التجويد المصور - پښتو
Open in Telegram
دغه چینل د تجوید مصور کتاب پښتو درسونه خپروي، تر څنګ يې غږيز کلېپونه او ويديوګانې هم ښودل کيږي. زمونږ سره ګډون وکړی. جزاك الله خيرا
Show moreThe country is not specifiedReligion & Spirituality38 410
2 443
Subscribers
No data24 hours
-97 days
-2030 days
Posts Archive
هغه ساحه چې ضاد يې د ژبې د دواړو اړخونو په واسطه راګيروي
(متحرک ضاد)
🔶 لام وتوځی
د ژبې د اړخونو له نږدې برخې څخه تر پاې پورې
هغه ساحه چې ضاد يې د ژبې د دواړو اړخونو په واسطه راګيروي
(متحرک ضاد)
🔶 لام وتوځی
د ژبې د اړخونو له نږدې برخې څخه تر پاې پورې
تشرېحي برخه
په حقيقت کې د ژبې ټول اړخونو د پورته تالو سره په بندېدو کې برخه اخلي، لېکن فشار او اتکاء په دوو اړخونو ښي او کيڼ راځي ( شکل وګورئ. آبي رنګه ساحه د فشار واردولو ساحه ده). اګر که زېړ رنګه ساحه هم په ضاد کې شامله ده خو فشار ورباندې نشته، اوس که چېرې په زېړ رنګه ساحه فشار وارد شي نو ډک دال ورڅخه وځي.
اضافه معلومات:
کله چې وايو: أض، په دې صورت کې د ژبې ټول اړخونه له تالو سره بنديږي. څرنګه چې هوا د سږو څخه راوځي او کله چې ژبې ته رسيږي نو ژبه مخ خوا ته په فشار ټېل وهي، چې په دې صورت ژبه مخته حرکت کوي (دغه حرکت د ملي مترو په اندازه دی) تر دې چې ژبڅوکه د پورتنيو غاښونو (پورتنيو داړو) بېخونه لمس کړي؛ هغه ساحه د کومې سره چې د ورۍ غوښه نښتي او په دې سره د ضاد آواز پای ته رسيږي [ويډيو وګورئ] .
کله چې ژبه مخته حرکت وکړي نو د ژبې تر شا د هوا اندازه (د خولې خلا) زياتيږي، له دې ځایه سيبویه وايې: فيها شِبهٌ نفخیِ؛ مثلاً کله چې يوه پوکڼۍ وپړسول شي نو هغه زياتيږي، چې له دې ځايه استِ طالة کلمه کارول شوې، است طالة: طلب الطول؛ لکه ضاد چې اوږد شي، يا زيات شي، او يا حجم يې زيات شي، او يا پوکڼۍ ته ورته، چې دا ټول د استطاله لپاره مختلف تعبيرونه کېدای شي او يوه مانا لري.
🟢 د ضاد ويلو کې:
د ژبې حرکت د ژبې شا ته د فشار شوي هوا تر اغيز لاندې صورت نيسي، چې دېته اسطاله وايې.
د ضاد آواز جريان پيدا کوي چې دېته رخاوت وايې، د تورو صفتونو کې ويل کيږي.
په لنډ ډول، رخاوت د آواز لپاره او استطاله د وتوځي لپاره کاريږي.
د ضاد خطاګانې:
کله چې د ژبې سر استعمال شي، په دې صورت کې ډک دال وځي.

تجويد_مصور ٥٢ص
🟠 د جيم، شين او غير مدي ياء وتوځايونو ترمنځ توپير
🔶 د ضاد وتوځی
د ژبې اړخ د پورتنيو ژرندې غاښونو له څنګ سره
🟨 د تماس ساحه له فشار پرته
🟦 د فشار او اتکا ساحه
@Attajweed109
تجويد_مصور ٥٢ص
🟠 د جيم، شين او غير مدي ياء وتوځايونو ترمنځ توپير
🔶 د ضاد وتوځی
د ژبې اړخ د پورتنيو ژرندې غاښونو له څنګ سره
🟨 د تماس ساحه له فشار پرته
🟦 د فشار او اتکا ساحه
@Attajweed109
تشرېحي برخه:
🔶 شين وتوځی
د ژبې له منځ او د پورته تالو د منځ سره
کله چې وايو؛ اشششش ، نو د شين آواز جريان لري؛ ځکه د شين وتوځی خلاص وي. [ويډيو وګورئ ]
د شين وتوځي ته وګوری؟ ليدل کيږي چې وتوځی يې خلاص دی او د جيم د وتوځي په شان بند نه دی. د خلاص څخه مطلب دادی چې د آواز د وتلو ځای يې بند نه وي، اګر که د وتلو ځای يې تنګ دی مګر بند نه دی؛ یعنې د آواز مکمل بندښت په کې نه پېښيږي. د شين په ټولو حالتونو کې دغه وتوځی يې خلاص وي؛ ځکه خو دغه توری د اوږدولو ،د آواز د جريان او همس قابليت لري چې دا ټول به وروسته په صفاتو کې وويل شي.
