fa
Feedback
معراج Miraj

معراج Miraj

کانال بسته

معراج؛ علمي، تحقیقاتي او فرهنګي اداره

نمایش بیشتر
5 428
مشترکین
-1124 ساعت
-577 روز
-28330 روز

در حال بارگیری داده...

ابر برچسب‌ها
هیچ داده‌ای
مشکلی وجود دارد؟ لطفاً صفحه را تازه کنید یا با مدیر پشتیبانی ما تماس بگیرید.
اشارات ورودی و خروجی
---
---
---
---
---
---
جذب مشترکین
اوت '26
اوت '260
در 0 کانال‌ها
ژوئیه '26
+1
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژوئن '260
در 0 کانال‌ها
Get PRO
مه '260
در 0 کانال‌ها
Get PRO
آوریل '260
در 0 کانال‌ها
Get PRO
مارس '260
در 0 کانال‌ها
Get PRO
فوریه '26
+2
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژانویه '260
در 0 کانال‌ها
Get PRO
دسامبر '25
+168
در 1 کانال‌ها
Get PRO
نوامبر '25
+2
در 0 کانال‌ها
Get PRO
اکتبر '250
در 0 کانال‌ها
Get PRO
سپتامبر '250
در 0 کانال‌ها
Get PRO
اوت '250
در 2 کانال‌ها
Get PRO
ژوئیه '250
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژوئن '25
+43
در 0 کانال‌ها
Get PRO
مه '250
در 0 کانال‌ها
Get PRO
آوریل '250
در 0 کانال‌ها
Get PRO
مارس '25
+2
در 0 کانال‌ها
Get PRO
فوریه '25
+14
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژانویه '250
در 1 کانال‌ها
Get PRO
دسامبر '24
+156
در 4 کانال‌ها
Get PRO
نوامبر '24
+203
در 2 کانال‌ها
Get PRO
اکتبر '24
+823
در 0 کانال‌ها
Get PRO
سپتامبر '24
+685
در 0 کانال‌ها
Get PRO
اوت '24
+793
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژوئیه '24
+704
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژوئن '24
+587
در 0 کانال‌ها
Get PRO
مه '24
+868
در 0 کانال‌ها
Get PRO
آوریل '24
+998
در 16 کانال‌ها
Get PRO
مارس '24
+1 118
در 1 کانال‌ها
Get PRO
فوریه '24
+1 356
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژانویه '24
+2 120
در 0 کانال‌ها
Get PRO
دسامبر '23
+535
در 32 کانال‌ها
Get PRO
نوامبر '23
+316
در 31 کانال‌ها
Get PRO
اکتبر '23
+331
در 28 کانال‌ها
Get PRO
سپتامبر '23
+99
در 0 کانال‌ها
Get PRO
اوت '23
+150
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژوئیه '23
+195
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژوئن '23
+177
در 0 کانال‌ها
Get PRO
مه '23
+153
در 0 کانال‌ها
Get PRO
آوریل '23
+188
در 0 کانال‌ها
Get PRO
مارس '23
+291
در 0 کانال‌ها
Get PRO
فوریه '23
+211
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژانویه '23
+300
در 0 کانال‌ها
Get PRO
دسامبر '22
+282
در 0 کانال‌ها
Get PRO
نوامبر '22
+229
در 0 کانال‌ها
Get PRO
اکتبر '22
+395
در 0 کانال‌ها
Get PRO
سپتامبر '22
+351
در 0 کانال‌ها
Get PRO
اوت '22
+282
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژوئیه '22
+298
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژوئن '22
+329
در 0 کانال‌ها
Get PRO
مه '22
+560
در 0 کانال‌ها
Get PRO
آوریل '22
+340
در 0 کانال‌ها
Get PRO
مارس '22
+236
در 0 کانال‌ها
Get PRO
فوریه '22
+210
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژانویه '22
+295
در 0 کانال‌ها
Get PRO
دسامبر '21
+352
در 0 کانال‌ها
Get PRO
نوامبر '21
+349
در 0 کانال‌ها
Get PRO
اکتبر '21
+737
در 0 کانال‌ها
Get PRO
سپتامبر '21
+794
در 0 کانال‌ها
Get PRO
اوت '21
+955
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژوئیه '21
+284
در 0 کانال‌ها
Get PRO
ژوئن '21
+296
در 0 کانال‌ها
Get PRO
مه '21
+333
در 0 کانال‌ها
Get PRO
آوریل '21
+559
در 0 کانال‌ها
Get PRO
مارس '21
+486
در 0 کانال‌ها
Get PRO
فوریه '21
+688
در 0 کانال‌ها
تاریخ
رشد مشترکین
اشارات
کانال‌ها
02 اوت0
01 اوت0
پست‌های کانال
د نورو عیبونو پسې ګرځېدل
د نورو عیبونو پسې ګرځېدل

2
د کتاب له پاڼو (۱۹) سلام ملګريه!
