پښتو ناولونه
رفتن به کانال در Telegram
ممکن مونږ لومړی نشر کوونکې ونه اوسو خو تر ټولو غوره او بهترین یو.! دلته تاسې :ناولونه،لنډې کیسې،غوره ویناوې ،ارواپوهنه او دې ته ورته نور مطالب لوستلای شی لیف کوه یې مه بې صدا یې کړه @Snjish2
نمایش بیشتر4 190
مشترکین
+524 ساعت
+67 روز
-1130 روز
آرشیو پست ها
4 190
#نظم
ستا لپاره ما څه وکړل
داسې څه چې تا حس نه کړل
که مثال یې درته درکړم
بیا به ماسره پخلا شې
ای! بیا به بیرته ماله راشې
بیا دا هر څه به ته هیر کړې
ته به بیرته بیا زما شې
ته له دې نه قیاص واخله
د اګست ۱۵ مه ستا نیټه د تولد ده
په ۸ د جنوري بیا
ستا دستمال یې بل ته ورکړ
۱۹ د جنوري وو پکې ته مې وبایللی
یو کهانه وشوه جانانه
هغه ځکه چې وه داسې
ډکې سترګې وم ولاړ
ستا کوژده وشوه جانانه
د افریل ۲۹ مه زما او ستا وروستۍ لیدنه
بیا د جون په ۲۱ مه
چې رخصت مې له تا واخیست
په تکل د لوی سفر شوم
د سفتمبر په ۱۱ مه توره ورز زما د ژوند وه
ځکه ته مې پکې داسې یو حالت کې ولیدلې
سپین کمیس د ناویتوب
او د نکاح په چوکۍ ناسته
ښه خوشحاله وې جانانه
…..
یو کال تیر ستا د واده شو
د روژې لمړۍ لسۍ وې
۱۲ د سفتمبر وو ستا کور ته رڼا راغله
ستا لورکۍ وشوه جانانه
بیا د وخت په تیریدلو
داسې شپه هم په تا راغله
چې له ډیییییییرې خوشحالۍ نه
تر سهاره وې ته ویخه
ای د اګست ۱۸ د ماښام اته بجې وي
دا یو زیری مې تر غوږ شو چې ایان نړۍ ته راغی
ښه ! څو مثاله نور زه درکړم
نور نو کوم څه در په یاد کم
نور نو څه وکم جانانه
زه له خپل ځان نه خفه شوم
ستا لپاره زه نشه شوم
د مور پلار نه هم در تیر شوم
ستا لپاره عجیبه شوم
ای ! ښه ! نو مینه نوره څنګه وي جانانه ؟
با وجود ددې کارونو
چې ته بیا هم زما نه شوې
چې ته بیا هم اشنا نه شوې
چې ته بیا هم رضا نه شوی
نو په دې کې زه څه وکم
د الله به دا رضا وه
د تقدیر به تقاضا وه
زه له تا نه خفه نه یم
خو بس خپل ځان مې جانانه
ستا په در کې در په در کړ
…
چې تا د ژوند له چارو لری باسي
یو چاته دومره ضرورت ښه نه دی
ستا تلل د شپږو جنازو برابر
زما په زړه دومره خفګان تیر شو
مه ځه زه د زړه بیمار یمه را وګرځه
تا پسې مړ په انتظار یمه را وګرځه
الفراق اشد من الموت یاره بغیر له تا
زه به په جنت کې هم په دار یمه را وګرځه
4 190
له ښځو خو مو په میراث هسېنه م خېټې اچولې دي، په مهر کې مو هم سپینه ټوډي ترې ایستلې ده ،خو چې د دوهم کلاس انسان په سترګه خو ورته کتل کېدلی
د دې مظلوم او مجبور قشر په وړاندې نهایي زور او ز*یاتی کیږي،د نکاح په موضوع کې چې تر نارینه ډېره خپلواکه او مستحقه ده ،ولې چې نارینه د درېیو نورو ښځو اجازه هم لري خو ښځه به همدې یوه شلغم سري پټان ته خپل بخملین زلفان سپینوي،مګر بیا هم موږ د خپلې خوښې د انتخاب حق ترې سلب کړی دی
