مهاجر فراهي __ Muhajer farahi
Open in Telegram
7 912
Subscribers
No data24 hours
-557 days
-53630 days
Data loading in progress...
Similar Channels
Tags Cloud
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Incoming and Outgoing Mentions
---
---
---
---
---
---
Attracting Subscribers
May '26
May '260
in 0 channels
April '260
in 0 channels
Get PRO
March '260
in 0 channels
Get PRO
February '260
in 0 channels
Get PRO
January '260
in 0 channels
Get PRO
December '250
in 0 channels
Get PRO
November '250
in 0 channels
Get PRO
October '250
in 0 channels
Get PRO
September '250
in 0 channels
Get PRO
August '25
+1
in 0 channels
Get PRO
July '250
in 0 channels
Get PRO
June '250
in 0 channels
Get PRO
May '250
in 0 channels
Get PRO
April '250
in 0 channels
Get PRO
March '250
in 0 channels
Get PRO
February '250
in 1 channels
Get PRO
January '250
in 0 channels
Get PRO
December '240
in 0 channels
Get PRO
November '24
+331
in 7 channels
Get PRO
October '24
+835
in 1 channels
Get PRO
September '24
+815
in 0 channels
Get PRO
August '24
+896
in 0 channels
Get PRO
July '24
+805
in 0 channels
Get PRO
June '24
+656
in 1 channels
Get PRO
May '24
+920
in 0 channels
Get PRO
April '24
+1 101
in 0 channels
Get PRO
March '24
+1 161
in 0 channels
Get PRO
February '24
+1 489
in 0 channels
Get PRO
January '24
+2 320
in 0 channels
Get PRO
December '23
+764
in 31 channels
Get PRO
November '23
+400
in 31 channels
Get PRO
October '23
+435
in 28 channels
Get PRO
September '23
+182
in 0 channels
Get PRO
August '23
+250
in 0 channels
Get PRO
July '23
+242
in 0 channels
Get PRO
June '23
+240
in 0 channels
Get PRO
May '23
+223
in 0 channels
Get PRO
April '23
+298
in 0 channels
Get PRO
March '23
+335
in 0 channels
Get PRO
February '23
+299
in 0 channels
Get PRO
January '23
+417
in 0 channels
Get PRO
December '22
+426
in 0 channels
Get PRO
November '22
+504
in 0 channels
Get PRO
October '22
+713
in 0 channels
Get PRO
September '22
+393
in 0 channels
Get PRO
August '22
+445
in 0 channels
Get PRO
July '22
+445
in 0 channels
Get PRO
June '22
+410
in 0 channels
Get PRO
May '22
+545
in 0 channels
Get PRO
April '22
+582
in 0 channels
Get PRO
March '22
+525
in 0 channels
Get PRO
February '22
+148
in 0 channels
Get PRO
January '22
+194
in 0 channels
Get PRO
December '21
+188
in 0 channels
Get PRO
November '21
+128
in 0 channels
Get PRO
October '21
+174
in 0 channels
Get PRO
September '21
+268
in 0 channels
Get PRO
August '21
+182
in 0 channels
Get PRO
July '21
+149
in 0 channels
Get PRO
June '21
+154
in 0 channels
Get PRO
May '21
+148
in 0 channels
Get PRO
April '21
+45
in 0 channels
Get PRO
March '21
+137
in 0 channels
Get PRO
February '21
+179
in 0 channels
Get PRO
January '21
+278
in 0 channels
Get PRO
December '20
+1 068
in 0 channels
| Date | Subscriber Growth | Mentions | Channels | |
| 28 May | 0 | |||
| 27 May | 0 | |||
| 26 May | 0 | |||
| 25 May | 0 | |||
| 24 May | 0 | |||
| 23 May | 0 | |||
| 22 May | 0 | |||
| 21 May | 0 | |||
| 20 May | 0 | |||
| 19 May | 0 | |||
| 18 May | 0 | |||
| 17 May | 0 | |||
| 16 May | 0 | |||
| 15 May | 0 | |||
| 14 May | 0 | |||
| 13 May | 0 | |||
| 12 May | 0 | |||
| 11 May | 0 | |||
| 10 May | 0 | |||
| 09 May | 0 | |||
| 08 May | 0 | |||
| 07 May | 0 | |||
| 06 May | 0 | |||
| 05 May | 0 | |||
| 04 May | 0 | |||
| 03 May | 0 | |||
| 02 May | 0 | |||
| 01 May | 0 |
Channel Posts
تم اختراق قناتنا. يرجى الانتقال إلى القناة الجديدة فوراً بالضغط على زر "قناة جديدة".
| 2 | تم اختراق قناتنا. يرجى الانتقال إلى القناة الجديدة فوراً بالضغط على زر "قناة جديدة". | 1 |
| 3 | . | 1 |
| 4 | هر ملګری چې ایکس (ټویټر) لري لطفا دي هلته ورځي او لائک 💓او کمینټ 🖋️دي ورکوي.
( او ريټويټ دي 🔂کوي دي) | 520 |
| 5 | https://x.com/farahimuhajer1/status/1979392872773300507?t=pfjd9j7ZesI9ddF6Pbu4Sw&s=35 | 518 |
| 6 | استعمل هذا الرابط للانضمام إلى مجموعتي في واتساب: https://chat.whatsapp.com/I8hmIqo0PcOAfDMgBTyEoQ?mode=ems_share_t
*----- جهادي خاطرې ------*
*رهنماشهید*
*مهاجرفراهي*
۱۴۰۰/۲/۲۸
زموږ خالق الله په هرڅه قادر دی
قران کریم ګواهي ورکوي چې موسی علیه السلام په یوه لکړه ( عصا) د فرعون د ربوبیت داعیه وننګول کلونه یې ورسره مبارزه وکړل نه یې د فرعون د آب او نمک پروا وکړه، نه یې د واک او ځواک او نه یې د جلاوطنۍ درد له خپل هوډ نه په شا کړ.
د مستبد نیمرود په خلاف د تش لاسي،تنها او زړه سواندي ابراهیم علیه السلام کیسه او د غوماشې په مټ د نیمرود وژل کېدا بیا د قدرت د عجائبو یو ځانګړی شهکار دی.
د یوه مسلمان په توګه قوي عقیده لرم چې په جګړه کې د برلاسۍ معیار یواځي کثرت، وسائل، وسائط، زر او په پرمختللي ټکنالوژۍ سمبالښت نه دی بلکې د الله تعالی نصرت، تقوا، اخلاص او سپیڅلتوب هم د جګړې د پلې د بدلولو پرېکنده او قاطع اړخونه دي.
دا لنډکۍ مقدمه مي د یوه ساده، خړپړ، سیده او ملنګ مجاهد د کارنامو تر راوړلو وړاندی کېښودل رهنما درښیم!
ملا فیض الله رهنما یادوم.
هو! هغه یو عجېبه انسان وو دومره پاک چې تصور کوې هومره اخلاصمن چې فکر کړې که یې په شخصي ژوند د زده کړو په کچه او تقوا خبرشې هک پک به ورته پاتې شې.
فیض الله رهنما (موسا کلیم) چې له آره د فراه د بکوا د سوځوونکې دښتي استوګن وو د اشغالګرو او بړېڅو دومره ککرۍ یې وريژولي کیدای سي په څو لویدیځو ولایتونو حتا په ټول هیواد کې بل کس نوي ریژولي.
