پښتو شعرونه
Open in Telegram
Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
239
Subscribers
+124 hours
+77 days
+1430 days
Posts Archive
239
وروسته له مودو مې لمسوي د وطن باد
خـــوږ خـــوږ رالګـــيږي د مچـکو په رقم
يما🍁ـــــــــ
239
تږى تږى درته راغلم د خدايانو له هجومه
يــــوه لـــپه شراب را، الله هــو په بسم الله
هوا ډهول وهي ډمانې زلفې وسپړه مستانې
عنبـــــرينه کـــړه فضا، الله هـو پــه بــسم الله
غم ته مه ژاړه بلبلې خلاصې ونيسه منګولې
غــــچ ترې واخله په نڅا، الله هو په بسم الله
زلـــــفې واړوه پـــــه شـــا تڼۍ خلاصې د قبا
کــــړه ورسۍ د جنت وا، الله هو په بسم الله
حوره ناسته ده خفه زاهد ناست په عبادت
حــــوري غواړي له الله، الله هو په بسم الله
يمــــــــا مست لکه انګور له جهانــه بې پروا
خولګــــۍ راکه په خندا ،الله هو په بسم الله
239
#نظم
د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي
چې زما پَریشاني له توله وتې
نوک رڼا پسې د تللو لارې نشته
او چاپیره سیاهي له توله وتې
د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي
خاموشي لکه د سَلو هدیرو ده
شور د دوو معصومو سترگو په تېغ مړ دی
کرب اوښتی د خپل جام په کنارو ده
د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي
یو احساس په مخه کړی یم له ځانه
دومره ډېر شکایتونه راسره دي
لکه سیند مې سینه ډکه ده اسمانه
د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي
اوس مې هم په دواړو سترگو کې بلیږي
ته وا گوته مې نیښتې ده په وره کې
رایادیږي، رایادیږي رایادیږي
د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي
سربداله د جذبو په دایره یم
که عیار دی او که یار دی رانه ورک دي
بې له عشقه بې له یاره اواره یم
عیار
