uk
Feedback
العصر بصري څانګه

العصر بصري څانګه

Відкрити в Telegram

د مجاهد پرتمین ولس د شاندارې حماسې د ویاړونو روښانه هینداره.

Показати більше
8 230
Підписники
-824 години
-157 днів
-6530 день
Архів дописів
ځان ته کتاب واخله قلم واخله ، د ملت غم واخله زړونه ساته له سترګو نم واخله ، د ملت غم واخله دا پرښي پرښي او دا چاودي تلي غواړي ټکور ورته درمل پټۍ مرهم واخله ، د ملت غم واخله چې د حریت او امنیت پر لمن داغ جوړوي تنقید نظر يې په خپل دم واخله ، د ملت غم واخله روښانه فکر او هنر باندي را بډ وهه مټ په ورین تندي اخلاص قدم واخله ، د ملت غم واخله وسپړه غیږه د تیارو لار ته سبا ومونده ستوری شه وځله تورتم واخله ، د ملت غم واخله نسل ته وپنځوه طرحي ایوبي الهامه دعا د زړونو له حرم واخله ، د ملت غم واخله ایوبي الهام

الهی از سر لطفت به سوی من نظر فرما محبت همرۀ خود را به قلبم مستقر فرما تو آن ذاتی که مانندت کسی در مهربانی نیست ز الطاف خدای ات وجودم جلوه گر فرما برای بندۀ عاصی تو هستی آخرین امید مریض درد عصیانم دوا ای دادگر فرما که من از معصیت اندک ندارم روی در پیشت کریما! بر دعاهایم به غفاری اثر فرما ز دنیا از درِ ذات نرفته هیچ کس نومید کرم کن بر دری لطفت امیدم بیشتر فرما چرا که جز درِ پاکت برایم تکیه گاه نیست تنِ زار و ضعیفم را رهایی از سقر فرما دو عالم با وجود جرم، بر الطاف می بالم (عزیزی) را به دیدارت خدایا مفتخر فرما محمدامین عزیزی

مناجات ځولۍ ځولۍ دلۍ دلۍ ګناوي خدایه ما کړي په ځوانی ګناوي که راته وبخښې خطاوي ټولي که کبیره دي که کوچنۍ ګناوي یم پر ملاخم راغلی بیا وتاته یم درته ګرم راغلی ستا وخواته غوږ مې نیولي دي توبه کومه ربه د عفوي دي اسره کومه کچکول د عفوي مې راوړی تاته راته بخښه د زندګۍ ګناوي زما څخه شوي غفلتونه خدایه په ما کې ډېر دي علتونه خدایه ته خو رحیم یې ته رحمان یې اللهﷻ ته ورکونکی د غفران یې اللهﷻ محروم مې مکړي له رحیم درباره راته معاف کړه دا ګیډۍ ګناوي دا خوار قاسم ایوبي بیا راغلی ستا ودرګاه ته په ژړا راغلی لمن نیولی یې د عجز تاته داستا وخواته په دعاء راغلی د ګناهو پیټې یې سپک کړه ورته دي پرونی که نننۍ ګناوي قاسم ایوبي

نعت شریف حضـور تــه دې راغـلی یـم قـــــربان یـوه ګــړۍ ما ومـــنــه ما مــــه شــــړه له ځــان یـوه ګــړۍ خـاطـــر د رڼــو اوښـکـو کــه مـې ومـنـې حبیبه نــظــر بــه د رحمت وکــړي سبحان یـوه ګــړۍ کــه ګوندې د رنځور زړه تسلي مې یوڅه وشي کـه تم شي ګـوندې اوښکي له ګرېوان یوه ګړۍ ای کاش د زړګي سره په دیدن دې مشرف وای لـیـدلی مــې وای کاش شـاه خـوبان یـوه ګــړۍ بادار بـــه مې قــبــولې کــړي سلګیو کـې زارۍ پــوره به شي که خدای کول ارمان یـوه ګــړۍ چــې سـترګې یې لږ یخې شي د یار پـه مدینه یعقوب شجاع دې نـه اخلي هجران یوه ګــړۍ ویونکی سیف الرحمن تایب یعقوب شجاع

