en
Feedback
الحمزه

الحمزه

Open in Telegram

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته زمونږ نشرات د هېچا اړوند نه دي، یوازې زما مربوط دي، په ملتیا مو ویاړم.

Show more
335
Subscribers
No data24 hours
+47 days
+2130 days
Posts Archive
له جنګ څخه فقط یوه هفته مخکې یې واده کړی و، خو نن د اقصی د ازادۍ لار کې قبول شو او د دې دنیا له ستړیا د ابدي آرام په لور وکوچ
له جنګ څخه فقط یوه هفته مخکې یې واده کړی و، خو نن د اقصی د ازادۍ لار کې قبول شو او د دې دنیا له ستړیا د ابدي آرام په لور وکوچېد. ابو حمزه تقبله الله

د سرایا القدس ویاند ابو حمزه نن غزه کې د صهیونستانو په بمبار کې په شهادت ورسېد. تقبله الله
د سرایا القدس ویاند ابو حمزه نن غزه کې د صهیونستانو په بمبار کې په شهادت ورسېد. تقبله الله

دوی د الله ج او د رسول علیه السلام سره ژمنې ماتې کړې او د الله ج پیغمبران یې په شهادت رسولي، د دوی دوا د ټوپک په شپېلۍ کې ده. اې د غزې غازیانو! ستاسې جهاد تر ټولو غوره جهاد دی، ستاسې دښمن تر ټولو بد ترین دښمن دی، که امت پرې اېښي یاست، الله مو نه پرېږدي، د هغه کومک له تاسې سره دی.

Repost from الحمزه
د بدر کلیزه د روژې په اوولسمه د بدر لویه غزا وشوه، ۳۱۳ کسان په یوه اوږده او سخته ګرمه دښته کې روژه په خوله ولاړ او له زرو څخه زیات مشرکانو سره یې جګړه وکړه، یوې خوا د ابوجهل په مشرۍ په جنګي اسبابو زر کسیزه لښکر، بل خوا د ستر معلم تر قیادت لاندې د ایمان او توکل په توره او سپر سمبال وړوکی ټولی و. ۷۰ کسه کفار ووژل او ۷۰ کسه بندیان شول. دا یوازې د جګړې ورځ نه بلکې تر قیامته د مسلمانانو لپاره د فخر او د هغوی لپاره نمونه ده. اې الله! د بدر د غزی د بریا په برکت غزې ته هم بریا وکړه او هغوی د یهودو له ظلم څخه وژغوره!

د روژې مبارکې په نهم تاریخ: • په 212 هجري کې د ملسمانانو لخوا د صیقلې جزیرې ته داخلېدل. • په 559 هجري کې د  پاچا عاضد الدین په وخت دې د شاور بن مجیر او درغام تر منځ جګړه او د مصر محاصره ماتول. •  په 1350 هجري کې د مشهور عالم یوسف النهباني وفات.

د عثماني خلافت مؤسس عثمان د دې ستر خلافت غايه او موخه خپل زوی اورخان ته په خپل وصيت کې داسې بیان کړې ده : " زويه!  په داسې شيانو به ځان نه مصروفه کوې چې الله تعالى يې امر نه وي کړی او که په دولتي چارو کې په کومه خبره پوه نه شوې؛ نو له ديني علماوو به مشوره اخلې. زویه! څوک چې دې اطاعت کوي هغه تقدیر کړه او پر خپل پوځ لوریېنه کوه، او گوره چې شيطان دې په خپل پوځ او مال تېر نه باسي او پام دې وي چې له اهل شریعت خلکو څخه لري نشې. زويه! ته پوهېږې چې زموږ غايه او هدف د الله تعالی رضا تر لاسه کول دي او په جهاد سره زموږ د دین رڼا په ټوله نړۍ کې خپره شوه؛ نو کوښښ کوه چې د الله رضا تر لاسه کړې. زويه! موږ له هغو خلکو څخه نه يو چې جگړه د واکمنۍ د خواهشاتو په خاطر او پر خلکو د پاچايي کولو لپاره کوي، موږ په اسلام ژوندي يو او د اسلام لپاره به مرو او زویه دا ټول هغه څه دي چې ته یې اهل يي."

