en
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Open in Telegram

Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
239
Subscribers
+124 hours
+77 days
+1430 days
Posts Archive
وايي نن د مَينانو ورځ ده مګر: زه کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم يو کتاب مې مخته پروت دی مګر بند دی ښۀ کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم نه مې چاسره خبرو ته زړۀ کېږي نه مې خيال کې شته چې ووځم بهر ته پر مخپاڼه کې پوسټونه دي خوښۍ دي او زه ناست يم له کړکۍ راغلي لمر ته نپويېږم، خو لاسو کې مې زور نشته جګېدل مې آن له وسې دي وتلي ستا انځور مې کمپيوټر کې راړولی او حواس مې دي په هر لوري پاشلي کله ګورم ورته، کله مې سوچ واخلي چې له مانه پس به څنګه يې نازکې!؟ زما سترګې به دې هغسې فيوريټ وي؟ منتظره به مې يې، هاغسې ورۀ کې؟ شبو! هر څۀ چې دي زه دې خوښي غواړم زه که ښه يم او که نه يم پروا نشته که رښتيا ووايم اوس يو څه ارام یم د پخوا رقم مې زړه کې سودا نشته وايي نن د مَينانو ورځ ده مګر: زه کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم يو کتاب مې مخته پروت دی مګر بند دی ښۀ کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم

دومره سړه مینه؟ سلام دې هم را ونه لېږه د مینې ورځ وه یو پیغام دې هم را ونه لېږه ګل دې را ونه لېږه تش اظهار دې هم ونکړ هغه زما زړګی لېلام دې هم را ونه لېږه #پیر_باران

ته زما څه یې چې غرور مې درته مات مات دی؟ ته زما څه یې چې پښتو مې دې په سیند یوړه؟ ته زما څه یې چې خبرې کوې ماته ګورې؟ ته زما څه یې چې د زړه دروازه نه ټکوې؟ ته زما څه یې چې بس یو زما رضا ته ګورې؟ ته زما څه یې چې راځې نو شاته شاته ګورې؟ ته زما څه یې چې خبرې دې خوږې لګي؟ ته زما څه یې چې ساه ګانې دې پستې لګي ته زما څه یې چې بې تاد ځان په مرګ راضي یم؟ ته زما څه یې چې له خدایه تاته ‌‌‌‌‌‌ډیر ګورمه؟ ته زما څه یې چې په خوب کې درپسې ګرځمه؟ ته زما څه یې چې د زور مخ ته دې هېڅ یمه؟ ته زما څه یې چې څه ته وایې هماغه کوم؟ ته زما څه یې چې له خدای دې باغي کړی یمه؟ ته زما څه یې چې په اور کې دې نیولی یمه؟ ته زما څه یې چې په ساه پسې دې ساه اخلم؟ ته زما څه یې چې هر درد دې به بها اخلم؟ ته زما څه یې چې په ما د غږ بانه لټوې؟ تا زما څه یې چې په خوی دې هندو کړی یمه؟ ته زما څه یې چې په اور کې دې نیولی یمه؟ ته زما څه یې چې همزولې دې زما قدر کوې؟ ته زما څه یې چې یاران دې راته هم یادوي؟ ته زما څه یې چې هر کار دې راته ښه ښکاري؟ ته زما څه یې چې مرۍ کې دې اوبه ښکاري؟ ته زما څه یې دا په لاس زما نوم ولې لیکې؟ ته زما څه یې ؟ زه په دې سوال ویده ولی شم؟ ته زما څه یې دا ځواب ولې نه راکوې؟؟؟ ته زما څه یې که ازل مې یې خو ووایه نو! ته زما څه یې که غزل مې یې خو ووایه نو ! ته زما څه یې که خپل ځان مې یې خو ووایه نو ! ته زما څه یې که ارمان مې یې خو ووایه نو! ته زما څه یې که جانان مې یې خو ووایه نو !! Saeed Shinwarai