شهید رهنما د ماین جوړولو، ښخولو او پر دښمن د چولو خورا مسلکې، ماهر او کار پوه وو په فراه، نیمروز، هلمند او ارزګان ولایتونو کې یې د دښمن په سلګونه شوبلي، ځغروال او ټینکونه د قوي انفجاراتو په مټ له منځه وړي.
شهید رهنما دومره مسلکې وو چي د څو کیلومیتره په واټن به ماین ته ناست وو او د لروین (دوربین) په ذرېعه به یې چاودنه ورکول.
موسا کلیم شهید به په ورځو ورځو د دښمن کتارونو ته په دښتو، لهرو او غرونو کې څو وهلی وو ښه مي یاد دي چې رهنما شهید ته می د ده د انفجاراتو د عکاسۍ لپاره ځانګړي کیمره ورکړل تر څو خپل کارنامې ثبت کړي.
رهنما شهید به په خپل نوښت د ماین جوړولو پېچلي ډولونه جوړول همدا ډول له موادو نه يې ډیري قوي پټاکۍ تیارولي چې تر ډیره به یې د شا او خوا مجاهدینو ته په وړیا توګه ویشلې.
رهنما شهید د څوکۍ، منصب او مسؤلیت نه ډېر لیريتوب کاوه ښه راته یاد دي چې د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ د کمیسیون د مسؤل په توګه ټاکل سوی وو زیات ناراضه وو او راته یې وویل چې والي صاحب ته زما شفاعت وکړه چې دا مسؤلیت رانه واخلي.
د رهنما د کار ساحه ډېره پراخه وه کله چې به فراه ولایت ته د دښمن د عملیاتو د راوتلو خپر خپور سو نو فراه ته به مو راوغوښت همداراز هلمند، نیمروز او ارزګان.
رهنما شهید د امریکایانو تر سخت تعقیب لاندي وو څو ځله چاپې پرې ووهل شوي او د ډرون ګوزارونه پرې وشول خو الله تعالی نجات ورکړ.
ژوند یې ډېر ساده وو که څه هم غربت او مسکنت لاندي کړی وو خو عزم او هوډ یې فوق العاده لوړ وو.
بالآخره د حق د لاري دا سپېڅلی لاروی خپل ټاپ هدفته ورسید په داسي حال کې یې د شهادت جام نوش کړ چې په سلګونو اشغالګر او بړېڅي یې د قوي انفجارونو په مټ ټوټه ټوټه، شل شوټ او معیوب کړي وه.
درېغه ! چې ژوندی وای او داشغال د ختمېدا بهیر یې هم په خپلو سترګو لیدلي وای.
تقبله الله. | 752 |
| 7 | *د فراه جهادي ستوري*
*شهید سعید شیر اغا روحاني*
١٣٩٢/ لمریز کال
نن درته د فراه د جهادي ستورو له ځلاند اسمان څخه د یوه بل پریوتي ستوري په اړه معلومات شریکوم، هو د یوې جهاد پالي کورنۍ څخه هغه چې ګران پلار، ورور او نور ګڼ خپلوان یې هم ددې سپیڅلي مسیر قرباني سوي.
د داسي یوه اتل، غازي او سر ښندونکې مجاهد کیسه چې دوست او میرڅي دواړه یې په میړاني، شهامت او غیرت قائل دي، هغه مجاهد چې د دې پاني نړۍ د رنګینیو په جال کې کښېنوت او پر ځای یې ستومانۍ، زخمونه او شهادت غوره کړ، د خپل دین، هیواد او استقلال لپاره یې ټوپک او ګردنۍ پر ملا وتړل او د یوه با وقاره او عزتمن ژوند لپاره یې مبارزه پیل کړل.
دا ځوان شهید شیر اغا روحاني نومیده د شهید محمد ګنج زوی د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ اړوند د سیا کوشې د کلي استوګن په خټه نورزی پښتون او په کال ١٣٦٢/ لمریز کې په یوه مجاهده او دین دوسته کورنۍ کې زیږېدلی.
شهید شیر اغا روحاني د شلو کلونو په عمر د جهاد ګرمو سنګرونو ته ور ودانګول او د خپل کاکا د زوی شهید مولوي جان محمد پر ځای ګروپ مشر وټاکل سو.
شهید شیراغا په ډېر کم وخت کې د دښمن پر خلاف ګڼ تندریز عملیات وکړل، د دښمن پر ځغروالو شوبلو او وسائطو یې ګڼ شمېر چاودنې وکړې، هغه د نیمروز دلارام پر سیمه د امریکایې ځواکونو درې شوبلي د سړک د غاړي په ماینونو ټوټه کړلې.
شیراغا روحاني یو مدبر، ځیرک، او د جګړې په چارو پوه ځوان وو، هغه شپه او ورځ د غلیم په خلاف د نویو پلانونو په طرحه کولو بوخت وو.
شهید شیر اغا روحاني د هرات کندهار پر عمومي سړک په ١٣٩٢/ لمریز کال کې د یوې لویې بریا وروسته د داخلي غلامانو په ننګه د راغلیو خارجي یرغلګرو سره په مخامخ درنه جګړه کې د شهادت جام نوش کړ او د تل لپاره یې زموږ سره الوداع وکړه روح یې ښاد او یادونه یې تاند.
شهید شیر اغا روحاني د بکوا د شاګیو په سیمه کې خاورو ته وسپارل سو. انا لله وانا الیه راجعون.
روحاني شهید دوه زامن احسان الله جان او سمیع الله جان او یوه لور ملالۍ تر شا پرېښودل. | 694 |
| 8 | دا جګړه ډېره سخته وه، خارجې دښمن په ډېره لویه پیمانه قوت ورته راجمعه کړی ؤ، دوی غوښتل ټوله سیمي تر خپلواک لاندي راولي، په دې جګړه کې دښمن د ډول ډول الوتکو څخه کار اخیست په ځانګړې توګه بلیک هاک تورو چورلکو سختي ډزي کولې، یوځل یوه چورلکه دومره ټيټه پر موږ راغله چې فکر مو وکړ چې ګواکې را ولویدل، ما پر ملګري ږغ کړل هله راکټ ورته کانچه کړه، تر څو چې یې راکټ ورته برابروی هغه ولاړه.
ښه مي یاد دي موږ په دې جګړه کې د نهر سراج د ویالي په څنګ کې ځانونو ته نغمونه وایستل تر ځانونه د چورلکو او لویو مرمیو څخه خوندي کړو.
په دې جګړه کې یو شی چې زما پام یې ځانته اړوه هغه د سپینو مارغانو لوی کتار وو، کله چې به جګړه ډېره سخته سوه، له پاسه به چورلکو ناتار ډزې کولې نو د مارغانو دا کتار به په عادي او نورمال شکل په هوا کې الوت پیل کړ، بېله دي چې د ټکانو او چورلکو ږغونه یې په الوت کې ګډوډي راوړي. | 680 |
| 9 | په دې وخت کې ملا اغاولي اخند پر ما په مخابره کې ږغ وکړ چې یوځل زما خواته راسه، زه هم په بېړه روان سوم دې وخت کې چورلکې ډېري زیاتي کښته ګرځېدې کوم وخت چي به د چورلکو شا سول زه به تېز ولاړم او چې به راوګرځېدې نو زه به پرېوتم او پټو به مي پر ځان واچوی، دلته ځمکه هم لغړه سوه او هغه لښتی هم دده طرفته نه وو تللی، بالآخره مي ځان په همدې شکل ورسوی مشوره مو سره وکړه.