خون غیرت می‌دهد بوی (شهادت) کوه و دامان وطن بوی عزت می‌دهد، دستِ دلیران وطن نکته‌دانانِ جهان و خبرگانِ غیر را درس آزادی دهد، طفل دبستان وطن با کمال سربلندی، می‌ستانَد حق خویش از گلوی کهکشان‌ها، کوهساران وطن از برای امتحان، صدبار اگر نِشتر زنند خون غیرت می‌تراود از رگِ جان وطن هر که آید با غرور و کبر در این سرزمین سرنگونش می‌کند بخت درخشان وطن نشنوی جز حرفِ بیداری و شعر انقلاب از زبانِ رعد و برق و باد و باران وطن این وطن در باغ خلقت، سربلند اِستاده است دینِ حق، گل کرده است ای دوست در جان وطن این شقایق‌ها که دارد جلوه‌های سرخ سرخ می‌کند تمثیل از خون شهیدان وطن هر که می‌خواهد فروشد، پاره‌ی این خاک را در ‌گلویش زهر گردد، لقمه‌ی نان وطن حامدا! خنجر بساز از جنس شعر خود، بزن در نگاهان کجِ میهن‌فروشان وطن شاعر محترم عبدالله حامد تاتار بصدای حمیدالله حمیدی فاریابی

نعت شریف حسنُ جمال د یو چا دی لا مثال د یو چا زړونو ته لارې کوي فضلُ کمال د یو چا رنځور زړګي رغوي د خوا شمال د يو چا دنيا که ښکلې ښکاري له خد و خال د يو چا يو چا پسې الوتي فکر او خيال د يو چا چا پسې څار کړي ورک دی د زړه بلال د يو چا پرې مې ايمان تازه شي له قيل و قال د يو چا ښکلي مې ځکه خوښ دي وايي احوال د‌ يو چا مه څېړه داسې ښه دی زړه مې په سوال د‌ يو چا مبهم

عشق رنگین محمد مصطفی(صلی الله علیه وسلم) .... در زبانم نام تو، ای مصطفی! گل کرده است عشق تو در سینه‌ی من دلربا، گل کرده است قدنمای شرع تو، ای صاحبِ خُلق عظیم! بهتر از آیینه‌ی عالَم‌نما گل کرده است رحمتت محدودِ یک جغرافیا و مرز نیست چتر لطفت بی‌حد و بی‌انتها گل کرده است در زمین خاطرات و خطه‌ی اندیشه‌ها باغ های حکمت تو، خوش‌نما گل کرده است در میان انبیا، ذات شریفت ای نبی! رحمت للعالمین، خیرالورا، گل کرده است خواستم تا وصف زیبای تورا اِنشا کنم در زبان و ذهن من، گلواژه‌‌ها گل کرده است حامدا! در بیت بیت و حرف حرف شعر تو عشق رنگینِ محمد مصطفی، گل کرده است بصدای حافظ صمیم هروی شاعر عبدالله حامد تاتار

دا ړنګ کلي کورونه چنارونه شول اباد چینې یخې درې او ګودرونه شول اباد ای خدایه! دا سایه درحمت ته رانه مه اخله رنګین رنګین رنګین مازدیګرونه شول اباد د بورې مور دعا او د یتیم ساړه آهونه د ډیرو زړګکیو ارمانونه شول اباد جاز نشته! اوس په امن په هوا وهي وزرونه د زاڼو او هېلېو قطارونه شول اباد مکتب او مدرسې ته ګلالي ماشومان درومي د علم او عرفان روڼ مشالونه شول اباد اوس سم د سپېده چاود سره ها شور داذان اورو مسجد او خانقاوې جوماتونه شول اباد طالبه د زړه سر د ابوذر یې خدای دې مل شه پر تا پورې تړلي امیدونه شول اباد ویونکی کفایت اللّٰه راشدجان بلال ابوذر

د وطن مدافع زه به تل کوم دفاع په هر قیمت د خپلې خاورې ځکه ستره وجیبه ده حفاظت د خپلې خاورې یو مؤمن ملي عسکر یم هر سرکښ لره خطر یم د وطن قلمرو ساتم ورته تېر له مال و سر یم زه مین یم پر وقار او پر حریت د خپلې خاورې د وطن په ننګ سیالۍ ته یم حاضر تل قربانۍ ته که تر داره غاړه وړم هم تیار نه یم غلامۍ ته نوم، نښان به همېش ساتم هسک اوچت د خپلې خاورې زه بچی د میرویس خان یم د غیرت او ویاړ عنوان یم تل د هر ښکېلاک پر وړاندې کلک ولاړ لکه سندان یم راښوولی مې نېکونو شرافت د خپلې خاورې ګالم ستونزې، زحمتونه پر وجود څړیکې دردونه هر ګوزار ته سینه سپر یم له څښتن غواړم اجرونه شم قربان دې په څو ځله په عزت د خپلې خاورې د مظلوم امت غمخوار یم د رقیب د سترګو خار یم ټول اولس راباندې ویاړي د ادیب ملا هم یار یم په اخلاص سره به کړمه هر خدمت د خپلې خاورې ویونکی عبدالله حقاني شاعر رحمت الله ادیب

