uz
Feedback
🌹دګلونو ګېډۍ🌹

🌹دګلونو ګېډۍ🌹

Kanalga Telegram’da o‘tish

…( دګلونوګیډۍ ته ښه راغلاست )… دچا د ژوند د کړاونو نه څوک څه خبر دی.! …(زموږ چینل کي اسلامي معلومات کتلئ شئ)… #چینل_لینک👇 https://t.me/bouquetofflower @Oziar تبادله

Ko'proq ko'rsatish
1 613
Obunachilar
-124 soatlar
-97 kun
-3530 kun
Postlar arxiv
په هغه شپه چې د نبي عليه السلام کور کلابند و. قريشو د نبي عليه السلام د قتل تدبير نيولی و. الله تعالی هم د خپل رسول او بنده د
په هغه شپه چې د نبي عليه السلام کور کلابند و. قريشو د نبي عليه السلام د قتل تدبير نيولی و. الله تعالی هم د خپل رسول او بنده د ژغورلو تدبير برابر کړی و. دغه مهال ابو جهل خپلو خلکو ته وويل: محمد ( صلی الله عليه وسلم ) ګومان کوي که يې لاس ونيسو نو د عربو او عجمو باچاهان به شو، له مرګ وروسته به بيرته را ژوندي کېږئ ، هلته به ستاسو لپاره داسې باغونه وي لکه د اردن د باغونو په څېر. 🖋️ تفسير ابن ابي خاتم (۱۲/۲۵۷) 📷 د اردن باغونه

څومره چې زمونږ واټن له دين سره ډېرېږي، خرافات به هغومره په مونږ کې ځای نيسي. د دې لپاره نبي عليه السلام يوه نسخه پرېښې ده : م
څومره چې زمونږ واټن له دين سره ډېرېږي، خرافات به هغومره په مونږ کې ځای نيسي. د دې لپاره نبي عليه السلام يوه نسخه پرېښې ده : ما تاسو ته دوه شيان پرېښي ، که پر هغې مو منګولې ولګولې لاره به ورکه نه کړئ : د الله تعالی کتاب او د الله تعالی د نبي (عليه السلام) سنت. التمهيد ٢٤ج. ۳۳۱ص. د دې لپاره چې د دې په فهم پوه شئ ، د امت د اکابرو فهم په نظر کې ونيسئ. يا الله ، مونږ په نېغه لاره روان کړه. له هغو خلکو مو مه ګرځوه چې خرافات خپروي او خلک دوکه کوي.

حضرت عائذ بن عمرو رضي الله عنه وایي: چې زه د عبیدالله بن زیاد حضور ته ورغلم او ورته مې وویل: ای زما زویه! ما له رسول الله ﷺ څ
حضرت عائذ بن عمرو رضي الله عنه وایي: چې زه د عبیدالله بن زیاد حضور ته ورغلم او ورته مې وویل: ای زما زویه! ما له رسول الله ﷺ څخه واورېدل چې ویې فرمایل: بېشکه تر ټولو بد حاکم او سرپرست هغه دی چې له خلکو سره سختي او ظلم کوي. نو پام کوه چې ته له هغوی څخه ونه اوسې (”صحیح مسلم: ۴۷۳۳“)

د مؤمنانو لۀ ميندو څخه د نبي عليه السلام پسې نزدې چې وفات شوه هغه زينب بنت جحش وه. دا د نبي عليه السلام د عمه (أميمة) لور وه. لومړی د زيد بن حارثة پۀ نکاح کې وه. خپله به يې ويل: زما نکاح لۀ اوۀ اسمانونو بره اللّٰه تعالیٰ تړلې ده. دليل د احزاب ۳۷ اية. نوموړې بي بي د عمر رضي اللّٰه عنه پۀ دوره کې وفات شوه. 📖 زاد المعاد (۱ج/۱۰۵، ۱۱۰)

مسکین ته د خیرات ورکولو پر مهال داسې فکر مه کوه چې ته د هغه دنیا جوړوې؛ بلکې داسې فکر وکړه چې هغه ستا آخرت جوړوي. ځکه هغه ستا
مسکین ته د خیرات ورکولو پر مهال داسې فکر مه کوه چې ته د هغه دنیا جوړوې؛ بلکې داسې فکر وکړه چې هغه ستا آخرت جوړوي. ځکه هغه ستا د مال محتاج دی، خو ته د هغه د دعا او د الله تعالی د اجر محتاج یې. ستاسې په نظر، صدقه د چا لپاره ډېره ګټه لري؛ ورکوونکي ته که اخیستونکي ته؟