د مشورې وروسته بيرته په همدې ډول تر ملګرو پوري راورسېدم، خو الحمدلله بېله ملا لعل محمد اخوند څخه بل هيڅ ملګری خوږ نه سو، او هغه بل طرفته قادري صاحب، فضلي صاحب او حاجي ملا نذيراحمد دوی هم ښه په مېړانه ،غيرت او همت تر پايه جګړه وکړه، د هغه طرف امريکايان يې وګرځول او يوه لوېشت هم وطن ته نه سوه ځني داخل، کله چې ماښام سو، يو مشورتي مجلس مو جوړ کړ په دې مجلس کې ولسوال حاجي هیواد (جانان) شهید هم حاضر وو.
معلم صاحب زیاته کړه: دټولو ملګرو مشوره پردې سوه چې خارجيان وطن ته داخل سوي دي موږ هم ستړي يو طيارې ورسره دي خوږ به ډېر وکړي، موږ به د قلعه ګز يا ښورکې خواته ولاړ سو، يا به خارجيان بیرته پر شا سي او يابه بل کوم پلان ورته وسنجوو، يوازي ملا اغاولي اخوند منفي نظر ورکړ، استدلال یې داوو چې تر کله به موږ عقب نشیني کوو او ساحې به غلیم ته پرېږدو، خو حاجي هیواد شهید قناعت ورکړ چې مشکل نسته، د رود بلي غاړي ته به ولاړ سو، ښه دی ملګري به هم لږ هوسا سي.
نقشبندي وایې: د هلمند د سیند خواته روان سوو، پر کښتیو نوبت هم نه وو، او کښتیوان هم نه وو، نو ملګري مي ټول خپله پوري ایستل او یو ځل د کښتۍ چلولو په وخت کې اوبو ته هم ولوېدلم، کالي مي هم لانده سوه.
شپه مو هلته په بدوانو کي دتاک په مسجد کې تېره کړه، بستره هم نه وه، کالي مي هم ټوله لانده وه ډېر يخ مي وسو، په همدې وخت کې سهار سو.
وروسته مو هغه زائد ملګري د نذيراحمد(حاجي ملا ) سره چې ډېر ضرورت يې نه وو کورونو ته ولیږل.
معلم صاحب نقشبندي خپل کیسې ته دوام ورکړ:
دلته هم اوازې وې چي ښورکي او قلعه ګز ته هم د امریکایانو لویه قوه را روانه ده، له دې امله دلته هم د خلکو تر منځ زيات تشويش خپور ؤ ډېری خلک د موساکلا ولسوالۍ خواته ولاړه. دلته نو ماته د ملا اغاولي اخوند خبره را په زړه سوه چې ویلي یې وه د میرمنداب څخه نه وزو، تر کومه به موږ شاته روان یو او دښمن به مو تعقیبوي.
بیا مي ملګرو ته ورږغ کړه چې هلئ بیرته ور پوري وځو، نو څلور ملګري را سره تیار سوه هر یو لکه طالب اغا، حاجي فضلي صاحب(د فاریاب اوسنی والي صاحب)، قاري محمد يوسف او مظهري؛ يو راکټ، يو ثقيل او درې نور ماشينان مو له ځانه سره واخستل تر يو ځای پوري چې ورغلو په لار کي ملا اغاولي اخند دخپلو ملګرو سره ناست وو راته کړل یې: چي څه کوې خدای دې خير کړي؟ ما ورته وويل چي ور پوري وزم او پر امريکايانو کار کوم! ده راته وويل چي اول ولي راپوري وتلو چي کار کوو اوس خو را غلي يو څه ضرورت يې سته چي کار وکړو، ماورته وويل چي ما خو دومره فکر نه کاوه چي دومره وېره به دلته په وطن کې خپريږي او ملګري او کلیوال به داخبري کوي چې موسا کلا خواته به تللي وای.
نو له همدې امله مجبور يو چي پر دښمن کار وکړو تر څو ملګرو ته روحیه ورکړو. نقشبندي صاحب وایې: موږ همدا څلور ملګري د هلمنده له سینده واوښتلو هلته مو د امریکایانو د ځای پوښتنه وکړه يو چاراته وويل چې هغوی د محمود عباس د صرف موټر سره راټول دي، موږ ته د صرف موټر د درېدا ځای را معلوم وو، خو صرف د دېوالو او درختو لامله موږ نه شو لیدلای. بس له همدې ځایه مو په یوه ږغ پر دښمن د راکټ، پیرونه وکړل، د پېکا او کلاشنکوفونو په مټ مو پر دښمن ښه ډېري ډزې وکړې، هم مهاله مو په مخابرو کې سره ږغونه شروع کړل چې دادی پر خارجې اشغالګرو مو جګړه روانه کړې او داچې امریکایان ډېر کم دي او یواځي په څو محدودو ساحو کې شتون لري، نور ټول وطن فارغه دی.
د همدې ږغونو په اورېدلو سره یوځل بیا په مجاهدینو کې ساه ننوتل او روحیات یې قوي سول، موږ هم بیرته تر سیند راواوښتلو او شپه مو په ښورکې کې وکړل.
معلم صاحب وایې: په دا سهار قاري حضرت شهید او نور ملګري سره را ټول سول او مېرمندآب ته را پوري وتل، او همدلته يې د دښمن سره د کمربند ترتيب برابر کړ تر څو امريکايان مجبور سول چي له وطنه څخه ووزي.
محترم نقشبندي صاحب وایې: موږ به اکثر ددې تاکتیک څخه استفاده کول کله چې به امریکایانو پر یوه مشخصه ساحه زور واچوی او د مجاهدینو او کلیوالو خلکو د تلفاتو وېره به موجوده وه نو موږ به سیمه خوشي کول، ځکه د دوی عملیات به څه محدود وخت وو، چې کله به خارجیان ووتل نو مجاهدین به بیرته سمدستي ساحې ته را داخل سوه. | 657 |
| 10 | جهادي خاطرې*
*د ګرشک د میرمندآب لوی عملیات*
١٣٨٦/لمریز کال
*مهاجر فراهي*
د امریکایې یرغلګرو د توجه محراق او مرکز تر ډېره د هلمند اراضي وه، دلته یې د ښوراب او ډوېر هوایې اډې فعالي کړې وې، په سنګین، موسا کلا، ګرمسیر، مارجې، ګرشک او نورو ساحو کې یې محکم بیسونه او پوځي اډې لرلې.
له همدې مراکزو یې د عملیاتونو، شپنیو چاپو، ډرون بریدونو او نورو شر اچوونکو فتنو لپاره کار اخیست.
د اسلامي امارت مجاهدین هم لګیاوه د دوی په خلاف یې د چریکې بریدونو، ډلېیز تهاجمي عملیاتونو او د سړک د غاړي د ماینونو څخه کار اخیست.
د ګرشک ولسوالۍ د حلقوي سړک څخه لوړه خوا د هلمند څپانده سیند دواړه اړخونه جنوبي څنډې د نورزو، زمبولي، میرمنداب او حیدر اباد کلي، شمالي اړخ باره، ده آدم خان، ښورکی او د قلعه ګز سیمه همېشه د جګړو شاهداني وې، دښمن به وخت ناوخت ورته لوی عملیاتونه را ایستل.
