پښتو ناولونه
Open in Telegram
𓆩🤍𓆪 پښتو ناولونه ځینې کیسې لوستل کېږي، ځینې احساسېږي، او ځینې بیا د زړه یوه برخه ګرځي دلته به ولولئ: 🌸شعرونه، نظمونه 📚ناولونه،کیسې 📝زړهراښکونکې لیکنې 💌د زړه لیکونه او نور ښکلي پښتو ادبي مطالب که له پښتو ادب سره مینه لرې نو دا ځای ستا لپاره ده @Snjish2
Show more4 208
Subscribers
+824 hours
+17 days
+3030 days
Posts Archive
4 210
غواړئ سنګتراش، او نجار شئ؟ 🤔
زه خو غواړمه.☺️
کوښښ وکړئ له ځیږو او خشنو کلمو سره د یوه نجار او سنګتراش چلند وکړئ؛
کله چې کومه خشره، تریخه او ناهواره کلمه مخې ته درشي، مه یې هماغسې پرېږدئ،
ګردچاپېره یې وتراشئ،
صیقل یې کړئ،
رنګ پرې ووهئ،
او داسې ښکلی شکل ورکړئ،
چې د لفظ له خشونته یې د معنا ښکلا پاتې شي.
باور وکړئ، نجاري او سنګتراشي دواړه مقدس کسبونه دي؛ ځکه دوی له خامو او ناهموارو شیانو څخه د ښکلا بڼه راوباسي.
کلمې هم همداسې دي؛ هره کلمه د ویلو تر مخه لږه تراش، صیقل او هنر غواړي.
Muska Saidi 🦋
4 210
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
https://t.me/islamic_tv110
📌 له موږ سره پاتې شئ
@Mahm_ood2
تبادیله
4 210
https://application.hesab.com/XZRVPJU7
زه پوهېږم چې حساب (Hesab) به مو خوښېږي! او بلنه درکوم چې د لاندې لېنک له لارې اپلېکېشن ډاونلوډ کړې:
4 210
نهٔ یم ښهٔ!
ـــ
ځینې ناروغۍ نهٔ په تلسکوپ کې لیدل کیږي، نهٔ یې ننی عصري طب معلومولی شي، دا څهٔ موده کیږي وجود مې مړ مړ نرم نرم درد لري تهٔ وا په رګونو کې مې درد ورو ورو بهیږي، آن چې غږیږم هم ستړیه ناارمي او بې انرجيتوب احساسوم غږیدل هم راته مشکل شوي دي، ډېر رش خو بېخي راته زړهٔ خوږي پیدا کوي آن کله کله یوازې د دوهم نفر ناسته هم بوج احساسؤم، چې څومره یوازې وم دومره ښهٔ وم ځکه نهٔ غږیدلو ته مخه وینم نهٔ رش او شور ته،
په څلروېشتو شاعتونو کې یو دوه شوخند مړۍ خورم هغه ډېره ډوډۍ مې یوه څپیړ وي خو دا هم رباندې بوج وي زړهٔ مې پسې راډکیږي ډېر ښهٔ ښهٔ خوراکونه مې هم پام ځان ته نهٔ شي رااړولی، د خلکو له بې خوبۍ او شبګرو یوازې د سترګو ډډې شنې شي زما یې ټول مخ او رنګ راشین کړ، ذهن، خیال او د نویو شیانو زده کولو کې تکړه یم خو هی حافظه مې! حافظه مې ورځ تر بلې کمزورې کیږې او خرابیږي والله بالله شیان څهٔ د ژوندیو انسانانو قوارې رانه هیریږي کله کله سخت حجالت شم مقابل مې پیژاني راته وایې پلانی یم پیژانې مې هغه پلاني ځای کې مو سره لیدلي وو، زهٔ یوازې حېران ورګورم او بخښنه وغواړم، دا حالت مې ډېر وزغمه خو نن مې په ځان هم زړهٔ وسوځیده د یو تکړه ډاکټر لابراتوار ته لاړم
ما وېل راځه شاید کومه بېلوژیکي ناروغي ولرې
ټول ټیسټونهٔ مې وکړل خو هېڅ ناروغي ثابته نه شوه، زهٔ په دې هم پوهېږم چې ټولې ناروغۍ یوازې بېلوژیکي نهٔ وي ځینې اروایي ګډوډۍ او روحي مریضۍ هم شته خو کله کله چې زهٔ د خپل ځان کنټرول او نورو ته د لارو ورښودلو او مشورې ورکولو او ستونزو هوارولو وړتیاوې وګورم نو ځان اروایي ګډوډ نهٔ راته ښکاري
نهٔ پوهېږم زهٔ په څهٔ یم!؟ زهٔ ولې داسې یم!؟ زهٔ خو مخکې داسې نهٔ ؤم! په ځان مې یو ډول زړهٔ وسوځي زهٔ ورو ورو هغه پخوانی منلی پرېږدم او په یو نوي او خراب منلي بدلېږم
کله کله د خپلو دې ستونزو په حللاره پسې ژور فکرونه وکړم او کله کله نه زهٔ ډېر وخت په دې باوري کیږم چې زهٔ یو همرنګه، همعذابي، هم زړهٔ، همسفري او یو مهربان انسان ته اړتیا لرم
زما روح په یو همداسې انسان پسې لالهند او سرګردان دی
زهٔ خرابیږم، زهٔ تنګیږم، چیرته یې!؟ راشه!
زهٔ نهٔ یمه ښهٔ!!!!!!!!!!!!!!ـ💔🍂🥲
ـــــ
(ستا بدرنګ، خراب،لیونی، او سرګران منلی)
