5 145
Subscribers
-924 hours
-517 days
-23330 days
Data loading in progress...
Similar Channels
Tags Cloud
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Incoming and Outgoing Mentions
---
---
---
---
---
---
Attracting Subscribers
September '26
September '260
in 0 channels
August '26
+8
in 1 channels
Get PRO
July '26
+1
in 0 channels
Get PRO
June '260
in 0 channels
Get PRO
May '260
in 0 channels
Get PRO
April '260
in 0 channels
Get PRO
March '260
in 0 channels
Get PRO
February '26
+2
in 0 channels
Get PRO
January '260
in 0 channels
Get PRO
December '25
+168
in 1 channels
Get PRO
November '25
+2
in 0 channels
Get PRO
October '250
in 0 channels
Get PRO
September '250
in 0 channels
Get PRO
August '250
in 2 channels
Get PRO
July '250
in 0 channels
Get PRO
June '25
+43
in 0 channels
Get PRO
May '250
in 0 channels
Get PRO
April '250
in 0 channels
Get PRO
March '25
+2
in 0 channels
Get PRO
February '25
+14
in 0 channels
Get PRO
January '250
in 1 channels
Get PRO
December '24
+156
in 4 channels
Get PRO
November '24
+203
in 2 channels
Get PRO
October '24
+823
in 0 channels
Get PRO
September '24
+685
in 0 channels
Get PRO
August '24
+793
in 0 channels
Get PRO
July '24
+704
in 0 channels
Get PRO
June '24
+587
in 0 channels
Get PRO
May '24
+868
in 0 channels
Get PRO
April '24
+998
in 16 channels
Get PRO
March '24
+1 118
in 1 channels
Get PRO
February '24
+1 356
in 0 channels
Get PRO
January '24
+2 120
in 0 channels
Get PRO
December '23
+535
in 32 channels
Get PRO
November '23
+316
in 31 channels
Get PRO
October '23
+331
in 28 channels
Get PRO
September '23
+99
in 0 channels
Get PRO
August '23
+150
in 0 channels
Get PRO
July '23
+195
in 0 channels
Get PRO
June '23
+177
in 0 channels
Get PRO
May '23
+153
in 0 channels
Get PRO
April '23
+188
in 0 channels
Get PRO
March '23
+291
in 0 channels
Get PRO
February '23
+211
in 0 channels
Get PRO
January '23
+300
in 0 channels
Get PRO
December '22
+282
in 0 channels
Get PRO
November '22
+229
in 0 channels
Get PRO
October '22
+395
in 0 channels
Get PRO
September '22
+351
in 0 channels
Get PRO
August '22
+282
in 0 channels
Get PRO
July '22
+298
in 0 channels
Get PRO
June '22
+329
in 0 channels
Get PRO
May '22
+560
in 0 channels
Get PRO
April '22
+340
in 0 channels
Get PRO
March '22
+236
in 0 channels
Get PRO
February '22
+210
in 0 channels
Get PRO
January '22
+295
in 0 channels
Get PRO
December '21
+352
in 0 channels
Get PRO
November '21
+349
in 0 channels
Get PRO
October '21
+737
in 0 channels
Get PRO
September '21
+794
in 0 channels
Get PRO
August '21
+955
in 0 channels
Get PRO
July '21
+284
in 0 channels
Get PRO
June '21
+296
in 0 channels
Get PRO
May '21
+333
in 0 channels
Get PRO
April '21
+559
in 0 channels
Get PRO
March '21
+486
in 0 channels
Get PRO
February '21
+688
in 0 channels
| Date | Subscriber Growth | Mentions | Channels | |
| 07 September | 0 | |||
| 06 September | 0 | |||
| 05 September | 0 | |||
| 04 September | 0 | |||
| 03 September | 0 | |||
| 02 September | 0 | |||
| 01 September | 0 |
Channel Posts
| 2 | الله تعالی او خلکو ته نږدې کېدل | 69 |
| 3 | په دغه کسانو دي د الله تعالی له لوري رحمت او سلامتیا وي: | 82 |
| 4 | د خلکو عيبونه افشاء کول | 73 |
| 5 | No text... | 74 |
| 6 | د تاریخ په زرینو پاڼو کې ټولو ته جوته شوې، چې پیاوړي تل د کمزورو خلکو پر مټ راپرځول کیږي، د دنیا عادت پر دې بنا دی چې کله یو کوچنی دنیا کې سترګې وغړوي، د بل په شودو مست وي، کله چې د ځوانۍ په درشل کې قدم کېږدي، په خپلو مټو ویاړي، د وخت په تېریدو له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان وي، له ځانه پورته او ښکته خلک ویني، په هیچا یې سترګې نه ډکېږي، بلکې په خپل ځان داسې مغروره وي لکه پښتانه وایي: چرګ چې کله ځوان شي نو د بام په سر ورو ورو قدم وهي، داسې نه چې بام ونه غورځیږي، دغه راز دا ځېنې خلک د خپل ځواک او پیاوړتیا په موخه د کبر قدم وهي، له ځانه پورته څوک نه ویني، که څه هم د خلکو په اند دده ځواک او پیاوړتیا هیڅ ارزښت نه لري، بیلګه یې داسې ده، لکه یو تن د غره په څوکه ناست وي د ځمکې په سر ګرځیدونکي خلک ورته کوچني بريښي، که څه هم ښکتنیو ته د غره په څوکه ناست یوه وړه تېږه ښکاري، هغه د نړۍ آبرقدرتونه چې خپل ځان ورته د ټولې نړۍ واکمن ښکاري، خو تل زمانې د کمزورو او ناچارو خلکو پر مټ راپرځول شوي، لکه د تاریخ په پاڼو کې ستره بیلګه یې هغه ظالم واکمن چې د خدایۍ دعوه یې کړې وه، نمرود به ویل: قَالَ أَنَا۠ أُحۡيِۦ وَأُمِيتُۖ مړه کول او ژوندي کول کوم، سره له داسې لوی دعوې، یو کمزوري ماشي چې یو وزر یې هم نه درلوده په دماغو کې وردننه شو، الله تعالی د ماشي پرمټ ستره واکمني ونړوله او له ناوړه ذلالت سره مخ شو. بل لورته هغه د فرعون واکمني چې د مثال په توګه کارول کېږي، وایي (هر فرعون لره موسی شته) هغه کمزوری او بې واکه کوچنی موسی په کور کې رالوی کړ فرعون ظالم لره د ستوني ازغی وګرځیده، له امله یې هغه ستره واکمني ونړېده. دریم: هغه عبدالله ابن تامر دی چې په سورت بروج کې د اصحاب الاخدود النار ذات الوقود کېسه بیان شوې، د وخت ظالم واکمن یوسف ذونواس بن شرحبیل چې د نوموړي ماشوم پر مټ ټوله بادشاهي ونړېده او ټول په خپلو بل کړو اورونو کې وسوزېدل.
