📚Rokhan library 📚روښان کتابتون📚
Open in Telegram
💡روښان کتابتون 📚 هر ډول علمي،سياسي،اقتصادي،ديني او عصري،ناولونه،تاريخې معلوماتي کتابونه، احاديث، غوره ويناوې، شعرونه په مختلفو ژبو کې نشر کيږي پښتو،فارسي،عربي،اردو،انګليسي، مقصد مو د مطالعې عام کول دي♥️
Show more1 206
Subscribers
No data24 hours
No data7 days
-1930 days
Posts Archive
له خپلو لوڼو او خویندو سره نیک چلند کوه،او کله چې هغوی [ستا کور ته]راشي،خپله خوشالي څرګنده کړه،او د ناپوهانو مخالفت وکړه:{وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِالْأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ(۵۸)يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ ۚ أَيُمْسِكُهُ عَلَىٰ هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ ۗ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ (۵۹)}[النحل:۵۸–۵۹].
او کله چې له دوی څخه یوه ته د لور زېږېدو زېری ورکړل شي،نو مخ یې تور شي، او له غصې ډک شي.له خلکو پټ ګرځي،د دې بد زېري له امله سوچ کوي: «ایا دا (لور) له سپکاوي سره ژوندۍ پرېږدي،که یې خاورو ته وروسپاري؟!»هو!څومره بده فیصله ده چې دوی یې کوي!
تفسیر عون المنان: ۱۹/۴۵۴
د_انفاق_او_صدقې_ارزښت
🔹رسول الله ﷺ فرمایي،الله تعالی فرمايي:«یَا ابْنَ آدَمَ! أَنْفِقْ، أُنْفِقْ عَلَیْکَ»(صحیح مسلم)
یعني:اې د آدم زویه! لګښت وکړه،ترڅو پر تا هم لګښت وشي.
Repost from Greater Afghan Library📚
شتمنه پښتونخوا
د شهيد مولانا خانزېب کتاب "شتمنه پښتونخوا" د پښتونخوا د قدرتي وسائلو علمي، سائنسي او سياسي لوست" چاپ ته وسپارل شو.
د دې کتاب لوستل د ټولو پښتنو ځلمو لپاره اړین دي ، او نورو ته رسول یې باید هر پښتون خپل مسؤلیت وګڼي.
"د شهيد موﻻنا خانزېب دا کتاب د رسا رهنمایۍ یو مستند ﻋﻼج دی. باید دا کتاب د پښتونخوا سره تړلي هر وګړي ته ورسېږي، د دې ژباړه پۀ نورو ژبو کښې وشي او بیا بیا چاپ شي. زۀ ګڼم چې دا کار دې وخت کښې پۀ تعلیمي ادارو او پروفېسرانو څېړنکارانو فرض ؤ خو هغوي نه پوره نۀ شو او موﻻنا خانزېب دغه فرض ادا کړو. یقیناً دا زیار به ئې تاریخ پۀ زر زرینو ټکو یادوي. "
#شتمنه_پښتونخوا
#ShtamanaPakhtunkhwa #شتمنه_پښتونخوا
#EvolvingTheNation
#پشتونخوا
🔰 ای د جمعې خطیبه! د خپلې خطبې موضوع په ښه ډول[او مهمو او ارزښتناکو موضوعاتو]چمتو کړه،ځکه چې خلکو غسلونه کړی،ځانونه یې خوشبویه کړي او له سهار وختي راغلي دي چې په دې مبارکه ورځ کې حاضر شي.نو له الله څخه وویریږه د هغو خبرو په اړه چې ته یې له خولې وباسی.
📚 (رسالهی 100 کلمه در مسیر دعوت)
💠 خپل بې وزله ګاونډیان باید هېر نه کړو:
🔹 رسول الله ﷺ فرمایي:«هغه څوک مؤمن نه دی چې خپله موړ وي،خو ګاونډی یې تر څنګ وږی وي!»
🔸 النبي ﷺ وفرمایل:«لَیْسَ الْمُؤْمِنُ الَّذِي یَشْبَعُ وَجَارُهُ جَائِعٌ إِلَی جَنْبِهِ.»
🔹 حاتم طائي رحمه الله به مېږیانو ته وچه ډوډۍ ټوټه ټوټه کوله، بیا به یې ویل: «دا زموږ ګاونډیان دي، او پر موږ حق لري!»
📚 [الأدب المفرد: ۱۱۲].
📚[جامع الاحادیث الصحیح].
✍️ یادونه:هڅه وکړئ چې یوازې د خوړو مرسته ورسره ونه کړئ،بلکې د زدهکړې او کسب غمه یې هم وخورئ، ځکه چې که یو څوک زدهکړه او کار زده کړي،نو سبا به په خپلو پښو ولاړ وي،او بیا به د بل چا مرستې ته محتاج نه وي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د الله عزوجل رحمت ته د رسېدو لارې (۱۳)برخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۹) د الله تعالى د عذابونو څخه ویره او داريدل!