که معمولي سپڼ یې وکړ ،د بې حیا، ډ*مې،رنډ*ۍ، ژبه یې اوږده ده،خپلسري ده،او رنګا رنګ الفاظ ورته ویل کیږي
تهـ/متونه، شکونه او کیسې ور پورې تړل کیږي
د جومات پیتاوی پسې په کاذبو افتراوو تر ډېره وخته ګرم وي
وژ*نو یې او په لمن یې داغ پورې کوو، مطمین یم که حضرت خدیجه هم نن ژوندۍ وای موږ پښتنو به وژ*لې وه
ځکه هغې رسول الله ته د مینې وړاندیز کړی ؤ، او رسول الله مبارک په ډېرې مینې قبول کړی ؤ
هغه وخت د ج&ـ!لت ټغر ټول ؤ خو نن یې په نوي لباس کې وزر خواره کړي دي
ډېر پلرونه به خدای وبخښي خو د دې طبقې د حقونو د ضیاع له امله به یې د جنت له دروازو را وګرځوي
هغه لور چې امانت وه، د پیسو په تله کې وتلل شوه؛ چا چې ډېرې پیسې ورکړې، هماغه یې مستحق وګڼل شو، که اتیا کلن ؤ،معیوب ؤ، شر!بي ؤ او که بل هر چرسي یا …. ؤ
بس بولي وهل کیږي چې چا وګټله
حجره کې ناستو توفداني دارو ملکانو یې سودا ته تکیې وهلې وي،هغوي چې شرکیات یې له لرې په تندي کې لیدل کیږي،التحیات په ولاړه کې وایي او په جنازه کې سجدې ته منډې وهي
د خپلو خــ*رتوبیو، وژ*نو او قتــ*لونو ډډې هم د خپلې خور لور په خرڅولو یخوو او په بدو کې یې ور کوو
اخۍ ربه ،موږ څومره ظـ!لمان ،د عقل پوندې او د ج&ـل تپه تیاره کندې یو
ګریوان کې وګورئ موږ څومره رواج ته پر دین ترجیح ورکوو؟
د خپلې مبارکې ږیرې تر شا او د غټو-غټو تسبو د ټکهار لاندې مو څومره ډېر خبـ!ثتونه پټ کړي دي؟
که په اطرافي ساحو کې وګورئ، ټول سخت کارونه د دې نازکو اوږو تر غاړې دي، له خوړونو اوبه راوړل، پر سر لرګي راچلول او د پټیو لوونه کول
په بې مالګې ډوډۍ او سوړ چای یې تر مر*ګه ووهي،نتیجه یې کله دا شي چې تیزاب وڅښي،د موږکو دوا وخوري،ځان ز*ندۍ کړي او یا یې مجبوریت ډیکه کړي او وتښتي
های افسوس
د خدای روی دی مه کوئ داسې
په خپلو ښځو یوازې دومره سختي راولئ چې په خپلو غیږو کې یې کلکې در ونیسئ، زړه ته یې رانږدې کړئ او مینه پرې وشیندئ
د ښځې خلقت ډېر نازک دی د سړي په پرتله،د ډېرې سختۍ او ستونزو د برداشت ظرفیت نه لري
زموږ پښتنې نجونې د الماسو غوندې ښایسته او ښکلې دي،خو له بده مرغه د ژر ماشومانو راوړلو، زیات کار، د خواښې، خاوند او کورنۍ د ناسم چلند له وجې یې ځواني ډیره ژر ختمیږي او زړیږي.
#قاري تکل خوستی
4 190
زه غواړم لکه د هوا دغسې اوسم.
چې چيرې مې ځای وي ودريږم او چې چيرې مې زړه تنګ وي يا تنګيږي له هغه ځايه ولاړ شم .
زه وايم هغه ځای چې هغه که ملګري وي خپلوي وي يا هم بنډارونه تر ټولو بهترين دي چې زما شتون په چا نه درانه نه تماميږي او که تماميږي نو دغسې ځايونه او اړيکې بيا د خپل ځان سپکاوی دی او انسان هيڅ وخت نغواړي سپک شي يا سپک و اوسي.