د کتاب له پاڼو (۱۹) سلام ملګريه!
31
3
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۷)
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۷)
42
4
د کتاب له پاڼو (۱۸) د ګناهونو د بخښني ۴۰ اسباب
د کتاب له پاڼو (۱۸) د ګناهونو د بخښني ۴۰ اسباب
59
5
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۶)
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۶)
51
6
الهي مينه د ايمان برخه ده!
الهي مينه د ايمان برخه ده!
53
7
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۵)
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۵)
60
8
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۴)
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۴)
85
9
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۳)
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟ (۳)
116
10
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟
113
11
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟
تر ټولو غوره خلک څوک دي؟
140
12
تر ټولو غوره خلک دي؟
تر ټولو غوره خلک دي؟
1
13
بدون متن...
117
14
د اسلام سپیڅلي دین ډېره برخه احکام معاملات تشکیلوي، او دا د دې لپاره چې د عباداتو اړخ د هر چا فردي موضوع ده؛ یعنې که څوک د عباداتو د برخې په احکامو عمل کوي نو اجر یې یوازې ده ته رسیږي او اصلاح به یوازې تر ده پورې محدوده وي. خو که چېرته یو څوک د معاملاتو د برخې په ټولو احکامو پوره عمل کوي نو د ټولنې د نورو وګړو سره د راکړې ورکړې له امله په ټوله ټولنه کې اصلاحات راځي، عدل رامنځته کیږي او ټولې هغه ستونزې چې په ټولنه کې په معاملاتو کې د فساد له امله خپرې وي له منځه ځي. په اوس وخت کې په بازار کې د معاملاتو په برخه کې ستونزې اوج ته رسېدلې دي، دروغ، فرېب، چل، د حلالو او حرامو پروا نه کول، احتکار، قمار، سود او... خپل وروستي حد ته رسیدلي دي. زموږ د ټولنې ټول وګړي مسلمانان دي او اسلام هیڅکله د دې کارونو اجازه نه ورکوي. اوس پوښتنه دا ده چې د دې سربېره ولې دا کارونه زموږ په ټولنه کې خپاره شول؟ او اوس یې څنګه له منځه یوسو؟ که موږ خپل تېر تاریخ ته وګورو او نبوي دور او له هغه را وروسته د راشده خلافت دور ته ور وګرځو نو وبه مومو چې هغوی د ژوند په هره برخه کې عملا دخیل ول، هغوی لکه څنګه چې دین پاله، د آخرت فکر ورسره وو او د تلپاتې ژوند لپاره یې توښه برابروله، دغه راز د دنیا چارې یې هم پرمخ وړلې، په کاروبار، ټولنیز ژوند او نورو دنیوي چارو کې یې ونډه درلوده. حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه د خلافت په پیل کې لکه څنګه چې د واک چارې پرمخ وړلې دغه راز یې خپل شخصي تجارت هم درلود، ترڅو د ځان او کورنۍ لپاره نفقه ترلاسه کړي. دغه راز حضرت عثمان رضي الله عنه شاید هر چاته معلوم وي چې یو ډېر شتمن صحابي وو او د خپلې شتمنۍ پر بنسټ یې د تبوک غزا پر مهال یې له مسلمانانو سره زیاته مالي مرسته وکړه. همدارنګه حضرت عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه هم د صحابه وو ترمنځ هغه څوګ وو چې زیاته سرمایه یې درلوده، او د ځینو تاریخي روایتونو له مخې ډېره ستره شتمني یې په میراث پرېښوده. دغه راز حضرت زبیر، حضرت عبد الله بن رواحة او نورو صحابه وو رضي الله عنهم خبل شخصي تجارتونه درلودل، چې له برکته یې زیاته شتمني درلوده. په ټوله کې وېلی شو چې صحابه وو درۍ ډوله کارونه مخته وړل: دعوت، جهاد او تجارت. که دقیق ځیر شو همدا لامل وو چې د صحابه وو او وروسته سلفو صالحینو په زمانه کې د معاملاتو په برخه فساد او نورې ستونزې نه وې، ځکه هغوی په عملي توګه په تجارت کې ونډه درلوده، له دې لارې یې نورو تجارانو ته هم دعوت ورکاوه، په راکړه ورکړه کې په هر ډول مسائلو پوهېدل، او کولی یې شول په آسانه ورباندې شرعي نصوص تطبیق کړي. په اوس وخت کې د ډیریو سیمو علماءوو په دې برخه کې کار پرېښی دی، دوی تجارت نه کوي، همدا لامل دی چې په بازار کې تجاران په راکړه ورکړه کې په روا او ناروا نه پوهیږي، او ډېری یې پروا هم نه کوي. دغه راز په بازار کې په معاملاتو د ناخبرۍ له امله علماء کرام نه شي کولی په دې ډول مسائلو شرعي نصوص تطبیق کړي. لهذا علماءوو ته په کار ده چې په عملي توګه په تجارت کې ونډه واخلي، له دې لارې د دعوت په بڼه نورو تجارانو ته د تجارت اړوند دیني مفاهیم ور انتقال کړي، او په راتلونکي کې کولی شي د خپلې شتمنۍ پر بنسټ په ټولنه کې بېلابېل خدمتونه وړاندې کړي، تر څو علماء د دعوت ترڅنګ د اقتصادي خپلواکۍ عملي بېلګه هم وړاندې کړي او په ټولنه کې د ځان بسیاینې فرهنګ پیاوړی شي.
115
15
بدون متن...
114
16
يتيم چاته ويل کېږي؟ یتیم په لغت کې یوازې والي او د انفراد په معنی دی او په اصطلاح کې هغه چاته ویل کېږي چې بلوغ ته له رسیدو مخکې یې پلار مړ شوی وي. د یتیم موضوع په شریعت کې د اهمیت وړ ده، ځکه خو په قرآن کریم کې الله(ج) دوه ویشت ځایه ذکر کړې او مسلمانانو ته یې سپارښتنه کړې چې، په ناحقه د یتیم حق و نه خوري، له دوی سره ښې او نرمې خبرې وکړي، احسان او نیکي ورسره وکړي او دې ته ورته د دوی اړوند نور ډېر موضوعات یې هم ذکر کړي دي. همدا راز رسول الله  صلی الله علیه وسلم هم په ډېرو حدیثونو کې د یتیم پالنې د فضیلت او ثواب په اړه خپل مسلمان امت ته سپارښتنه کړې چې د یتیم خیال وساتي او ښه سالمه تربیه او کفالت یې وکړي، الله(ج) به یې په جنت کې له ماسره یو ځای کړی. همدارنګه له یتیم سره به زموږ نیکي او ښېګڼه دا وي چې، د بلوغ تر دورې پورې د هغه د مال ساتنه وکړو او له دې مرحلې وروسته هغه ته له پلار څخه پاتې شوی مال ټول ور وسپارو ،په دې شرط چې یتیم ځیرکتیا او د ذکاوت داسې پړاو ته رسېدلی وي چې وکولی شي خپل مال په ښه توګه مصرف کړي. د یتیم مال د ورکړې په وخت کې باید داسې ونشي چې، د هغه ښه مال ورڅخه وا خیستل شي او په بدل کې ورته خراب او یا بیکاره مال ورکړل شي، بلکې تر خپل توان پورې ورسره ښېګڼه او نیکي وشي، ځکه دا د یتیم خپل حق دی او په دې اړه الله تعالی په قرآنکریم کې فرمایلي دي: ژباړه: او اې د یتیمانو ساتندویانو! تاسې یتیمانو ته د دوی مالونه ورکړئ (وروسته له دې چې دوی ځېرک شي) او تاسې ښه مال په بد مال سره مه بدلوئ او تاسې د دوی مالونه د خپلو مالونو سره ګډ مه خورئ، خامخا په دې کار کې لویه ګناه ده!