یو ځل خارجې اشغالګرو د میرمنداب سیمي ته ډېر غټ ځمکني عملیات چې پوره هوایې ملاتړ یې هم د ځان سره درلود را وایستل، زه هغه وخت د ګرشک ولسوالۍ د کمېسیون مسؤل وم او حاجي هیواد شهید یې نظامي ولسوال وو.
جګړه ډېره سخته وه، له هوا څخه بلیک هاک چورلکو پر ځمکه سم اورونه بلول، د شوراب له هوایې اډې څخه دښمن کروز میزائلونه هم راویشتل.
زه درته ددې جګړې د یوه تن ګډونوال مشر مجاهد محترم معلم نقشبندي چې همالته راسره وو د سترګو لیدلی حال درته را نقل کوم.
محترم معلم صاحب چې خپل نوم یې مولوي تاج محمد (عبدالله نقشبندي)د مرحوم محمد شا اکا زوی او د هلمند د مرکز ښاروالۍ اړوند د لښکر بازار استوګن چې تر فتوحاتو وړاندي یې بېلابېل مسؤلیتونه کړي او همدا مهال د هرات په تورغونډۍ کې د کمیسارۍ مرستیال دی.
محترم نقشبندي راته وویل: دا ځل داسي ښکارېدل چې خارجې یرغلګرو او ورسره ملو داخلي عسکرو ددې ساحو د نیولو او پکې د قرارګاوو د جوړولو اراده لرل.
دوی د هرې خوا را توی سول د شیرسرخ پر طرف را پوري وتل او ور سره څنګ ته نزدې سیمي یې ونیولې
همدا شان یې د حاجي اغا د پله او امیر پاینده پر غونډیو یې خپل قوتونه را مخته کړل. معلم صاحب وایې:په دې وخت کې د حاجي اغا د پله طرفته زموږ او د حاجي یاسر صیب ملګري چې مشري یې ملا عبدالاحد فضلي او قادري صاحب کول ور مخته سوه.
د شیرسرخ طرفته د ملا اغاولي (نوراني) د تشکيل ترتيب برابر سو چې مشري يې ملا لعل محمد خوريې کول.
کوم وخت چې زموږ ملګرو پر دښمن برید شروع کوی نو ماته ملا اغاولي اخند وويل: چي ته راسه او يو څو نور ملګري هم درسره راوله او زموږ د ملګرو سره يوځای سه ځکه چې زموږ ملګري په دې سیمه کې نابلده دي.
محترم معلم صیب وایې: ماورته کړل چې زموږ ملګري هم دادي اوس پر دښمن برید ته تیاری کوي هلته هم ضرورت دی، خو ملا اغاولي اخوند دستي راغبرګه کړه چې هغه مه ښوره وه، ځکه هغوی بلد دي زموږ ملګري دلته نابلد او لاري ګودرې نه ور معلومیږي.
محترم معلم نقشبندي وایې: بيا زه او ملا عبدالخالق جناب د سيدولي صدام سره چي د خوريې معاون وو ورسره يوځای سوو ، په دې وخت کې نو امريکايان دسرايو او کلاوو پر بامو ناست وه، موږ هم د الله اکبر د نارو په پیل کولو سره پر دښمن ځپونکی برید شروع کړ، په ډېر کم وخت کې مو د کورونو څنګته تېر سوي لښتي ته ځانونه ورسول، امریکایان د تلفاتو په لیدلو سره ددې ودانیو څخه وتښتېدل او نورو سرایونو ته یې پناه وروړه ، په دې وخت کي لعل محمد خوريی سخت زخمي سو چې د خپلو پښو دتګ هم نه و، خو امريکايانو له هغه ځای څخه هم زيات هدفي ټکان کول.
ماهم خوريی په اوبو کې راکش کړ او د هغه سیمي څخه مي يو اندازه لري کړ، بيا ملا اغاولي اخوند راغلی او هغه ته مي په لاس ورکړ، ملا اغاولي اخوند ته مي وويل: زه نور ملګري له دې ځاي څخه بدلوم ځکه چې دغه ځای خارجيانو په هدف کې اخیستی دی اوس به حتما طيارې راځي او بمبار به کوي، ملا اغاولي اخند راته وويل جوړه نيول سوې منطقه ولي بیرته دښمن ته ور ایله کوې.
ما ورته وويل که دي داسي نه وي خوښه چي منطقه پرېږدم نو بيا زه ملګري لږ ورمخته کوم خو دا اوسنی ځای حتما بدلوم ځکه زموږ جنګ دخارجيانو سره دی هغوی د دې ځای هدف اخستی دی، نو دا ځل دده هم را سره خوښه سوه، بيا مي ملګري ورمخته کړه او د امريکايانو طرفته مي يو څه ورنزدې کړه د جګړې هغه ټاکلې نقطه مي بدله کړه، سمدستي طيارې راغلې او ډېري یې راکښته کړلې تابه فکر کاوه چې د درختو د سرونو سره موښلي، دجنګ سيمه يې سر تر پايه تر ضربو او مرميو و ايسته.
معلم صیب وایې: د ښورکي او بدوانو دلوړي څخه هم د هغه ټانګانو دخواڅخه زيات هوانونه او توپونه راغلل او دلته زموږ سره خواکې وموښتل، دالله تعالی نصرت وو يو هم ونه چاوید. | 579 |
| 11 | https://x.com/farahimuhajer1/status/1945012083394740444?t=Uox-4aD-gw6Qn_rjH94Gcg&s=19 | 776 |
| 12 | پېتاوي
مهاجر زاهدزاده
کله کله تېر وختونه یادوه
د غزاوو سنګرونه یادوه
ها د خړ کلي کوڅې ماځیګرونه
د پېتاوي مجلسونه یادوه
چې یې مېنه ستا ددمي ارام ځای وو
هغه خلک میلمستونونه یادوه
چې بابا یې قرباني شو ستا له څنګه
یتیمان ببر سرونه یادوه
د چاپې په شپه یې کور کې ځای درکړی
ها اتل هغه مېړونه یادوه
چې په غرو او په رغو کې دي ویله
د زاهدزاده شعرونه یادوه | 777 |
| 13 | کله چې د فتوحاتو وروسته په لومړیو وختونو کې د ننګرهار ښار او شااوخوا سیمې یو ځل بیا نا ارامه او خوارجو پکې ځیني تحرکات پیل کړل نو بیا هم د اسلامي امارت مشرتابه محترم ملا محمد داؤد مزمل ددې فتنې د کنټرول لپاره ننګرهار ته د والي په توګه ولیږی چې الحمدلله په ډېره لږه موده کې یې د خوارجو ټول فعالیتونه صفر ته راټیټ کړل، او وروسته یې د بلخ ولایت د والي توګه مقرر کړ.
شهید ملا محمد داؤد مزمل تقواداره، پاک نفسه، متدین، متواضع او ویښ انسان وو، د هغه یواځینۍ هدف او آرزو د الله تعالی پر ځمکه د الله د نظام قائمول وو، او په دې لاره کې یې هر راز ستونزي او مشکلات تحمل کول او زغمل.