4 190
يو تش سلام او يو دوه درې د خپل مطلب خبرې
دومره را لنډ دي اوس زموږ د يارانې بريدونه
ً
4 190
Repost from N/a
اسمانونو مو په حال وکړې بغارې
عشق په مونږه باندې وکړې بدې چارې
د دې دومره نا کردیو باوجود هم
ته مې اوس هم د راتللو شیبې شمارې؟
ته به کله راځې واا تللیه سړیه؟
د بیلتون له زخم وینې کوي داری
4 190
نظم
ګلابه! زه درته یادېږم کنه؟
نامه مې ژبې ته درځي او کنه؟
په دېواله ځوړند عکسونه زما
په نیمه شپه دې ژړوي او کنه؟
وایه زما غېږه دې نه یادېږي
زما خبرو پسې نه یې خفه؟
زما بایللی رنګ دې ولې هېر کړ؟
کړی قسم او ننګ دې ولې هېر کړ؟
د سپینې خولې قلنګ دې ولې هېر کړ؟
ګلابه زښته ډېر وختونه تېر شو.
میاشتې اونۍ وشوې کلونه وشو
یوه شېبه رانه هېر شوې نه یې
ورځ او په شپه رانه هېر شوی نه یې
لا دې هغسې انتظار یمه زه.
لا دې راتلو ته امیدار یمه زه
لا مې په زړه کې د پرون په څېر یې
لا مې په خیال کې لکه نن خوره یې
لا مې رګونو کې د خون په څېر یې
لا مې صنمه هیره کړې نه یې
لا مې حواسو کې خوره وره یې
که زړه لرې یو ځل راشتون شه بېرته
په دغه دښته را زرغون شه بېرته
زما د مات زړګي سکون شه بېرته
زما خوښیو ته مضمون شه بېرته
که چرته کېږي او امکان د دې وي
نو صدقه دې شم بلا دې واخلم
ما له دې تورو شپو بهر که راشه
بیا مې هم هغسې دلبر که راشه
دا ده بیخې ډیره موده وشوه چې
په ماتو شونډو مې بیا ونه خندل
دنیا خوشحاله وه ښه ډېره به وه
مګر له تا وروسته ما ونه خندل
که راسنېږې نه یو کار خو وکړه
دغه یادونه دې سمبال که یاره
ما دې له دېنه زیاته نه ځوروي
په ما دې نورې شبګیري نکوي
زما زخمو باندې دې لوبې نه کړي
زما خوبو باندې دې لوبې نه کړي
زما خیالو باندې دې لوبې نه کړي
په لېونو باندې دې لوبې نه کړي
کریمه زه مې بیرته ژوند ته ګرځم
ځان ته یوه بله دنیاګۍ جوړووم
له دغو خلکو له دې ښاره لرې
چرته په په دښته کې کېږدۍ جوړوم
ځمه په دښته کې کېږدۍ جوړوم
کریم سلطاني
4 190
وخت شاته نه ځي. که چېرته وخت شاته تللی، زه به بیرته د پوهنتون وخت ته ورګرځېدلی وم.
د هغه استاد له درس به پټ شوي و، چې زموږ د څلورو بد راتلوو. د پوهنتون کانټین کې به مو ډوډۍ خوړلې وی.
مابه د خپل شوخ عادت له مخې ثنا او فرمان د ډوډۍ خوړلو پرمهال په جنګ اچولي وی او خپله به مې د سنجش سره یوځای ښه ډېر خوراک کړی وی؛ خو کاش وخت شاته تللی، کاش😢
وخت نه تکرارېږي، چې مو ترڅنګ دې، قدر یې وکړئ!
#پوهنتون
#یاران
#خاطرت
4 190
غزل
په زړه مې ولې راورېږې څه باران خو نه یې
هسې مې درد راویښوې زما درمان خو نه یې
د مخ په پاڼه به دې څه خوږه غزله لیک وي
سپینه کتابه یادوم دې دومره ګران خو نه یې
د خیال هد هد دې څومره ګڼ ګڼ پېغامونه راوړي
دا مې خطا وه چې ویل مې سلیمان خو نه یې
ما به بې وخته لېونی کړې په اغزو به ګرځم
غېږ به رانه كړې ښکلیه باغه بیابان خو نه یې
د ژوند د وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
شنه سمندره زه دې څه کړمه توپان خو نه یې
د نور په غشو مې له هسک نه په لېمو کې ولې
نه راځې ستوری د آسمان شوې مهربان خو نه یې
ښكلیه سالار مې که د عشق د منزلونو نه کړې
بیا راته وایه چې درواغ وایې کاروان خو نه یې
پیر محمد کاروان