( سورة النساء/ 2 آیت). نو اې مسلمانانو وروڼو! د یتیم پالنې فرهنګ ته وده ورکړئ او د یتیمانو په ستومانه ژوند کې خوشحالي او سوکالي راوستل په حقیقت کې یوه لویه نیکي ده، هغه نیکي چې موږ ته د لوی پروردګار له لوري امر شوی دی، په ځانګړې توګه هغه خلک باید د دې دود او فرهنګ په ترویجولو کې زیاته ونډه واخلي، پر چا باندې چې لوی څښتن تعالی د مال او د شتمنۍ پېرزوینه کړې ده او هم د یتیمانو د روزنې توان ولري. بل ځای له حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روایت دی چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: ژباړه: زه او د یتیم کفالت کوونکی به په جنت کې داسې سره نږدې یو، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو دوو شهادت او منځنۍ ګوتو باندې اشاره وکړه او دواړو ګوتو ترمنځ یې لږ فاصله ورکړه. (صحيح البخاري 7/35) علامه ابن بطال رحمه الله د پورتني حديث په شرحه کې لیکلي: چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث واوريده په هغه لازمه ده چې عمل ورباندې وکړي ترڅو په جنت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د انبیاء کرامو او رسولانو علیهم السلام ملګری شي او په آخرت کې د انبیاء کرامو علیهم السلام له ملګرتیا غوره مرتبه نشته ده! علامه نووي رحمه الله لیکي: د یتیم کفالت دې ته وايي؛ چې یو څوک د یتیم حاجتونه او اړتیاوې پوره کړي، لکه خوراک، څښاک، جامه، ادب او تربیه کول او دغه فضیلت هغه چاته حاصلیږي چې له خپل مال څخه او یا د یتیم له مال څخه دده ښه کفالت وکړي.
118
17
بدون متن...
149
18
او وروستۍ، تر ټولو مهمه سناریو دا ده چې د فلسطین اساسي مسئله به لا هم د سیمې د سیاست اصلي موضوع پاتې شي. که غزه بیا ورغول شي، که اداره یې بدله شي او که جګړه ودریږي، تر هغو چې د فلسطین د سیاسي برخلیک، اشغال، دولت او امنیت په اړه بنسټیزه حللاره ونه موندل شي، د شخړې د بیا راژوندي کېدو امکان به تل موجود وي. شاید د دې جګړې تر ټولو ستر درس همدا وي چې اسرائيل کولی شي چې وژنې وکړي،ودانۍ ړنګې کړي خو دا نشي کولی چې د فلسطيني ولس هويت له منځه يوسي،ترڅو چې د فلسطنيانو ځمکه اشغال شوې وي نو يوې جګړې پسې به بله جګړه راځي او اسرائيل به هيڅکله امنيت کې نشي.
143
19
حـ.ـماس د واک په پريښودو سره د اسرئيلو له جګړې شته مشروعيت هم واخيسته،له دې ورسته هم که اسرائيل په غزه کې جګړه روانه ساتي دا نو په ټوله مانا د نړيوالو جنګي جرمونو يوه برخه ده او فکر نه کوم چې د بنيامين نتنياهو حکومت دې نوره سياسي او اقتصادي انزوا د اسرائيلو لپاره وزغملای شي.ځکه دا اوس هم اسرائيل د غزې د جګړې له امله په ډير بد وضعيت کې دي. د حـ.ـماس په روایت کې، د واک سپارل د مقاومت پرېښودل نه دي. دوی د ملکي ادارې او پوځي مقاومت ترمنځ توپیر کوي. د دوی په اند، حکومت یو اداري مسؤلیت دی، خو مقاومت یو ملي مسؤلیت دی؛ ځکه نو کېدای شي حکومت بل څوک وچلوي، خو د مقاومت پروسه دوام ومومي. حـ.