موږ بشپړ یقین او باور لرو کومه لار او مسیر چې مزمل شهید پرې روان وو او شپه او ورځ یې ددې لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کول، همدا حق او رشتینی مسیر دی او په دې لاره کې اېثار او قربانې په دنیا کې د عزت او سرلوړی او په آخرت کې د تل پاتې سعادت او فلاح موجب ګرځي.
د الله تعالی په لار کې یې سپېڅلی شهادت د ژوند ټاپ هدف وو چې بالآخره دې هدف ته ورسید او په ١٤٤٤/٨/١٦/ هجري قمري چې د ١٤٠١/ لمریز کال د حوت د میاشتې د ١٨ نېټې سره سمون خوري په یوه برید کې په شهادت ورسید.
روح یې ښاد او یادونه یې تاند | 1 065 |
| 14 | *یو لوی سړی وکوچېد*
*شهید ملامحمّد داود مزمل ,تقبله الله,*
*مهاجر فراهي*
اخلاص، صداقت، اسلامي نظام ته ژمنتیا او د هیواد سره بې کچه مینه دده د ژوند بارز صفتونه وو، د خارجې اشغالګرو سره یې د جګړو په ډګر کې قوي هوډ او فولادي عزم لاره.
د خوارجو او فتنګرو په وړاندي یې جګړه بهترین عبادت باله ماته یې په ځلونو ویلې وه چې: د خارجې یرغلګرو سره په ډېرو جګړو کې مخامخ شوی یم، خو زه تل خپل خدای ته هغه جګړه چې د خوارجو سره مي د هلمند په یوه سیمه کې کړې واسطه ګرځوم.
هغه د مدرسې یو پاک زړی طالب العلم وو، د کندهار په مرکزې جهادي مدرسه کې زما د کافیې تکرار ته کښېناستلو، کله چې د میزان پر ١٥/ کال ١٣٨٠/ لمریز کې امریکایې یرغلګرو زموږ پر ګران هیواد افغانستان یرغل وکړ، دی هم په شمال کې موجود وو او زموږ سره یو ځای په زخمې حالت کې د شبرغان په زندان کې بندي وو. شهید ملا محمد داؤد مزمل در یادوم.
هوکې ! مزمل شهید چې اصلاً د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د نورزو د کلې استوګن او په لمریزکال ١٣٥٨ کې زیږیدلی وو، یو جامع الکمالات انسان وو هغه د جګړې د ډګر یو پیاوړی او په نظامي تاکتیکونو پوه جنرال وو تابه فکر کاوه چې د کوم نړیوال حربې پوهنتون نه یې په لوړو نمرو دوکتورا اخیستلې.
کله چې د امریکایې یرغلګرو په خلاف جهادي خوځښتونه پیل شوه شهید مزمل هم د هغو لومړنیو کسانو نه وو چې برخه یې پکې واخیستل او هغه د خپل جګړه یېز مهارت، زړه ورتیا او فوق العاده خدای ورکړي استعداد له برکته د مجاهدینو تر منځ ډېر ژر مشهور شو.
شهید مزمل مي بیا ځلې کال ١٣٨٦ لمریز کې هغه وخت ولید چې ګرشک ولسوالۍ کې د ده آدم خان او زمبلې په سیمو کې مجاهدینو د دښمن سره جنګې کرښې ساتلې.
ملا محمد داؤد مزمل چې کله د فراه ولایت لپاره والي وو په دې موده کې داسلامي امارت مجاهدینو ډېر پرمختګونه وکړل، آن یو وار خو د فراه د ښار ځینې برخې د مجاهدینو تر ولکه لاندي راغلې.
همداشان کله چې د هلمند ولایت لپاره مرستیال وو په بیلابېلو سیمو کې یې پر دښمن کړۍ راتنګې کړلې، د ده ځانګړتیا داوه چې شخصا خپله به یې په عملیاتو کې برخه اخیستل تر دې چې په ډېرو جګړو او تهاجمې عملیاتو کې به تر نورو وړاندي روان وو.
هغه وخت چې د امریکایانو او کابل ادارې په شتون کې د ننګرهار ولایت ډېری ولسوالۍ دداعشې خوارجو لاسته ولوېدلې د اسلامي امارت مشرتابه ددې فتنې د کابو کولو لپاره ننګرهار ته ولیږه چې شهید مزمل هم په ډېر ښه ډول او بیخې کمو تلفاتو په ورکولو ددې فتنې رېښې وچې کړلې.
کله چې د ننګرهار د جګړو نه دی راستون سوی وو ما د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې ولید او ددې جګړو په اړه یې حیرانوونکې کیسې راته وکړلې یوه عجېبه خبره یې داوه چې راته کړل یې: خوارج ډېر وحشیان او د انسانیت له پولو اوښتې خلک وه ځکه کومو سیمو ته چې دوی راغلې وه حتا حیواناتو لکه (سپي او پیشوګان هم له هغو ځایو نه تللي وه او کله چې موږ ورغلو او فتنه ګر مو له سیمې وشړل نو دا حیوانات هم راپیداکېدل او راتلل.
مزمل شهید ته الله تعالی ښه حافظه او اېمانې فراست ورکړی وو، هغه د اسلامي امارت اصولو او اقدارو ته ډېر زیات وفادار وو، د خپلو امیرانو بشپړ اطاعت یې کاوه.
که څه هم نوموړی شهید تر ډېره په نظامي چارو کې بوخت وو خو بیا به یې هم هڅه داوه چې په یو نه یو ډول د درسونو او علمې برخې سره هم ښکېل پاتې وي.
ملا محمد داؤد شهید په ډېرو ستونزمنو او مشکلو حالاتو کې په هیواد کې اوسیدلو ته ترجیح ورکول، یو وخت کې ټول هلمند د امریکایې او انګلیسې یرغلګرو تر پوره پوښښ لاندي وو، شپنۍ چاپې او بمبارونه روان وه خو بیا هم د دې ټولو کړاوونو سره سره دی همالته اوسیدی.
شهید مزمل د یوې ورځي وضعیت راته داسي انځور کړ:
یو وخت په هلمند کې د دښمن له لورې هوایې عملیات او د ډرون الوتکو بریدونه ډېر زیات شول، یوه ورځ درې څلور نور ملګري هم راسره وه، فضا هم سخته خرابه وه، دوی ته مي وویل ددې ځای نه به ولاړ سو زه او یو بل ملګری پر یوه طرف پر پښو روان شوو، د سترګې تر کونج مي پاس اسمان ته وکتل چې په ډېر لنډ واټن کې درې ډرون (بې پیلوټه) تاوېدلې، پر دې مي یقین سو چې حتما به اوس برید راباندي کوي نو هغه د څنګ ملګري ته مي وویل تاسو ته هم اجازه ده زه یواځي هغه فلان ځای ته ځم.
ملګری مي ځکه رخصت کړ ځکه دامي یقین سو چې حتما به ډرون الوتکه واری ( ټک ) راباندي کړي سړې زه خو د دښمن د لوري کشف شوی یم نو دا بل ملګری ولي په مرګ ورکړم نو ځکه مي رخصت کړ.