همداراز زموږ خوږ پیغمبر د انبیاء کرامو امام رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د خندق کنیستلو پر مهال یوه کلکه او سخته فرښه مخته راغله، ناڅاپه يو لوی ډبره (صخره) راښکاره شوه، چې بيلکل يې په مقابل کې اوزارو کار نه ورکاوه، نو سلمان فارسی رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دا خبره ورسوله، چې کله راغی، هغه ډبره ته یې ګزار ورکړ برق (روښنايي) ترې پورته شوه رسول الله صلی الله عليه وسلم تکبير (الله اکبر) ووايه، او مسلمانانو هم ورسره تکبير ووايه. بیا یې وفرمایل: له دې برقه (برښنا) ما د حيره ماڼۍ وليدې، بيا یې دوهم ځل ضربه ورکړه، نو وې فرمايل: له دې برق نه ما د روم ماڼۍ وليدې، بيا يې درېيم وار ضربه ورکړه، نو وې فرمايل: ما د صنعاء ماڼۍ وليدې. او جبرئيل علیه السلام ما ته خبر راکړی چې زما امت به پر دې ټولو بریالی شي، نو تاسو زېری واورئ! کله چې منافقینو دا خبره واورېده وې ويل: ايا تاسو تعجب نه کوئ؟ دا سړی (نعوذ بالله) تاسو ته تمه درکوي، درته دروغ وعدې درکوي، درته وايي چې له یثرب څخه د حيره ماڼۍ ويني، او زیاتوي چې تاسو به فتح کوی، حال دا چې تاسو خو له ويرې خندقونه کنئ!( البحر المدیرلابن عجیبة ۱/ ۳۳۹.
هغه صحابه کرام چې په خيټه ماړه نه ول، په تن یې پوره لباس نه درلوده، په کور کې د څراغ تېل نه ول، خو سترو امپراتوریو ته یې ماتې ورکړې هغه کبرجن یهود او نصارا یې له جزیرة العرب څخه وشړل په داسې توګه چې ټيټ سرونه یې نیولي و او جزیې(ټيکسون) ورکول
که له دې څخه وروسته خلافتونو ته سر ورښکاره کړو داسې خلافتونه رامنځته شوي مېږه به لېوه نه شوه خوړلی، د اسلام نوموتی اتل خالد بن ولید رضی الله عنه چې لقب یې په سیف الله سره ګټلی و، په څېر اتلانو خپلو سیالانو ته داسې په مېړانه د رومیانو لس لکه لښکر ته ماتې ورکړه.
نه یوازې خالد بن ولید رضی الله عنه بلکې دده په څېر نور اتلان هم امت کې زېږېدلي، لکه د بیت المقدس ستر فاتح صلاح الدین ایوبي رحمه الله داسې شرمونکي ماتې ورکړې، چې تر نن ورځې پورې د یهودیانو او اسرائیلو خولې مزه ورپیکه کړې.
ددې پېړۍ اتل ثالث عمر چې په یوه ډېره غریبه کورنۍ کې زېږدلی و، له یوې خړې جونګړې څخه رهبرې کوله د یو کلک دریځ څښتن و، چې فرمان به یې صادر کړ بیا ترې تېرېدونکی نه و، بلکې حتما یې به یې پلې کاوه، د کفارو سره خورا سخت دریځی و، هغه یو داسې څوک و، چې په خپله واکمني کې د ځمکې او یا د یو کور څښتن نه شو، هغه یوه مشوره څېره ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله چې کفار ترې په لرې پرتو سېمو کې په وېره ول. | 73 |
| 7 | No text... | 1 |
| 8 | راځو اوس خپل تېر شل کلن اشغال ته سر ورښکاره کړو، چې امریکا زموږ په ملت څه وکړل دومره به ووایم، له هيڅ ډول ظلم، ستم او وحشت څخه یې دریغ ونه کړ، د یو څو سرښندونکو ځوانانو پر مټ هغه آبرقدرته چې نړۍ ورته سترګې نه شي پورته کولی دلته په ډېر ځواک او غرور سره اشغال وکړ، لله الحمد چې په ټیټو سترګو او شرمیدونکي ماتې سره مخ شول او تور مخ بېرته د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د خپل آخري سرتیري په وتو سره په افغانستان کې خپل اشغال پای ته ورسولو او اسلامي امارت د افغانستان بشپړ واک په خپل لاس کې واخیست او دا ورځ د امریکا په تاریخ کې یوه توره ورځ او د افغانانو لپاره د ویاړ ورځ وبلل شوه. | 1 |
| 9 | نړېدلې واکمنۍ
مفتي عزیزالرحمن "عزیزي "
