الحمزه
Open in Telegram
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته زمونږ نشرات د هېچا اړوند نه دي، یوازې زما مربوط دي، په ملتیا مو ویاړم.
Show more335
Subscribers
No data24 hours
+47 days
+2130 days
Data loading in progress...
Similar Channels
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Tags Cloud
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Incoming and Outgoing Mentions
---
---
---
---
---
---
Attracting Subscribers
June '25
June '25
+4
in 46 channels
May '25
+38
in 43 channels
Get PRO
April '25
+28
in 33 channels
Get PRO
March '25
+45
in 29 channels
Get PRO
February '25
+21
in 19 channels
Get PRO
January '25
+27
in 11 channels
Get PRO
December '24
+268
in 12 channels
| Date | Subscriber Growth | Mentions | Channels | |
| 04 June | 0 | |||
| 03 June | +1 | |||
| 02 June | +2 | |||
| 01 June | +1 |
Channel Posts
| 2 | د حماس لخوا د وروستي آزاد شوي امریکایي تبعه صهیونستي عسکر عیدان الکسندر تازه څرګندونې:
عیدان الکسندر د اسرائیلي رسنۍ 12 چینل سره په مرکه کې ویلي چې د بند موده کې یې څو ځایه ځای بدل کړ، په تونولونو، پارتمانونو، جوماتونو او کوڅو او سرکونو کې شپې کړې دي.
وایي یوه ورځ د القسام مجاهدینو د ګڼ بازار منځ کې په خرګاډي کې تېر کړم، زما مخ پټ و.
عیدان وایي چې د اوړي لخوا په تونلونو کې سخته ګرمي وه، کله ناکله به مو د پاکو اوبو د نشتون له وجې د سمندر اوبه څکلې.
هغه وایي چې د بند پر مهال یې د تلویزون له لارې خبرونه تعقیبول.
عیدان وړاندې زیاتوي چې د بند په موده کې د حماس د ډېرو لوړ رتبه مشرانو سره نږدې ساتل کېده، چې تر ټولو مشهور یې د حماس مشر شهید یحیی سنوار وو.
دی وایي: یوه ورځ موږ د ځای بدلولو وخت پیدا نکړ نو په کوڅه کې ویده شوو خو د چا راته پام نه شو.
نوموړی زیاتوي: هغه تونل چې موږ پکې اوسېدو، له خوشي کېدو دوه اونۍ وړاندې بمبار شو، خو په معجزانه ډول بچ شوم. | 332 |
| 3 | اوه اویا کاله وړاندې په همدې ورځ فلسطین اشغال شو.😰 | 577 |
| 4 | • غزه کې د 2023 کال د اکتوبر له اووم راهیسې 52787 کسان شهیدان شوي او 119349 کسان ټپیان شوي دي.
• په تېرو څلورویشت ساعتونو کې 27 کسان شهیدان او 85 ټپیان شوي دي. | 413 |
| 5 | غزه کې د 2023 کال د اکتوبر له اووم راهیسې 212 تنه خبریالان شهیدان شوي، 409 تنه ټپیان شوي او 48 تنه بندیان شوي دي.
#د_بیان_آزادي(!) | 488 |
| 6 | څوارلس کاله وړاندې په همدې ورځ د جهاد مجدد شیخ اسامه بن لادن تقبله الله په شهادت ورسېد! | 695 |
| 7 | غزه کې په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې 35 کسان شهیدان شوي دي. | 436 |
| 8 | • غزه کې د 2023 کال د اکتوبر له اووم راهیسې 51240 کسان شهیدان شوي او 116931 کسان ټپیان شوي دي.
• د 2025 کال د مارچ له 18 راهیسې 1864 کسان شهیدان شوي او 4890 کسان ټپیان شوي دي
• په تېرو څلورویشت ساعتونو کې 39 کسان شهیدان او 62 ټپیان شوي دي. | 773 |
| 9 | د خوښ او سوکاله ژوند لپاره دوه مهم کارونه:
1. د نورو لپاره هغه څه غوښتل چې د ځان لپاره یې غواړو.