ـماس به اوس هغه بوديجه هم د خپل پوځي ځواک په رغولو لګوي چې مخکې يې په اداري برخه کې په عامه خدماتو مصرفوله.غزه کې حکومت پريښودل حـ.ـماس ته دا وړتيا ورکوي چې خپله ټوله انرژي په وسله والې مبارزې راټوله کړي او دا څه خپله د اسرائيلو لپاره د خطر زنګ دی. بل دليل چې حـ.ـماس يې له امله د غزې واک پريږدي هغه د فلسطيني ولس ترمنځ د يوې واحدې اجماع رامنځته کول دي. حـ.ـماس د غزې واک د محمود عباس له ادارې نيولې و او دې ويش اسرائيلو ته ګټه رسوله.اوس که غزه د يو فلسطينۍ ملي ادارې په واک کې پاتې شي نو ددوئ قضيه به په داخل او خارج کې ښه مطرح شي،هغه څه چې اسرائيل يې نه غواړي.اسرائيل د فلسطنيانو له يو والي دومره ډاريږي چې دا اوس محمود عباس سره له کاملې وفادارۍ په غزه کې نه غواړي او فلسطيني حکومت ته اجازه نه ورکوي چې غزه رهبري کړي،ځکه دوئ د يو دولت په توګه د محمود عباس له ولسمشرۍ سره ځکه وران دي چې دوئ د دوه دولتونو حل لاره نه مني او وايي چې د اردن له نهره تر سمندره بايد يو اسرائيلي دولت شتون ولري نه دوه دولتونه. دلته وروستۍ خبره داده چې غزه کې فقط د غزې د اداره کونکې کميټې مشر واک پريښوده،نور ټول څلويښت زره هغه مامورين په ځای پاتې دي چې حمـ.ـاس په دندو ګومارلي دي.د تفاهم له مخې دا کارکونکي له دندو نه شي ګوښه کيدای او په خپل ځای به پاتې وي.همدا ده چې اسراييل وايي دا د حمـ.ـاس يوه سياسي مانوره ده،فقط يو مشر يې ليرې کړ او نور لوړ پوړي مشران او کارکونکي يې لا هم د غزې د دولتي دستګاه په رګونو کې په جريان دي. له همدې کبله، د حماس د لید له مخې، د حکومت سپارل یو تاکتیکي سیاسي ګام دی،دا تاکتيکي ګام هيڅکله هم د وسلې د سپارلو په مانا نه دی،ځکه حمـ.ـاس بيا بيا ويلي دي چې وسله به هغه مهال تسليم کړي ترڅو چې يو واحد فلسطينی دولت رامنځته شي چې پلازمينه يې ختيځ بيت المقدس وي.همدا ده چې د واک سپارل د مقاومت پای نه ده. دوی هڅه کوي د غزې د ملکي ادارې مسؤلیت له خپل پوځي او سیاسي مقاومت څخه جلا کړي، څو هم د خلکو د ژوند د عادي کېدو لپاره زمینه برابره شي، هم د بیا رغونې بهیر اسانه شي او هم مقاومت خپل اصلي تمرکز وساتي. همدا دلیل دی چې د حمـ.ـاس په رسمي بیانونو کې د «د حکومت پای»اصطلاح نه کارول کېږي، بلکې د «اداري مسؤلیتونو لېږد» او «د ملي کمېټې له لارې د چارو اداره»یادېږي. د دوی په اند، حکومت وسیله ده، نه هدف؛ او که وسیله بدلېږي، دا لازماً د هدف د بدلېدو معنا نه لري. راتلونکې سناریوګانې؛ غزه په کوم لوري ځي؟ کله چې جګړه لا بشپړه نه وي ختمه شوې، د راتلونکي په اړه پرېکنده خبرې کول اسانه نه دي. خو د اوسنیو سیاسي او پوځي تحولاتو پر بنسټ، د غزې او د فلسطین د مسئلې لپاره څو احتمالي سناریوګانې تر نورو ډېرې یادېږي. لومړۍ سناریو د اوږدمهاله اوربند او تدریجي بیا رغونې ده. په دې حالت کې به د نړیوالو او سیمه‌ییزو منځګړو په مرسته اوربند ټینګ شي، د غزې اداره به یوې ملي یا ټکنوکراتې کمېټې ته وسپارل شي، د بیا رغونې بهیر به پیل شي او د فلسطيني بندیانو د تبادلې خبرې به دوام ومومي. دا هغه سناریو ده چې ډېری منځګړي هېوادونه یې ملاتړ کوي. دویمه سناریو د ټیټې کچې دوامداره شخړه ده. په دې حالت کې به پراخه جګړه ونه شي، خو وخت ناوخت به هوايي بریدونه، راکټي حملې او امنیتي نښتې دوام ولري. د فلسطین او اسراییلو ترمنځ اړیکې به لا هم د بې‌باورۍ او تاوتریخوالي تر سیوري لاندې وي. درېیمه سناریو د جګړې بیا پراخېدل دي. که د اوربند تړون مات شي، د بندیانو خبرې ناکامې شي، یا سیمه‌ییز ځواکونه په پراخه کچه جګړې ته داخل شي، نو ښايي جګړه یو ځل بیا له غزې هاخوا نورو سیمو ته هم وغځېږي. دا هغه سناریو ده چې ډېری نړیوال ځواکونه یې د مخنیوي هڅه کوي. څلورمه سناریو د فلسطیني سیاسي جوړښت بدلون دی. د جګړې له تجربې وروسته، امکان شته د فلسطین دننه د ملي یووالي، ګډې ادارې او یا د نوې سیاسي نقشې په اړه بحثونه نور هم جدي شي. که څه هم دا بهیر به اسانه نه وي، خو د جګړې تجربې ښودلې چې د کورنیو اختلافونو دوام د فلسطینيانو لپاره ستره ننګونه ده.
117
20
تر جګړې مخکې د منځني ختیځ سیاسي معادله نسبتاً روښانه وه. اسراییل غوښتل له عربي هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، امریکا غوښتل سیمه له لویو جګړو لرې وساتي او عربي هېوادونو هم د اقتصادي پراختیا پر لور تمرکز کړی و. خو «اقصـ.ـی توپان»دا ټولې معادلې له سره ولیکلې. اوس پوښتنه یوازې دا نه ده چې غزه به څوک اداره کوي؛ اصلي پوښتنه دا ده چې د سیمې امنیتي نظم به څه ډول وي؟ اسراییـ.ـلو اعلان کړی چې نور نه غواړي د اکتوبر اوومې ته ورته خطر بیا تکرار شي، ځکه د غــ.ـزې د راتلونکي هره طرحه د امنیت له زاویې ارزوي. په مقابل کې، فلسطیني ډلې ټینګار کوي چې تر اشغال، محاصرې او د فلسـ.ـطین د اساسي مسئلې تر حل کېدو پرته، هېڅ امنیتي طرحه دایمي ثبات نه شي راوستلای. بل مهم بدلون دا دی چې د سیمې ځواکمن هېوادونه اوس د پخوا په پرتله ډېر احتیاط کوي. ایران هڅه کوي د خپل نفوذ ساتنه وکړي، ترکیه غواړي خپل سیاسي رول پراخ کړي، مصر غواړي د غزې په سرحد کې ثبات خوندي وساتي، قطر د منځګړیتوب رول ته دوام ورکوي او امریکا هڅه کوي د جګړې پراخېدل مهار کړي. دا ټولې هڅې ښيي چې د غزې جګړه یوازې د فلسـ.ـطین او اسراییلو ترمنځ شخړه نه ده پاتې شوې، بلکې د سیمې د راتلونکي امنیتي جوړښت یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. له همدې امله، د غزې راتلونکی به یوازې د جګړې په ډګر کې نه ټاکل کېږي، بلکې د مذاکرې پر مېز، د نړیوال سیاست په مرکزونو او د سیمې د هېوادونو په ستراتیژیکو محاسبو کې به هم پرېکړه ورباندې کېږي. ولې حماس حکومت پرېښود؟ د مقاومت او حکومتولۍ ترمنځ د لومړیتوبونو بدلون..! حـ.ـماس غزه له تيرو شلو کلونو څخه اداره کوي.غزه کې تر څلويښت زرو پورې مامورين په دندو بوخت دي.اوس مهال حـ.ـماس په داسې حال کې د غزې واک پريږدي چې د غزې اکثريت برخه ړنګه ده.دا پريکړه حـ.ـماس د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې کوي.