🌹دګلونو ګېډۍ🌹
Open in Telegram
…( دګلونوګیډۍ ته ښه راغلاست )… دچا د ژوند د کړاونو نه څوک څه خبر دی.! …(زموږ چینل کي اسلامي معلومات کتلئ شئ)… #چینل_لینک👇 https://t.me/bouquetofflower @Oziar تبادله
Show more1 622
Subscribers
No data24 hours
-57 days
-3630 days
Posts Archive
1 622
د مؤمنانو لۀ ميندو څخه د نبي عليه السلام پسې نزدې چې وفات شوه هغه زينب بنت جحش وه. دا د نبي عليه السلام د عمه (أميمة) لور وه. لومړی د زيد بن حارثة پۀ نکاح کې وه. خپله به يې ويل: زما نکاح لۀ اوۀ اسمانونو بره اللّٰه تعالیٰ تړلې ده. دليل د احزاب ۳۷ اية. نوموړې بي بي د عمر رضي اللّٰه عنه پۀ دوره کې وفات شوه.
📖 زاد المعاد (۱ج/۱۰۵، ۱۱۰)
1 622
مسکین ته د خیرات ورکولو پر مهال داسې فکر مه کوه چې ته د هغه دنیا جوړوې؛
بلکې داسې فکر وکړه چې هغه ستا آخرت جوړوي.
ځکه هغه ستا د مال محتاج دی،
خو ته د هغه د دعا او د الله تعالی د اجر محتاج یې.
ستاسې په نظر، صدقه د چا لپاره ډېره ګټه لري؛ ورکوونکي ته که اخیستونکي ته؟
1 622
ثابت البُناني رحمه الله انس رضی الله عنه ته وویل:
دواړه سترگې دې رانږدې کړه چې ښکل يې کړم، په کومو چې دې رسول اللهﷺليدلی دی.
الجامع لأخلاق الراوي / الخطيب البغدادي (١/ ١٩٠)
1 622
رسول اللهﷺ فرمایی!
الله تعالی ځیني فرضونه مقرر کړي، نو مه یې ضایع کوئ؛ ځیني حدود یې ټاکلي، نو مه ترې اوړئ؛ ځیني شیان یې حرام کړي، نو مه یې ماتوئ؛ او د ځینو شیانو په اړه یې د هېرېدو لامله نه، بلکي د رحمت لکبله چوپتیا غوره کړې، نو په هغوی پسي پلټنه مه کوئ.
(صحیح المسلم)
1 622
رسول اللهﷺ فرمایی!
څوک چې د ماخوستن لمونځ په جماعت ادا کړي، داسي دی لکه نیمه شپه چې یې په عبادت تېره کړې وي.
(صحیح مسلم)
1 622
رسول اللهﷺ فرمایی.
کله چې له تاسو څخه څوک هغه کس ته وګوري چې په مال یا ظاهري بڼه کې تر ده غوره دی، نو باید هغه کس ته هم وګوري چې تر ده کم دی.
(متفق علیه)
1 622
که غواړې پوه سې چې له الله تعالی سره ستا د اخلاص کچه څومره ده، نو له ځانه وپوښته:
ایا ته خوښوې چې ستا نېک عمل خلکو ته ښکاره سي؟
ایا غواړې چې نورو ته یې بیان کړې او خلک پرې خبرې کړې؟
ایا په دې عمل سره د خلکو رضا، ستاینه او تعریف غواړې، که یوازې د الله تعالی رضا او د آخرت کور؟
حسن بصري رحمه الله تعالی فرمایي:
ما داسې خلک لیدلي چې خپل نېک عملونه یې پټول، لکه څنګه چې تاسې خپلې ګنا•هونه پټوئ...!
1 622
د زنکدن سختوالی د سړي د ښه او بد دلیل نه دی.
ځکه عایشة رض. وایی چې تر پیغمبرﷺ ما د هیچا زنکندن سخت نه دی لیدلی.
1 622
حضرت ابوهُریرة رضی الله عنه خو به ښه پېژنئ!
دا دده مبارک صحابي وطن او کلی دی.
د رسول اللهﷺ لپاره یې کور. وطن. خپلوان او هر څه پرېښودل. او هلته په مسجد نبوي کې ورسره اوسېدی.
ابو هُریرة رض. تر ټولو صحابه و زیات روایت کونکی دی او د دده مبارک حدیثونه تر ټولو ډېر دي چې د پیغمبر علیه السلام څخه یې را نقل کړي دي.
1 622
زموږ یوه استاد قصه کوله!
یو چا به همېشه ویل چې زه د رسول اللهﷺ سره تر ټولو زیاته مینه لرم. آن له صحابه وو هم.
نو یوه شپه یې خوب لیدی چې رسول اللهﷺ په یوه موټر کې سپور دی او د غونډۍ په طرف یې لوړ خېږوي. خو موټر شاته زورونه وهي.
همدا کس یوې او بلې خوا ته ځغستل. چې یوه ډبره یا کاڼی پیدا کړي تر څو موټر شاته له ښویېدو ودروي.