2. ښه ګومان کول. | 1 065 |
| 10 | قال رسول الله ﷺ: (يوشك الأمم أن تداعى عليكم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها) فقال قائل: ومِن قِلَّة نحن يومئذ؟ قال:(بل أنتم يومئذ كثير ولكنكم غثاء كغثاء السيل ولينزعن الله من صدور عدوكم المهابة منكم وليقذفن الله في قلوبكم الوهن). فقال قائل: وما الوهن؟ قال: (حُب الدنيا وكراهية الموت) | 853 |
| 11 | غزه کې د جنګ له بیا پیل راهیسې د شهیدانو شمېر 830 تنو ته او د زخمیانو شمېر 1,787 ته ورسېد. | 1 355 |
| 12 | د غزې د خلکو پېغور:
د ښځو صفونه هغه وخت پیلیږي کله چې له لومړي خط څخه د مسلمانو لښکرې ورکې شي.
عثمانه! دا صف دې تاته مبارک وي، د ښځو په اړه خبرو ته دوام ورکړه ځکه هغوی له تاسې ډېرې غیرتي دي.
یادونه: دا موږ ته دا را ښیي چې د امت درد حس کړو، لوړ مصالح درک او کار ورته وکړو.
تازه په غزه کې بیا د صهیونستانو لخوا بمباري شروع ده، خلک د محاصرې په حال کې له لوږې مري، موږ د خلکو د پام بدلولو په خاطر د ښځو مسائل بیانوو،
د امت په سینه مو طاغوتي کرښې کاږل شوې، زموږ علماء له دې څخه د خلاصون په ځای د یو بل په تکفیر کتابونه لیکي، امت له یوې سترې هلاکونکې وبا سره مخ دی، زموږ نړیوال ملایان د تراوېحو په جزیاتو کې بحثونه کوي، دا به د علم او د علماؤ له نوم سره جفا نه وي؟
دا به مو د رسو ل الله د وراثت دعوه تر سوال لاندې نه راولي؟
هېره دې نه وي چې عثمان الخمیس هغه عالم دی چې څو ورځې وړاندې یې ویلي و چې حماس یو منحرفه ډله ده چې باید له منځه یوړل شي.
هوکې!
ریښتیا هم قحط الرجال دی. | 643 |
| 13 | د حماس د سیاسي غورځنګ مؤسس شیخ احمد یاسین تقبله الله څوک و؟
• په 1936 میلادي کال کې د فلسطین په عسقلان علاقه کې وزیږېده، مور یې احمد نوم ور باندې کېښود.
• په خپله سیمه کې تر پنځم ټولګي زده کړې وکړې خو په پنځم کال صهیونستي اشغالګرو د دوی کلی ړنګ کړ او دوی غزې ته بې ځایه شول، په 1958 م. کې د فلسطین له مدرسې فارغ شو.
• له هغه وروسته یې وظیفه شروع کړه او د عربي ادبیاتو استاد شو، همدارنګه یې د غزې په جوماتونو کې خلکو ته بیانونه کول، په 1973 کې د اسلامي ټولنې رئیس وټاکل شو، په 1978 کې یې د غزې اسلامي پوهنتون په تأسیس کې زیاته ونډه درلوده.
• په 16 کلنۍ کې زخمي شو چې د غاړې پلې یې خرابې او د هغه له وجې شل شو، د صحي ستونزو او د زندان د شکنجو له وجې به د معلولینو په بایسکل کې ګرځېده.
• د عمر په شلم کال یې غزه کې د صهیونستي رژیم په ضد لاریون کې برخه واخیسته، د مقاومت په ملاتړ به یې بیانونه کول چې له همدې امله یې په خلکو کې شهرت پیدا کړ، عربي هېوادونه یې یووالي ته راوبلل او تعلیمي او خیریه مؤسسې یې جوړې کړې، وروسته یې د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) را منځته کړ.
• لومړی د اخوان المسلمین له ډلې سره د یو ځای کېدو په تور مصري ملیشو ونیو او د غزې په مرکزي زندان کې له یوې میاشت زندان وروسته خوشي شو، بیا په 1984 کې صهیونستي رژیم ونیو او 13 کاله قید یې ورکړ خو له یو کال زندان تېرولو وروسته ازاد شو، په 1989 کې بیا ونیول شو او په ابدي بند محکوم شو، خو په 1997 کې په تبادله کې آزاد شو.