د تاریخ په زرینو پاڼو کې ټولو ته جوته شوې، چې پیاوړي تل د کمزورو خلکو پر مټ راپرځول کیږي، د دنیا عادت پر دې بنا دی چې کله یو کوچنی دنیا کې سترګې وغړوي، د بل په شودو مست وي، کله چې د ځوانۍ په درشل کې قدم کېږدي، په خپلو مټو ویاړي، د وخت په تېریدو له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان وي، له ځانه پورته او ښکته خلک ویني، په هیچا یې سترګې نه ډکېږي، بلکې په خپل ځان داسې مغروره وي لکه پښتانه وایي: چرګ چې کله ځوان شي نو د بام په سر ورو ورو قدم وهي، داسې نه چې بام ونه غورځیږي، دغه راز دا ځېنې خلک د خپل ځواک او پیاوړتیا په موخه د کبر قدم وهي، له ځانه پورته څوک نه ویني، که څه هم د خلکو په اند دده ځواک او پیاوړتیا هیڅ ارزښت نه لري، بیلګه یې داسې ده، لکه یو تن د غره په څوکه ناست وي د ځمکې په سر ګرځیدونکي خلک ورته کوچني بريښي، که څه هم ښکتنیو ته د غره په څوکه ناست یوه وړه تېږه ښکاري، هغه د نړۍ آبرقدرتونه چې خپل ځان ورته د ټولې نړۍ واکمن ښکاري، خو تل زمانې د کمزورو او ناچارو خلکو پر مټ راپرځول شوي، لکه د تاریخ په پاڼو کې ستره بیلګه یې هغه ظالم واکمن چې د خدایۍ دعوه یې کړې وه، نمرود به ویل: قَالَ أَنَا۠ أُحۡيِۦ وَأُمِيتُۖ مړه کول او ژوندي کول کوم، سره له داسې لوی دعوې، یو کمزوري ماشي چې یو وزر یې هم نه درلوده په دماغو کې وردننه شو، الله تعالی د ماشي پرمټ ستره واکمني ونړوله او له ناوړه ذلالت سره مخ شو. بل لورته هغه د فرعون واکمني چې د مثال په توګه کارول کېږي، وایي (هر فرعون لره موسی شته) هغه کمزوری او بې واکه کوچنی موسی په کور کې رالوی کړ فرعون ظالم لره د ستوني ازغی وګرځیده، له امله یې هغه ستره واکمني ونړېده. دریم: هغه عبدالله ابن تامر دی چې په سورت بروج کې د اصحاب الاخدود النار ذات الوقود کېسه بیان شوې، د وخت ظالم واکمن یوسف ذونواس بن شرحبیل چې د نوموړي ماشوم پر مټ ټوله بادشاهي ونړېده او ټول په خپلو بل کړو اورونو کې وسوزېدل.
همداراز زموږ خوږ پیغمبر د انبیاء کرامو امام رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د خندق کنیستلو پر مهال یوه کلکه او سخته فرښه مخته راغله، ناڅاپه يو لوی ډبره (صخره) راښکاره شوه، چې بيلکل يې په مقابل کې اوزارو کار نه ورکاوه، نو سلمان فارسی رضی الله عنه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دا خبره ورسوله، چې کله راغی، هغه ډبره ته یې ګزار ورکړ برق (روښنايي) ترې پورته شوه رسول الله صلی الله عليه وسلم تکبير (الله اکبر) ووايه، او مسلمانانو هم ورسره تکبير ووايه. بیا یې وفرمایل: له دې برقه (برښنا) ما د حيره ماڼۍ وليدې، بيا یې دوهم ځل ضربه ورکړه، نو وې فرمايل: له دې برق نه ما د روم ماڼۍ وليدې، بيا يې درېيم وار ضربه ورکړه، نو وې فرمايل: ما د صنعاء ماڼۍ وليدې. او جبرئيل علیه السلام ما ته خبر راکړی چې زما امت به پر دې ټولو بریالی شي، نو تاسو زېری واورئ! کله چې منافقینو دا خبره واورېده وې ويل: ايا تاسو تعجب نه کوئ؟ دا سړی (نعوذ بالله) تاسو ته تمه درکوي، درته دروغ وعدې درکوي، درته وايي چې له یثرب څخه د حيره ماڼۍ ويني، او زیاتوي چې تاسو به فتح کوی، حال دا چې تاسو خو له ويرې خندقونه کنئ!( البحر المدیرلابن عجیبة ۱/ ۳۳۹.
هغه صحابه کرام چې په خيټه ماړه نه ول، په تن یې پوره لباس نه درلوده، په کور کې د څراغ تېل نه ول، خو سترو امپراتوریو ته یې ماتې ورکړې هغه کبرجن یهود او نصارا یې له جزیرة العرب څخه وشړل په داسې توګه چې ټيټ سرونه یې نیولي و او جزیې(ټيکسون) ورکول
که له دې څخه وروسته خلافتونو ته سر ورښکاره کړو داسې خلافتونه رامنځته شوي مېږه به لېوه نه شوه خوړلی، د اسلام نوموتی اتل خالد بن ولید رضی الله عنه چې لقب یې په سیف الله سره ګټلی و، په څېر اتلانو خپلو سیالانو ته داسې په مېړانه د رومیانو لس لکه لښکر ته ماتې ورکړه.
نه یوازې خالد بن ولید رضی الله عنه بلکې دده په څېر نور اتلان هم امت کې زېږېدلي، لکه د بیت المقدس ستر فاتح صلاح الدین ایوبي رحمه الله داسې شرمونکي ماتې ورکړې، چې تر نن ورځې پورې د یهودیانو او اسرائیلو خولې مزه ورپیکه کړې.