کله چې د هغې خوا یې تیږه په لاس کې راخیستې را روان و.
نو ویې لیدل چې صحابه کرامو د موټر ټیرونو ته خپل سرونه ایښي دي.
سمدستي پښېمان سو او ویې ویل چې زه غلط وم.
صحابه کرام هغه خلک وه چې د دین په خاطر یې مال. کورنۍ. وطن او ټول خپلوان پرې یښې وه.
صحابه کرام هغه خلک وه چې د خپلو وینو په قیمت یې دین او رسول اللهﷺ ساتی.
صحابة کرام هغه خلک وه چې آن د رسول اللهﷺ لاړي مبارکې به یې لا ځمکي ته نه پرېښودلې او پر بدن به یې مښلې.
صحابة هغه خلک وه چې د رسول اللهﷺ تویه سوې وینه به یې څښله او په ځان به یې ګډوله.
همدا صحابه وه چې په خپلو قربانیو، وینو او سرښندنو یې موږ ته د اسلام دا ستر امانت راورساوه.
صحابه خو صحابه وه. قربان یې سم🤍🫀
1 622
د اُحد ماښامنی.
نن د جمعې مبارکه شپه ده، پر خپل محبوب رسول الله ﷺ ډېر درود شریف ووایاست.
اللهم صلِّ وسلم وبارك على نبينا محمد ﷺ.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «پر ما د جمعې په ورځ او شپه ډېر درود ووایاست.
1 622
د محـراب سجده، د سهار د وروستیو شېـبو (اسـحارو) استغفار او د الله تعالیٰ سره د راز و نیاز او مناجات اوښکي؛ دا هغه ځانگړني دي چي یوازي مؤمنان پرې ویاړي او همدوی ئې څښتنان دي.
استاذ محمد احمد الراشد
کتاب: الرقائق
1 622
﴿أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِكْكُمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ﴾
هر چېرې چې یاست، مرګ به مو ومومي، که څه هم په کلکو ماڼیو کې یاست.
[النساء: ٧٨]
*موږ ټول په همدې لاره روان یو... توپیر یوازې دا دی چې څوک مخکې رسېږي او څوک وروسته.*1 622
له حضرت عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې له حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمایل یې:
بېشکه مؤمن د خپلو ښو اخلاقو له امله د قائم اللیل (د شپې تهجد کوونکي) او د صائم النهار (د ورځې د پرلپسې روژه نیوونکي) درجې ته رسېږي.
(رواه ابو داود)
1 622
رسول اللهﷺ فرمایی!
داسي هېڅ ورځ نه راځي چې بندګان پکې سهار وکړي، مګر دا چې دوې پرشتې راکښته سي. یوه وایي: اې الله! هغه چا ته چې ستا په لار کې لګښت کوي، بدل او برکت ورکړه. او بله وایي: اې الله! پر بخیل او له خیر څخه پر منع کوونکي تاوان راوله.
متفق علیه.
1 622
کله چې په کور کې مور او پلار درباندې وهل بند کړل نو پوه شه چې له دې وروسته وهل به زندګي درکوي.
که نه یې پوه ، بیا یې ولوله...
1 622
څومره مبارک سفر. چې منزل یې مدینة منوّرة وي.
رسول اللهﷺ فرمایی!
څوک چې پر یوه قَسم بل قَسم وخوري، بیا وویني چې له هغه څخه بل کار غوره دی، نو هماغه غوره کار دې وکړي او د خپل قسم کفاره دې ادا کړي.
(متفق علیه)
1 622
دعا د عبادت مغز جوړوي که له هر عبادت وروسته په اخلاص سره د رب په دربار کې د عبادت د قبولیت دعا وغواړې او د مشکلاتو د حل لپاره ورته زارۍ وکړې ، نو د عبادت خواري به رنګ راوړي او د دعا کیفیت به دې د زړه تیاره کونجونه روښانه کاندي.
1 622
د اخلاص او پر دین د ثابت پاته کيدو مرستندویه لاملونه:
شیخ صالح الفوزان حفظه الله فرمایي:
هغه اسباب چې انسان ته د اخلاص او پر دین د ثابت قدمۍ توفیق ورکوي، دا دي:
د ایمان پیاوړتیا.
د الله تعالی ډير ذکر کول.
د قرآن کریم ډير تلاوت کول.
د نېکانو ملګرتیا او له صالحو خلکو سره ناسته ولاړه.
دا ټول د زړونو د ژوند او روښانتیا لاملونه دي.
همدارنګه د الله تعالی ذکر کول، له بېځایه لوبو، غفلت او هر هغه څه څخه ځان ساتل غواړي چې انسان د الله له ذکره غافلوي.
الله تعالی فرمایي:
﴿لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ ۚ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ﴾
ستاسې مالونه او اولادونه دې تاسې د الله له یاد څخه نه غافلوي، او څوک چې داسې وکړي، هماغوی تاوانیان دي...!
(سورة المنافقون: ۹)
