fa
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

رفتن به کانال در Telegram

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
239
مشترکین
+124 ساعت
+77 روز
+1430 روز
آرشیو پست ها
‏روغ زړکی وو خنداګانې وې لاليه ‏د حالاتو جبر بل رقم خاموش کړو🫡

هره قیصه به د ناصح نه منې د زړه اواز هم اورېدل پکار دي

هره نا دوده به دې یوسم په یارانه کې دې شریک کله منمه.

وروسته له مودو مې لمسوي د وطن باد خـــوږ خـــوږ رالګـــيږي د مچـکو په رقم يما🍁ـــــــــ

سترګي دې پټې پټې کيږي درانه باڼه پرې ګرځوې ستړې به وينه ټپه

تږى تږى درته راغلم د خدايانو له هجومه يــــوه لـــپه شراب را، الله هــو په بسم الله هوا ډهول وهي ډمانې زلفې وسپړه مستانې عنبـــــرينه کـــړه فضا، الله هـو پــه بــسم الله غم ته مه ژاړه بلبلې خلاصې ونيسه منګولې غــــچ ترې واخله په نڅا، الله هو په بسم الله زلـــــفې واړوه پـــــه شـــا تڼۍ خلاصې د قبا کــــړه ورسۍ د جنت وا، الله هو په بسم الله حوره ناسته ده خفه زاهد ناست په عبادت حــــوري غواړي له الله، الله هو په بسم الله يمــــــــا مست لکه انګور له جهانــه بې پروا خولګــــۍ راکه په خندا ،الله هو په بسم الله

خدايه د ښکلو مٸيندې مړې کړې چې ياري نکٸ سترګې ولې توروينه ټپه

لاس پرې ماتوي هم څه سړي دي زمزمې خوب کول هم غواړي پر څنګل د جينکو! ❤️

Story

ناڅاپي به لالی درولي په مخه کله کله الله دومره مهربان شي 🥱

ستا د سترګو ملګرتیا ورسره نشته دا خندا دې له ناکامه راته ښکاري!

اوس نو زما د ژړاګانو ښۀ سهي موسم دی زما د غم پۀ اندازه واوره پۀ غرونو وشوه شهاب

ګورې نه؟ سترګې مې ډکې ډکې کیږي نوم د تګ پهٔ خولهٔ وانخلې، باران راغی 🥹

پۀ غرونو بېرته واورې وورېدې خو اوبۀ شوې ځواني بيا رانغله شهاب

تته ړڼا او دې واورين موسم کې تاسره جوخت مې اخيستلی قدم Zamzama Ghazal

قراره پاتې نه شې د دنیا له عیاشۍ! چې حورو ته په ږیرو کې شیخان ګوتې وهي قرار

له هر ښايست نه لږه لږه مينه وغواړمه آبادوي د خدای کورونه په چندو خلک Maiwand Darzaar

درځاره! هر سړي ته وایمه چې ځار دې شم مړه چې دا لا څومره زور زما په زړه کې دی

#نظم د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي چې زما پَریشاني له توله وتې نوک رڼا پسې د تللو لارې نشته او چاپیره سیاهي له توله وتې د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي خاموشي لکه د سَلو هدیرو ده شور د دوو معصومو سترگو په تېغ مړ دی کرب اوښتی د خپل جام په کنارو ده د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي یو احساس په مخه کړی یم له ځانه دومره ډېر شکایتونه راسره دي لکه سیند مې سینه ډکه ده اسمانه د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي اوس مې هم په دواړو سترگو کې بلیږي ته وا گوته مې نیښتې ده په وره کې رایادیږي، رایادیږي رایادیږي د لالي په بې حِسي مې دې قسم وي سربداله د جذبو په دایره یم که عیار دی او که یار دی رانه ورک دي بې له عشقه بې له یاره اواره یم عیار

چې ځې نو لاړ شه، زه به هم لاړ شم الله مالک دی، لویه دنیا ده....! ممتاز✨