ددې پېړۍ اتل ثالث عمر چې په یوه ډېره غریبه کورنۍ کې زېږدلی و، له یوې خړې جونګړې څخه رهبرې کوله د یو کلک دریځ څښتن و، چې فرمان به یې صادر کړ بیا ترې تېرېدونکی نه و، بلکې حتما یې به یې پلې کاوه، د کفارو سره خورا سخت دریځی و، هغه یو داسې څوک و، چې په خپله واکمني کې د ځمکې او یا د یو کور څښتن نه شو، هغه یوه مشوره څېره ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله چې کفار ترې په لرې پرتو سېمو کې په وېره ول. | 1 |
| 10 | No text... | 56 |
| 11 | آزادي دا هم ده چې انسان د الله تعالی له بندګۍ پرته د مخلوق د ظلم له زنځیرونو خوندي وي؛ عدالت حاکم وي، د انسان عزت خوندي وي، د خلکو حقونه ادا کېږي او د وطن واک د ولس د خیر او مصلحت لپاره کارول کېږي.
اسلام موږ ته د عدالت امر کوي:
﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ﴾
الله تعالی د عدل او احسان امر کوي.
نو د سنبلې نهمې حقیقي پیغام باید یوازې «پردی لاړ» نه وي؛ بلکې:
«اوس موږ باید څنګه وطن جوړ کړو؟»
دا هغه پوښتنه ده چې تاریخ یې له هر افغان څخه کوي.
د شهیدانو له وینو سره زموږ عهد
شهیدان یوازې د فاتحې په ورځ نه یادېږي.
د شهیدانو حق دا دی چې هغه وطن چې هغوی یې د دفاع لپاره ودرېدل، موږ یې د ابادۍ لپاره ودروو.
که هغوی د وطن د دفاع لپاره خپلې سینې سپر کړې، موږ باید د وطن د جوړولو لپاره خپل قلمونه، فکرونه، علم، تخصص او صداقت سپر کړو.
که هغوی د جګړې په میدان کې قرباني ورکړه، زموږ قرباني باید د خدمت په میدان کې وي.
وطن یوازې په ټوپک نه ساتل کېږي؛ وطن په علم، عدالت، اقتصاد، اخلاقو، وحدت او امانتدارۍ هم ساتل کېږي.
د شهید وینه موږ ته دا حق نه راکوي چې پر بل افغان ظلم وکړو؛ بلکې دا مسؤولیت راکوي چې د هغه د قربانۍ ارزښت وساتو.
د اشغال پای د تاریخ پای نه دی.
برعکس، کله چې یو ملت له اوږدې جګړې وروسته د خپل برخلیک د ټاکلو فرصت پیدا کړي، نو د جګړې له میدان څخه د جوړونې میدان ته داخلېږي.
دلته د ټوپک ځای قلم نیسي.
د سنګر ځای مدرسه، ښوونځی او پوهنتون نیسي.
د جګړې ځای کار نیسي.
د ویجاړولو ځای آبادول نیسي.
او د انتقام ځای عدالت نیسي.
دا د بریا تر ټولو ستر امتحان دی.
ځکه دښمن ماتول یوه بریا ده؛ خو د خپل نفس، خپل فساد، خپل ظلم او خپل اختلاف ماتول تر هغې هم لویه بریا ده.
یو ملت هغه وخت واقعاً آزادېږي چې د خپل تاریخ له وینو عبرت واخلي.
هغه وخت آزادېږي چې خپل تېر نسلونه یوازې په شعارونو نه، بلکې په عمل درناوی کړي.
هغه وخت آزادېږي چې د اختلاف پر ځای وحدت، د تعصب پر ځای وروري، د فساد پر ځای امانت، د ظلم پر ځای عدالت او د ناهیلۍ پر ځای امید غوره کړي.
او هغه وخت آزادېږي چې د خپل وطن هر ماشوم وکولای شي له جګړې پرته لوی شي؛ هر ځوان د خپل راتلونکي لپاره امید ولري؛ هر بزګر په ډاډه زړه خپله ځمکه وکري؛ هر عالم په امن کې علم خپور کړي؛ هر قاضي په عدالت فیصله وکړي؛ هر مسؤول خپله دنده امانت وبولي او هر افغان خپل وطن د ځان ګډ کور وګڼي.
د سنبلې نهمې پیغام
نو راځئ چې د سنبلې نهمه یوازې د یوې پوځي وتنې د کلیزې په توګه ونه ګورو.
راځئ دا ورځ د عبرت، شکر، یاد او مسؤولیت ورځ وبولو.
د الله تعالی شکر وباسو چې زموږ ملت یې د خپلواکۍ نعمت ته رسولی؛
د هغو ټولو قربانیانو یاد تازه کړو چې د دې خاورې په اوږده تاریخ کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ؛
له تېر تاریخ څخه عبرت واخلو؛
او له راتلونکي سره ژمنه وکړو چې:
افغانستان به نور د پردیو د جګړو میدان نه جوړوو.
د خپلو بچیانو راتلونکی به د ټوپک په لوګي نه، بلکې د علم په رڼا جوړوو.
د خپلو اختلافاتو حل به د عقل، شرعي عدالت، خبرو او ورورولۍ له لارې کوو.
او تر ټولو مهمه دا چې:
د استقلال ساتنه به د استقلال له ترلاسه کولو کمه نه ګڼو.
ځکه پردی پوځ ایستل یو ستر کار دی؛
خو خپل وطن ابادول تر هغه هم ستر کار دی.
د سنبلې نهمه موږ ته وايي چې تاریخ د زورورو په ماڼیو کې نه لیکل کېږي؛ تاریخ د ملتونو په ارادو کې لیکل کېږي.
دا ورځ موږ ته وايي چې غرونه زړېږي، حکومتونه بدلېږي، امپراتورۍ راځي او ځي؛ خو د یوه ملت حافظه پاتې کېږي.
او د افغانستان حافظه به د سنبلې نهمه داسې ثبتوي:
یوه اوږده شپه وه؛
ډېرې وینې تویې شوې؛
ډېرې میندې وژړیدلې؛
ډېر ځوانان لاړل؛
خو سهار بالاخره راورسېد.