اختلاف مو پۀ خبرو کې ضرور دی تا کتاب لوستی، ما لوستې زندګي ده 22:55

د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم زنده ګي مې له تا پس خرابه شوې دا نو مه پوښته چې ولې او په څه شي نور يې څه کوې خو بس خرابه شوې د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم ملامته درته ډېېر يمه پويېږم خو باور وکه بېخي خوشاله نه يم ژوند قفس دی او يوازې پکې ګېر يم د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم خبر شوی يم دا څه موده ښه نه يې ناروغۍ کې هم زما نوم در په زړه وي لکه ما غوندې په ما پسې اوبه يې د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم زما عمر دې هم خدای پاک تاته درکړي رکه روغه شې پخير دعا مې دا ده يو سکون دې د مات زړه درزا ته درکړي د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم شبو! حال د ډاډي هم له تا کم ندی هره ورځ يې نوی غم له ستوني تاو وي ته باور وکه چې نن سبا سم ندی د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم زنده ګي مې له تا پس خرابه شوې دا نو مه پوښته چې ولې او په څه شي نور يې څه کوې خو بس خرابه شوې

وايو به داستان درمله چا، چاته د ستړي ژوند؟ شپه وه چې د مات کټ په شلېدلې لنګه تېره شوه 😎

لکه د کور ترټولو شاته دېوال نه چاته ښکارم، نهٔ چا رنګ کړمه 😎

د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه د کابل ښار دی لامده لامده واټونه توره شپه ده او يوازې يم راوتی ليدی نشم د قهوې رسټورانټونه د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه دوه کسي چترۍ مې لاس کې ده خو بنده زړه مې وايي چې بايد ځان پکې خيشت کړم نن سبا مې زړه موړ شوی دی له ژونده د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه پاس د غره په سر رنګه رڼاوې ښکاري ستا ډالۍ چشمې مې شنو سترګو کې ايښي خبر يم، ځان راته ښه بې لارې ښکاري د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه د موټرو هارنوو کيسه کې نه يم زړه مې وايي راته ټوله شپه به ګرځې پروا نشته د خوبوو کيسه کې نه يم د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه شبوګۍ! راته يادېږې خدای شاهد دی وايم نن خو ګرځېدلي و تر ډېره لېونۍ! راته يادېږې خدای شاهد دی د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه د کابل ښار دی لامده لامده واټونه توره شپه ده او يوازې يم راوتی بد ښکارېږي د قهوې رسټورانټونه

تل را چوخېږي خوږوي مې لکه ستنې پشان غم رانه تاو وي همېشه، لکه څرمنې پشان جنت به وي ډېرو ته ښه، مګر که مانه پوښتې ښکلی به نه وي ستا د نرمې خوږې زنې پشان زه چې اوس سر په شګو کېدمه پروا نکوي محسوسوم يې ستا د تکې سرې لمنې پشان ته زما مرګ ته منتظره راشې زه مُسکی شم ماته خو ښکاري هره ورځ لکه پوښتنې پشان شبو! ډاډی دې يمه دغسې نو مه کوه داسې را ګورې نن سبا لکه دښمنې پشان

زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو چې د ښار ناجو له سپينو واورو ډک وي تا دې خړ بالاپوښ کلک وي را اغوستی قدمونه دې له بل وخته چټک وي زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو چې په پولِ پيسه ګي يې ته ولاړه زه رخصت واخلم دفتر نه در روان شم او زاړۀ سما واچي ته لاړ شو دواړه زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو ماښامی وي او هغۀ هوټل کې کېنو د احمد ظاهر سندره وي چالانه په سينو کې نه وي زړه هوټل کې کېنو زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو د کور مخته دې ګلدان کې ليک خطا وي ته پويېږې چې دا ما دی غورځولی زړه دې چغې غواړي روح دې په هوا وي زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو چې نه درد وي شبو نه دا نور غمونه پخوانۍ کېمرې ته ودرېږو يو ځای کې او پرې وباسو ساده باده عکسونه زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو چې د ښار ناجو له سپينو واورو ډک وي تا دې خړ بالاپوښ کلک وي را اغوستی قدمونه دې له بل وخته چټک وي

