en
Feedback
الحمزه

الحمزه

Open in Telegram

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته زمونږ نشرات د هېچا اړوند نه دي، یوازې زما مربوط دي، په ملتیا مو ویاړم.

Show more
335
Subscribers
No data24 hours
+47 days
+2130 days
Posts Archive
Repost from افغانستان
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ملګرو! ليست کې ګډون لپاره پر لاندي آیډي راسره په تماس کي شئ! د ټلګرام تر ټولو ستر چینلونو لیست کې ګډون لپاره دلته راسره یو ځای شئ. زموږ معیار نشرات دي، که نشرات سم وو، نو چینل درته نشروو. نوټ: لیست موږ په خپل وخت حذفوو، هېڅوک یې باید حذف نکړي. هر چینل به په نوبت سره سر ته راځي که غواړئ لیست که شامل شي نو دلته رابطه وکړئ:                                ☟︎︎︎☟︎︎︎☟︎︎︎☟︎︎︎☟︎︎︎☟︎︎︎                                     👇👇                       @Abu_Anas313 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ افغانستان https://t.me/AFGHANISTAN_News_0 قمر ادبي لیکنې https://t.me/Kamar_3130 ښکلي شعرونه https://t.me/Shkali_Shrona0 الصعود https://t.me/intellectual_war د فلسطین خبرونه https://t.me/Ahkbar_Palestine فکري جوړښت https://t.me/FikriJorast123 الصعود سمعي https://t.me/Fekree_Samaaee شاعر حسان غزنوي https://t.me/+YBlEU_aUmgI5OGU9 شاعر اویس ملا https://t.me/az09owaismula قاري جامي مبارک https://t.me/ingfukbv د قاري شیراغا فدایي ترانې https://t.me/lnnaphensaama صفوة الأفکار https://t.me/farooqi1415 فکرة الأمة https://t.me/izzam1415 شاعر مطیع الله حازم https://t.me/Hazim2224 نعتخوان همدرد میدانوال https://t.me/MadinwalJanan ذبیح الله ذاهد https://t.me/Zabiholl د مولوي عبدالهادي مجاهد رسمي چینل https://t.me/fikree_darsona2 انلاین تجارتي لینکونه https://t.me/+pHSxMFFyVpU2ODc1 العصر خپرندویه اداره https://t.me/+3n0va58sP2oyM2Q1 م جریر احسان https://t.me/az09jarirehsan د اسلام ځلانده تاریخ https://t.me/zaland_tarikh قافلة القدس https://t.me/Aaksaa313 عمري کندوزوال https://t.me/OMARIKUNDUZWAL_313 د نعتخوان خالد وفا د ترانو مرکز https://t.me/kHalDoooooo د عاشقانو میلمستون https://t.me/kALEDtd د ښایسته ویډیوګانو ګروپ https://t.me/+rUU4z_r5fD44NDI0 خاص غمجنې ترانې https://t.me/NazirMasrori123

له نن څخه ۷۶ کاله وړاندې په همدې ورځ د فبروري په ۱۲ د اخــوان المسلمین مؤسس حسن البناء شهـیـد شو.