اوس زموږ مسؤولیت دی چې دغه سهار په داسې ورځ بدل کړو چې راتلونکي نسلونه پرې وویاړي.
اللهم احفظ أفغانستان وأهلها، وأصلح أحوالهم، وألف بين قلوبهم، وارزقهم الأمن والسلام والعدل والرخاء، واجعل هذا البلد آمناً مطمئناً وسائر بلاد المسلمين.
آمین یا رب العالمین. | 59 |
| 12 | د سنبلې نهمه
لیک: مولوي ذبیح الله سیلاب
تاریخ یوازې د کلونو، میاشتو او ورځو نوملړ نه دی؛ تاریخ د ملتونو د اوښکو، وینو، قربانیو، ارمانونو او پرېکړو حافظه ده. ځینې ورځې د تقویم پر پاڼو راځي او بېرته ورکېږي؛ خو ځینې ورځې داسې وي چې له تقویم څخه راووځي، د ملتونو په حافظه کې ځای ونیسي او د نسلونو تر منځ د یوې کیسې په څېر ژوندی پاتې شي.
د سنبلې نهمه هم له همدغو ورځو څخه ده.
دا هغه ورځ ده چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د شاوخوا شلو کلونو کرغیړن اشغال پای ته ورسېد او وروستی امریکايي عسکر له کابل څخه په ماتې ووت. دا وتل یوازې د یوه پوځي ماموریت پای نه و؛ بلکې د افغانستان د معاصر تاریخ د یوه اوږده، خونړي او له پېښو ډک فصل د تړل کېدو نښه وه.
افغانستان هغه هېواد دی چې غرونه یې یوازې له ډبرو نه دي جوړ؛ بلکي غرونه یې د تاریخ پاڼې دي.
د دې وطن هره څوکه یوه کیسه لري، هره دره د یوې قربانۍ شاهد ده او هره خاوره د یوه شهید د وینې امانت له ځان سره لري.
دلته ستر قدرتونه راغلي دي؛ له لویو لښکرو، درنو وسلو، پرمختللو الوتکو او بې شمېره امکاناتو سره راغلي دي؛ خو افغانستان ورته دا پوښتنه تل مطرح کړې ده:
«ته زما خاوره نیولای شې، خو زما اراده به څنګه نیسې؟»
همدا ځکه د افغانستان تاریخ د امپراتوریو د راتګ تاریخ نه دی؛ بلکې د هغوی د تللو تاریخ هم دی.
له انګریزانو څخه تر شوروي اتحاد او بیا د امریکا او ناټو تر مشرۍ لاندې ائتلاف پورې، د دې خاورې جګړې هر ځل دا حقیقت تازه کړی چې د یوه ملت اراده د ټکنالوژۍ په زور نه شي وژل کېدای.
او کله چې د سنبلې په نهمه وروستی امریکايي عسکر له افغانستانه په ماتې ووت، د کابل هوا یوازې د یوه الوتونکي نظامي ماشین غږ نه اورېده؛ بلکې د یوې اوږدې جګړې د پای غږ یې اورېده.
دا بریا په یوه شپه نه ده راغلې
خو د تاریخ انصاف دا غواړي چې ووایو:
د سنبلې نهمه د یوې ورځې حماسه نه ده.
د دې ورځې تر شا کلونه ولاړ دي؛ کلونه چې په هغو کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو پر خاورو وینې تویې شوې، زرګونه ځوانان شهیدان شول، کورونه ویجاړ شول، میندې بورې شوې، ماشومان یتیمان شول او بې شمېره افغانانو د جګړې بیه پرې کړه.
دا تاریخ یوازې د یوه لوري د خلکو تاریخ نه دی؛ دا د ټول افغانستان د خلکو درد دی.
د کلي هغه سپین ږیری چې خپل زوی یې له لاسه ورکړ، د هغه مور چې د خپل شهید اولاد تصویر یې د زړه په سترګو کې ساتلی، هغه ماشوم چې د جګړې په منځ کې لوی شوی، هغه مجاهد چې د خپلې خاورې لپاره ولاړ و، او هغه ولسي وګړی چې د جګړې قرباني شو—د ټولو اوښکې د دې تاریخ په کتاب کې دي.
نو که د سنبلې نهمه د خپلواکۍ او بهرنیو ځواکونو د وتلو د ورځې په توګه یادیږي، باید ورسره د هغو ټولو قربانیانو یاد هم تازه شي چې د دې اوږدې جګړې په دوران کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
بریا هغه وخت بشپړېږي چې د قربانیانو نومونه هېر نه شي.
قرآن کریم انسان ته د مجاهدت او استقامت په اړه وايي:
﴿وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ﴾
یعنې: «او هغه کسان چې زموږ په لار کې هڅه او مجاهدت کوي، خامخا به هغوی ته خپلې لارې وښیو؛ او بېشکه الله له نېکانو سره دی.»
د دې آیت معنا یوازې په جګړه پورې محدوده نه ده؛ بلکې د انسان د حق، اصلاح، صبر، استقامت او مشروع هدف لپاره د هڅې یو ستر اصل بیانوي.
ملتونه هم همداسې دي.
که یو ملت خپله اراده له لاسه ورکړي، ښايي خاوره ولري، خو استقلال نه لري؛ بیرغ ولري، خو روح نه لري؛ حکومت ولري، خو عزت نه لري.
او که یو ملت خپل ایمان، هویت، اراده او د خپلې خاورې مینه ژوندۍ وساتي، نو حتی که لاسونه یې تش وي، تاریخ یې تش نه وي.
امپراتورۍ تل ځانونه تلپاتې ګڼي.
هر ځواک چې راشي، داسې انګېري چې د ده قدرت به د تاریخ وروستۍ جمله وي.
خو تاریخ بل ډول لیکل کېږي.
