باختر خبري آژانس - پښتو
Open in Telegram
د باختر د افغانستان يواځينى رسمي دولتي آژانس دی. https://linktr.ee/bnapashto +93788111193 د اړیکې لپاره: H.q@
Show more3 051
Subscribers
-624 hours
-107 days
-3330 days
Posts Archive
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال پر مهال په هېواد کې پنځه ستر ورزشي لیګونه ترسره شوي او د څلورو ورزشي فدراسیونونو کورنۍ ټاکنیزې سیالۍ هم شوې دي.
د نوموړي په وینا افغانستان په دې موده کې د بېډمنټن او دودیزې غېږنیونې په برخو کې د نړیوالو سیالیو کوربه توب کړی او ۲۴۰ افغان ورزشکارانو په ۳۲ نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی دی.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، افغان ورزشکارانو په دغو نړیوالو سیالیو کې ټولټال ۶۲ مډالونه ګټلي چې ۱۵ د سرو زرو، ۱۸ د سپینو زرو او ۲۹ د برونزو مډالونه دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال پر مهال د هېواد په کچه شاوخوا ۱۶ میلیونه مېوه لرونکي او غیرمېوه لرونکي نیالګي کېنول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د نیالګیو کېنول د چاپېریال ساتنې او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې له مهمو اقداماتو څخه دی.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د اسلامي امارت ویاند وایي، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال پر مهال په اوو ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې د پروژو د پلي کولو لپاره له کورنیو بنسټونو سره ۱۱ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
د نوموړي په وینا، د چاپېریال ساتنې ادارې د چاپېریال او اقلیمي بدلون په برخه کې یو شمېر قوانین، کړنلارې او پالیسۍ هم چمتو او نهایي کړې دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې له ۲۵ زرو ډېر د چاپیریال ککړوونکي فعالیتونه څارل شوي او تفتیش شوي دي.
د نوموړي په وینا، د چاپېریالي معیارونو د رعایت او فعالیتونو د سمون لپاره ۷۱۵۸ سپارښتنې هم صادرې شوې دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال پر مهال د عامې روغتیا وزارت ۶۰ روغتیايي ودانیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د نوموړي په وینا، په دې پروژو کې د ۲۴ ولسوالیو روغتونونه، ۲۵ روغتیايي مرکزونه، د زړه د جراحۍ یوه څانګه، د جدي پاملرنې ۴ څانګې او د هیمودیالیز ۴ څانګې شاملې دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ وایي، د متحده عربي اماراتو «اېچ اېچ اېم نړیوالو صنایعو ګروپ» شرکت په افغانستان کې د سالنګ د دویم تونل او د درملو د تولید یوې فابریکې په جوړولو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
د اقتصادي مرستیالۍ په وینا، د پانګونې بین الوزارتي کمېټې د دغه شرکت له لېوالتیا هرکلی کړی او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې له یاد شرکت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
له یاد شرکت څخه هم غوښتل شوي چې د خپلې پانګونې طرحې د لا ډېرو څېړنو او بحثونو لپاره وړاندې کړي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
نن د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځينو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
#باختراژانس
روسي رسنیو راپور ورکړی، چې د اوکراین په خارکیف سیمه کې شاوخوا ۱۷۰۰ اوکرایني سرتېري د روسي ځواکونو له لوري محاصره شوي دي.
وایي د دومره شمېر پوځیانو محاصره د روسي ځواکونو د پوځي تاکتیکونو اغېزمنتیا ښيي او د اوکرایني ځواکونو د مانور وړتیا یې له فشار سره مخ کړې ده.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان د طبي شورا له لوري د یو شمېر افغان محصلانو د ایستلو د پرېکړې له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې سیاسي اختلافات باید د محصلانو پر زدهکړو اغېز ونه کړي.
یاد سفارت په یوه اعلامیه کې له پاکستاني تعلیمي بنسټونو او اړوندو مسؤلانو غوښتي چې د افغان محصلانو وضعیت له سره وڅېړي او د هغوی د زدهکړو د دوام زمینه برابره کړي.
