینو یارمله! د هر چا خیر خپل ځان ته رسېدلی یارمل کندزي

نعت شریفﷺ درود درود سـلام سـلام مدام مدام په احـــترام د انبیاؤ پـــــــــــــر امام پر ګران نبي خیر الآنام زړه ته سکون هره شیبه د درودو خـــــــوږه نغمه راحت راحت شي راڅرګند خپور شي رحمت د رب انعام څومره لوړ شان دی د جانان څومره حـــــــلیم او مهربان موږ تي ښـــودلي ښه او بد پر موږ یې تل ساتلی پام د نــــــــبوت د نــــــــور رڼا چې یې خوره شوه پر دنیا د محبت کیف شو په شور هـــــر بختور راوړو اسلام لـــــــري اثـــر عشق د دلبر څومره عجیب او څومره ستر د عشق مـــثال یې تور بلال او د خــــــبیب تر داره ګام هغه حــسین هغه امین هــغه طٰهٰ هــغه یاسین شه ترې قربان مې روح او ځان الیاس یې ځار شمه له نام اسدالله الیاس

د وجود وينه چې توی مو کړه و رب ته پۀ سودا د وجؤد وينه دا زما د وجود وينه وه هم ستا د وجؤد وينه د زړۀ هنداره و ساته لۀ ګرد،او لۀ غباره تر څو چې بېهوده نۀ سي صفا د وجؤد وينه عجيبه حق مسير ؤ او عجيبه سپينه مينه چې ور مو کړۀ پۀ عشق، او پۀ خندا د وجؤد وينه ای دنګ طالبه ياره چې خيانت درنۀ ونۀ سي تر اوسه لا بهيږي د اشنا د وجؤد وينه د دين او د وطن پۀ ننګ دي ډېر وکړل ننګونه آخير کې درنۀ وغوښته مولا د وجؤد وينه اخ څۀ قيمت بهاء ؤ جنتي فدايې يار مؤ چې تل بۀ يې شيندله بې پروا د وجؤد وينه ابوالعتيق جنتي

تا سم حسابوم خو ځان ناسم حسابوم تا بولمه اصیل خو ځان مي کم حسابوم چي چا په تواضع او په اخلاص قدم اخیستی په څو څو پرسخونو یي قدم حسابوم له کوز کلي نه بر کلي ته تللی وم په خوب کي په خوب کي ومه، کاڼي ستا د چم حسابوم که ميم دی اوکه حا ده اوکه میم دی او که دال دی دا ستا د نوم هر یو توری ملهم حسابوم پرې لري کړمه خیري دا تورن زړه مقدس شي نو ځکه ستا د نوم توري هردم حسابوم له پاڼو دګلانو دي اوصاف زیات دي او ښکلي اوصاف دي د ګلانوپه رقم حسابوم سیدمحـبـه نن دي غزل ټول حساب حساب دی ردیف دي په غزل کي په قلم حسابوم م سید محب

غزل د خپل زړګي په وینو بلومه څراغونه تر مرګه به په لپو کې ساتمه څراغونه په ډېرو تکلیفونو باندې ښکلو دي راوړي خوندي په دغه لاره له تورتمه څراغونه غم ونه کړې ته ګله! چې تر څو یمه ژوندی زه تر تا پورې په مینه به راوړمه څراغونه تر څو چې له افق د دنیا ورکې تیارې نه کا رڼا به نه کړي هغو پورې کمه څراغونه په روی یې د تورتم له اذیت نه پنا مومم نو ځکه عبیده ډېر خوښومه څراغونه فیض الله عبیده

غزل وساتې خدایه! له هر غم او افت زما وطن، ملت او قام سلامت تېر به له ځانه شي خو وابه نه وړي زلمي یو ګام له خپل مسیر شریعت چي رسوی مو شي تر خدایه پوري هغه دی عجز او تقوا، دیانت ددې نظام نه ښه ساتنه پکار دا راته پاتې له عمر! امانت راز د امت د ارتقاء او بقاء اعداد جسمي او روحاني تربیت نور مې دې خاورې ته شر مه راولې وکوې خدایه د دې قام حفاظت هله به شې اسد حماسه! کامران که دې په برخه کړلو خدای شهادت اسد حماس

