cookie

We use cookies to improve your browsing experience. By clicking «Accept all», you agree to the use of cookies.

avatar

RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع

Show more
Advertising posts
26 829
Subscribers
+1524 hours
-207 days
-19530 days
Posting time distributions

Data loading in progress...

Find out who reads your channel

This graph will show you who besides your subscribers reads your channel and learn about other sources of traffic.
Views Sources
Publication analysis
PostsViews
Shares
Views dynamics
01
ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
1360Loading...
02
https://youtu.be/jj-_RGMF22Q?si=AMTmW1U79epCH2nn
1330Loading...
03
Media files
1 9882Loading...
04
#د_نن_لنډ_او_مهم_خبرونه د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په مړینه خواشیني څرګنده کړې. #ملي‌تلویزیون
1 9190Loading...
05
Media files
1 9060Loading...
06
کابل کې د ځانګړو ځواکونو د لومړي کنډک قوماندانۍ مرکز پرانیستل شو؛ ملي دفاع وزارت وایي، چې کابل کې د لومړي ځل لپاره د اسلامي اردو د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ مرکز پرانیستل شو. دغه وزارت زیاته کړې؛ یاد مرکز د کابل په ګارنیزیون کې پرانیستل شوی، چې د امنیت په لا ښه تامین کې به ارزښتاک رول ولري. #ملي‌تلویزیون
1 7090Loading...
07
د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه‌‌يي د دې هېواد د ولسمشرۍ چارې محمد مخبر ته سپارلې دي. له دې سره هم مهاله علي باقري‌کني د ایران د بهرنیو چارو د لنډ مهاله وزیر په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلي محمد مخبر له دې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه او علي باقري‌کني د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په توګه دنده تر سره کوله. #ملي‌تلویزیون
5821Loading...
08
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران له سفیر او د افغانستان لپاره د دې هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره لیدلي. مولوي امیرخان متقي دې لیدنه کې د چورلکې د غورځېدلو پېښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او مل پلاوي په مړینه خواشیني او همدردي څرګنده کړې. ښاغلي متقي زیاته کړې؛ د ایران ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د سیمه‌ییزو همکاریو په پراختیا کې ارزښتناک رول درلود. ورته مهال ښاغلي قمي د افغان حکومت او ملت د تسلیت له پیغام څخه په مننې ویلي، چې د ایران حکومت او ملت د اسلامي امارت د تسلیت پیغام د پېښې په لومړیو شېبو کې تر لاسه کړی. #ملي‌تلویزیون
5771Loading...
09
په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د رییس‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د دوحې په درېیمه غونډه کې اسلامي امارت ته د بلنې ترڅنګ ویلي، چې دغه ناسته د افغانستان او نړۍ د اړیکو د پراختیا او تعامل زياتولو او عادي کولو لپاره غوره فرصت دی. ورته‌مهال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت به یاده غونډه کې د خپل دریځ د منلو په شرط ګډون وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی. #ملي‌تلویزیون د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
3 0941Loading...
10
د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې پاتې شونې موندل شوې دي. دغه راز رسنیو زیاته کړې، چې ژغورنکې ډلې د چورلکې د لوېدو سیمې ته رسېدلې دي. #ملي‌تلویزیون د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
2 7921Loading...
11
د نن دوشنبې ورځې تاریخ! #ملي‌تلویزیون د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
9780Loading...
12
ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
8211Loading...
13
ترانه: موږ دې کړو ساتنه خدای دې تل لره آباده ترنم: محمد صادق دلشاد https://youtu.be/rWZxYx9fu0w?si=3UOqX5S3v7e17aPl
8215Loading...
14
Media files
1 0781Loading...
15
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر یې امیر عبداللهیان او نورې سپرلۍ د سقوط شوې چورلکې د پيداکېدو په تړاو هېله څرګنده کړې چې ژغورونکې ډلې به یې ژر تر ژره وژغوري. بهرنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې ویلي، چې اسلامي امارت په دې سخت وضعیت کې د ایران حکومت او ملت ترڅنګ ولاړ دی. د یادونې وړ ده، چې نن ناوخته د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د سپرلۍ چورلکې د دې هېواد په ختیځ اذربایجان ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې وه. #ملي‌تلویزیون
