📚Rokhan library 📚روښان کتابتون📚
Open in Telegram
💡روښان کتابتون 📚 هر ډول علمي،سياسي،اقتصادي،ديني او عصري،ناولونه،تاريخې معلوماتي کتابونه، احاديث، غوره ويناوې، شعرونه په مختلفو ژبو کې نشر کيږي پښتو،فارسي،عربي،اردو،انګليسي، مقصد مو د مطالعې عام کول دي♥️
Show more1 206
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
-1930 days
Posts Archive
Repost from Greater Afghan Library📚
د یویشتمې پیړۍ دوزخ
لیکوال: گیلامن وزیر
#گیلامن #گیلامن_وزیر
#دیویشتمې_پیړۍ_دوزخ
▪️ علامه ابن قیم الجوزی رحمه الله فرمایي:
▫️شیطان له درېو لارو څخه کولی شی د رحمان پر بندګانو داخل شي:
1- د غفلت او ناپوهۍ له لارې،
2- د شهوت له لارې،
3- او د غصې (قهر) له لارې.
📚 الوابل الصیب، صـ ۳۷ اهداف و مرام، شرح فارسی بلوغ المرام
🔰 امام عینی حنفي رحمه الله وایي:«که ښځي ته اجازه وي چې د مباحو امورو لپاره له کوره ووځي،نو غوره ده چې د واجبو یا مستحب امورو لپاره ووځي؛لکه د شهادت ادا کول،فرض حج،د پلار،مور او خپلو محارمو لیدو لپاره،او[د علم او پوهې حاصلولو لپاره]»
📚 (عمدة القاري،کتاب الصلاة و کتاب النکاح) [فقه الإسلام،شرح فارسي صحیح البخاري الإمام (۳۲/۳۳)]
➖ ګرانو دعوتګرانو!
🔹اوسنی وخت،دنرمۍ،صبر،زغم او حکمت وخت دی،د شدت او سختۍ وخت نه دی.ځکه چې ډېری خلک د الله عزوجل له دین څخه ناپوهه دي او د دنیا د مال او متاع په لټه کې دي.له همدې امله،لازمه ده چې له خلکو سره د صبر او زغم له لارې مخته ولاړ شو،تر څو خپلو هدفونو او موخو ته چې د کتاب او سنت پیروي ده،ورسېږو.او دا سبب شي چې خلک له موږ څخه ونه تښتي،او زموږ خبرو ته غوږ ونیسي.
📚 مجموع الفتاوی (۸/۳۷۶۹)
د اولاد وژنه بېلابېلې طریقې لري،[خو تر ټولو خطرناکه یې]دا ده چې اولاد له علم او صحیح عقیدې څخه لرې وساتل شي،ځکه چې په دې سبب یې دنیا او آخرت تباه کېږي.
📚 تفسیر عون المنان (۱۱/۷۸۹)
🌸 هیڅکله د خلکو د خبرو پسې مه ګرځه...پرېږده چې هر ډول نومونه او لقبونه درباندې کیږدي!
🔹 ته د خپل ځان لپاره ژوند وکړه.نه د خلکو لپاره
🔹امام شافعي رحمه الله وایي:هر څوک چې فکر کوي چې د خلکو له خبرو څخه خوندي پاتې کیدی شي، هغه لیونی دی!
کله چې دوی د الله په اړه وویل چې درې خدایان دي او د هغه د پیغمبر ﷺ په اړه یی وویل چې هغه لیونی او شاعر دی نو دا څنګه ممکنه ده چې دوی ستا په اړه هیڅ ونه وايي!
🔹 د خلکو خبرې د ډبرو په څېر دي؛ ته کولی شې دا ډبرې راټولې کړې او پر شا یې کېږدې،تر څو ستا ملا د هغوی لاندې ماته شي؛خو همداراز ته کولی شې دا ډبرې تر پښو لاندې کېږدې،او د پورته کېدو او بریالیتوب لپاره یې د زینو په توګه وکاروې!
🔹 د خلکو خبرې دې د زړه اه او غم مه جوړوه،بلکې هغه څه چې الله (نه خلک) له تا ویني فکر وکړه.