د کتائب القسام د قومندان محمد الضیف مرستیال مروان عیسی څوک و؟ • مروان عبدالکریم علي عیسی نومېده. • کله چې په 1948 کې صهیونستانو د جنوبي فلسطین مجدل ښار اشغال کړ نو کورنۍ یې غزې ته بې ځایه شوه. • په 1965 م. کال کې د غزې د بریج کیمپ کې زیږېدلی. • له سیاسي ژوند وړاندې یې د باسکټبال لوبه کوله او د ښه لوبغاړي په توګه د فلسطین په کومانډو یادېده. • د حماس له تأسیس سره دمګړۍ له همدې غورځنګ سره یو ځای شو. • په 1987 کې صهیونستي رژیم د حماس غورځنګ سره د یو ځای کېدو په تور پنځه کاله بندي کړ. • په 1997 کې د فلسطیني سلطې لخوا ونیول شو او په 2000 کال د ستر پاڅون په پیل کې آزاد شو. • کله چې په 1996 کې انجینر یحیی عیاش شهید شو، نو د هغه د انتقامي استشهادي عملیاتو انجینري د ده په غاړه وه. • صهیونستي رژیم ته له مطلوبو کسانو څخه و او څو ځله یې د ده ختمولو ناکامه هڅه وکړه چې مشهور برید یې په 2006 کال کې و، چې دی پکې زخمي شو، او په 2014 او 2021 کې یې کور بمبار شو. • په 2012 کې د احمد الجبعري له شهادت وروسته د محمد الضیف مرستیال وټاکل شو. • د کتائب القسام د مجاهدینو په منظم پوځ بدلولو کې یې بنسټیز رول درلود. • د کتائب القسام د لواګانو لپاره یې پوځي صنعت پیاوړی او د پیاده وسلوالو تر څنګ یې سمندري کومانډویي کنډک را منځته کړ. • د القسام مجاهدین یې له دفاعي حالت څخه هجومي حالت ته بدل کړل، چې دا یې بې ساری او ستر نوښت و. • د تونلونو، بې پیلوټه الوتکو جوړولو او د هجومي استشهادي عملیاتو مسؤلیت یې په غاړه و. • د ده د سترو خدمتونو او نوښتونو له وجې په عقل القسام مشهور و. • د 2025 د جنوري په 30 تاریخ د کتائب القسام د ویاند ابو عبیدة لخوا د کتائب القسام د قومندان محمد الضیف او نورو لوړ رتبه قومندانانو تر څنګ د ده د شهادت اعلان وشو. • او نن د ۲۰۲۵ کال د فبروري ۷مه د جمعې په ورځ به یې د غزې په بریج کې جنازه اداء او همدلته خاورو ته وسپارل شي. تقبله الله ض.ح. ‏"و إنه لجهاد، نصر أو إستشهاد"

د کتائب القسام د قومندان محمد الضیف مرستیال مروان عیسی څوک و؟ • مروان عبدالکریم علي عیسی نومېده. • کله چې په 1948 کې صهیونستانو د جنوبي فلسطین مجدل ښار اشغال کړ نو کورنۍ یې غزې ته بې ځایه شوه. • په 1965 م. کال کې د غزې د بریج کیمپ کې زیږېدلی. • له سیاسي ژوند وړاندې یې د باسکټبال لوبه کوله او د ښه لوبغاړي په توګه د فلسطین په کومانډو یادېده. • د حماس له تأسیس سره دمګړۍ له همدې غورځنګ سره یو ځای شو. • په 1987 کې صهیونستي رژیم د حماس غورځنګ سره د یو ځای کېدو په تور پنځه کاله بندي کړ. • په 1997 کې د فلسطیني سلطې لخوا ونیول شو او په 2000 کال د ستر پاڅون په پیل کې آزاد شو. • کله چې په 1996 کې انجینر یحیی عیاش شهید شو، نو د هغه د انتقامي استشهادي عملیاتو انجینري د ده په غاړه وه. • صهیونستي رژیم له مطلوبو کسانو څخه و او څو ځله یې د ده ختمولو ناکامه هڅه وکړه چې مشهور برید یې په 2006 کال کې و، چې دی پکې زخمي شو، او په 2014 او 2021 کې یې کور بمبار شو. • په 2012 کې د احمد الجبعری له شهادت وروسته د محمد الضیف مرستیال وټاکل شو. • د کتائب القسام د مجاهدینو په منظم پوځ بدلولو کې یې بنسټیز رول درلود. • د کتائب القسام د لواګانو لپاره یې پوځي صنعت پیاوړی او د پیاده وسلوالو تر څنګ یې سمندري کومانډویي کنډک را منځته کړ. • د القسام مجاهدین یې له دفاعي حالت څخه هجومي حالت ته بدل کړل، چې دا یې بې ساری او ستر نوښت و. • د تونلونو، بې پیلوټه الوتکو جوړولو او د هجومي استشهادي عملیاتو مسؤلیت یې په غاړه و. • د ده سترو خدمتونو او نوښتونو له وجې په عقل القسام مشهور و. • د 2025 د جنوري په 30 تاریخ د کتائب القسام د ویاند ابو عبیدة لخوا د کتائب القسام د قومندان محمد الضیف او نورو لوړ رتبه قومندانانو تر څنګ د ده د شهادت اعلان وشو. • او نن د ۲۰۲۵ کال د فبروري ۷مه د جمعې په ورځ به یې د غزې په بریج کې جنازه اداء او همدلته خاورو ته وسپارل شي. تقبله الله ض.ح. ‏"و إنه لجهاد، نصر أو إستشهاد"

نن د جمعې په ورځ به په غزه کې د کتائب القسام د مرستیال مروان عیسی د جنازې او تدفین مراسم ترسره شي. تقبله الله
نن د جمعې په ورځ به په غزه کې د کتائب القسام د مرستیال مروان عیسی د جنازې او تدفین مراسم ترسره شي. تقبله الله

