کړکۍ
Open in Telegram
دلته، د ژوند، روغتیا، ادب، ارواپوهنې، بریا، پرمختګ او داسې نورو په اړه لیکنې، ژباړې، مطالب او مالومات لوستلی شئ.
Show more2 317
Subscribers
-124 hours
+117 days
-130 days
Posts Archive
2 318
د یوې ښې ورځې د پيل لپاره څه باید وکړو؟! د ورځې پیل زموږ پر ټولې ورځې اغېز لري. که سهار مو په ارامۍ، مثبت فکر او منظم ډول پیل کړ، د ورځې نورو کارونو ته به هم ښه ذهني او جسمي چمتووالی ولرو. له همدې امله سهار وختي پاڅېدل باید خپل عادت وګرځوو؛ ځکه دا کار موږ ته کافي وخت راکوي چې خپلې چارې له بېړې او فشار پرته ترسره کړو. له خوبه تر پاڅېدو وروسته باید ورځ په مسکا، مثبت فکر او د نعمتونو په شکر کولو پیل کړو. د خولې او غاښونو پاکول، په تړمو اوبو حمام کول، یو یا دوه ګیلاسه اوبه څښل او لږ نرم فزیکي تمرین کول د روغتیا لپاره ګټور دي. همدارنګه، لنډه مراقبه او ژورې ساه اخیستل د ذهن په ارامۍ او تمرکز کې مرسته کوي. سالمه او مغذي سهارنۍ بدن ته انرژي ورکوي او د ورځې په اوږدو کې د تمرکز وړتیا زیاتوي. د ورځې د مهمو کارونو لېست جوړول، د هغوی لپاره مناسب وخت ټاکل او لومړیتوب ورکول د وخت په ښه مدیریت کې مرسته کوي. همدارنګه باید د مطالعې، ورزش، لیکلو، شکر ادا کولو او له کورنۍ او ملګرو سره د وخت تېرولو لپاره هم فرصت پیدا کړو. په پای کې منظم خوب او له ویده کېدو مخکې د موبایل له کارولو ډډه کول د بلې ورځې د ښه پیل لپاره مهم دي. ژباړه: نورمل
2 318
هغه ځای مې پرېښود چې په کې خوشاله نه وم، که څه هم دې کار خوشالي رانه کړه، خو زه په دې پوهېدم چې؛ انسان چې چیرته ناروغ شوی وي هلته یې درملنه نه کیږي.
#پاویلو_کویلو
#ژباړه_نورمل
2 318
راز کتاب وايي؛
کله چې تاسو د څه په اړه فکر کوئ مانا دا چې تاسو په خپل ژوند کې غواړئ، هغه که ښه یا بد شی\پښې وې.
2 318
د ښه او خوښاله ژوند لپاره؛ طبیعت کې قدم ووهه کتاب ولوله هره ورځ څو شېبې چوپتیا غوره کړه خلک او ژوند جدي مه ګڼه د خپلو احساساتو په څرګندولو کې افراط مه کوه دا هڅه مه کوه چې ټول دې له تا خوشاله او راضي وي!! #محمود_درویش
2 318
له بدو خلکو سره د اړیکو په پرېکولو مه پښېمانه کېږئ؛ که د یوې ونې خرابه رېښه پرې شي ونه ژغورل کیږي. ژباړه
2 318
نن سبا تر ټولو ښه کار دا دی چې د اوسنیو شېبو په قدر پوه شو او خوند ترې واخلو؛ زموږ حقیقي او رښتینی ژوند همدا اوسنۍ شېبې دي، د پرون او سبا په اړه فکر، اندېښنه، خپګان او داسې نور زموږ د منفي فکرونو او خیالونو پایله ده. #اروین_یالوم #ژباړه_نورمل
2 318
له ژوند څخه د خوند اخیستلو لپاره بشپړ او بېعیبه کېدو ته په تمه مه اوسئ، ځکه ژوند ډېر په چټکی روان دی، نن چې کوم فرصت لری ښایي سبا یې ونه لری، همدا اوسنۍ شېبې غنمت وګڼئ او خوند ترې واخلئ. #بېت_کمپتن #ژباړه_نورمل
2 318
که له ما څوک وپوښتي چې د خوشاله او خوښ اوسېدو لپاره باید څه وکړو؟ زما ځواب به یو کلمه وي: پرمختګ! پرمختګ او وده ده چې انسان ته په ژوند کې د رښتینې خوښۍ او خوشالۍ احساس ورکوي، له همدې امله زه ټینګار کوم چې باید د ژوند لومړی هدف مو وده او پرمختګ وي. #انتوني_رابینز #ژباړه_نورمل
2 318
زما د ژوند یو اصل دا و چې هڅه مې کوله د امکان تر بریده له خلکو لرې واوسم، څومره به چې له خلکو لرې وم هغومره به حالت ښه و. #چارلز_بوکوفسکي #ژباړه_نورمل
2 318
ځینې وخت باید له ځانه د یوازېتوب دیوال راتاو کړې، ددې لپاره نه چې ځان له خلکو لرې کړې، بلکې ددې لپاره چې وګورې څوک ستا لیدو لپاره دېوال نړوي. ژباړه: نورمل
2 318
علي کرم الله وجهه په خپل خلافت کې د يوه غله د لاس پرې کولو امر وکړ، غله اصرار او زارۍ کولې چې دا ځل مې معاف کړئ نور به په ټول عمر غلا و نه کړم او دا مې لومړی ځل و.