Story

د خدای په نوم باندي شروع وکړه، نڅا وکړه محبت سازي جلۍ هله بسم الله وکړه نن مي بې خوده کړه له خوده مي په شا يوسه زما پر ذات باندې دانه وانه عذاب وشينده پر دې صحرا وجود سړه تبه راواړه پر مخ يې څاڅکي ستا د حسن د درياب وشينده خلګو ته وښيه چي مينه بايد څنګه وسي؟ ګلاب را واخله پر صفحو يې د کتاب وشينده ستا اداګاني ښيي ته که چيري نره وای محبت سازي جلۍ خاص به پيغمبره وای ستا د ښایست تشبه راوتې له جنته ده ته له هغه خاوري يې جوړه، کوم چي حوري دي ستا له خندا نه موسیقي جوړه ، اذان جوړ دی او ستا خبري بيا له ذاته د سندري دي ستا لوپټه لکه بيرغ دومره خوږه آيسي سترګې دي جوړي د شينوارو له ګورګوري دي زما د ژوند د هر پړاؤ خوږه شېبه اوسه محبت سازي جلۍ زړه کي مي دېره اوسه زه ارغوان يمه ضرور در پسي مخ اړوم لکه د لمر غوندي په ښار چي را څرګند ته يې لکه يوسف پوري تړلې د يعقوب بينايي زما په روح پوري همدغسي پيوند ته يې هله را وغږېږه غواړم چي غزل وليکم زما د شعر نوې خبره ته يې، خوند ته يې لکه امېل دي زه په غاړه کي په دار ښه يم محبت سازي جلۍ زه په زړه بيمار ښه يم مخ ته مي کښېنه ، چي حواس سمه ساه واخلي ته د لمر عکس يې او زما بيخي ساړه کيږي زه د هغه زخم په څير يم چي درمل غواړي او له درمل پرته! ټول ژوند پکښي اوبه کيږي کب له اوبو پرته د خدای په روی هم ساه نه اخلي څه څه له تا بغيره ژوند!؟ دا له ما نه کيږي ګنهکاريږم که مکان ته لا مکان وايم محبت سازي جلۍ ژوند ته خدای پامان وايم حيدر اياز

امانتي مې ګور کې کېږدئ چې یار خبر شي ما به خپل کلي ته وړینه * ټپه

ایمو په بدو دې ښه وشه توته مې زړه دې بادو قران که شي مئینه خوستۍ لهجه

پهٔ بنګالۍ کوډو مې هېر کړ! څوک به کافر وي چې یې بیا رایادوینه

په صداقت دې خاورې واوړه زړګی مې راوړه په يارۍ پښیمانه يمه

عشقه رواني مرض دې راکړلو! نن هغې زړې ډاکټرې ولیدم راغله په موسکا یې راته وویل مخ باندې دې ګونځې ډیرې شوې دي سر نه دې ویښته هم دوړیدلي دي ته جوړ لا هم هغسې په غم کې یې زه ورته په سترګو کې موسکی شومه ورو غوندې مې وویل چې ښه یمه هغسې دورې راباندې نه راځي اوس بی له دوا هم ویده کېږمه بیا هم کله کله څوک رایاده شي بیا مې په خبرو کې ساه لنډه شوه څنګه چې ډاکټرې راته وکتل سترګې مې له اوښکو ډکې شوې وې سيد شاه سعود.

د کامران احمدزي چټ دی، ما ویلی تاسې یې هم واورئ!

Kamran ahmadzai chat.mp315.11 MB

په تنګ راغلى زه د ځمکې له امته يمه چې راپرېوتى ستا د سترګو له جنته يمه چاته د پورته کتو هم نه يمه ستا له وجهې د ملامته جانان سترګې يمه، ښکته يمه ټولې دنيا ته لاړ شه، وګرځه، که خپل يې نکړې پر ما ډاډه راځه، زه ستا پخوانۍ پته يمه آب حيات راته پکار ستا له کوثرې خولې دى زه جل وهلى او محروم له دې رحمته يمه تا کړى ضد دى، بشرمله چې غږېږې به نه ضد کې خو زه تانه پنځه ګوتې اوچته يمه فردوس بشرمل ✍️