1 2531Loading...
16
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د کتاب لوستنې فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د کتابونو نندارتون پرانیستل شوی دی. #ملي‌تلویزیون
9831Loading...
17
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمري ډیکارلو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال مارکس پوتزل سره لیدلي. دې لیدنه کې د تېرې ادارې پر مهال د ځینو مرستندویو هېوادونو او نړیوال بانک له لوري د نيمه پاتې پروژو د چارو بیا پیل په تړاو خبرې شوې. ورته مهال په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي، چې د دوحې راتلونکې ناسته کې به په افغانستان کې د نیمګړو پراختیایي پروژو د بشپړېدو په اړه اړوندو هېوادونو او نړیوال بانک ته یادونه او د پیل لپاره به یې هڅې وکړي. #ملي‌تلویزیون
9830Loading...
18
د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو هغو دوستو هېوادونو، کورنیو او بهرنیو ادارو، پانګوالو، سوداګرو او هېوادوالو مننه کړې، چې د زیانمن شویو کورنیو د ژغورلو لپاره یې هڅې کړې او هغوی ته یې بېړنۍ مرستې رسولې دي. دې اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت له خپلو ټولو ممکنه امکاناتو څخه په استفادې د خپلو هېوادوالو د ژغورلو او زیانمن شویو کورنیو ته د بېړنیو مرستو د رسولو هڅې کوي؛ خو په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو شدت او د سېلابونو له امله د رامنځته شویو زیانونو وسعت ته په کتو، ښکاري چې افغانستان لا ډېرو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. یاد اعلامیه کې له شتمنو افغانانو، دوستو هېوادونو او نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتل شوي، چې له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي. #ملي‌تلویزیون
9951Loading...
19
د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس، د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د سپرلۍ چورلکې د دې هېواد په ختیځ اذربایجان ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې. د یادو راپورونو له مخې؛ د ختیځ اذربایجان والي ایت‌الله ال هاشم او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم په دې چورلکه کې شتون درلود. د دغو راپورونو په اساس؛ د سرې میاشتې د ژغورنې ټیمونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي. #ملي‌تلویزیون
8661Loading...
20
په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې درېیمه غونډه کې به د غړو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو سربېره د نړیوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون وکړي. نوموړې زیاته کړې؛ د دې غونډې د بحث محورونه به مالي او بانکي موضوعات، له نشه‌يي توکو سره مبارزه، کروندګرو ته د بدیل کښت، د اقلیم بدلون او افغانستان ته ترې د راټوکېدلو زیانونو په تړاو خبرې وشي. دغه راز دې لیدنه کې مولوي امیرخان متقي ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې باید د افغانستان رښتینی استازی د نظام استازیتوب وکړي او په دې اړه پراته خنډونه باید لرې شي. ښاغلي متقي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د دوحې تېره غونډه کې تشرفاتي ګډون ګټور ونه باله او په درېیمه غونډه کې به په یادو موضوعاتو خبرې دوو اړخیزو همکاریو ته زمینه برابره کړي. #ملي‌تلویزیون
7961Loading...
21
د بادغیس د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مولوي باریداد صابر وايي، چې دې ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله درې تنو ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمېر هېوادوالو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. #ملي‌تلویزیون
8091Loading...
22
د ترانسپورټ او هوايي، چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، سېلابونو او تالندې خبرداری ورکړی. یاد ریاست سبا دوشنبه (د غويي ۳۱مه) په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، بامیان، سمنګان او غور ولایتونو کې دغه وړاندوینه کړې ده. #ملي‌تلویزیون
9291Loading...
23