سفارت ټینګار کړی، چې د افغان محصلانو تحصیلي حقونه باید خوندي شي او د سیاسي اختلافاتو له امله باید د هغوی تعلیمي بهیر زیانمن نه شي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، چې تېره ورځ ۲۰۹ افغان کډوالې کورنۍ، چې ټولټال یو زر او ۱۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون په وینا، له دغو کورنیو ۱۲۹ یې په خوندي ډول خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي او ۱۶۲ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې دي. همداراز ۱۲۶ سیمکارتونه وېشل شوي او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
#باختراژانس
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه وایي، دوه امریکايي بېړۍ، اته د تېلو ټانکرونه او لس نورې «سرغړوونکې بېړۍ» یې په نښه کړې دي.
د دوی په وینا دغو بېړیو هڅه کوله د تنګي له یوې منع شوې او نا امنې سیمې تېرې شي.
بل لور ته امریکايي پوځ وایي چې د ایران د بالستیک توغندیو له برید وروسته یې د ایران پنځه د خامو تېلو وړونکې بېړۍ له منځه وړې دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي، ګډو پانګونو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.
په دې لیدنه کې د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم نندارتون کې د روسي شرکتونو د ګډون او مسکو ته د افغان سوداګریز پلاوي د سفر په اړه هم خبرې شوي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا پر ګډو هڅو ټینګار شوی.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
📰 د باختر اژانس ننني وروستي مهم خبرونه.
📅 ۱۴۰۵/٦/١٧ - ۱۴۴٨/٣/٢٥-
2026/9/8
https://x.com/bnapashto
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د غالیو او لاسي صنایعو تخصصي کمېټه د غالیو د تولید، اوبدنې، بازارموندنې او صادراتو د پراختیا په موخه جوړه شوې چې رئیس او غړي یې د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شول.
په دې غونډه کې د یادې خونې مشرتابه د نړیوالو بازارونو پر پراختیا، د صادراتو پر زیاتوالي او د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ.
د کمېټې رئیس غلامسخي ترکمن هم ژمنه وکړه، چې د دې صنعت د پیاوړتیا او شته ستونزو د حل لپاره به هڅې وکړي.
#باختراژانس
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي، د لرې پرتو سیمو، سرحدي سیمو او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا لپاره به په شپږو ولایتونو کې ۵۲ نوي مخابراتي انټنونه جوړ شي.
د نوموړي په وینا دغه انټنونه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم له مخې د څه باندې ۴۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د بدخشان، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او خوست ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې نصبېږي.
#باختراژانس
په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت سرپرست نقیبالله احمدي د مالیزیا د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا ادارې له اجرائیه رئیس داتو ابوبکر یوسف سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي، د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو په سوداګریزو نندارتونونو کې پر متقابل ګډون هم ټینګار کړی.
#باختراژانس
د کانونو او پټرولیم وزارت او د «عمر فاروق تالک پروسس» شرکت ترمنځ د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ د تالک کان د درېیم بلاک د استخراج او پروسس تړون لاسلیک شو.
د تړون له مخې، قراردادي شرکت به د هر ټن تالک په بدل کې ۱،۳۲۰ افغانۍ حق الامتیاز ورکوي او د سیمې اوسېدونکو ته به ټولنیز خدمتونه هم وړاندې کوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري ویلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې خلکو ته د کار او اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره شي.
#باختراژانس
په کنړ ولایت کې د مناګي برېښنا بند د بیارغونې چارې د شاوخوا ۸۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، دغه بند به د ۲.۱ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري او د ۱۴ میاشتو په موده کې به یې د بیارغونې چارې بشپړې شي.
د پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۴ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto
📰 د باختر اژانس ننني وروستي مهم خبرونه.
📅 ۱۴۰۵/٦/١٧ - ۱۴۴٨/٣/٢٥-
2026/9/8
https://x.com/bnapashto