الجزیرة تلوېزون سره د محمد الضیف تقبله الله د ژوند په اړه د هغه د مېرمنې ام خالد د مرکې مهم ټکي: • کله مو چې کوزده کېدله، له هغه سره له 1000 ډالرو پرته هېڅ نه و. • د واده لپاره شیخ احمد یاسین 2000 دینار ورکړل، خو ده ټول د القسام مجاهدینو ته ورکړل. • شیخ صلاح شحادة د خوب لپاره یوه کوټه ورکړه، خو ده بل مجاهد ته ورکړه، تر څو هغه واده وکړي. • کله چې هغه روغ و، هغه به د پنجشنبې او دوشنبې روژه نیوله او د شپې لخوا به یې د تهجد اوږد لمونځ کولو، ما به هم تهجد کول، خو زه به ستړې شوم، خو هغه به ولاړ و، له پرلپسې زخمي کېدو، وروسته به یې قران کریم اورېدو او نور به یې هم ورته کېنول. • د جمعې په ورځ یا په نورو ورځو کې به یې موږ ته د قرآن کریم د ځینو آیتونو ترجمه کوله. • ما په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې په زده کولو کې ستونزه لرله، ده راته یو د سوال او ځواب لارښود جوړ کړ. • د خپلو والدینو جنازې ته او د هېڅ بچي د ولادت په وخت کې کور ته نه دی راغلی، که به خلکو رانه وپوښتل چې ولې زه تل یوازې یم؟ ما ورته ویل چې زما خاوند مسافر دی. • د خپلو بچیانو د خوشحاله ساتلو په خاطر به یې د دوی ټولو د زیږون کلیزه په یوه ورځ لمانځله. • د فوټبال یو تکړه لوبغاړی و او د فوټبال نړیوال جام لوبې به یې څارلې. • په یو کال کې یې د بې وزلو لپاره 270 کورونه ورغول، خو دی له دنیا په داسې حال کې وکوچېد، چې کور یې نه درلود. تقبله الله ژباړه: ض.ح. ‏"و إنه لجهاد، نصر أو إستشهاد"

نوې خپرونه واکمنو ته لیک لسمه برخه د خلیفه مأمون په وخت کې د مصر او رقه تر منځ د سیمې والي عبدالله طاهر ته د خپل پلار طاهر بن حسین لیک   چې په هغو کې يې عبدالله ته داسې خبرې وروښودلې، چې د حکومت او واک پر مهال يې ترې ګټه اوچتولای شوای، ویاند محسن احسان

نوې خپرونه واکمنو ته لیک نهمه برخه د خلیفه مأمون په وخت کې د مصر او رقه تر منځ د سیمې والي عبدالله طاهر ته د خپل پلار طاهر بن حسین لیک   چې په هغو کې يې عبدالله ته داسې خبرې وروښودلې، چې د حکومت او واک پر مهال يې ترې ګټه اوچتولای شوای، ویاند محسن احسان

نوې خپرونه واکمنو ته لیک اتمه برخه د خلیفه مأمون په وخت کې د مصر او رقه تر منځ د سیمې والي عبدالله طاهر ته د خپل پلار طاهر بن حسین لیک   چې په هغو کې يې عبدالله ته داسې خبرې وروښودلې، چې د حکومت او واک پر مهال يې ترې ګټه اوچتولای شوای، ویاند محسن احسان