ثابت البُناني رحمه الله انس رضی الله عنه ته وویل: دواړه سترگې دې رانږدې کړه چې ښکل يې کړم، په کومو چې دې رسول اللهﷺليدلی دی.
ثابت البُناني رحمه الله انس رضی الله عنه ته وویل: دواړه سترگې دې رانږدې کړه چې ښکل يې کړم، په کومو چې دې رسول اللهﷺليدلی دی. الجامع لأخلاق الراوي / الخطيب البغدادي (١/ ١٩٠)

رسول اللهﷺ فرمایی! الله تعالی ځیني فرضونه مقرر کړي، نو مه یې ضایع کوئ؛ ځیني حدود یې ټاکلي، نو مه ترې اوړئ؛ ځیني شیان یې حرام
رسول اللهﷺ فرمایی! الله تعالی ځیني فرضونه مقرر کړي، نو مه یې ضایع کوئ؛ ځیني حدود یې ټاکلي، نو مه ترې اوړئ؛ ځیني شیان یې حرام کړي، نو مه یې ماتوئ؛ او د ځینو شیانو په اړه یې د هېرېدو لامله نه، بلکي د رحمت لکبله چوپتیا غوره کړې، نو په هغوی پسي پلټنه مه کوئ. (صحیح المسلم)

رسول اللهﷺ فرمایی! څوک چې د ماخوستن لمونځ په جماعت ادا کړي، داسي دی لکه نیمه شپه چې یې په عبادت تېره کړې وي. (صحیح مسلم)
رسول اللهﷺ فرمایی! څوک چې د ماخوستن لمونځ په جماعت ادا کړي، داسي دی لکه نیمه شپه چې یې په عبادت تېره کړې وي. (صحیح مسلم)

رسول اللهﷺ فرمایی. کله چې له تاسو څخه څوک هغه کس ته وګوري چې په مال یا ظاهري بڼه کې تر ده غوره دی، نو باید هغه کس ته هم وګوري
رسول اللهﷺ فرمایی. کله چې له تاسو څخه څوک هغه کس ته وګوري چې په مال یا ظاهري بڼه کې تر ده غوره دی، نو باید هغه کس ته هم وګوري چې تر ده کم دی. (متفق علیه)

که غواړې پوه سې چې له الله تعالی سره ستا د اخلاص کچه څومره ده، نو له ځانه وپوښته: ایا ته خوښوې چې ستا نېک عمل خلکو ته ښکاره س
که غواړې پوه سې چې له الله تعالی سره ستا د اخلاص کچه څومره ده، نو له ځانه وپوښته: ایا ته خوښوې چې ستا نېک عمل خلکو ته ښکاره سي؟ ایا غواړې چې نورو ته یې بیان کړې او خلک پرې خبرې کړې؟ ایا په دې عمل سره د خلکو رضا، ستاینه او تعریف غواړې، که یوازې د الله تعالی رضا او د آخرت کور؟ حسن بصري رحمه الله تعالی فرمایي: ما داسې خلک لیدلي چې خپل نېک عملونه یې پټول، لکه څنګه چې تاسې خپلې ګنا•هونه پټوئ...!

د زنکدن سختوالی د سړي د ښه او بد دلیل نه دی. ځکه عایشة رض. وایی چې تر پیغمبرﷺ ما د هیچا زنکندن سخت نه دی لیدلی.
د زنکدن سختوالی د سړي د ښه او بد دلیل نه دی. ځکه عایشة رض. وایی چې تر پیغمبرﷺ ما د هیچا زنکندن سخت نه دی لیدلی.

حضرت ابوهُریرة رضی الله عنه خو به ښه پېژنئ! دا دده مبارک صحابي وطن او کلی دی. د رسول اللهﷺ لپاره یې کور. وطن. خپلوان او هر څه پرېښودل. او هلته په مسجد نبوي کې ورسره اوسېدی. ابو هُریرة رض. تر ټولو صحابه و زیات روایت کونکی دی او د دده مبارک حدیثونه تر ټولو ډېر دي چې د پیغمبر علیه السلام څخه یې را نقل کړي دي.