🔶 غير مدي ياء وتوځی
د ژبې له منځ او د پورته تالو د منځ سره
د خليل په مذهب چې الجزري یې هم پيروي کړې غیر مدي ياء د ژبې څخه وځي او مدي ياء د جوف څخه ده. مګر د سيبويه په مذهب دغه ځای چې شکل کې يې ګوری د ټولو ياګانو لپاره دی.
لکه څنګه چې ليدل کيږي چې په ياء کې د ژبې منځ پورته کيږي او له امله مخرج يې تنګ کړل شي.
تجويد_مصور ٥١ص
🔶 شين وتوځی
د ژبې له منځ او د پورته تالو د منځ سره
🔶 غير مدي ياء وتوځی
د ژبې له منځ او د پورته تالو د منځ سره
چې د دې او مدي ياء ترمنځ د توپير سبب په ٤٧ صفحه کې وړاندې شوی.
@Attajweed109
تشريحي برخه
🔶 د کاف وتوځی:
د ژبې لېرې برخه د نرم او کلک تالو سره
د قاف عاميانه تغير: د قاف توری به خلکو له پخوا وختونو څخه ځېنې يې د نبوت له وخت راهيسې او ځينې يې له هغه وروسته تغيرولو. چې له دې جملې څخه ځينې خلک قاف په کاف بدلوي لکه د فلسطين زياتره منطقې، د شام او مصر هېوادونه او همدارنګه د مغرب ځينې منطقو کې قاف په همزه بدلوي. او همدارنګه په مصر او اسکندريه کې عاميانه تغير څخه قاف په جيم اړول، لکه قاسم په جاسم، قدام په جسام، دا ډول آوازونه د ډېر مخکې څخه موجود دي، مګر جبرايل عليه السلام ورباندې نه دی راښکته شوی او قرآن ورباندې نه ويل کيږي.
🟢 پوښتنه ده؟ ولې عرب كاف او تاء کې قلقله نه کوي لکه څنګه چې قطب جد کې قلقله کوي ددې لپاره چې له هغې سختۍ (شدت) څخه خلاص شي؟
ځواب: ځکه په کاف او تاء کې همس دی.
په کاف او تاء کې د همس صفت د قلقلې په ځای کارول کیږي ترڅو د هغوی له شدت څخه خلاص شي.
كله چې کاف کې همس کوو، لکه: أك، د کاف شروع شديد دی او آخر يې مهموسه دی، يانې دا امکان نه لري چې په عين وخت شديد او مهموس وي؛ امکان نه لري چې آواز يې بند شي او نفس جريان ولري، دغه دوه صفتونه په دوه پرله پسې وختونو کې منځته راځي. [د كاف اړونده ويډيو وګورئ]
🔶 د جيم وتوځی:
د ژبې له منځ او د پورته تالو د منځ سره
د جيم وتوځای مکمل بند وي.
د فصيح جيم آواز بند وي، لکه: اج، جَ جُ جِ. د جيم له خطاګانو څخه جيم [ ژ] ويل، چې په دې صورت کې د جيم مخرج خلاص پاتې شي او د جيم آواز اوږد ويل کيږي.
پس د جيم توری، د ځای په لحاظ د ژبې منځ دی او د صفت له لحاظه د آواز بندښت دی.
🟢 د ژبې له منځ څخه درې توري وځي؛ جيم شين ياء.
امام الجزري وايې:
وَالْوَسْطُ:فَجِيمُ الشِّينُ يَا - د ژبې له منځ څخه درې توري جيم، شين او ياء وځي. لکه څنګه چې شکل کې ليدل کيږي جيم د ژبې له منځ او د پورته تالو منځ سره تر لګېدو وځي، همدارنګه ګوری چې وتوځی په مکمل ډول بند دی.