د افغانستان بانک لوی رییس ملا هدایت‌الله بدري د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې رزماري دیکارلو سره په لیدنه کې د افغانستان پر بانکي سکتور د لګول شویو بندیزونو لرې کېدو ته په اشارې ویلي، چې د یادو بندیزونو لرې کېدل د ټولو افغانانو بشري حق او غوښتنه ده. ښاغلي بدري زیاته کړې؛ د نړیوالو بندیزونو شتون د دې لامل شوی چې نړیوالې راکړې ورکړې د افغانستان بانک د قوانینو، مقرراتو او پالیسیو خلاف د غېرې رسمي چینلونو له لارې تر سره شي او نړیوالو مالي او بانکي سیستمونو ته د افغانستان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ شي. نوموړي له نړیوالو ټولنو غوښتي، چې د افغانستان په بانکي سکتور د لګول شویو بندیزونو په لرې کولو، د افغانستان په اقتصادي وده او د بشري حقونو په ورکړه کې مثبت رول ولوبوي. ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له اسلامي امارت سره د اوږمهاله همکاریو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، افغانستان کې د مالي شمولیت پراختیا، د کوچنیو پورونو ورکړه او د اسلامي تمویلاتو په برخه کې ګډ کار ته اړتیا ده. #ملي‌تلویزیون
1 2041Loading...
24
د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. #ملي‌تلویزیون
1 0040Loading...
25
د پوهنې وزیر مولوي حبیب‌الله اغا په مشرۍ د یاد وزارت یوه لوړ پوړي پلاوي د بامیانو له دیني مدرسو او ښوونځیو څخه د لیدنې او پوهنیز وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی. دغه وزارت وایي؛ مولوي حبیب‌الله اغا د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مسولینو سره لیدلي او د ښوونیزو چارو د لا‌ ښه‌والي په موخه یې لازمې سپارښتنې کړې دي. #ملي‌تلویزیون
1 0130Loading...
26
صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لومړي مرستیال واسیلي سرګیویچ اوزماکوف سره لیدنه کړې. یاد وزارت زیاته کړې؛ دې لیدنه کې دواړو لوریو د لږ پرمختللیو هېوادونو پروګرام تر چتر لاندې افغاني محصولاتو ته د ترجیحي تعرفې په ورکړې، او د رسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د افغانستان صادراتي توکو ته د پالیسۍ په رامنځته کولو خبرې کړې دي. #ملي‌تلویزیون
1 0480Loading...
27
Media files
3 0452Loading...
28
افغاني سرې میاشتې خبر ورکړی، چې دغې ټولنې د قطر سرې میاشتې سره د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۱۶۹ ماشومانو د درملنې په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی. د یادې ټولنې په وینا؛ دغه هوکړه د قطر د سرې میاشتې د نړیوالې پراختیا او مرستو د څانګې د مسول محمد صالح ابراهيم او د افغاني سرې میاشتې د رییس مولوي مطيع الحق خالص تر منځ لاسلیک شوې ده. #ملي‌تلویزیون د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
2 9641Loading...
29
د نن یکشنبې ورځې تاریخ!  #ملي‌تلویزیون د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
2 8821Loading...
30
ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
3 9581Loading...
31
https://youtu.be/HsLjWdK7Dek?si=6jRA5kLckMW9xHPc
3 9862Loading...
32
د #کابل او یو شمېر ولایتونو د سبا ورځې د هوا حالات! #ملي‌تلویزیون
1 0972Loading...
33
د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوو جلا، جلا ناستو کې د پکتیکا او پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدلي. دې لیدنه کې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال له یادو قومي مشرانو غوښتنې اورېدلې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت ولس ته په خدمت کولو مسول دی او له توپیر پرته ټولو سیمو ته خدمات وړاندې کوي. دې لیدنه کې سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي څو د هېواد لرې پرتو سیمو ته د پوهنې او نورو بېلابېلو برخو کې د خدماتو لړۍ پراخه کړي. #ملي‌تلویزیون
1 0650Loading...
34
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولینو د صنعت اونۍ د نمانځنې په موخه د جوړ شوي نندارتون په پای‌غونډه کې ویلي، چې دې نندارتون کې له بهرنیو شرکتونو سره ۱۵ تړونونه هم لاسلیک شوي دي. #ملي‌تلویزیون
9570Loading...
35
Media files
8990Loading...
36
کندوز ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ ریاست مسولین وایي، چې په روان میلادي کال ۵۰۰ بهرنیو سیلانیانو د دې ریاست څخه وېزې ترلاسه کړې دي. #ملي‌تلویزیون
8870Loading...
37
تازه متحده عربي اماراتو کې د تېرې ادارې د یو شمېر چارواکو له میلیون ډالري ملکیتونو څخه پرده پورته شوې، چې حکومت کې یې د پراخ فساد او اختلاس ښکارندويي کوي. د تېرې ادارې چارواکي ولې ونه توانېدل، چې د یاد پراخ فساد مخنیوی وکړي؟ په تېرو دوو لسیزو کې څنګه او ولې فساد ته زمینه برابره وه؟ داسې څوک شته چې د یاد پراخه فساد ځواب ووایي؟ #ملي‌تلویزیون د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
1 0670Loading...
ویډیو وګورئ چینل سبسکرایب کړئ مننه 👆
Show all...
💯 3 2👍 1 1🔥 1👌 1😍 1
Show all...
ترانه | بیرغه تکه سپینه : غږ : جوهري منصور