• په 2003 کې صهیونستانو د ده د مرګ ناکامه هڅه وکړه چې دی او شهید اسماعیل هنیة له بمبار څخه بچ شول.
• په 2004 کې د مارچ په 22 د سهار د لمانځه اداء کولو وروسته د وحشي صهیونستانو په بمبار کې په شهادت ورسېد.
تقبله الله
ض.ح.
"و إنه لجهاد، نصر أو إستشهاد" | 663 |
| 14 | د حماس سیاسي غورځنګ د مؤسس شهید شیخ احمد یاسین تقبله الله په اړه د هغه ملګری حماد الحسنات وایي:
شيخ يو ارام انسان دى، چې ژر نه احساساتي کېږي، او كه پوښتنه ترې وکړې، له سوچ کولو وروسته ځواب دركوي، له هغه وخته چې زه يې پېژنم ، ده ټول ژوند او لمونځ د دعوت لپاره وقف کړي دي، له ټولو شناخته خلکو سره د وروڼو په څېر رویه کوي، هغه خپل ځان او ټولې هڅې دعوت ته داسې وقف کړی، ګواکې هغه د دعوت یو ژوندی مثال دی.
د "فلسطین شهید" کتاب له متن څخه | 165 |
| 15 | مشر داسې وي!
د حماس سیاسي غورځنګ د مؤسس شهید شیخ احمد یاسین تقبله الله په اړه د هغه ملګری او خادم شیخ زیاد عنان وایي:
شیخ احمد یاسین ټوله ورځ د خلکو مشکلات اورېدل او د حل کوشش به یې کولو، روژه کې یوه ورځ ده یوه مسله له روژه مات څو دقیقې مخکې حل کړه، ما دی په خپل متحرکه چوکۍ کې کور ته روان کړ نو یو سړی ورته راغی او غوښتل یې چې شیخ احمد یاسین یې شکایت واوري، ما په شیخ احمد یاسین د شفقت له وجې سړی ملامت کړ چې په غیر مناسب وخت کې راغی او د بېرته تللو غوښتنه مې ترې وکړه.
عنان وایي: شیخ احمد یاسین راته وویل: ما له تا د خلکو د ځواب کولو غوښتنه نه ده کړې، که ستړی وې کور ته دې لاړ شه!
شیخ احمد یاسین سړی را وغوښت او د روژه مات په ځای یې تر ماخوستن ناوخته د ده شکایت واورېده او د مشکلاتو حل یې ورسره کولو.
#شهید_ایقظ_الأمة | 158 |
| 16 | یا به خدای ته رجوع کوو یا به تباه کېږو!
یوه ورځ شیخ احمد یاسین رحمه الله خلکو ته د بیان کولو په حال کې وویل:
اوس په ختیځ او لویدیځ کې اسلامي بیداري شروع شوې ده، نو هر مسلمان باید له ځان څخه پوښتنه وکړي چې په دې اسلامي بیدارۍ کې زما ونډه څه ده؟ د اسلام په معرکه کې زه باید چېرې ودرېږم او زما دریځ څه وي؟
دا حکمت نه دی چې ودرېږو او په تیارو لعنت ووایو، بلکې د تیارو د ختمولو لپاره به رڼا بلوو او ګډوډۍ به له منځه وړو، د الله ج لارې ته دعوت زموږ په لاسونو کې امانت دی، په موږ لازمه ده چې خلکو ته یې په نېکه رویه، غوره چلند او ښه خبره باندې ورسوو، په موږ لازمه ده چې د دې دعوت دفاع په فکر، جهاد، قلم، لاس او ژبه تر هغې وکړو تر څو یې ټولو خلکو ته ورسوو او د دې دعوت حق اداء کړو.
اې مسلمانانو وروڼو!