هیڅ اشغال ابدي نه دی.
هیڅ ځواک مطلق نه دی.
هیڅ امپراتوري د زمانې له قانون څخه پورته نه ده.
قدرت که له عدالت، حکمت او د ولس له رضایت څخه جلا شي، د خپل قوت تخم په خپله کمزورۍ کې کري.
همدا د تاریخ فلسفه ده.
د نړۍ ستر قدرتونه ښايي ښارونه ونیسي، حکومتونه بدل کړي، نظامي اډې جوړې کړي او د خپلې برلاسۍ اعلان وکړي؛ خو د یوه ملت د زړه فتح کول تر ټولو سخته جګړه ده، چې د سنبلې نهمې همدا ثابته کړه.
ځکه خاوره په وسلو نیول کېږي، خو ملت په باور ساتل کېږي.
او دلته د سنبلې نهمې تر ټولو لوی درس پروت دی.
که بهرنی ځواک له هېواده ووځي، خو ظلم، فساد، بې عدالتي، فقر، جهالت، قومي تعصب، شخصي انتقام او د بیت المال خیانت په وطن کې پاتې شي؛ نو د آزادۍ روح لا تر اوسه بشپړ نه دی راغلی.
آزادي یوازې دا نه ده چې د یوه بل هېواد عسکر دې په خاوره کې نه وي. | 54 |
| 13 | No text... | 1 |
| 14 | آزادي دا هم ده چې انسان د الله تعالی له بندګۍ پرته د مخلوق د ظلم له زنځیرونو خوندي وي؛ عدالت حاکم وي، د انسان عزت خوندي وي، د خلکو حقونه ادا کېږي او د وطن واک د ولس د خیر او مصلحت لپاره کارول کېږي.
اسلام موږ ته د عدالت امر کوي:
﴿إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ﴾
الله تعالی د عدل او احسان امر کوي.
نو د سنبلې نهمې حقیقي پیغام باید یوازې «پردی لاړ» نه وي؛ بلکې:
«اوس موږ باید څنګه وطن جوړ کړو؟»
دا هغه پوښتنه ده چې تاریخ یې له هر افغان څخه کوي.
د شهیدانو له وینو سره زموږ عهد
شهیدان یوازې د فاتحې په ورځ نه یادېږي.
د شهیدانو حق دا دی چې هغه وطن چې هغوی یې د دفاع لپاره ودرېدل، موږ یې د ابادۍ لپاره ودروو.
که هغوی د وطن د دفاع لپاره خپلې سینې سپر کړې، موږ باید د وطن د جوړولو لپاره خپل قلمونه، فکرونه، علم، تخصص او صداقت سپر کړو.
که هغوی د جګړې په میدان کې قرباني ورکړه، زموږ قرباني باید د خدمت په میدان کې وي.
وطن یوازې په ټوپک نه ساتل کېږي؛ وطن په علم، عدالت، اقتصاد، اخلاقو، وحدت او امانتدارۍ هم ساتل کېږي.
د شهید وینه موږ ته دا حق نه راکوي چې پر بل افغان ظلم وکړو؛ بلکې دا مسؤولیت راکوي چې د هغه د قربانۍ ارزښت وساتو.
د اشغال پای د تاریخ پای نه دی.
برعکس، کله چې یو ملت له اوږدې جګړې وروسته د خپل برخلیک د ټاکلو فرصت پیدا کړي، نو د جګړې له میدان څخه د جوړونې میدان ته داخلېږي.
دلته د ټوپک ځای قلم نیسي.
د سنګر ځای مدرسه، ښوونځی او پوهنتون نیسي.
د جګړې ځای کار نیسي.
د ویجاړولو ځای آبادول نیسي.
او د انتقام ځای عدالت نیسي.
دا د بریا تر ټولو ستر امتحان دی.
ځکه دښمن ماتول یوه بریا ده؛ خو د خپل نفس، خپل فساد، خپل ظلم او خپل اختلاف ماتول تر هغې هم لویه بریا ده.
یو ملت هغه وخت واقعاً آزادېږي چې د خپل تاریخ له وینو عبرت واخلي.
هغه وخت آزادېږي چې خپل تېر نسلونه یوازې په شعارونو نه، بلکې په عمل درناوی کړي.
هغه وخت آزادېږي چې د اختلاف پر ځای وحدت، د تعصب پر ځای وروري، د فساد پر ځای امانت، د ظلم پر ځای عدالت او د ناهیلۍ پر ځای امید غوره کړي.
او هغه وخت آزادېږي چې د خپل وطن هر ماشوم وکولای شي له جګړې پرته لوی شي؛ هر ځوان د خپل راتلونکي لپاره امید ولري؛ هر بزګر په ډاډه زړه خپله ځمکه وکري؛ هر عالم په امن کې علم خپور کړي؛ هر قاضي په عدالت فیصله وکړي؛ هر مسؤول خپله دنده امانت وبولي او هر افغان خپل وطن د ځان ګډ کور وګڼي.
د سنبلې نهمې پیغام
نو راځئ چې د سنبلې نهمه یوازې د یوې پوځي وتنې د کلیزې په توګه ونه ګورو.
راځئ دا ورځ د عبرت، شکر، یاد او مسؤولیت ورځ وبولو.
د الله تعالی شکر وباسو چې زموږ ملت یې د خپلواکۍ نعمت ته رسولی؛
د هغو ټولو قربانیانو یاد تازه کړو چې د دې خاورې په اوږده تاریخ کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ؛
له تېر تاریخ څخه عبرت واخلو؛
او له راتلونکي سره ژمنه وکړو چې:
افغانستان به نور د پردیو د جګړو میدان نه جوړوو.
د خپلو بچیانو راتلونکی به د ټوپک په لوګي نه، بلکې د علم په رڼا جوړوو.
د خپلو اختلافاتو حل به د عقل، شرعي عدالت، خبرو او ورورولۍ له لارې کوو.