📚شرح فارسي عمدة الأحکام
🔹پوه شه چې په لمانځه کې سستي رزق او روزي کموي:
🔸 امام خلاد رحمه الله فرمایي: «هغه قوم چې په لمانځه کی سستي او کوتاهي کوي،د دوی لومړنی عذاب دا وي چې رزق او روزي یې کمه شي»
📚 فتح الباري لابن رجب (۳/۱۴۴)
{ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ}[سورة الأعراف،۵۵]
یعنې:«خپل رب په عاجزۍ او پټه توګه راوبلئ،بېشکه چي هغه له حده تېري كوونكي نه خوښوي.
د سعید بن جبیر څخه د دې آیت په تفسیر کې روایت شوی،چې ویلې یې دي:د هیڅ مؤمن سړي یا ښځې پر ضد د شر دعا مه کوئ[لکه دا چې ووايې]یا الله! هغه رسوا او بې عزته کړه،یا پرې لعنت وکړه،یا داسې ورته نور الفاظ،ځکه چې دا عمل تجاوز او تېري دی.
[الدر المنثور اثر سیوطی(۳/۴۷۵)].
[تفسير عون المنان، سوره ی الاعراف]
🔹په اسلام کې ښځه د مېړه له وفات وروسته اختیار لري چې واده کوي یا نه؛هېڅوک نشي کولای چې هغه له نکاح کولو څخه منع کړي.او همدارنګه دا هم پر هغې لازمي نه ده چې خامخا دې د خپل مېړه له ورور سره واده وکړي!.
🔸«سبیعه اسلمیه رضي الله عنها د خپل میړه له مړینې څو شپې وروسته،یو ماشوم وزیږوه،د رسول الله ﷺ حضور ته راغله او له هغه څخه یې د واده کولو اجازه وغوښته،رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته اجازه ورکړه او هغې واده وکړ».
🔸ښځه آزاده ده،هغه کولی چې د څلورو میاشتو او لسو ورځو له عدت وروسته،له هر چا سره چی غواری واده وکړي،یا هیڅکله واده ونکړي.
🔹او هیڅوک حق نلري یوه ښځه،چې میړه یې وفات شوی وي،دې ته مجبوره کړي چې په هماغه کور کې پاتې شي–لکه څنګه چې ځینې پښتانه وروڼه دا کار کوي.
📚له کتاب:توصیه های پیامبر علیه السلام در مورد ازدواج
Repost from Greater Afghan Library📚
د اسلام ساتونکي ته!
اسلام ساتونکي ته داستشهادي مجاهد عمر منیب په زړه پوري تألیف دی،شهید عمر منیب روان قمري کال خپل ارمان د شهادت عالي مقام ته د یو استشهادي برید په پایله کې ورسید.انا لله و انا الیه راجعون
د اسلام ساتونکي ته ( کتاب) تازه د فرهنګي کمیسیون د تألیف او ترجمې څانګې په ښه صحافت او کاغذ پر ۱۹۵ مخونو چاپ کړی دی.
یاد شوی کتاب پر پنځو بابونو مشتمل دی او په خورا جالب او معیاري انداز یې علمي او جهادي مسایل لوستونکو ته وړاندې کړي دي.
شهید لیکوال پر دې کتاب سربیره ځینې نور اثار هم لیک او ترجمه کړي دي:
د خبیب له داره د معاصر استشهاد تر مداره
زه ولې استشهاد ته وهڅېدم
تلپاتي جنت او د ور رسیدلو لارې چارې
او د شهادت فضیلت
د اسلام ساتونکي ته کتاب مطالعه کول د هر مجاهد لپاره یوه حیاتي اړتیا ده. الله تعالی دې همدا کتاب د شهید لیکوال لپاره جاریه صدقه وګرځوي!