دا ډیر مهم صفت دی،د قرآن کریم نه چې فائده ورباندي اخستل کيږي،د انسان زړه چې ورباندي نرميږي،انسان چې د الله تعالى محبوب ورباندي جوړيږي،د الله د رحم او شفقت لائق او مستحق چې جوړيږي،نو هغه د الله تعالى د عذابونو نه ویره او خوف دی.
کافر خو هسي هم د الله د عذاب څخه نه ويريږي نو پکار دا ده چې مؤمن د دي څخه همیشه په ويره کي وي چې اې الله:چیرته ستا دا عذابونه په ما را نازل نه شي،چيرته زه د دي مستحق جوړ نشم!!.
له الله نه ویره کول د ايمان د لوازماتو څخه ده،دا د ایمان مهمه برخه ده،لکه قرآن کريم کي راغلي:(وَخَافُونِ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ).آل عمران:١٧٥
انسان چې څومره اوچت مقام ته رسيږي،څومره چې الله ته نزدي كيږي نو هغومره ئي ويره او خوف سيوا كيږي.
نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي:
(وَاللَّهِ إِنِّي لَأَخْشَاكُمْ لِلَّهِ).قسم په الله زه تر تاسو ټولو له الله نه ډير ويريږم.رواه البخاري في صحيحه وابن حبان وغيرهما.
دا حدیث په دي الفاظو هم راغلی: (فَوَاللَّهِ إِنِّي لَأَعْلَمُهُمْ بِاللَّهِ وَأَشَدُّهُمْ لَهُ خَشْيَةٌ).متفق عليه
د نورو رسولانو او أنبياوو عليهم السلام متعلق راځي:(الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا الله).
د ملائكو متعلق راځي:(يَخَافُونَ رَبَّهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ).د خپل هغه رب نه ويريږي څوک چې د دوی نه بره او اوچت دی.النحل:٥٠
د علماوو متعلق راځي(إِنَّمَا يَخْشَى الله من عباده العلماء). (فاطر:(۲۸).
د متقيانو مؤمنانو په صفت کي راځي:(وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوُا وَقُلُوبُهُمْ وَجِلَّةٌ).المؤمنون:٦٠
روايت كي راځي عائشة رضى الله عنها وایی ما وويل:اې د الله رسوله! د دي نه شرابیان او غله خلک مراد دي؟نو رسول الله صلى الله عليه وسلم راته وفرمايل: (لا يا بِنْتَ الصِّدِّيقِ وَلَكِنَّهُمُ الَّذِينَ يَصُومُونَ وَيُصَلُّونَ وَيَتَصَدَّقُونَ وَهُمْ يَخَافُونَ أَنْ لَا يُقْبَلْ مِنْهُمْ).
نه کنه!د ابوبكر لوري!!بلکي د دي نه ښه لمونځ ګذاره او روژه دار مؤمنان مراد دي؛چې هغوی ویریږی چی هسی نه زمور اعمال قبول نه شي.رواه الترمذي وابن ماجه والبيهقي وصححه الالبانی.
په قران کريم کي راغلي:(لِيُنذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوا وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ).
دا نبي تاسو ويروي او تاسوکی به تقوی راشي،او په تاسي به رحم وشي.
په سورت ياسين کي راځي(وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ).
کله چې دې کافرو ته وويل چې د مخکيني او وروستني يعني د (دنيوي او اخروي) عذاب نه ویریږئ،نو په تاسي به رحم وکړل شي.
د (لعل) نسبت چي الله عزوجل ته وشي نو د(ايجاب) يعني خامخا والي معنا وركوي، مطلب هغه کار ضرور كيري.
نو د رب العلمین عذابونه را يادول ډير ضروري دي او د دې نه هر وخت په الله باندي پناه غوښتل پکار ده!!.
(وَلَمَّا سَكَتَ عَنْ مُوسَى الْغَضَبُ أَخَذَ الْأَلْوَاحَ وَفِي نُسْخَتِهَا هُدًى وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ).(الأعراف: ١٥٤).
امام بخاری په خپل صحيح کی روایت نقل کړی:(عَنْ أَبِي سَعِيدٍ ، رَضِيَ اللهُ عَنْهُ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم أَنَّ رَجُلاً كَانَ قَبْلَكُمْ رَغْسَهُ اللهُ مَالاً فَقَالَ لِبَنِيهِ لَمَّا حُضِرَ أَيَّ أَبٍ كُنتُ لَكُمْ قَالُوا خَيْرَ أَبٍ قَالَ فَإِنِّي لَمْ أَعْمَلْ خَيْرًا قَطٌّ فَإِذَا مُتُّ فَأَحْرِقُونِي ثُمَّ اسْحَقُونِي ثُمَّ ذَرُّونِي فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ فَفَعَلُوا فَجَمَعَهُ اللَّهُ عَزَّوَجَلَّ فَقَالَ مَا حملك قال مَخَافَتكَ فَتَلَقَّاهُ بِرَحْمَتِهِ).