تېر په ډېرو پېښو شوم خو هیڅ بدلون بدل نکړم وساتلم لوی الله چې زۀ یې د قام غل نکړم زۀ له سختو سختو ابتلاو روغ راووتم هیڅ کوم نظامي او سیاسي قوت یرغل نکړم ماته د محمد مصطفیٰ ص لاره معلومه ده زۀ د ابوجهل په کږه لاره مزل نکړم څو چې مې وجود کې ساه چلیږي او ژوندی یم زۀ ړنګ به مې د تورې مجاهدې پګړۍ ول نکړم ماپسې د کونډو بورو میندو دعاګانې دي څرنګه به راج د آسیا زړۀ کې په کابل نکړم مرګه ترهغې پورې دانش ملنګ ته وګوره څو چې د خپل خوار ملت تمامې ستونزې حل نکړم دانش ملنګ

ځاریې شم له دې خړو سپېرو ځېږو مخونو نه ډک یې ټول تاریخ دئ له ننګونو او ویاړونو نه له غزنوي میرویس ابدال یې بیا د عمر تر توري ډال یې مات یې هرطاغوت کړ داخپلواک دي له قرنونو نه مات لوپران یې د کرملین کړل بیا یې ناټو کې زړونه خوړین کړل وتي بریالي د ننګ له ټولو ډګرونو نه زړونه یې سپین ورین یې تندي دي قدر ؤ عزت کې نومیالي دي ښکارې یې هیبت او لوړ همت سویو رنګونو نه له هرڅه تېر په دین وطن وي دیني ملي ګټو ته ژمن وي کړي په ځان او مال دفاع له خپلو ارزښتونو نه ربه پوره یې هر ارمان کړې له بد نظر یې په امان کړې دود شم سپېلنی یې شم ګلونو ښایستونو نه ګورئ دا خړپړ خټین کلي دا دي د ننګ او غیرت څلي ګران دې عبدالله ته د دونیا له کشمیرونو نه

مدام افغانستانه یرغلونه تا مات کړي چې بد چا درکتلي ها ځواکونه تا مات کړي زانګو د اتلانو يې روزلي دې زلمي دي په زور درته راغلي لښکرونه تا مات کړي د ننګ او د غیرت مډال دې وړی له نړۍ دی د هر ظالم جابر دلته سرونه تا مات کړي ستا خاوره غیرتي ده غیرتي خلګ پکې اوسي د دین د دښمنانو ورمېږونه تا مات کړي تاریخ په دې ګواه دی شاهدي ورکوي ځکه د هر ناپاک رژیم ستر قوتونه تا مات کړي سلام ستا و ټینګ عزم ارادې ته ګران وطنه د سرۀ او تور شین مخو دي لاسونه تا مات کړي په ننګ به دې همېش لیکي عزام داسې بیتونه د بدو ارادو د خلکو زړونه تا مات کړي عزام

د مسلمانو پېغلو حسن او زینت دی حجاب ګوره عزت دی حجاب له صحابیاتو نه راپاتې شرافت دی حجاب ګوره عزت دی حجاب فرمایش نه دی د چا دا د الله حکم دی د انبیاوو ټولو دا د آقا حکم دی دا د حضرت عایشې بيبي سنت دی حجاب حجاب ښکلا ده خورې حجاب رڼا ده خورې حجاب شرف د دنیا هم د عقبی ده خورې له فحاشیو عریانیو برآءت دی حجاب تا څوک رټلی نه شي تا زورولی نه شي زما پتمنې خورې تا شرمولی نه شي د استشهاد د قربانیو برکت دی حجاب پام ګناهګاره نه شې چې بې وقاره نه شې خورې لږ فکر وکړه د غرب په لاره نه شې فرض په قیاس او په اجماع د دې امت دی حجاب د صالحاتو ښځو د تائباتو ښځو ذکر قران کړی دی د مؤمناتو ښځو ایوبي لاره د مأوا او د جنت دی حجاب ایوبي

د ښکلاګانو مجموعه ده د هیواد لمنه په سرو ګلونو رنګینه ده د هیواد لمنه د اسلامي نظام او سپین بیرغ تر چتر لاندې په شریعت باندې رڼه ده د هیواد لمنه سپینې او تورې شملې ګوره په هرخوا د وطن په طالبي ژڼو ښایسته ده د هیواد لمنه په دې سپېڅلې خاوره دي ډېر ګلالي ځار شوي په پاکو وینو یې لمده ده د هیواد لمنه پکې پرتې مو دي بې شمېره خاطرې عرفانه زموږ د عشق نښانه ده د هیواد لمنه عرفان اللّٰه عابر

د وطن مازیګری: ارام ته به پرې نږدمه دښمن یوه شېبه که پرې مې ږدي غربت سپېره لمن یوه شېبه ما یوسه خپل وطن ته له پردۍ کوڅې اجله! که وخت پاتې وو هم د زنکدن یوه شېبه نو زه به پیدا نه یم له افغان غیرتي پلاره وطنه! که مې ورکړې په لندن یوه شېبه چې وروسته له کلونو مسافر کلي ته راغی ما وموندی ارام په ژوند کې نن یوه شېبه پر بدر باندي نه کوي اثر د نړۍ ښکلي چې لمانځي مازیګر ددې وطن یوه شېبه محمد بدر