محمد الضیف تقبله الله څوک و؟ نوم یې محمد دیاب ابراهیم المصري و. کورنۍ یې له قبیبة ښار څخه، د غزې خان یونس ته بې ځایه شوې وه. په 1965 مېلادي کال کې د غزې په خان یونس کې زیږېدلی. د غزې په اسلامي پوهنتون کې یې زده کړې وکړې او په 1988 مېلادي کال کې یې په ساینس کې د لېسانس سند ترلاسه کړی. په 1987 مېلادي کال کې د "حماس غورځنګ" سره یو ځای شو. په 1989 مېلادي کال کې د صهیونستي رژیم لخوا ونیول شو او 16 میاشتې زندان یې تېر کړ. په فلسطین کې د استشهاد د مؤسس قسامي انجینر یحیی عیاش په لاس و روزل شو او یو تکړه بم جوړونکی و. د حماس غورځنګ د نظامي څانګې "کتائب القسام" په تأسیس کې یې مهم رول درلود. په 2002 مېلادي کال کې د "کتائب القسام" د مشر په توګه وټاکل شو. د استشهادي بریدونو او همدارنګه د پوځي صنعت په رامنځته کولو کې یې لویه ونډه وه. صهیونستانو ته له مطلوبو کسانو څخه و او پنځه ځله یې د ده، د په نښه کولو هڅه وکړه چې په 2001, 2002, 2003, 2006 او 2016 مېلادي کال کې له بریدونو روغ ووت. صهیونستي رژیم ور باندې 100،000 ډالر جایزه ټاکلې وه. د 2024 کال د جولای 13 صهیونستي رژیم اعلان وکړ چې محمد الضیف یې په خان یونس کې په یو برید کې شهید کړی. د طوفان الأقصی د مبارکو عملیاتو په قومانده کې یې ستره ونډه درلوده او خپل حق یې په پوره امانتدارۍ سره اداء کړ. او د 2025 مېلادي کال د جنوري په 30 نېټه د "کتائب القسام" د ویاند، ابو عبیدة له خوا یې د شهادت اعلان تائید شو. تقبله الله! ض.ح. ‏"و إنه لجهاد، نصر أو إستشهاد"

له حذیفه بن یمان رضی الله عنه څخه پوښتنه وشوه چې سړی څنګه پوه شي چې په فتنه کې را ګیر دی؟ هغه ورته وویل: کله چې سړي پرون یو کار حرام ګڼلو او نن یې حلال بولي، نو هغه دې پوه شي چې په فتنه کې را ګیر دی.

نوې خپرونه واکمنو ته لیک اومه برخه د خلیفه مأمون په وخت کې د مصر او رقه تر منځ د سیمې والي عبدالله طاهر ته د خپل پلار طاهر بن حسین لیک   چې په هغو کې يې عبدالله ته داسې خبرې وروښودلې، چې د حکومت او واک پر مهال يې ترې ګټه اوچتولای شوای، ویاند محسن احسان

نوې خپرونه واکمنو ته لیک شپژمه برخه د خلیفه مأمون په وخت کې د مصر او رقه تر منځ د سیمې والي عبدالله طاهر ته د خپل پلار طاهر بن حسین لیک   چې په هغو کې يې عبدالله ته داسې خبرې وروښودلې، چې د حکومت او واک پر مهال يې ترې ګټه اوچتولای شوای، ویاند محسن احسان نشر فکري جوړښت https://t.me/FikriJorast123

14. سورة الکهف را وښودل، چې کله مسلمان د باطل او شرک سره په مقابله کې وي؛ نو هغه د لارښونې تر څنګ د زړه سکون ته هم اړتیا لري، له همدې امله الله جل جلاله د خپل پیغمبر په اړه وایي: إِذْ هُمَا فِى الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصٰحِبِهِۦ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ۖ فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُۥ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُۥ بِجُنُودٍ لَّمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُوا السُّفْلٰى ۗ وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِىَ الْعُلْيَا ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ. ژباړه: كله چې هغوى دواړه په سمڅه کې وو؛ كله چې هغه خپل ملګري ته وويل: "مه خفه کېږه، الله زموږ سره دى." په هغه وخت کې الله له خپل لوري څخه پر هغه باندې د زړه ډاډېینه نازله کړه او په داسې لښكرو سره یې د هغه ملاتړ وکړ، چې تاسې نه ليدل او د كافرانو کلمه یې ټيټه کړه او هماغه د الله کلمه خو لوړه ده. الله زورور، پوه او د حكمت څښتن دى. 15. سورة کهف د دنیا حقیقت او د هغې د امتحان حقیقت راته وښود، الله جل جلاله فرمایي: إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا. وَإِنَّا لَجٰعِلُونَ مَا عَلَيْهَا صَعِيدًا جُرُزًا. ژباړه: حقيقت دا دى؛ دا څه وسايل چې د ځمكې پر مخ دي، هغه موږ د ځمكې ښکلا ګرځولي دي، تر څو چې دوى وازمايو چې څوك په کې ښه عمل كوونكى دى. په پاى کې له دغو ټولو څخه چې د هغې پر مخ دي، موږ يو هوار میدان جوړوونكي يو. چاته چې دا بصیرت ورکړل شوی وي، هغه د دنیا او د دجال له فتنو خوندي دی، همدا بصیرت اصحاب کهفو ته ورکړل شوی و؛ نو هغوی د دنیا په ښایست دوکه نه شول او د الله جل جلاله په خاطر یې مخ ترې واړولو، له دې امله په دې سورة کې درې ځله د دینا د ښایست یادونه شوې ده. 16. سورة کهف را زده کړل، چې مسلمان باید د وخت شرایطو ته تسلیم نه شي، بلکې د حل لارو په لټه کې شي، که چېرې هغه زړه نا زړه شو، نو بیا به هېڅ پرمختګ ونه کړي. 17. سورة کهف را زده کړل، چې غوره ملګرتیا او لارښونکی کتاب هغه څه دي، چې د باطل څخه په مخنیوي کې درسره مرسته کوي، الله جل جلاله فرمایي: أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحٰبَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ ءَايٰتِنَا عَجَبًا. ژباړه یې پاس تېره شوې او رقیم کتاب ته ویل کېږي.