د مزمل شهید بله ځانګړنه داوه چې کله به مجاهدین ملګري ورسره وه، د شپنیو چاپو خطره او وېره به موجوده وه او ده سره به څلور پنځه ملګري ورسره وه نو ده به هم د ملګرو سره حتما خپل نوم په پیره کې ولیکی. | 969 |
| 15 | *د جنرال عبدالرازق د وحشتونو مستند داستان*
*مهاجرفراهي*
کال ١٣٥٨/ لمریز د کندهار ولایت اړوند بولدک ولسوالۍ د کونچي کلي د محمدخان په کاله کې یو ماشوم دنیا ته سترګې وغړولې، د کلي ملاصاب یې په غوږ کې اذان وکړ، نوم یې عبدالرازق ورته کښېښود.
هغه وخت هیواد ته روسان راغلل، افغان ولس په یوه ږغ ورسره جهاد شروع کړ، ١٣٦٧/ لمریز کال کې روسان له هیواد نه په ګونډو سول، د دوی له تېښتي څخه څلور کاله وروسته د کمونیستانو رژیم هم سقوط وکړ.
ددې پرځای چې جهادي رهبران لاسونه سره ورکړي او یو قوي، مرکزي، واحد او د شهیدانو د ارمانونو ممثل نظام رامنځته کړي، بدبختانه پخپلو کې سره ونښتل د جهادي ګوندونو ترمنځ جګړې پیل سوې، په لویو لارو کې پاټکونه او ځنځیرونه واچول سول، د هېچا مال، ناموس او ځان خوندي نه وو.
د نور هیواد په څېر د کندهار ښار او اطراف هم د قومندانانو تر منځ وېشل شوي وو، ملوک الطوائفي او ټوپکسالاري حاکمه وه.
په هیواد کې روان حالات مؤمنو هیواد والو ته هيڅ د زغملو او تحمل وړ نه وو. هماغه وو د الله تعالی یو مخلص بنده، د حجرې یو طالب ملا محمدعمر اخوند راپاڅېد او یو څو تش لاسي نور ځوانان هم ورسره مله سول.
په لنډ وخت کې یې د کندهار ولایت ډېري سیمي ولکه کړې، ډېری قومندانان د خبرو له لاري اماده سول او خپل اسلحې یې تسلیم کړي. د کندهار بولدک پر لویې لاري هم ګڼي پوستې پرتې وې، یوه پکې د منصور په نوم د یوه ظالم قومندان وه چې مجاهدینو ته یې له تسلیمېدا نه ډډه وکړه، کله چې طالبان ورته راورسېدل دوی د رېګ خواته د تېښتي هڅه وکړل، مجاهدینو تعقیب کړل او ویې نیول.
منصور یې دده د شومو اعمالو او ظلمونو له کبله چارماري کړ د منصور سره په موټر کې یو زلموټی هم وو چې لا یې د ژوند اتلس کلونه نه وه پوره کړي، هغه یې خوشي کړ، هو دا زلموټی عبدالرازق نومېده.
څه وخت وروسته دا زلموټی په بولدک کې د سعدالدین میرګي سره پر باوړۍ مزدور سو، څه موده وروسته یې د وېش باډر پر دروازه لغړیتوب کاوه، څه وخت بعد د یو بل کس سره شریک سو په ګډه یې د موټرانو د ماشینانو (انجنو) کار شروع کړ له وېش څخه یې چمن او له هغه ځایه یې کوټي ته ماشینونه لیږدول.
د خدای تعالی کارونه دي وختونه تیریدل، امریکا راپیداسوه پر افغانستان یې هوايې یرغل پیل کړ، د ځمکي له لاري هم ګڼ شمېر اجیر افغانان د امریکایې نیواکګرو په بدرګه او ملاتړ د پاکستان د ګلستان، چمن او نورو سیمو څخه د ګل اغا په مشرۍ د هیواد مرزونو ته داخل سول. په دې ډله کې یو په تنه نسبتا جګ، په بدن ډنګر او توربخن ځوان چې ٢٢ کلن وو، هم ملګري وو.
دوه ویشت کلن عبدالرازق خپله لومړنۍ دنده په سرحدي پولیسو کې د یوې پوستې د قومندان په توګه پیل کړه، وروسته د کندهار د سرحدي پولیسو قومندان وټاکل سو.
په دې موده کې یې په بولدک کې د مجاهدینو سره سختي جګړې وکړي، په سلګونو خلک یې د طالب په تور زنداني او په شهادت ورسول. کله چې د حمل پر ٢٦ کال ١٣٩٠/ لمریز کې د کندهار امنیه قومندان خان محمد د یوه استشهادي برید په نتېجه کې ووژل سو، عبدالرازق یې پرځای و ټاکل سو.
مل پاسوال عبدالرازق په دې موده کې د مجاهدینو په وړاندي دده د سخت دریځ، ظلم او وژنو لامله خورا مشهور سو تردې چې د ولسي جرګې د غړو لخوا ورته د زړه ور جنرال لقب ورکول سو.
جنرال د امریکایانو تر سترګو لاندي ځانته شخصي زندانونه لرل، د ښار د حوزو او ولسوالیو قومندانانو یې خپل مرکزونه د انسانانو قصابۍ جوړي کړي وي.
په دې موده کې د لوی کندهار زرګونه وګړي شکنجه، زندانیان او شهیدان کړل سول، د یوه تخمین له مخي درې زره اووه سوه کسان تري تم دي چې خپلوانو یې جنازې او جسدونه نه دي ترلاسه کړي او یا نه دي پیژندل سوي.
د میزان میاشتي اووه ویشتمه کال ١٣٩٧/ د شنبې ورځ د کندهار ولایت په مقام کې د امریکایې ځواکونو د عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او کندهار ولایتي چارواکو ترمنځ غونډه وه، د امریکایې پلاوي د رخصتېدا په مهال یو افغان سرتیري خپل د ماشین نونی راواړوه لومړی یې جنرال عبدالرازق و واژه او بیایې د ماشین ججوری پر نورو کسانو تش کړ چې پکې د ملي امنیت رئیس جنرال مؤمن او یو بل خبریال هم ووژل سو، همداشان د کندهار والي او په جنوب لویدیځ کې دامریکایې قواوو قومندان جنرال جفري اسمیلي ژوبل سوه.
جنرال عبدالرازق د نه دېرشو کالو په عمر و مړ او تر شایې درې میرمني او دیارلس اولادونه پرېښودل.
د کتاب په راتلونکو پاڼو کې به هڅه وکړم چې تاسو ته د جنرال عبدالرازق د کړنو، ظلمونو، وژنو، شخصي زندانونو او دده د ژوند سره د بیلابېلو تړلو موضوعاتو اړوند کره، مستند، پر حقائقو او واقعیتونو ولاړ معلومات شریک کړم تر څو زموږ اینده نسلونه د یوه قاتل، ظالم، اجیر، غلام، د پردیو د لاسپوڅي او ازاد، خپلواک، حقیقي او اتل افغان ترمنځ تفاوت وکولای سي. | 1 363 |
| 16 | *جهادي خاطرې*
*د لړمانو مېنه*
*مهاجر فراهي*
١٣٩٤/٥/٢٠/ لمریز کال
دا سپېرې،خړي پړي او کنډواله ودانۍ چې وینی فکر به وکړئ چې ګواکي کلونه ادمزاد استوګنه پکې نه ده کړي او نه به هم د اوسېدا لپاره جوګه وي
خو زه به یې په اړه لږ وضاحت درته وړاندي کړم.