د روژې مبارکې په اتم تاریخ: • په اتم هجري کې د رسول علیه السلام د د مکې د مشرکینو د پام بدلولو لپاره د بطن اضا سیمې د ابو قتادة په مشرۍ یوه سریه لېږل. • په 164 هجري کې د باب الشرزي په جګړه کې د شارلمان د لښکر له ماتولو وروسته قرطبې ته د مسلمانانو د لښکر واپسي. • په 273 هجري کې د مشهور محدث عالم ابن ماجه رحمه الله وفات.

د روژې مبارکې په اووم تاریخ: • په 361 هجري کې د جامع ازهر افتتاح. • په 632 هجري کې د فاطمي دولت لخوا قاهره د مرکز په توکه اعلان. • په 960 د عثماني بحري لخوا له کوریکا کاتانیا څخه د 7000 مسلمانانو بندیانو آزادول.

د روژې مبارکې په شپږم تاریخ: • په  93 هجري کې د محمد بن قاسم تر قیادت لاندې د سند فتحه. • په 223 هجري د معتصم بالله لخوا د عموریة ښار فتحه. • په 532 هجري د شام په حلب ښار کې د عماد الدین زنګي تر قیادت لاندې د لومړي ځل لپاره په صلیبانو برلاسی.

د روژې مبارکې په پنځم تاریخ: • په 4 هجري کې د رسول علیه السلام له زینب بنت خزیمة رضی الله عنها سره نکاح. • په 1336 هجري کې د عثماني خلافت لخوا د تبرېز ښار نیول. • په 1342 هجري کې د لیبیایي مجاهدینو او ایټالوي ځواکونو تر منځ په بئر غبي سیمه کې ستره معرکه.

د روژې مبارکې په څلورم تاریخ: • د هجرت په لومړي کال د حضرت حمزه رضی په مشرۍ لومړۍ سریة وتل. • په 666 هجري کې د ظاهر بېبرس په مشرۍ کې له صلیبیانو څخه د انطاکیې بیا نیول. • په 1073 هجري کې د عثماني خلافت لخوا د المان په ضد د جګړې اعلان.

تاواني روژه نیوونکي: 1. څوک چې روژه د شرم، پېغور یا ریا په خاطر نیسي. 2. څوک چې د سستۍ له وجې د تراویحو لمونځ نه کوي. 3. څوک چې په روژه کې هم بد اخلاقي او ګناهونه نه پرېږدي. 4. څوک چې د دې میاشتې قیمتي وختونه په خوب او غفلت تېروي. 5. څوک چې لمونځ او یا هم جومات ته تګ پرېږدي. 6. څوک چې لومړی د توبې او عبادت اراده وکړي خو د شپو په تېرېدو سست او غافل شي. 7. څوک چې په دې میاشت کې هم د قرآن کریم تلاوت ترې پاتې وي. 8. څوک چې په دې میاشت کې هم سخاوت نه کوي.

د روژې مبارکې په دریم تاریخ: • په 2 هجري د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مجاهدو صحابه کرامو د بدر په لور وتل؛ البتة غزا وروسته ده. • په 11 هجري کې د نبي علیه السلام د لور حضرت فاطمة الزهراء رضی الله عنها وفات. • په 37 هجري کې د حضرت علي او معاویة رضی الله عنهما ترمنځ د تحکیم مراسم.

د روژې مبارکې په دوهم تاریخ: • په 51 هجري کې د اموي خلافت لخوا د افریقایي هېودانو لپاره د قیروان ښار د نظامي مرکز ټاکل او له هغه ځایه د افریقایي هېوادونو، مغرب، اندلس او نورو هېوادونو ته د جهاد لښکرې لېږل. • په 61 هجري کې د عبدالملک بن مروان خلیفه ټاکل کېدل. • په 702 هجري کې د محمد بن قلاوون او مغولي پاچا قتلغ تر منځ تاریخي جګړه او د شام بریا.

د روژې مبارکې په اول تاریخ: • د حضرت خدیجة رضی الله عنها وفات • د حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه وفات • د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په وخت کې د عمرو بن العاص په لاس د مصر فتحه • اندلس ته د طریف بن مالک سریة تلل او د اندلس د فتح پیل.

• رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې په را رسېدو سره خلکو ته مبارکي ورکوله. • الله ج وایي: روژه زما ده او زه ور باندې اجر ورکوم. • د روژه دار د خولې بد بویي الله ج ته تر مسکو زیاته خوښه ده. • ابو العالیة وایي: روژه دار که ویده وي هم په عبادت کې دی، تر څو د چا غیبت ونه کړي. • د روژه نیونکو لپاره جنت کې د ریان په نوم ځانګړې دروازه ده.

رسنۍ: غزه کې د 2023 د اکتوبر 7 راهیسې د شهیدانو شمېر 48,365 تنو ته او د زخمیانو شمېر 111,780 تنو ته ورسېد.

کله چې په 1940 م. کال کې هلټر فرانسه ونیوله، نو د ناپلیون قبر ته ورغی، د احترام سر یې ورته ټیټ کړ او ویې ویل: ناپلیونه! ما وبښه چې ستا ښار مې سقوط کړ خو ته باید پوی شې چې ستا قوم د ښځو د ښکلا په اندازه کولو بوخت و، او زما قوم د توپونو او ټوپکونو په جوړولو بوخت و.

photo content
+2

نن په غزه کې د حماس او صهیونستي رژیم تر منځ د تبادلې اووم پړاو مراسم ترسره شول، د تبادلې ټول مراسم د عربي رسنیو لخوا په ژوندۍ بڼه نشریږي، خو نني مراسم د نورو په پرتله دیپلوماتیک او ستر پیغام درلودونکي و چې لاندې ټکي یې د پام وړ وو: • د کتائب القسام مجاهدینو د نظامي ځواک د ښودلو یا پوځي پرېډ ترسره کولو سره خپلو مخالفینو ته نظامي او سیاسي پیغام ورکړ. • د کتائب القسام مجاهدینو د پوځي پرېډ د مراسمو په ترڅ کې د فلسطیني بیرغ د پورته کولو مراسم هم و چې دا کړنه عموما مستقل او خپلواک دولتونه په سترو مراسمو کې ترسره کوي. • د کتائب القسام مجاهدینو د پوځي پرېډ د مراسمو په ترڅ کې د خپلو عصري وسلو، د دوی په لاس د جوړ شوو اسلحو، په ځانګړې توګه الیاسین توغندیواو نورو نظامي تجهیزاتو نمائش هم ترسره کړ. • د کتائب القسام مجاهدینو هغه اسلحې هم نندارې ته وړاندې کړې، کومې یې چې د طوفان الأقصی مبارکو عملیاتو په جریان له صهیونستي اشغالګرو څخه غنیمت کړې وې. • د تبادلې مراسمو د نندارې لپاره دوه نور صهیونستي بندیان هم راوستل شوي و او هغوی له نتنیاهو وغوښتل چې د دوی د ازادولو لپاره د حماس غوښتنې ومني. • د تبادلې مراسم د د ولسي خلکو په منځ کې ترسره شول، چې دا کړنه د ملي وحت پیاوړتیا، عامه باور جوړونه، خپلو لیکو ته د ځوانانو جلبول او هغوی ته د خپلو مجاهدینو د وړتیا ښودل او نورې سیاسي او تبلیغاتي قوت ښکارندویي کوي. • د صهیونستي بندیانو د سپارلو په وخت کې صهیونستي بندي، مجاهدین په سر ښکل کړل چې دې کړنې د رسنیو پام ځان ته واړولو او د رسنیو سر ټکی وګرځېده؛ دا کړنه د مجاهدینو د په ښه سلوک او اسلامي اصولو ته په ژمنیتا دلالت کوي، چې دې سره د حماس سیاسي تله نوره هم درنیږي. • په ټوله کې حماس جګړه ګټلې او د خپلو ځواکونو او ولس باورونه یې ساتلي خو صهیونستي رژیم هر څه له لاسه ورکړي، نه یې خپلې ژمنې پوره کړې، نه یې د خپلو اشغالګرو ځواکونو او یهودي ولس باور وساتلو، اوس د خپلې ماتې د پټولو لپاره هرې ممکنې کړنې ته لاس اچوي خو حماس د میدان ګټونکي په توګه ننتیاهو ته دوه انتخابه ورکړي : یا به د دوی غوښتنې منل کېږي او بندیان به د اوربند د تړون له لارې خوشي کېږي او یا به یې په تابوتونو کې جسدونه ور لېږل کېږي. ض.ح.