سورة الکهف موږ ته را زده کړل! لیکنه: دوکتور علي صلابي ژباړه: ض.ح. الحمدلله والصلوة والسلام علی رسول الله، أما بعد: 1. سورة الکهف را زده کړل، چې کله امتحان سخت شي، مشکلات اوج ته ورسېږي او سختۍ زیاتې شي؛ نو مسلمان اړ دی، چې یوه ساتونکي ته پناه یوسي، چې هغه یې وساتي، لکه څنګه چې اصحاف کهفو پناه وړې وه. 2. سورة الکهف را زده کړل، چې کله فتنې وحشي شي او د غرونو سرونو ته ورسېږي؛ نو مسلمان باید همدا سورة تلاوت کړي، لکه د مسلم په حدیث شریف کې چې راغلي دي. 3. سورة الکهف را زده کړل، چې کله لار شبهاتو او شهوتونو تیاره کړې وي؛ نو مسلمان رڼا ته محتاج دی، لکه د ابو سعید رض په حدیث کې چې راغلي دي: چا چې د جمعې په ورځ د سورة الکهف تلاوت وکړ، د ده به د دوو جمعو مابین له نوره ډک او روښانه شي، البیهقي او درامي دا الفاظ داسې نقل کوي: «چې د هغه او د بیت العتیق تر منځ فاصله به ورته له نوره ډکه شي.» او سورة الکهف په داسې حال کې په مکه کې نازل شوی، چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو امتحان او سختۍ اوج ته رسېدلې وې. 4. سورة الکهف هغه څه را زده کړل، کوم چې سورة یوسف هغه اغېز را ښودلی کوم، چې په کیسه کې د ایماني روزنې او دیني نمونې کې وي، له همدې امله د سورة الکهف زیاته برخه کیسې دي: د اصحاب کهف، د باغونو د خاوندانو، د موسی او خضر علیهم السلام او د ذوالقرنین کیسه. 5. سورة الکهف را وښودل، چې قرآن د الله جل جلاله له لویو نعمتونو څخه دی، چې د شکر مستحق دی، الله جل جلاله د دې سورة په لومړي سر کې وایي: الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِىٓ أَنزَلَ عَلٰى عَبْدِهِ الْكِتٰبَ. ژباړه: ثنا او ستاينه هغه الله لره ده، چي پر خپل بنده يې دغه كتاب نازل کړ. قرآن هغه نور دی، چې سړی له فتنو ساتي. 6. سورة الکهف را وښودل، چې قرآن هغه تله ده چې هر څه پرې تلل کېږي، افکار، عقائد، افعال او اخلاق پرې تلل کېږي. الله جل جلاله وایي: وَلَمْ يَجْعَل لَّهُۥ عِوَجَا. ژباړه: او په هغه کې یې كوم کوږوالی پرېنښود. 7. سورة الکهف را وښودل، چې د ګمراهانو په حال غمجن نه شو، الله جل جلاله فرمایي: فَلَعَلَّكَ بٰخِعٌ نَّفْسَكَ عَلٰىٓ ءَاثٰرِهِمْ إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهٰذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا. ژباړه: ښه نو [اې محمده (ص)!] كه دوى پر دغه ښوونه ايمان را نه وړي، ښايي ته په هغو پسې له غم خوړلو څخه خپل ځان بايلې. الله جل جلاله ژوند یو امتحان ګرځولی دی. 8. سورة الکهف را وښودل، چې دنیا تروتازه او خوږه ده او الله جل جلاله تاسې پکې ځای ناستي ټاکلي یاست، تر څو هغه جل جلاله وګوري، چې تاسې څه کوی. الله جل جلاله فرمایي: إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا. ژباړه: حقيقت دا دى، دا څه وسايل چې د ځمكې پر مخ دي، هغه موږ د ځمكې ښکلا ګرځولي دي، تر څو چي دوى وازمايو، چې څوك پکې ښه عمل كوونكى دی. 9. سورة الکهف را زده کړل، چې مسلمان ازمویل کېږي؛ تر څو د هغه صبر او شکر امتحان شي؛ اصحاف کهف او موسی او خضر په صبر، د باغونو خاوندان او ذوالقرنین په شکر ازمویل شوي وو. 10. سورة الکهف را وښودل، چې د الله قدرت ته هېڅ شی نادر نه دي. الله جل جلاله فرمایي: أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحٰبَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ ءَايٰتِنَا عَجَبًا. ژباړه: ايا ته انګېرې، چي د غار او کتاب خاوندان زموږ له كومو ډېرو حيرانوونكو نښانو څخه وو!؟ انسان ته هر هغه شی نادر وي، چې ورسره عادت نه وي؛ کنه نو د اسمانونو او ځمکې پیدا کول، د دنیا ښایست او هغه هواره کول، دا یو نادر کار دی! د قدرت د نورو نښو تر منځ د اصحاب کهفو کیسه کومه ځانګړې نښه نه ده. 11. سورة الکهف را وښودل، چې د حق او باطل تر منځ جګړه تاریخي جګړه ده، د اصحاف کهف ټولی په یوه داسې شرکي ټولنه کې اوسېدل، لکه صحابه کرام په مکه کې. 12. همدې سورة را زده کړل، چې مسلمان باید له فتنو او امتحانونو څخه ځان په دعا وساتي، الله جل جلاله فرمایي: رَبَّنَآ ءَاتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا. ژباړه: "اې پروردګاره! موږ په خپل ځانګړي رحمت سره سرلوړي کړه او زموږ چاره سمه کړه." 13. سورة الکهف را زده کړل، چې څوک چې الله جل جلاله ته مخه کړي، الله جل جلاله به ده ته مخه کړي. الله جل جلاله فرمایي: نَّحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُم بِالْحَقِّ ۚ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ ءَامَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنٰهُمْ هُدًى. ژباړه: موږ د هغو اصلي کیسه تا ته اوروو. هغوى څو تنه زلميان وو، چې په خپل پروردګار یې ايمان راوړى و او موږ هغو ته په هدايت كې پرمختګ ورپه برخه کړئ و. چا چې دنیا او د دنیا فتنو ته شا کړه او الله جل جلاله ته یې مخ کړ، نو الله جل جلاله به ټول خیر ورکړي.