د عشق اظهار! ښکلي مې خوښیږي په ښکلا باندې مین یمه زه حسن پرست د حسن شاه باندې مین یمه څنګه چې ګلاب وي د سهار په شبنم تر تازه دا رقم په یاد یې یم چې چا باندې مین یمه ماته یې بهتر دی د قدم خاک له تمام جهان ځکه خو په حل حرم حرا باندې مین یمه نن مې ښه له زړه نه مجازي حسن ته وویل نه مې انتخاب یې نه په تا باندې مین یمه مانه دې کوم څوک هېله د بلې مینې نه کوي زه خاص په اعلی بدرالدجی باندې مین یمه نه وایم دروغ سعید برهان له دروغو بد وړمه وایم تل ریښتیا والله ریښتیا باندې مین یمه سعید برهان

تکبر مه کوه په ځان، انسانه شکر ادا کړه د سبحان، انسانه چې یې دنیا کې مشرف پیدا کړې ربﷻ دی بې‌حده مهربان، انسانه کوه پرهېز د بدو کړنو څخه ورځ راروانه د میزان، انسانه باید همېشه په سجده وای ربﷻ ته ته چې پیدا یې مسلمان، انسانه فاروقه! ژوند کې عاجزي پکار ده پر غرور ژر راځي خزان، انسانه فاروق رافع

دزمانې قدر: ګرانه په ژوند کې وکړه ته د زمانې قدر بې ځايه تېره نه شي کړه د ثانیې قدر ورته امسا شه د پلار لاس دې په اوږه کېږدوه دومره کوه چې څومره کړی شې د ادې قدر دنيا کې وکړه له خپل ځان سره حساب او کتاب په قيامت به درځي ډېر د دې کيسې قدر له عبثياتو به خلاصيږې بندګۍ ته کله دا د صحت او فراغت به کله کړې قدر اوښکې او وينې که دې توی کړلې دخدای رضا ته شي درمعلوم به یې د هرې يوې قطرې قدر حيدري جانه ځان کړه ستړی په خدمت دخلکو په همدې لاره کې ډېر زيات دی د خولې قدر م بسم اللّٰه حیدري جان

نورالبشر دی، رسول الله دی شق القمر دی، رسول الله دی حسین مبین دی ګران مصطفی دی د زړو دلبر دی رسول الله دی محبوب د زړونو نبي اکرم دی افضل اخیَر دی رسول الله دی زلفې والّیل دي مخ والضحی دی داسي بهتر دی رسول الله دی عشق یې اعلی دی طالب واصله د عشق مظهر دی رسول الله دی واصل غافر

غزل نه مې هارونه نه بنګړي پکار دي چانټه ټوپک مې د لالي پکار دي پور به يې آخلم يو په سل له دښمن څو ميدانونه مې جنګي پکار دي له کوره ځمه د ګودر په بهانه ډک له بارودو مې منګي پکار دي له تمامي نړۍ محبوب دي ماته خړپړ خويونه د غازي پکار دي د دين ساتنه د هرچا کار نه ده ورته له سره تېر زلمي پکار دي بې له نفرت ابو منصور وزيره له محبته ډک زړګي پکار دي ابو منصور وزير

غزل: د ژوند تخت په پرهرونو باندې جوړ دی دا جهان ټول په دردونو باندې جوړ دی د مـرګي خـوبـونه ځـکـه پـه کـې ویـنم دغـه کـلی پـه قـبرونـو بـانـدې جـوړ دی دا ګرېوان مې چې رقیب ته ښه ښکارېږي زمـا د ویـنو په خـالـونـو بـانـدې جـوړ دی دا مشال چې نن يې ته رڼا ته ناست يې زمـا پـه سویو وزرونو بـانـدې جــوړ دی دا ذاڪر چې اشنا نه باسي له زړه نه مـحـبت پـه ثـوابـونـو باندې جــوړ دی م محمدهاشم ذاکر