هره پېغله دې ملاله هر یو ځوان دې ایوب خان دی لوی ملا صاحب منصور دی لوی جلال دی قهرمان دی د باتورو زلمو کور یــــې ډک له ننګ غیرت او شور یې خپلو خپلو ته جنت یې او پردیو ته سور اور یې ښکلې ښکلې دې لمنه له جمال جوړ ګل بدنه یرغلونه دې مات کړي زما غازي غازي وطنه برخمن له ستر جلال یې په جمال باندې سمبال یې ته مسکن د میرویس خان یې ته ټاټوبی د ابدال یې پرځولی دې چنګېز دی نسکور کړی دې انګرېز دی هر یو فرد فرد دې اتل دی موټی موټی دې مردخېز دی په نېزه کې دې سر وړی همېشه دی له دوښمنه مونږ لرو درسره مینه د زړه سره له زړګینه ستا دفاع ته مو ځار کړې همېشه د بدن وینه کاڼي بوټي دې را ګران دي مونږ ګڼلي لکه ځان دي پاکه غېږ کې دې هېواده ښایستونه یو جهان دي دي رښتیا د قدر وړ ستا کاڼي بوټي قدرمنه اوس دې غېږ کې خپلواکي ده نـــــــازولـــــي آزادي ده په اولس دې بیا راغلې له مودو پس خوشحالي ده امن امن استقلال دی دېره غېږ کې دې جمال دی درد او غم درنه ورک شوی شکر هر زړګی خوشحال دی سعد منقاد به دې تر مرګه د غیرت کوم ستاینه سعد منقاد

شاهان مې دي غُلامان خېر که غریب مین یم پر مدینه مین یم پر خپل حبیب مین یم کلي د یار ته ځمه باغ او بهار ته ځمه بورا بورا عاشق یم او عندلیب مین یم د یار تر کلي درومم تر هغه ښکلي درومم څه بختَور مین یم څه خوش نصیب مین یم غر سمه لار شي راته لمبې ګلزار شي راته پام دې که یار شي راته زه څه عجیب مین یم جار شفاعت مې وکړه ته پر محشر حبیبه زه در نه لرې نه یم زه دې قریب مین یم چې یې پر خوله او ژبه وي صفتونه دا ستا پر ها واعظ او مُلا پر ها خطیب مین یم رسول غني خدرخېل بیمار بیمار یم بیمار و خپل درمان ته ځمه پر خپل طبیب مین یم رسول غني خدرخېل

داستا د عشق له درد مې اندامونه رپېدل د نیمې شپې په ویر مې فریادونه رپېدل تصویر د مدینې مې چې په زړه کې راڅرګند شو له غمه په سینه کې مې آهونه رپېدل چې کډې د وصال دې له امته بارېدلې د حق سپېڅلي لار کې بیرغونه رپېدل رسولِ هاشمي ستا د صفت لاره اوږده ده چې ستا د مدحې غږ ته کتابونه رپېدل د هجر توره شپه کې د امید رڼا ته ناست یم که څه هم بې وسۍ نه مې لوظونه رپېدل تسل فقير دا رنګ په خپلو اوښکو کې غرقاب يم چې ستا په لور روان زما فکرونه رپېدل تسل فقیر

غزل زه چې د ژوند په لاره ګام په ګام بلا وینم دا نو د خپلو بېهوده کړو وړو سزا وینم تمه به څه ترې د امـت د ارتقاء وشي؟ ځوانان همېش لهو لعب کې مبتلا وینم دا دی زما د اخلاص، مینې او وفا بدل د ژوند په لاره چې له هر چانه جفا وینم له مشکلاتو نه په صبر باندې ځان باسم ځکه له هرې تاریکې وروسته رڼا وینم زه چې په عشق کې سربازي کوم مدام عبیده! دې کې د پاک او لایزال څښتن رضا وینم فیض الله عبیده

حرمِ مدینه (منوره) د جانان تر حرم رسي رښتیا مینه ښکلي ټول د جانان عشق کي بې لقب دي غنمرنګه او ګلمخي په دې لار کي په یو شان درست لاروي د یو مکتب دي حُسن ټوله پري ودان او تري واري دی صفتونه د جمال یي زیات عجب دي انس و جن یي پروړي د احسان دي پیدا سوي کائنات یي له سبب دي د ګل روی او عنبر بوی حبیب له رویه ښایستونه د ګلونو مرتّب دي د خالد تسل درمان ته سلامونه د ستایني کلمات پیښ په ادب دي م خالد تسل