Photo from حافظ عزیراشنا
Photo from حافظ عزیراشنا

زموږ یوه استاد قصه کوله! یو چا به همېشه ویل چې زه د رسول اللهﷺ سره تر ټولو زیاته مینه لرم. آن له صحابه وو هم. نو یوه شپه یې خوب لیدی چې رسول اللهﷺ په یوه موټر کې سپور دی او د غونډۍ په طرف یې لوړ خېږوي. خو موټر شاته زورونه وهي. همدا کس یوې او بلې خوا ته ځغستل. چې یوه ډبره یا کاڼی پیدا کړي تر څو موټر شاته له ښویېدو ودروي. کله چې د هغې خوا یې تیږه په لاس کې راخیستې را روان و. نو ویې لیدل چې صحابه کرامو د موټر ټیرونو ته خپل سرونه ایښي دي. سمدستي پښېمان سو او ویې ویل چې زه غلط وم. صحابه کرام هغه خلک وه چې د دین په خاطر یې مال. کورنۍ. وطن او ټول خپلوان پرې یښې وه. صحابه کرام هغه خلک وه چې د خپلو وینو په قیمت یې دین او رسول اللهﷺ ساتی. صحابة کرام هغه خلک وه چې آن د رسول اللهﷺ لاړي مبارکې به یې لا ځمکي ته نه پرېښودلې او پر بدن به یې مښلې. صحابة هغه خلک وه چې د رسول اللهﷺ تویه سوې وینه به یې څښله او په ځان به یې ګډوله. همدا صحابه وه چې په خپلو قربانیو، وینو او سرښندنو یې موږ ته د اسلام دا ستر امانت راورساوه. صحابه خو صحابه وه. قربان یې سم🤍🫀

د اُحد ماښامنی. نن د جمعې مبارکه شپه ده، پر خپل محبوب رسول الله ﷺ ډېر درود شریف ووایاست. اللهم صلِّ وسلم وبارك على نبينا محمد
د اُحد ماښامنی. نن د جمعې مبارکه شپه ده، پر خپل محبوب رسول الله ﷺ ډېر درود شریف ووایاست. اللهم صلِّ وسلم وبارك على نبينا محمد ﷺ. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «پر ما د جمعې په ورځ او شپه ډېر درود ووایاست.

د محـراب سجده، د سهار د وروستیو شېـبو (اسـحارو) استغفار او د الله تعالیٰ سره د راز و نیاز او مناجات اوښکي؛ دا هغه ځانگړني دي
د محـراب سجده، د سهار د وروستیو شېـبو (اسـحارو) استغفار او د الله تعالیٰ سره د راز و نیاز او مناجات اوښکي؛ دا هغه ځانگړني دي چي یوازي مؤمنان پرې ویاړي او همدوی ئې څښتنان دي. استاذ محمد احمد الراشد کتاب: الرقائق

﴿أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِكْكُمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ﴾ هر چېرې چې یاست، مرګ به مو ومومي، که څه
﴿أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِكْكُمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ﴾ هر چېرې چې یاست، مرګ به مو ومومي، که څه هم په کلکو ماڼیو کې یاست. [النساء: ٧٨] *موږ ټول په همدې لاره روان یو... توپیر یوازې دا دی چې څوک مخکې رسېږي او څوک وروسته.*

له ‌حضرت عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې له حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمایل یې: بېشکه مؤمن د خ
له ‌حضرت عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې له حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمایل یې: بېشکه مؤمن د خپلو ښو اخلاقو له امله د قائم اللیل (د شپې تهجد کوونکي) او د صائم النهار (د ورځې د پرلپسې روژه نیوونکي) درجې ته رسېږي. (رواه ابو داود)

رسول اللهﷺ فرمایی! داسي هېڅ ورځ نه راځي چې بندګان پکې سهار وکړي، مګر دا چې دوې پرشتې راکښته سي. یوه وایي: اې الله! هغه چا ته
رسول اللهﷺ فرمایی! داسي هېڅ ورځ نه راځي چې بندګان پکې سهار وکړي، مګر دا چې دوې پرشتې راکښته سي. یوه وایي: اې الله! هغه چا ته چې ستا په لار کې لګښت کوي، بدل او برکت ورکړه. او بله وایي: اې الله! پر بخیل او له خیر څخه پر منع کوونکي تاوان راوله. متفق علیه.

کله چې په کور کې مور او پلار درباندې وهل بند کړل نو پوه شه چې له دې وروسته وهل به زندګي درکوي. که نه یې پوه ، بیا یې ولوله...
کله چې په کور کې مور او پلار درباندې وهل بند کړل نو پوه شه چې له دې وروسته وهل به زندګي درکوي. که نه یې پوه ، بیا یې ولوله...