غزه کې حکومت پريښودل د فشار پايله نه ده بلکې د هغه ستراتيژۍ برخه ده چې حـ.ـماس ځانته جوړه کړې ده.د حکومت پريښودل هغه ګام دی چې د اسرائيلو په زيان دی خو د فلسطيني ولس او حـ.ـماس په ګټه دی.همدا ده چې کله تيره دوشنبه غزه کې حـ.ـماس واک پريښوده نو لومړی مخالفت يې اسرائيلو وکړ او دا يې يوه سياسي مانوره وبلله.ځکه اسرائيل پوهيږي چې که غزه کې حـ.ـماس واک پريږدي نور د جګړې ۹۵ سلنه بهانې له لاسه وځي او بيا به د نړۍ تم شوی قهر توپاني شي چې په پايله کې به يې اسرائيل يوې بلې سياسي او اقتصادي انزوا ته لاړ شي. څو لاملونه چې حـ.ـماس د يوې منظمې ستراتيژۍ له مخې واک پريښوده: لومړی دا چې که چېرته حـ.ـماس په واک کې پاتې کيږي نو نړيواله ټولنه چمتو نه ده چې له يوه داسې حکومت سره مرسته وکړي ددوئ په ټکو ترهګر دي.اسرائيل هم همدا غواړي چې نړيوالې مرستې غزې ته داخل نشي او د غزې بيا رغونه ونشي.د حـ.ـماس د حکومتولۍ په صورت کې نړۍ او اسرائيلو ته دا قانوني پلمه په لاس ورتلله ترڅو غزه ونه رغول شي.د اسرائيلو په اهدافو کې يو قوي هدف دا هم دی چې غزه ويجاړه پاتې شي ترڅو خلک يې په ړنګو ودانيو کې تنګ شي او له غزې څخه هجرت وکړي او په پايله کې غزه د اسرائيلو د واک لاندې راشي.خو حـ.ـماس په هيڅ صورت داسې څه نه غواړي ځکه که چيرته داسې وشي نو د فلسطين قضيه به د تل لپاره ختمه شي.همدا ده چې حـ.ـماس چمتو دی ترڅو واک پريږدي.پايله به يې دا شي چې اروپايي هيوادونه،عربي نړۍ او د نړۍ ګڼ هيوادونه به د غزې په بيا رغونه کې ونډه واخلي او هغه پلان به ناکام شي چې اسرائيل يې لري.اسرائيل همدا اوس هم غزې ته د رغنيزو توکو د ننوتلو اجازه نه ورکوي،دليل يې دادی چې دا د حـ.ـماس لاسته ورځي،خو که حـ.ـماس واک کې نه وي نوره دا پلمه هم له منځه ځي. د حـ.ـماس په وینا، د دې حرکت اصلي هویت د حکومتولۍ نه، بلکې د مقاومت دی. د دوی په باور، په ۲۰۰۶ کال کې د ټاکنو له ګټلو او وروسته د غزې د ادارې له مسؤلیت اخیستو وروسته، د حکومتولۍ دروند بار د مقاومت د اصلي مأموریت ترڅنګ پر دې حرکت یو بل ستر مسؤلیت هم ورزیات کړ. د جګړې وروسته شرایطو بیا دا بار څو چنده دروند کړ. غزه له داسې بشري ناورین سره مخ شوه چې د بیا رغونې، روغتیا، تعلیم، خدماتو او نړیوالو مرستو مدیریت یې ځانګړې ملکي ادارې ته اړتیا لرله. حماس استدلال کوي چې که د ادارې واک یوې ملي او غیرګوندي ادارې ته وسپارل شي، نو نړیواله ټولنه به د مرستو، بیا رغونې او اداري چارو په برخه کې له کم خنډ سره مخ شي. بله دا چې اسراييل اوس مهال غزه کې جګړې ته پلمې جوړوي،په دغه پلمو کې يوه يې دا هم وه چې غزه کې د حـ.ـماس حکومتولي ړنګوو نو ځکه جګړې ته دوام ورکوو.اسرائيلو تل هڅه کړې جګړه د «حماس د حکومت» پر ضد وښيي، نه د فلسطین د اشغال د مسئلې پر ضد. د همدې لپاره، د حکومت له ادارې څخه شا ته کېدل، د حماس په تحلیل کې، د اسراییلو له هغه تبلیغاتي استدلال څخه هم یوه مهمه وسیله اخلي چې ګواکې د جګړې موخه یوازې د حمـ.ـاس د حکومت نسکورول دي.
69