۱۳۹۷/ لمریز کال د روان اشغال په وړاندي د جهادي خوځښت مهم پړاو وو، د اسلامي امارت او امریکا تر منځ په دوحه کې خبري اتري شروع وي دلته په هیواد کې دننه توده جګړه روانه وه دښمن د دې لپاره چې زموږ پر مذاکراتي ټیم فشار وارد کړي له هیڅ راز وحشت نه یې ډډه نه کول شپنۍ چاپې،بمبار او د ډرون هدفي ګوزارونه ورځنی معمول او عادي چاره ګرځیدلي وه.
فراه ولایت هم د نور هیواد په څېر د یوه قوي او مستحکم مورچل په حیث د دښمن په وړاندي په پیاوړي هوډ ولاړ وو.
داچې کابو ټوله سیمه د مجاهدینو تر بشپړ واک او تسلط لاندي وه نو امریکایې غلیم تر ډېره چارې د هوا له لاري څارلې کرۍ ورځ به بنګنې(ډرون الوتکې) په تشیال کې بنګېدلې چې بیابه شپنۍ چاپې او بمبارونه هم ترسره کېدل.
داچې زموږ د سیمې ابادي تیت او پرک او ګڼه ګوڼه یې کمه وه نو د ډرون الوتکو نه ځان او خپل مراکز پټ ساتل هم ستونزمنه چاره وه مجاهدین به تر ډېره د ولسي وګړو په کوټو (میلمستونونو) کې اوسیدل او وخت په وخت به یې خپل ځایونو ته تغیر ورکاوه په لومړي ځل موږ د فراه رود ولسوالۍ د تودنک په کلي کې په ١٣٩٤/٥/٢٠/ لمریز کال کې مرکز (اتاق) فعاله کړ په دې معنا چې د استوګنې ځای مو مشخص وو، خوب او خوراک به مو پر یوه ځای کاوه.
منظمه پیره او ګزمه مو لرل ولسي خلک هم دې چاري ته خوښ برېښيدل او زموږ سره به یې تر وسه مالي کومکونه کول وروسته نورو مجاهدینو هم همدا کار وکړ.
خو کله چې د قطر هیواد په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت او امریکایې لوري ترمنځ د سولي مذاکرات پیل شول نو ورسره د دښمن شپنیو چاپو، ډرون بریدونو او بمبارونو زور واخیست. یو ځلي دښمن زر ساعته هوایې عملیات اعلان کړل چې په ګڼو ساحو کې یې درانده بمبارونه وکړل د خلکو استوګنځایونه، مدرسې او مساجد یې په ډېر قساوت سره وران کړل.
د اشغالګرو جټ او ډرون الوتکو به په یوځل څو ځایونه په نښه کول بمبار به اکثر وخت ماځیګر او ماښام مهال کېده کله چې به بمبار شروع سو په کلي کې به د ماشومانو او ښځمنو یوه واویلا خپره سوه هرچا به پر خپل مخ ځغستل شروع کړل.
کله چې به زيړی ماځیګر شو مجاهدین به د شپه تېر لپاره د ځای موندنې په لټه او فکر کې شول اکثر به د کلې نه د دښتو په لور د شپه تېر لپاره تلل.
ما شخصاً تر ډېره هڅه کول چې داخل په کلي کې پاتې اوسم ځکه ګټه يې داوه که خدای مکړه کومه چاپه وهلې کيږي نو تر یو حده د دښمن سره د جګړې شونتيا وي.
موږ به تر ډېره بريده هڅه کول چې کله به حالات ترینګلي وه د چاپې خطر به وو او یابه ډرون تاوېدل داسي یو خوندي پټنځای او د شپه تېر ځای ولرو چې د خلکو له نظرونو وتلی او چپ وي د فراه رود ولسوالۍ اړوند د تودنک د لويې کوڅې څنګ ته یوه بله تنګه او فرعی کوڅه هم وه چې د خلکو تګ راتګ پکې لږ وو، دلته د صادق مولوي صاحب کور هم وو (مولوی امام الدین صادق چې اوسمهال د هرات الفاروق قول اردو عمومي مالي مسؤل دی او صادق صاحب ډېر کلونه د فراه لپاره د فرهنګي کمیسیون مطبوعاتي مسؤل او همداشان د غرب زون د حلقې مالي وو. (یو شی چې باید د صادق په اړه یې درته اضافه کړم دادی چې نوموړي له الف نه تر یا پوري ټول سبقونه له ما څخه ویلي وه ).
د کوڅې شمالې پلو دده اتاق وو، لویه مخابره د ارتباطاتو د تامین لپاره پکې اېښې وه او اکثر وخت به مشران مسؤلین همدلته راتلل او د مجاهدینو سره یې مجالس کول.
د ده د ځای مخامخ یو بل وړکی کور وو چې زموږ ملګرو به ترې استفاده کول.
دې وړکې سرای دوې خونې، تشناب او کوچنی غولی (صحن) لاره د ورځې به سرای ته قلف اچول شوی وو چې خلک فکر وکړي چې ګواکې سرای خالي او څوک پکې نه اوسیږي.
په هر حال د صادق مولوی صاحب ځای هم تر ډېره د مسؤلینو د تګ راتګ ځای وو او د فراه له والیانو هر یوه مولوي حزب الله افغان، شهید ملا محمد داؤد مزمل،ملا محمد نعیم (حاجي صاحب ګل محمد) او د حلقې له مسؤل حاجي فیض الله اکا نه واخله بیا تر نورو هیئتونو پوري همدلته راتلل.
زما او د صادق تر منځ ددې ځای مستعار نوم د لړمانو ځای وو، رشتیا هم دا یوې بشپړي کنډوالې ته ورته ځای او لړمان به هم پکې ډېر وه.
واقعا دا مېنه چې یوې بشپړې کنډوالې ته ورته وه، خو زموږ لپاره به دومره زیات سکون پکې وو چې ما شخصا په کوم مجلل قصر او ماڼۍ کې نه دی حس کړی.
د جهاد د شپو ژوند که څه هم له فیزیکې پلوه ستړی او ستونزمن وو، خو له روحې او روانې اړخه خورا مطمئن او آرام وو، فکر نه کوم زموږ په لنډکې ژوند کې به هماغه ډول سکون او خوښي د بیا لپاره وګورو.
الله تعالی دي د مجاهدینو ستړیاوي او ستومانۍ په خپل عالي دربار کې قبول وګرځوي. آمین یارب العالمین | 1 286 |
| 17 | امریکایې لوری د یو قوي سیاسي او نظامي ایئتلاف د جوړولو په لټه کې وو، همدا شان یې خپلو الوتک وړونکو بیړو ته د جګړې لپاره د فارس خلیج خواته د خوځېدا امر کړی وو.
امریکا وتوانېدل په ډېره کمه موده کې زموږ په خلاف د جګړې لپاره یو لوی اتحاد جوړ کړي، چې په دې برخه کې یې د پاکستان د هوایې او ځمکنې حریم اجازه هم تر لاسه کړي وه.
*نوربیا* | 1 636 |
| 18 | *--- د شمال غمېزه ---*
*مهاجر فراهي*
١٣٨٠/٧/١٥/ لمریز کال
ما نه غوښتل په دې اړه څه ولیکم، حتا ډېر کلونه د دې ټول داستان په هکله خاموش پاتې وم، فکر مي کاوه چې د داسي موضوعاتو څېړل او د دې جنایاتو بربنډول د افغانانو ترمنځ د دښمنیو او غچ اخیستلو لړیو ته لا دوام ورکوي.