Repost from Greater Afghan Library📚
د خبیب (رض) له داره، د معاصر استشهاد تر مداره
لیکوال، استشهادي بدرالدین «خبیب»
⛔️ د جمعې په ورځ د امام د خطبې په وخت کې د احتباء یعني(دزنګونو چسپول خپلی سینی سره) په حالت کې مه کېنئ؛
🔹 امام احمد او ترمذي له معاذ بن انس رضی الله عنه څخه روایت کوي چې هغه وویل:« أَنَّ النَّبِیَّ ﷺنَهَی عَنِ الحبْوَة یَوْمَ الجُمُعَةِ وَالإِمَامُ یَخْطُبُ» مسند احمد (۲۴/۳۹۳)، ترمذي (۵۱۴) او همدارنګه ابو داود (۱۱۱۰).
یعنی:رسول الله ﷺ د جمعې په ورځ،د خطبې پر مهال د احتباء له ناستې څخه منع کړې ده.
🔹احتباء: یعني زنګونونه د سینې سره چسپول یا نښلول.
📚[جامع الاحادیث الصحیح].
💠 ایمان او وجدان دا غوښتنه کوي چی کله یو څوک له پېښې یا مصیبت سره مخ وي، نو [د خپل وس او توان سره سم] مرسته او همکاري ورسره وکړو، نه دا چې سمدلاسه موبایل ټېلفون راواخلو،او د هغه ویډیو یا عکس واخلو،او هماغه کس په هغه ناورین او مشکل کې یواځې پرېږدو!!
🔹 ګرانو ډاکترانو!
🔸 د مریضانو په اړه د الله تعالی څخه وویریږئ،او لوړ قیمتونه لرې او ختم کړئ.که له یوې خوا ورسره مرسته کوئ، نو له بلې خوا پرې مالي فشار مه راوړئ،
🔹 د الله تعالی څخه وویریږئ، او له ناروغانو سره په هره برخه کې همکاری وکری،نه دا چې پر هغوی مالی فشار واچوئ.
🔸 ګرانو ډاکترانو! آیا تاسو د رسول الله ﷺ دا حدیث هېر کړی دی چې وایي::«مَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ،كَانَ اللَّهُ فِي حَاجَتِهِ، وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً، فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرُبَاتِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ»صحیح البخاري:۲۴۴۲
یعني:هر څوک چې د خپل ورور اړتیا پوره کولو کی وي،نو الله تعالی به د هغه اړتیا پوره کړي.او څوک چې له یوه مسلمان نه یوه ستونزه لرې کړي،الله به د قیامت له سترو ستونزو څخه یوه ستونزه ترې لرې کړي.
او آیا له دی حدیث څخه مو خبر نکړم!وعن النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ رضي الله عنه قال: قال رسولُ اللهِ ﷺ:«تَرَى المؤمنِينَ في تَراحُمِهِمْ وتَوادِّهِمْ وتَعاطُفِهِمْ كَمَثَلِ الجَسَدِ؛ إذا اشتَكَى منه عُضْوٌ، تَداعَى له سائرُ الجَسَدِ بالسَّهَرِ والحُمَّى».متفقٌ عليه
یعنې:نعمان بن بشیر رضي الله عنه وایي:رسول الله ﷺ فرمایلي دي: مسلمانان د یو بل په مینځ کې داسې دي لکه د یوه جسد غړي؛که چېرې یو غړی یې په درد کې وي،نو د جسد په نورو برخو هم ناراحتي او تبه راځي.
🔹 سیدنا عمر بن خطاب رضي الله عنه فرمایي:
«الرَّاحَةُ فِي تَرْكِ خُلَطَاءِ السُّوءِ»
یعني: آرامي او سکون د بدو ملګرو په پرېښودو کې ده.
📚 الزهد، أبو بکر الشیباني (۲۸۷هـ)، ص ۴۹
امام ذهبی رحمه الله وایی:له فاسدو خلکو سره په دې نیت واده مه کوئ، چې تاسې به هغوی اصلاح کړئ؛ځکه کېدای شي هغوی تاسې فاسد کړي.
د مثال په توګه،عمران بن حطان دخوارجو فرقی له یوې ښکلي ښځې سره واده وکړ،او فکر یې کاوه چې هغه به د اهل سنتو پر لاره راولي؛خو برعکس، پخپله د خوارجو له مشرانـو څخه شو.
📚 سیر أعلام النبلاء: ۴/۲۴۱
📘 فقه الإسلام، شرح فارسي صحیح البخاري الإمام