او تر ټولو مهمه دا چې:
د استقلال ساتنه به د استقلال له ترلاسه کولو کمه نه ګڼو.
ځکه پردی پوځ ایستل یو ستر کار دی؛
خو خپل وطن ابادول تر هغه هم ستر کار دی.
د سنبلې نهمه موږ ته وايي چې تاریخ د زورورو په ماڼیو کې نه لیکل کېږي؛ تاریخ د ملتونو په ارادو کې لیکل کېږي.
دا ورځ موږ ته وايي چې غرونه زړېږي، حکومتونه بدلېږي، امپراتورۍ راځي او ځي؛ خو د یوه ملت حافظه پاتې کېږي.
او د افغانستان حافظه به د سنبلې نهمه داسې ثبتوي:
یوه اوږده شپه وه؛
ډېرې وینې تویې شوې؛
ډېرې میندې وژړیدلې؛
ډېر ځوانان لاړل؛
خو سهار بالاخره راورسېد.
اوس زموږ مسؤولیت دی چې دغه سهار په داسې ورځ بدل کړو چې راتلونکي نسلونه پرې وویاړي.
اللهم احفظ أفغانستان وأهلها، وأصلح أحوالهم، وألف بين قلوبهم، وارزقهم الأمن والسلام والعدل والرخاء، واجعل هذا البلد آمناً مطمئناً وسائر بلاد المسلمين.
آمین یا رب العالمین. | 1 |
| 15 | د سنبلې نهمه
لیک: مولوي ذبیح الله سیلاب
تاریخ یوازې د کلونو، میاشتو او ورځو نوملړ نه دی؛ تاریخ د ملتونو د اوښکو، وینو، قربانیو، ارمانونو او پرېکړو حافظه ده. ځینې ورځې د تقویم پر پاڼو راځي او بېرته ورکېږي؛ خو ځینې ورځې داسې وي چې له تقویم څخه راووځي، د ملتونو په حافظه کې ځای ونیسي او د نسلونو تر منځ د یوې کیسې په څېر ژوندی پاتې شي.
د سنبلې نهمه هم له همدغو ورځو څخه ده.
دا هغه ورځ ده چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د شاوخوا شلو کلونو کرغیړن اشغال پای ته ورسېد او وروستی امریکايي عسکر له کابل څخه په ماتې ووت. دا وتل یوازې د یوه پوځي ماموریت پای نه و؛ بلکې د افغانستان د معاصر تاریخ د یوه اوږده، خونړي او له پېښو ډک فصل د تړل کېدو نښه وه.
افغانستان هغه هېواد دی چې غرونه یې یوازې له ډبرو نه دي جوړ؛ بلکي غرونه یې د تاریخ پاڼې دي.
د دې وطن هره څوکه یوه کیسه لري، هره دره د یوې قربانۍ شاهد ده او هره خاوره د یوه شهید د وینې امانت له ځان سره لري.
دلته ستر قدرتونه راغلي دي؛ له لویو لښکرو، درنو وسلو، پرمختللو الوتکو او بې شمېره امکاناتو سره راغلي دي؛ خو افغانستان ورته دا پوښتنه تل مطرح کړې ده:
«ته زما خاوره نیولای شې، خو زما اراده به څنګه نیسې؟»
همدا ځکه د افغانستان تاریخ د امپراتوریو د راتګ تاریخ نه دی؛ بلکې د هغوی د تللو تاریخ هم دی.
له انګریزانو څخه تر شوروي اتحاد او بیا د امریکا او ناټو تر مشرۍ لاندې ائتلاف پورې، د دې خاورې جګړې هر ځل دا حقیقت تازه کړی چې د یوه ملت اراده د ټکنالوژۍ په زور نه شي وژل کېدای.
او کله چې د سنبلې په نهمه وروستی امریکايي عسکر له افغانستانه په ماتې ووت، د کابل هوا یوازې د یوه الوتونکي نظامي ماشین غږ نه اورېده؛ بلکې د یوې اوږدې جګړې د پای غږ یې اورېده.
دا بریا په یوه شپه نه ده راغلې
خو د تاریخ انصاف دا غواړي چې ووایو:
د سنبلې نهمه د یوې ورځې حماسه نه ده.
د دې ورځې تر شا کلونه ولاړ دي؛ کلونه چې په هغو کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو پر خاورو وینې تویې شوې، زرګونه ځوانان شهیدان شول، کورونه ویجاړ شول، میندې بورې شوې، ماشومان یتیمان شول او بې شمېره افغانانو د جګړې بیه پرې کړه.
دا تاریخ یوازې د یوه لوري د خلکو تاریخ نه دی؛ دا د ټول افغانستان د خلکو درد دی.
د کلي هغه سپین ږیری چې خپل زوی یې له لاسه ورکړ، د هغه مور چې د خپل شهید اولاد تصویر یې د زړه په سترګو کې ساتلی، هغه ماشوم چې د جګړې په منځ کې لوی شوی، هغه مجاهد چې د خپلې خاورې لپاره ولاړ و، او هغه ولسي وګړی چې د جګړې قرباني شو—د ټولو اوښکې د دې تاریخ په کتاب کې دي.
نو که د سنبلې نهمه د خپلواکۍ او بهرنیو ځواکونو د وتلو د ورځې په توګه یادیږي، باید ورسره د هغو ټولو قربانیانو یاد هم تازه شي چې د دې اوږدې جګړې په دوران کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
بریا هغه وخت بشپړېږي چې د قربانیانو نومونه هېر نه شي.
قرآن کریم انسان ته د مجاهدت او استقامت په اړه وايي:
﴿وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ﴾
یعنې: «او هغه کسان چې زموږ په لار کې هڅه او مجاهدت کوي، خامخا به هغوی ته خپلې لارې وښیو؛ او بېشکه الله له نېکانو سره دی.»