ملي تلویزیون له خوا وړاندې کیږيترانه | بیرغه تکه سپینه : غږ : جوهري منصورشاعر:مخبت وردگ

3 3🎉 1👌 1😍 1💯 1
02:19
Video unavailableShow in Telegram
6😍 3 2💯 2👍 1🔥 1👌 1
#د_نن_لنډ_او_مهم_خبرونه د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په مړینه خواشیني څرګنده کړې. #ملي‌تلویزیون
Show all...
11🎉 2😍 2 1👌 1💯 1
5
کابل کې د ځانګړو ځواکونو د لومړي کنډک قوماندانۍ مرکز پرانیستل شو؛ ملي دفاع وزارت وایي، چې کابل کې د لومړي ځل لپاره د اسلامي اردو د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ مرکز پرانیستل شو. دغه وزارت زیاته کړې؛ یاد مرکز د کابل په ګارنیزیون کې پرانیستل شوی، چې د امنیت په لا ښه تامین کې به ارزښتاک رول ولري. #ملي‌تلویزیون
Show all...
5🎉 3👍 2 1👌 1😍 1💯 1
Photo unavailableShow in Telegram
د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه‌‌يي د دې هېواد د ولسمشرۍ چارې محمد مخبر ته سپارلې دي. له دې سره هم مهاله علي باقري‌کني د ایران د بهرنیو چارو د لنډ مهاله وزیر په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلي محمد مخبر له دې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه او علي باقري‌کني د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال په توګه دنده تر سره کوله. #ملي‌تلویزیون
Show all...
7😍 5👍 4 1👌 1💯 1
Photo unavailableShow in Telegram
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران له سفیر او د افغانستان لپاره د دې هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره لیدلي. مولوي امیرخان متقي دې لیدنه کې د چورلکې د غورځېدلو پېښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او مل پلاوي په مړینه خواشیني او همدردي څرګنده کړې. ښاغلي متقي زیاته کړې؛ د ایران ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د سیمه‌ییزو همکاریو په پراختیا کې ارزښتناک رول درلود. ورته مهال ښاغلي قمي د افغان حکومت او ملت د تسلیت له پیغام څخه په مننې ویلي، چې د ایران حکومت او ملت د اسلامي امارت د تسلیت پیغام د پېښې په لومړیو شېبو کې تر لاسه کړی. #ملي‌تلویزیون
Show all...
13👍 4🔥 2👌 1😍 1💯 1
Photo unavailableShow in Telegram
په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د رییس‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د دوحې په درېیمه غونډه کې اسلامي امارت ته د بلنې ترڅنګ ویلي، چې دغه ناسته د افغانستان او نړۍ د اړیکو د پراختیا او تعامل زياتولو او عادي کولو لپاره غوره فرصت دی. ورته‌مهال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت به یاده غونډه کې د خپل دریځ د منلو په شرط ګډون وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی. #ملي‌تلویزیون د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
Show all...
5🔥 4💯 4👍 3🎉 1👌 1😍 1
Photo unavailableShow in Telegram
د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې پاتې شونې موندل شوې دي. دغه راز رسنیو زیاته کړې، چې ژغورنکې ډلې د چورلکې د لوېدو سیمې ته رسېدلې دي. #ملي‌تلویزیون د ملي راډيو تلویزیون رسمي چينل 👇 https://t.me/passportafghan
Show all...
👍 6 2 2🔥 2👌 1😍 1💯 1