باختر خبري آژانس - پښتو
Open in Telegram
د باختر د افغانستان يواځينى رسمي دولتي آژانس دی. https://linktr.ee/bnapashto +93788111193 د اړیکې لپاره: H.q@
Show more3 051
Subscribers
+424 hours
-27 days
-3230 days
Data loading in progress...
Similar Channels
Tags Cloud
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Incoming and Outgoing Mentions
---
---
---
---
---
---
Attracting Subscribers
September '26
September '26
+22
in 0 channels
August '26
+84
in 0 channels
Get PRO
July '26
+98
in 0 channels
Get PRO
June '26
+69
in 1 channels
Get PRO
May '26
+109
in 1 channels
Get PRO
April '26
+90
in 0 channels
Get PRO
March '26
+73
in 2 channels
Get PRO
February '26
+83
in 0 channels
Get PRO
January '26
+82
in 0 channels
Get PRO
December '25
+56
in 0 channels
Get PRO
November '25
+68
in 0 channels
Get PRO
October '25
+91
in 0 channels
Get PRO
September '25
+39
in 0 channels
Get PRO
August '25
+51
in 0 channels
Get PRO
July '25
+66
in 0 channels
Get PRO
June '25
+121
in 0 channels
Get PRO
May '25
+75
in 0 channels
Get PRO
April '25
+90
in 0 channels
Get PRO
March '25
+86
in 0 channels
Get PRO
February '25
+100
in 0 channels
Get PRO
January '25
+160
in 1 channels
Get PRO
December '24
+194
in 2 channels
Get PRO
November '24
+182
in 1 channels
Get PRO
October '24
+207
in 2 channels
Get PRO
September '24
+216
in 3 channels
Get PRO
August '24
+191
in 2 channels
Get PRO
July '24
+255
in 2 channels
Get PRO
June '24
+207
in 2 channels
Get PRO
May '24
+299
in 2 channels
Get PRO
April '24
+425
in 2 channels
Get PRO
March '24
+511
in 5 channels
Get PRO
February '24
+358
in 1 channels
Get PRO
January '24
+592
in 73 channels
Get PRO
December '23
+232
in 58 channels
Get PRO
November '23
+168
in 68 channels
Get PRO
October '23
+561
in 68 channels
Get PRO
September '23
+108
in 0 channels
Get PRO
August '23
+26
in 0 channels
Get PRO
July '23
+37
in 0 channels
Get PRO
June '23
+12
in 0 channels
Get PRO
May '23
+5
in 0 channels
Get PRO
April '23
+13
in 0 channels
Get PRO
March '23
+18
in 0 channels
Get PRO
February '23
+19
in 0 channels
Get PRO
January '23
+14
in 0 channels
Get PRO
December '22
+16
in 0 channels
Get PRO
November '22
+25
in 0 channels
Get PRO
October '22
+19
in 0 channels
Get PRO
September '22
+227
in 0 channels
| Date | Subscriber Growth | Mentions | Channels | |
| 09 September | 0 | |||
| 08 September | +1 | |||
| 07 September | +4 | |||
| 06 September | +6 | |||
| 05 September | +3 | |||
| 04 September | +1 | |||
| 03 September | +4 | |||
| 02 September | +1 | |||
| 01 September | +2 |
Channel Posts
📰 د باختر اژانس ننني وروستي مهم خبرونه.
📅 ۱۴۰۵/٦/١٧ - ۱۴۴٨/٣/٢٥-
2026/9/8
https://x.com/bnapashto
| 2 | د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د غالیو او لاسي صنایعو تخصصي کمېټه د غالیو د تولید، اوبدنې، بازارموندنې او صادراتو د پراختیا په موخه جوړه شوې چې رئیس او غړي یې د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شول.
په دې غونډه کې د یادې خونې مشرتابه د نړیوالو بازارونو پر پراختیا، د صادراتو پر زیاتوالي او د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ.
د کمېټې رئیس غلامسخي ترکمن هم ژمنه وکړه، چې د دې صنعت د پیاوړتیا او شته ستونزو د حل لپاره به هڅې وکړي.
#باختراژانس | 102 |
| 3 | د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي، د لرې پرتو سیمو، سرحدي سیمو او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا لپاره به په شپږو ولایتونو کې ۵۲ نوي مخابراتي انټنونه جوړ شي.
د نوموړي په وینا دغه انټنونه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم له مخې د څه باندې ۴۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د بدخشان، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او خوست ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې نصبېږي.
#باختراژانس | 97 |
| 4 | په مالیزیا کې د افغانستان د سفارت سرپرست نقیبالله احمدي د مالیزیا د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا ادارې له اجرائیه رئیس داتو ابوبکر یوسف سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي، د پانګونې د فرصتونو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو په سوداګریزو نندارتونونو کې پر متقابل ګډون هم ټینګار کړی.
#باختراژانس | 98 |
| 5 | د کانونو او پټرولیم وزارت او د «عمر فاروق تالک پروسس» شرکت ترمنځ د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ د تالک کان د درېیم بلاک د استخراج او پروسس تړون لاسلیک شو.
د تړون له مخې، قراردادي شرکت به د هر ټن تالک په بدل کې ۱،۳۲۰ افغانۍ حق الامتیاز ورکوي او د سیمې اوسېدونکو ته به ټولنیز خدمتونه هم وړاندې کوي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري ویلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې خلکو ته د کار او اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره شي.
#باختراژانس | 106 |
| 6 | په کنړ ولایت کې د مناګي برېښنا بند د بیارغونې چارې د شاوخوا ۸۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، دغه بند به د ۲.۱ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري او د ۱۴ میاشتو په موده کې به یې د بیارغونې چارې بشپړې شي.
د پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۴ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto | 133 |
| 7 | 📰 د باختر اژانس ننني وروستي مهم خبرونه.
📅 ۱۴۰۵/٦/١٧ - ۱۴۴٨/٣/٢٥-
2026/9/8
https://x.com/bnapashto | 137 |
| 8 | د پنجشېر سیمه ییز مسؤلین وایي، چې له دغه ولایت څخه استخراج شوي ۱۱ زره او ۱۹۲ قیراط نور زمرد او د دغو قیمتي ډبرو درې نمونې نن په یوه داوطلبۍ کې پر کورنیو او نړیوالو سوداګرو د ۳۰۷ میلیونه او ۸۵۲ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.
په دې داوطلبۍ کې له زرو ډېرو کورنيو او درې چینايي سوداګرو ګډون کړی و.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto | 145 |
| 9 | د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د ۲۰۲۶ کال په اکټوبر او نومبر میاشتو کې به په متحده عربي اماراتو کې د بنګله دېش او زمبابوې کوربه توب وکړي.
د مهالوېش له مخې، افغانستان به له بنګله دېش سره یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي، ورپسې به د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځېنیو لوبو درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره شي.
همداراز، افغانستان به له زمبابوې سره درې شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې هم وکړي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto | 136 |
| 10 | د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ډهلي کې له هند سره د درې شل اوریزو سیالیو لپاره تمرینات پیل کړي دي.
ټاکل شوې، چې دواړه لوبډلې د سنبلې په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه د ډهلي په ارون جېټلي لوبغالي کې مخامخ شي. ابراهیم ځدراڼ به د لومړي ځل لپاره د شل اوریزو سیالیو په برخه کې د دایمي لوبډلمشر په توګه د افغانستان مشري وکړي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto | 155 |
| 11 | د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د سیاه گرد سړک د قیراچولو چارې د ۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د مزارشریف ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه سړک څه باندې درې کیلومتره اوږدوالی او ۱۶ متره سور لري او ټاکل شوې د جوړولو چارې یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto | 155 |
| 12 | په ملګرو ملتونو کې د روسیې یوه استازي پر افغانستان د لویدیځ پر چلند نیوکه کړې او هغه یې دوه ګونی چلند بللی دی.
نوموړي ویلي، لویدیځ له یوې خوا د افغانستان شتمنۍ کنګلوي او له بلې خوا د افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو غوښتنه کوي؛ هغه ټینګار کړی چې بشري مرستې باید له سیاسي او نورو شرطونو سره تړلې نه وي.
د روسیې دغه استازي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د لویدیځ هېوادونو څو کلن حضور ناوړه او ویجاړونکې پایلې پرېښې دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto | 140 |
| 13 | نن د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځينو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.
#باختراژانس | 159 |
| 14 | د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، تېره ورځ ١٩١ کورنۍ چې ٨٨٦ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، ١٣٧ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي او ١٧١ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
همدارنګه ١٠٠ سیمکارتونه وېشل شوي او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto | 155 |
| 15 | په فراه پوهنتون کې د ۲۱ میلیونه او ۷۵ زره افغانیو په لګښت د څېړنیز فارم د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یاد پوهنتون د مطبوعاتي مسؤل په وینا، دغه فارم د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ پر ۵۰ جریبه ځمکه کې د ۱۱ میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې احاطوي دېوال، اداري ودانۍ، شنه خونه، ډیپو، ژوره څاه، د څاڅکي اوبو لګولو سیستم، برېښنا او د اوبو ذخیره پکې شامل ده.
د مسؤلینو په خبره، د دغه فارم له جوړېدو سره به د کرنیزو څېړنو، علمي پرمختګ او محصلینو ته د علمي څېړنو په برخه کې ښه زمینه برابره شي.
#باختراژانس
https://x.com/bnapashto | 155 |
| 16 | د نن ورځې نېټه.
#باختراژانس | 178 |
| 17 | د کاپیسا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، چې د حصه اول ولسوالۍ په دکان های ملا، جلدک علیا او غلام خېل کلیو کې د ۱۰،۸ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو اوبو رسولو شبکو د جوړولو چارې د یونیسف په مالي ملاتړ پیل شوې دي.
مسؤلین وایي، د دغو شبکو د جوړولو چارې به په پنځو میاشتو کې بشپړې شي او له بشپړېدو سره به د څه باندې زرو کورنیو د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
#باختراژانس | 211 |
| 18 | د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په پارون ښار کې د «زرغون نورستان» په نوم کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې مشاعره کې شاعرانو او فرهنګیانو د شعرونو له لارې د ورورولۍ، مینې، ملي یووالي او ټولنیزې همغږۍ پر ارزښتونو ټینګار وکړ.
#باختراژانس | 196 |
| 19 | د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې، د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د «ډلټا انټرنشنل» شرکت ترمنځ د کُشک–تیرپل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد لاسلیک شو.
د قرارداد له مخې دغه شرکت به په لومړي پړاو کې د کُشک د ګازو د اوو بلاکونو د اکتشاف او استخراج لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
کُشک–تیرپل نفتي حوزه د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ پرته ده او شاوخوا ۲۲ زره کیلومتره مربع مساحت لري.
#باختراژانس | 204 |
| 20 | د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د سیمې پر وضعیت، په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او زیربناوو په برخو کې پر پرمختګونو او د بهرنیو شرکتونو لپاره د پانګونې پر موجودو فرصتونو خبرې شوې دي.
خلیلزاد ویلي، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي او د بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې یو شمېر شرکتونه، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې، په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.
ښاغلي برادر د دغو شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت پانګوالو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دی.
#باختراژانس | 197 |