د دې آیت معنا یوازې په جګړه پورې محدوده نه ده؛ بلکې د انسان د حق، اصلاح، صبر، استقامت او مشروع هدف لپاره د هڅې یو ستر اصل بیانوي.
ملتونه هم همداسې دي.
که یو ملت خپله اراده له لاسه ورکړي، ښايي خاوره ولري، خو استقلال نه لري؛ بیرغ ولري، خو روح نه لري؛ حکومت ولري، خو عزت نه لري.
او که یو ملت خپل ایمان، هویت، اراده او د خپلې خاورې مینه ژوندۍ وساتي، نو حتی که لاسونه یې تش وي، تاریخ یې تش نه وي.
امپراتورۍ تل ځانونه تلپاتې ګڼي.
هر ځواک چې راشي، داسې انګېري چې د ده قدرت به د تاریخ وروستۍ جمله وي.
خو تاریخ بل ډول لیکل کېږي.
هیڅ اشغال ابدي نه دی.
هیڅ ځواک مطلق نه دی.
هیڅ امپراتوري د زمانې له قانون څخه پورته نه ده.
قدرت که له عدالت، حکمت او د ولس له رضایت څخه جلا شي، د خپل قوت تخم په خپله کمزورۍ کې کري.
همدا د تاریخ فلسفه ده.
د نړۍ ستر قدرتونه ښايي ښارونه ونیسي، حکومتونه بدل کړي، نظامي اډې جوړې کړي او د خپلې برلاسۍ اعلان وکړي؛ خو د یوه ملت د زړه فتح کول تر ټولو سخته جګړه ده، چې د سنبلې نهمې همدا ثابته کړه.
ځکه خاوره په وسلو نیول کېږي، خو ملت په باور ساتل کېږي.
او دلته د سنبلې نهمې تر ټولو لوی درس پروت دی.
که بهرنی ځواک له هېواده ووځي، خو ظلم، فساد، بې عدالتي، فقر، جهالت، قومي تعصب، شخصي انتقام او د بیت المال خیانت په وطن کې پاتې شي؛ نو د آزادۍ روح لا تر اوسه بشپړ نه دی راغلی.
آزادي یوازې دا نه ده چې د یوه بل هېواد عسکر دې په خاوره کې نه وي. | 1 |
| 16 | No text... | 112 |
| 17 | د نړۍ حالت ډېر بدل سوی و؛ د جهالت توره شپه خپره وه، د انسانیت څرک کمزوری سوی و او د خلکو پر زړونو د غفلت او تیارو پردې غوړېدلي وې. انسان خپل رب هېر کړی و، په سلګونو کلونو یې د خپلو لاسونو په جوړ سوو بتانو عبادت کاوه، ظلم، ناپوهي او بې لارۍ د ژوند پر ډېرو برخو سیوری غوړولی و.
داسي ښکارېده لکه د ځمکي او اسمان ترمنځ چي د هدایت اړیکه پرې سوې وي؛ د جبرائیل علیه السلام د پیغامونو راتګ ځنډېدلی و؛ خو د الله تعالی د رحمت خزانه محدوده نه وه، او هغه لویه شېبه نږدې کېدله چي د انسانیت د تاریخ مسیر به بدلوي.
هیڅوک نه پوهیدل چي د مکې په یوه چوپه او تیاره غار کي به داسي سهار راوخېږي، چي رڼا به یې تر قیامته د نړۍ پر افقونو خپره وي؛ داسي سهار چي د انسانیت د ژغورني پیغام به ورسره مل وي.
بیا هغه ستره شېبه راورسېده؛ جبرائیل علیه السلام راغی، او د الله تعالی له لوري یې پر یوه اُمي پیغمبر ﷺ لومړنۍ کلمه نازله کړه:
(أِقْرَأْ)
ولوله!
له همدې یوې کلمې څخه د علم، هدایت او رحمت یو داسي انقلاب پیل سو، چي د انسانیت زړونه یې له شرک څخه توحید ته، له جهالت څخه علم ته، له ظلم څخه عدالت ته او له تیارو څخه رڼا ته راوګرځول.
محمد صلی الله علیه سلم یوازي د یوې سیمي لپاره نه، بلکي د ټول عالم لپاره د رحمت پیغام راوړ. هغه زړونه چي له کینې ډک وو، په مینه یې بدل کړل؛ هغه قومونه چې یو د بل پر وړاندي ولاړ وو، د ورورولۍ په رسۍ یې وتړل، او هغه انسان چي خپل حقیقي مقام یې هېر کړی و، بیا یې د خپل رب پر لوري ور وګرځاوه.
هماغه ورځ وه چي د انسانیت پر وچو شونډو د رحمت باران پیل سو؛ هماغه ورځ وه چي د تاریخ پر تورو پاڼو د هدایت په رڼا لیکل پیل سول، او هماغه ورځ وه چې د محمد مصطفی صلی الله علیه سلم په بعثت سره نړۍ د رحمت له داسي لمر سره مخ سوه، چي رڼا یې تر نن ورځي زموږ پر زړونو خپرېږي.
یا الله! موږ ته د خپل محبوب صلی الله علیه وسلم د سنتو د پېژندلو، د هغه د اخلاقو د خپلولو او د هغه د لارې د تعقیب توفیق راکړه؛ او زموږ زړونه د هغه ﷺ په مینه تل ژوندي وساته.
جزى الله عنا محمدا ما هُوَ أهله. | 113 |
| 18 | د معراج ادارې دويم بروشر چاپ شو!
(مسؤولینو ته لس (۱۰) سپارښتنې) | 84 |
| 19 | مسؤولینو ته لس (۱۰) سپارښتنې
د معراج دویم بروشر
ډېر ژر... | 117 |
| 20 | د کتاب له پاڼو
(۲۵)
قراني پيغامونه | 108 |