خو د ډېر ځنډ او فکر کولو وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې دا حقایق باید وسپړل سي، ولیکل سي او د تاریخ حافظې ته په امانت شکل د تل لپاره وسپارل سي.
هغه معلومات چې تاسو ته په دې کتاب کې وړاندي کیږي ټول کره، سم، له مبالغې څخه خلاص، دقیق، پر واقعیت بنا او له هر راز سمتي، ژبنې او منطقوي تعصب نه پاک دي.
زه د یوه مسلمان په توګه دروغ او له حقیقت نه لیري موضوعات خپرول او تر خلکو رسول لویه ګناه بولم، د ګران محبوب صلی الله علیه وسلم هغه حدیث باندي چې وایې: کفی بالمرء کذبا ان یحدث بکل ما سمع (ژباړه: یو چاته دومره دروغ بس دي، چې د هر اورېدلي شي کېسه وکړي)
بشپړ باور او پوره عقیده لرم.
زه شخصا په کتاب کې د راوړل شوو ډېرو پېښو عینې شاهد پاتې شوی یم او نورې پېښي بیا د هغه ملګرو نقل قول دي چې دوی هم عملا هلته موجود او د سر په سترګو یې دا هرڅه لیدلي.
زه به هڅه وکړم چې لومړی هغه موارد راوړم چې د امریکایې ټلوالي د بمباریو د شروع وروسته په شمال کې د اسلامي امارت مسؤلینو او قومندانانو د خپلو مجاهدینو او افرادو د ژغورلو لپاره څه وکړل؟، د جنګ سالار دوستم سره یې څه ډول تړون وکړ؟، هغه کوم عوامل وه چې دوی ددې راز تړون د لاسلیکولو لپاره اماده شوه او بالآخره د اسیرانو د انتقال د پروسې، پر دوی باندي د شوو ظلمونو تفصیل او بیا د ژوندي پاتو کسانو د را خوشې کېدلو بهیر، زه به ددې پورته ذکر شوو مواردو په اړه په پوره تفصیل ستاسو په اختیار کې معلومات کښېږدم.
درنو لوستونکو!
کله چې د امریکا پر غبرګو سوداګریزو اسمان څکو برجونو د الوتکو په مټ برېدونه وشول او پکې شا او خوا درې زره امریکایې وګړي ووژل شوه، هغه ماښام زه د بلخ ولایت د دولت اباد په ولسوالۍ کې وم، هغه مهال موږ د کندهار د مرکزي جهادي مدرسې څو تنه طالبان دې ولسوالۍ ته رالیږل شوي وو.
ولسوالۍ کې زما او د ملګرو زړه تنګ سوی وو، د شمال د تنظیمه رئیس او د بلخ د والي ملا نورالله نوري څخه مو اجازه غوښتې وه چې موږ نور په ولسوالۍ کې خدمت کول نه غواړو.
همدا ډول مو د جهادي مدرسې د مهتمم او د جهادي ډلګیو د مسؤل شهید قاري صاحب فیض محمد فیاض سره خبره شریکه کړي وه او هغه هم موافقه راسره کړي وه.
والي صاحب ملا نور الله نوري راته وعده راکړي وه چې تاسو تر هغو ولسوالۍ کې اوسئ تر څو بل ولسوال درته لیږو، موږ هم د بل کس راتلو ته انتظار کاوه چې دا پېښه رامنځته شوه.
د ګوتو په شمېر ورځي وروسته د دولت اباد ولسوالۍ بل مسؤل راولیږل سو او موږ خپل کډه ترې رابار کړه.
موږ د بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز او تخار څخه راتېر سوو او مخامخ د خواجه غار ولسوالۍ اړوند هزار باغ سیمي ته راغلو چې دلته د شمالي ټلوالې د ټوپکیانو سره د جګړې لومړۍ کرښه پرته وه او همدلته د جهادي مدرسې د طالبانو اکثر ډلګۍ د قاري صاحب فیض محمد فیاض په مشرۍ مېشت وې.
همدلته مو واړول، ما به همېشه د ځانه سره یوه وړه جیبې راډیو ګرځول او په خورا لیوالتیا او دقت به مي ورځني خبرونه او پېښي څارلې دامي د ډېر ماشومتوبه عادت ګرځیدلی وو، هاغه مهال د دنیا د حالاتو څخه د خبریدلو یواځنۍ لار چې موږ ورته لاسرسی در لود همدا راډیو وه چې اکثر به مو پکې د بي، بي، سي او امریکا ږغ خبرونه اورېدل.
د نیو یارک د چاودنو سمدستي وروسته د پړې ګوته القاعدې ته ونیول سوه او اسلامي امارت یې دوی ته په پناه ورکولو او ساتنې تورن کړ، کوچنې بوش اسلامي امارت ته ګواښ وکړ چې اسامه بن لادن چې د پېښي اصلې طراح او مجرم دی باید امریکا ته بلا قید او شرطه وسپارل سي تر څو عدالت ورباندي پلی او د ١١/٩/ د پېښي د قربانیانو غچ ترې واخیستل سي.
اسلامي امارت په خپل نوبت دا بې اساسه ادعا وبلل او وړاندیز یې وکړ چې امریکایې لوری دي شواهد وسپارې تر څو د افغانستان محاکم یې په رڼا کې فیصله وکړي او متهم اسامه بن لادن که مجرم ثابت سو نو سزا به ورکول سي.
امریکا دا د ځان لپاره لوی توهین او سپکاوی باله او اصرار یې داوو چې اسامه وسپارئ او یا جګړې ته تیار سئ. له بلې خوا د اسلامي امارت زعیم مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د علماؤ یوه لویه جرګه راوبلل تر څو د امریکا د احتمالې برید په صورت کې د هیواد او خاورې د دفاع لپاره د جهاد فتوا ځني وغواړي او همدا ډول د اسامه بن لادن د برخلیک په اړه د قران، حدیث او حنفي فقهې په رڼا کې پرېکړه وکړي. | 1 463 |
| 19 | No text... | 1 426 |
| 20 | مولوي مهاجر فراهي: د خبریالانو او وياندویانو په منځ کې همغږۍ شتون لري
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حيات الله مهاجر فراهي په دغه غونډه کې وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو او رسنیو سره مل دی او له دوی سره به د اطلاعاتو د لاسرسۍ په برخه کي مرسته کوي.
مولوي مهاجر فراهي همداراز دا زیات کړ چې د وزارتونو او ټولو ادارو او رياستونو وياندویان باید د رسنیو او خبریالانو سره د اطلاعاتو د شریکولو په برخه کې همکار او همغږۍ کې اوسئ او اړینه ده چې د رسنۍ په منځ کې هم همغږۍ وي او په یو قوت او د خدمت او مسئولیت په احساس سره خلګو ته اطلاعات شریک کړي.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین وویل چې د افغانستان ملي او رسمي ژبه پښتو او دري ده او خبریالان دي هڅه وکړي چې د بهرنیو د اصطلاحاتو پر ځای په خپل خبرو کي د خپل هېواد د ملي ژبي څخه کار واخلي. | 1 304 |
