en
Feedback
التجويد المصور - پښتو

التجويد المصور - پښتو

Open in Telegram

دغه چینل د تجوید مصور کتاب پښتو درسونه خپروي، تر څنګ يې غږيز کلېپونه او ويديوګانې هم ښودل کيږي. زمونږ سره ګډون وکړی. جزاك الله خيرا

Show more
The country is not specifiedReligion & Spirituality38 410
2 443
Subscribers
No data24 hours
-97 days
-2030 days
Posts Archive
تجويد_مصور ٥٠ص 🔶 د کاف وتوځی د ژبې لېرې برخه د نرم او کلک تالو سره 🔶 جيم وتوځی: د ژبې له منځ او د پورته تالو د منځ سره

<قاري محمد صديق المنشاوي>

د تجويد مصور لومړۍ دوره چې په 27/11/2024 تاریخ پای ته ورسېده. الحمدلله ځای: الفلاح پوهنتون، جلال آباد ښار د الفلاح پوهنتون مح
د تجويد مصور لومړۍ دوره چې په 27/11/2024 تاریخ پای ته ورسېده. الحمدلله ځای: الفلاح پوهنتون، جلال آباد ښار د الفلاح پوهنتون محترم رئيس صاحب او له پرسونال څخه منندوی يو چې موږ ته يې د درس دغه موقع برابره کړه. جزاكم الله خيرا

تشرېحي برخه 🔻 ژبه ژبه د تورو پلار په نوم هم ياديږي؛ ځکه ډېری توري له همدې څخه وځي. د هجا تورو شمېر ۲۹ دی په دې اړه امام طيبي وايې: وَعِـــــدَّةُ الْحُــــــــــروفِ لِلْهِجَـــــاءِ … تِسْـــعٌ وَعِشْــــرُونَ بِلَا امْتِــرَاءِ له ۲۹ تورو څخه ۱۸ توري له ژبې څخه وځي او پاتې توري له حلق او شونډو څخه دي. هجاء توري - دلته وګورئ. https://t.me/Attajweed109/528 🔶 د قاف مخرج (وتوځی) د ژبې ليرې برخه د نرم تالو سره په شکل کې ګوری چې قاف د ژبې ليرې برخې او د نرم تالو ترمنځ وځي. ليدل کيږي چې د ژبې ليرې برخه په کې پورته ځي.

تشرېحي برخه د حلق نږدې برخه ( د ژبې ريښه د نرم تالو سره ) د غين مخرج او بيا ورپسې د خاء مخرج دی. جذر اللسان د ژبې آخر څخه مخکې راځي. [د ژبې شکل وګورئ] جذر اللسان د اللهاة سره د غين او خاء مخرج دی. شکل وګورئ : په ترتيب سره: غين او بيا خاء د حلق تورو ترتيب: همزٌ ها عينٌ حا غينٌ خا 🔶سيبويه وايې: 🔹️اقصی الحلق: همزٌ ألف ها 🔹️وسط الحلق: عينٌ حا 🔹️ادنی الحلق: غينٌ خا 🔵د سيبويه په نزد د حلق توري ٧ دي.

پورته ويډيو: د غين توري تلفظ