RTA Pashto - ملي راډیو تلویزیون
د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هېواد، سیمې او نړۍ د تازه او دقیقو پېښو کره مرجع
Show more26 973Subscribers
-1624 hours
-157 days
+21230 days
- Subscribers
- Post coverage
- ER - engagement ratio
Data loading in progress...
Subscriber growth rate
Data loading in progress...
یو شمېر رسنیو د کلمبیایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په بولیوار سیمه کې د یوې نظامي چورلکې د لوېدو له امله نهه تنه مړه شوي دي.
د یادو چارواکو په وینا؛ دغه چورلکه داسې مهال لوېدلې، چې د مخدره توکو د قاچاق یوې لویې ډلې پر ضد عملیاتو لپاره یې پوځي ځواکونه بولیوار سیمې ته لېږدول.
تر دېمهاله د دغې چورلکې د لوېدو لامل نه دی روښانه شوی.
#مليتلویزیون
https://t.me/rtapashto3
❤ 1
د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې د سالنګ لویه لار تېره شپه د سختو واورو او توپان له امله د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
د یاد وزارت په وینا؛ یاده لويه لار د ځاني او مالي زيانونو د مخنيوي لپاره تر بلې خبرتيا پورې د ټولو موټرو پر مخ لنډمهاله تړل شوې ده.
#مليتلویزیون
https://t.me/rtapashto3
د راپورونو پر اساس پرون'دوشنبه' غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله شاوخوا ۳۴ فلسطینیان شهیدان شوي، چې ۲۴ یې په رفح ښار کې دي.
رفح ښار د غزې په جنوب کې پروت دی، چې شاوخوا ۱.۵ میلیونه فلسطینیانو د اسرائیلي یرغلګرو له بریدونو پکې پناه اخیستې.
ورته مهال غزه کې د ملګرو ملتونو د مرسته کوونکې ادارې 'انروا' مشر فیلیپ لازاریني د غزې په اړه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي؛ هغه ښار چې کال وړاندې په سیمه کې له شور او خوښۍ ډک ښار و، رامنځته شوې ویجاړۍ او بربادۍ یې بڼه بدله کړې او د روحونو او مرګ په ښار یې اړولی دی.
#مليتلویزیون
https://t.me/rtapashto3
افغانستان لپاره د چین سفیر ژاو شینګ د ریاستالوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې د افغانستان او چین اړیکې د سیمې په کچه بېسارې بللې او ویلي یې دي، چې دغه هېواد په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د دې اړیکو د لاپراختیا غوښتونکی دی.
ښاغلي شینګ زیاته کړې، چې هېواد یې د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو برخو کې افغان محصلینو ته د تحصیل زمینه برابره کړې او د طب په ګډون په نورو برخو کې د افغانانو د ظرفیت لوړولو په موخه د زدهکړو لنډمهالې دورې برابروي.
نوموړي دغه راز افغانستان کې له وروستیو سېلاب ځپلو سره د همدردي څرګندولو ترڅنګ د خپل هیواد د سل زره ډالرو مرستې خبر ورکړی.
ورتهمهال مولوي عبدالسلام حنفي له اسلامي امارت سره د چین نیکې اړیکې ستایلي او د اړیکو د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال دغه راز د واحد چین د پالیسي او د دې هېواد د اقتصادي پروژو لکه یو کمربند یوې لارې ملاتړ کړی.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی او هیچاته د ګاونډیو، سیمې او له سیمې اخوا هیوادونو د امنیت په ضد د افغانستان له خاورې څخه د استفادې اجازه نه ورکوي او له نورو هیوادونو څخه یې هم غوښتي، چې له افغانستان سره د متقابل درناوي په اساس چلند وکړي.
#مليتلویزیون
https://t.me/rtapashto3
د افغانستان بانک د افغانۍ ثبات ساتنې په موخه سبا سېشنبه (د غويي ۱۱مه) ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.
یاد بانک ویلي، چې په شرایطو برابر خصوصي بانکونه او د صرافي شرکتونه په دغه داوطلبي کې ګډون کولای شي.
#مليتلویزیون
👍 9💯 5😱 1
ماليزيا کې د اسلامي امارت سفارت وایي، چې د دې سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د یاد هېواد د سوداګرۍ خونې د څېړنې او پرمختګ ادارې له رییس ډاکټر سيد علي عطاس سره لیدلي.
دې لیدنه کې ښاغلي عطاس ویلي؛ د مالیزیا په کوربتوب د "وقف" په نړیوال کنفرانس کې اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکوي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې مالیزیایي پانګوال افغانستان کې د پانګونې غوښتونکي دي.
#مليتلویزیون
👍 4❤ 4
Show all...
د احصایې او معلوماتو ملي اداره: پروان کې تېر کال څه باندې ۹۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي - RTA - Radio Television of Afghanistan
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلې؛ د پروان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ کال کې په ټوليز ډول ۹۰ زره او ۱۴۳ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۳۶ زره او ۱۳۳ برېښنایي او ۵۴ زره او ۱۰ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي. د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس […]
❤ 3
#د_نن_لنډ_او_مهم_خبرونه
د څه باندې ۱۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت د پاشدان بند پاتې چارې پیل شوې.
#مليتلویزیون
❤ 5👍 2