خبره يې و نه منل شوه لاس يې پرې شو، وروسته يې ترې وپوښتل چې له دې وړاندې مو پخوا کله غلا کړې وه؟
غله ورته کړل له حسابه وتلې شمېر يې راڅخه ورک دی.
علي کرم الله وجهه وفرمايل: زه پوهيدم چې لومړی ځل يې نه و، ځکه رب خپل بنده ته مهلت ورکوي او تر ډېره يې پردې کوي تر څو له خپل ناوړه عمل، غلا او خيانت لاس واخلي، خو د تکرار او نه اصلاح په صورت کې به يې يوه ورځ حتماً رسوا کوي.
مطلب ځانونه خوندي مه ګڼئ، یوه ورځ به حتماً رسوا شئ!
2 318
نکل کا چې یو ترکاڼ کابو نیمه پېړۍ يوه کمپنۍ کې د کور جوړولو دنده پر غاړه درلوده.
یو مهال داسې راغی چې نور یې کار ته ډډه نه لګېده او احساسوله یې چې د لاسو زور یې لکه د ځوانۍ نه دی پاتې.
د خپلې کمپنۍ مشر ته یې وویل، غواړي نور له کار سره مخه ښه وکړي او له خپلو لمسو سره ارام ژوند تېر کړي.
مشر یې ورته وویل، زه یې درسره منم خو یو وروستی کور به راته جوړوې.
د ترکاڼ له زړه خدای خبر و خو په ژبه یې وویل سمه ده جوړ به یې کړم.
دغلته چې تر ډېره کورونه له لرګو جوړېده او کمپنۍ پرې ډېر لګښتونه کول خورا مشهور وو.
ترکاڼ وروستی کور له داسې لرګیو جوړ کړ چې د یوې زورورې سیلۍ او باران د ټینګې به هم نه و، د دې لپاره چې وښيی کار یې ښه دی نو د کور بهر ډولي او بڼه یې ښکلې کړه او دننه یې ترې ځان خلاص کړ.
د کمپنۍ مشر ته ورغی ورته یې وویل، د کور ټولې چارې بشپړې شوې، زه به خپله تنخوا واخلم او درنه ځمه.
هغه ترکاڼ ټینګ په غېږ کې ونیوه، په ټنډه یې ښکل کړ، ورته یې وویل: دا ستا لپاره ډالۍ وه، همدا وروستی کور مې د دې لپاره درباندې جوړ کړ چې ته په کې هوسا ژوند وکړې.
د ترکاڼ پر تندي د پښېمانۍ او بخل خولې روانې شوې، هغه چا چې په ټوله سیمه کې د ښه کور جوړولو نوم درلود، لنډې منډې دا ور په برخه کړه چې تر ټولو کمزوری کور یې د ځان لپاره ودان کړ.
پایله دا چې، که مو هیڅوک نه ګوري، که هیڅکله بیا هغه ځای ته نه ستنېږئ او یا له چا سره د بیا لیدو هیله هم نه لرئ، ټګي او ناسم عمل ورسره مه کوئ، ښايي هماغه ټګي یوه مهال تا ته تاوان واړوي.
اخلاص دومره قدر لري چې بې بیې دی.
#نکل
2 318
که پوه شوې چې پر غلطه لاره روان یې، د بېرته راګرځېدو لپاره هېڅکله ناوخته نه ده، که بېرته راګرځېدل دې لس کاله وخت ونیسي بیا هم باید راوګرځې، دا هېڅکله مه وایه چې د بېرته تګ لار اوږده او ستړې کوونکې ده. وګرځه؛ که د ژوند یوه ورځ دې هم پاتې وه، په سمه لار روان شه!! #استیو_تولټز
2 318
په خپلو خبرو کې مثبتې کلمې او جملې وکاروئ له بدمرغه ډېر خلک په منفي فکرونو او خبرو عادت دي، دوی په دې نه پوهیږي چې منفي خبرې یوازې د هغه څه د پېښدو امکان زیاتوي چې دوی یې نه غواړو پېښ شي. ✍ لوییز هې 📚 د ژوند شفا
2 318
موسکا وکړه؛ هېر یې کړه، او بیا پورته شه، اجازه مه ورکوه چې خلک پوه شي «ته مات شوی یې»! ژباړه: نورمل