هغه ورځې چې په اسلامي امت تېرې شوې، دوی هر څه پکې له لاسه ورکړل، هېوادونه، عزتونه او اخلاق یې له لاسه ورکړل، دا ځکه چې دوی د الله ج له منهج څخه لرې شول، او دا منهج یې پرېښود (قُلْ هٰذِهِۦ سَبِيلِىٓ أَدْعُوٓا إِلَى اللَّهِ ۚ عَلٰى بَصِيرَةٍ أَنَا۠ وَمَنِ اتَّبَعَنِى ۖ وَسُبْحٰنَ اللَّهِ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ الْمُشْرِكِينَ[سُوۡرَةُ یُوسُف : 108]
ته دوى ته په ډاګه ووايه: زما لاره خو دغه ده، زه د الله لوري ته دعوت كوم. زه پخپله په پوره رڼا کې خپله لاره وينم او زما ملګري هم؛ او الله پاك دى. او زه د مشرکانو له جملې څخه نه یم.
کله چې اورګاډي له پتلۍ څخه ووزي نو هلته خامخا سقوط او تباهي رامنځته کېږي.
اسلامي امت هم چې له کومې ورځې راهیسې د الله ج د منهج له لارې وتلی، ماتې او مصیبتونه ترې چاپېر شوي دي.
له دې حاله د خلاصون یوازینۍ لاره د الله ج سپېڅلي اسماني منهج او د حضرت محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم دعوت ته بېرته رجوع کول دي.
دې امت چې له اسلام پرته یوه ورځ هم د عزت ژوند نه دی کړی، له اسلام پرته نه بری شته نه د الله ج کومک، تر هغې به موږ له دې حال نه شو وتلی تر څو د امت د قیادت بیرغ د داسې چا لاس ته نه وي ورغلی چې د هغه جهاد، ثقافت، حرکت او تنظیم د اسلامي منهج تابع وي.
همدا لاره ده!
یا به خدای ته رجوع کوو یا به تباه کېږو!
#شهید_ایقظ_الأمة | 178 |
| 17 | 21 کاله وړاندې په همدې تاریخ د امت ستر محسن، د اقصی د قضیې ریښتینی استازی او د حماس سیاسي غورځنګ مؤسس شیخ احمد یاسین تقبله الله د صهیونستي اشغالګرو په بمبار کې په شهادت ورسېد. | 415 |
| 18 | شل کاله مې عقیده زده کړه.
شل کاله مې نورو ته ور وښوده.
کله چې د جهاد اعلان وشو نو د دشمن مقابلې ته لاړم، کتل مې د مرمیو او توپونو د غږ اورېدو سره له جنګ څخه لومړی تښتېدونکی زه وم.
ځان ته ډېر خفه شوم چې سره له دې چې زه لوی عالم یم ولې تښتم؟
د ثبات او عقیدې په اړه مې چې خلکو ته څه ور ښودلي و ټول مات شول.
بیا مې د شپې لمونځونه شروع کړل، له الله ج مې اخلاص او ثبات وغوښتلو، د خپلې تېروتنې بښنه مې ترې وغوښته.
بیا مې دښمن ته مخ کړ او په یوازې ځان تر هغه وجنګېدم، تر څو دوی ټول رانه وتښتېدل، هغه وخت زه پوی شوم چې زما او د الله تر منځ اړیکه زما په ایمان او تقوا کې ده، نه زما په کتابونو، تدریس او علم کې.
#شهید_عزالدین_القسام_تقبله الله | 507 |
| 19 | ابو عبیدة
• موږ د یمن مخلصو وروڼو ته سلام کوو چې د خپل دریځ ثبات یې وښود، سره له دې چې دوی یې لوړه بیه پرې کوي خو له غزې یې نېغ په نېغه دفاع وکړه.
• نن د یمن او غزې توغندي د تل ابیب په آسمان تېر شول، تر څو وښیي چې غزه یوازې نه ده.
• موږ د امت خپلواکو خلکو ته بلنه ورکوو چې د اقصی د دفاع جګړې ته داخل شي، له غزې خپل ملاتړ وکړي او دښمن مجبور کړي چې خپل اشغال ودروي. | 555 |
| 20 | غزه کې په تېرو دوه اویا ساعتونو کې 591 کسان شهیدان شوي او 1042 کسان ټپیان شوي دي. | 457 |