تاسي وګورئ دلته په دغه سړي باندي د الله رحمت پدي خاطر شوی چې دی د الله تعالى څخه ويريدل،د الله خوف او ويره د هغه د رحمت سبب شوه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شرح اسماء الله الحسنى
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په دوام،تر بیا ان شاءالله!
🌻#د_سلفو_صالحینو_ویره_د_فتوا_ورکولو_څخه
🔹 امام ابو حنیفه رحمه الله فرمایي:
«که د مسؤلیت ادا نه وای،فتوا مې نه ورکوله؛ځکه څه ګټه لري داسې کار،چې خوږوالی یې د نورو لپاره وي،خو حساب او پوښتنه یې زموږ څخه؟»
📚له کتاب: «۱۲۹، سخن طلایی امام ابوحنیفه رحمه الله ص:۳۲».
(سخنچیني)د جادو یوه بڼه ده،ځکه چې دا په پټه او دروغجنه توګه د دوو کسانو مینه او دوستي په دښمنۍ بدلوي.
📚 [تفسیر عون المنان – سورت الفلق]
امام شافعي رحمه الله فرمایي:«زه په هر حال کې پر رسول الله ﷺ ډېر درود ویل خوښوم،خو په ځانګړي ډول د جمعې په ورځ او شپه کې پر رسول الله ﷺ په کثرت سره درود ویل ډېر زیات خوښوم.همداراز د سورت کهف تلاوت د جمعې په ورځ یا شپه کې، د هغو روایتونو له مخې چې په دې اړه راغلي، خوښوم»
📚 الأم: ۱/۲۳۹
▫️هغوی چې زیار او هڅه یې د خلکو د هدایت پر ځای،د هغوی دوزخ ته لېږلو لپاره وي!
سفیان ثوري رحمه الله فرمایي:«زه نه خوښوم چې ټول خلک سمې لارې ته هدایت کړم،او په بدل کې یوازې یو کس بې لارې کړم».
📚 الاعتصام، امام شاطبي رحمه الله
📘 اهداف و مرام – شرح فارسي بلوغ المرام
🔹 امام سحنون رحمه الله فرمایي:
🔸 استاد او معلم ته جایز نه ده هغه ماشومان چې درس وایی او زدهکړه کوي،د خپلو شخصي اړتیاوو لپاره واستوي (او هغوی له درس او تعلیم څخه پاتې شي).
📚 آداب المعلمین (ص: ۹۶)
🔹د مسلمانانو اصلاح او نجات په سمه توګه د اسلام پېژندل، او بیا په هغه عمل کول دي.
🔸شیخ عبدالحمید بن بادیس رحمه
🔹شيخ عبدالعزیز بن باز رحمه الله فرمایي:
🔸سهار او ماښام سورت اخلاص او معوذتین (یعنې فلق او ناس) درې ځله لوستل،د جادو او نورو ناروغیو څخه د ساتنې یوه وسیله ده.
📚 نور علی الدرب ۳/۲۹۵
اې فلانکیه، ته په تېرو ورځو کې چېرې وې؟!
که چا پرون لمونځ نه کولو او زړه یې معلق مسجد سره نه وه،خو نن ورځ مسجد ته راغلی او لمونځ کوي،نو هغه ته تائب(توبه کوونکی)ووایه نه «منافق!».
هیڅکله د خپل ورور پر ضد د شیطان مرسته مه کوه!
📒د سلفو صالحینو حالات په مبارکه روژه کې
{سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ} اعراف ۱۴۶
هغه کسان چې په ناحقه په ځمکه کې تکبر کوي،ژر به یې له خپلو آیتونو محروم کړو.
🔹دسلفو صالحیونو څخه یوکس ویلی:علم خجالتی او متکبر کس ته نه رسیږي.
🔸 بل ویلي دي:چا چې د علم زدهکړې لپاره د یو ساعت صبر ونه شو زغملی،هغه به د تل لپاره په ذلت او ناپوهۍ کې پاتې شي. [تفسیر ابن کثیر:(۲/۲۳۷)]
📚 تفسیر عون المنان:(۸۹۶/۱۲)
🔹 هو! نن د دعا ورځ ده...
رسول الله ﷺ فرمایي:د جمعې په ورځ داسې یو ساعت شته چې هر مسلمان دعا وکړي او له الله څخه خیر وغواړي، هغه به یې حتماً ورکړي.
فِی الْجُمُعَةِ سَاعَةٌ لَا یُوَافِقُهَا عَبْدٌ مُسْلِمٌ قَائِمٌ یُصَلِّی فَسَأَلَ اللَّهَ خَیْرًا إِلَّا أَعْطَاهُ.(متفق علیه و جامع الاحادیث الصحیح).
امام ابن قیم رحمه الله وایی:«د جمعې د ورځې د دعا قبولېدو یعنې د (اجابت) وخت د جمعې ورځې په وروستۍ برخه کې دی.او دا د ډېرو سلف صالحینو قول دی،او زیاتره احادیث هم همدې ته اشاره کوي»
📚 زاد المعاد، جلد ۱، مخ ۱۴۰