نوې خپرونه واکمنو ته لیک پنځمه برخه د خلیفه مأمون په وخت کې د مصر او رقه تر منځ د سیمې والي عبدالله طاهر ته د خپل پلار طاهر بن حسین لیک   چې په هغو کې يې عبدالله ته داسې خبرې وروښودلې، چې د حکومت او واک پر مهال يې ترې ګټه اوچتولای شوای، ویاند محسن احسان نشر فکري جوړښت https://t.me/FikriJorast123

ماشومانو سره له خوب مخکې خبرې کول ښه اغېز کوي: د ورځینو پیښو په اړه ورسره خبرې کول. د هغه نیک خویونه ستایل. ماشوم ته د محبت اظهار کول. یو هدف لرونکې لنډه کیسه ورته کول. د زړه له کومې ورسره خندا کول. دې سره ماشوم خوشحالیږي او ستاسې سره محبت کوي. ژ : ض.ح

امام بخاري خپلې مور روزلی، امام شافعي خپلې مور روزلی، احمد بن حنبل خپلې مور روزلی، حافظ ابن حجر خپلې خور روزلی، ابن تیمیة باندې نوم خپلې مور ایښودلی او هغې به نصیحت ورته کاوه، نو ځکه یې نسبت ورته کېږي او د خپلې مور په نوم یادیږي؛ ښځې د سړیو جوړنکې دي، کله چې ښځه اصلاح شوه، کور، کورنۍ او ټولنه ورسره اصلاح کېږي.

نوې خپرونه واکمنو ته لیک څلورمه برخه د خلیفه مأمون په وخت کې د مصر او رقه تر منځ د سیمې والي عبدالله طاهر ته د خپل پلار طاهر بن حسین لیک   چې په هغو کې يې عبدالله ته داسې خبرې وروښودلې، چې د حکومت او واک پر مهال يې ترې ګټه اوچتولای شوای، ویاند محسن احسان نشر فکري جوړښت https://t.me/FikriJorast123