en
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Open in Telegram

Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
237
Subscribers
No data24 hours
+47 days
+1230 days
Posts Archive
بس لالیه زهٔ مرغی نهٔ یم، کاش وای چې ستا له کوره به اوس څو داورې راتاو وای 😏🫣

ته ورته دعا وايي لاسونه دې اوچت کړل زه ورته ګيلې وايم مولا ته يې کوې خدای خبر دا چاته دې زړه ډک دې له خبرو هلته يې څوک نه اوري نو ماته يی کوې

د نيمې شپې ټپې چې غواړي، يا ليوني وي، يا په زړۀ ويشتلي وينه ! 😏

په نيمه شپه ټپه راوکه ويشتلي زړونه به دعا درته کوينه

نن ډېر سخت راپه زړه شوی یو سړی دی، نن څه بل رقم عذاب دی، کلیواله. نه سلام کوي نه خاندي نه راګوري؛ څه نامرده انتخاب دی، کلیواله. زړه مې ډک دی له یوې نړۍ غمونو، ځان اخیستی اضطراب دی، کلیواله. ملامت نه یی سالِکه چي زنګیږې، حسن نه دی؟ خو شراب دی، کلیواله

ستا هېرولو ته مې دوه رڪعته نفل وڪړل.. عجیبه دا وه، چي دعا ڪې مې بیا ته غوښتلی..💔🥺 جواد خپلواک
ستا هېرولو ته مې دوه رڪعته نفل وڪړل.. عجیبه دا وه، چي دعا ڪې مې بیا ته غوښتلی..💔🥺 جواد خپلواک

په نه خبره لاړ شې مرور شې په ژړا شې راکړی راته خدای داسې صنم لکه ماشوم 🫠

فراغت ته مې یوازې دوه سمستره پاتې ول غزل همدغه ورځ وه، چې وجود مې سرې لمبې وکړې موږ جينکو! د خپلو هيلو جنازې وکړې يو د بې وسه وطن پيغلې، زړۀ به مات ګرځوو دوی مو ارمان وواژه، موږ يې تماشې وکړې یو څو کسانو مو د ژوند واک پۀ لاسو کې واخيست زموږ په سر يې څه! ناترسې فيصلې وکړې پۀ ډېرو چيغو مې را وختې په زړۀ تڼاکې چا مې غږ نه اورېد، ما هر طرف نارې وکړې يوه ذره تاثيريې هم وجود کې نه راتللو موږۀ بې درکه ښاريي ته زمزمې وکړې Zamzama Ghazal

Story

نن دې ژړوم ستا ژړولو ته مې زړۀ شوی نن راته کنځل وکړه کنځلو ته مې زړه شوی

ابد ابد لکه لاله به مې وي داغ په زړګي ستا له رقیب سره خواله به مې وي داغ په زړګي د عشق په خیر به مې مړې کړي خدای ملنګې سترګې دا ستا د زړه د ور تاله به مې وي داغ په زړګي نظام به جوړ، امن به راشي او غربت به ورک شي د فیض حمید د چای پیاله به مې وي داغ په زړګي هغه پوښتنه چې یې ته کړلې پردۍ له ما نه هغه فریاد، هغه ګیله به مې وي داغ په زړګي جلاله! لار د بیلتانه به مې سودا وي د سر رامنځته شوې فاصله به مې وي داغ په زړګي *جلال امرخېل*

چې په ځنځیر مې درنه ونه تړي په تعویذو خو دې قران که پریږدم 😁

انتظار خوړلې سترګې دې جارېږم احساسات د محبت مو رسوا شوي څه چې ښه و هغه واړه بلا شوي دا کیسه راته له عرشه ورانه ښکاري ګینې نوک او ورۍ کله جلا شوي پښتنو کې مینه کفر دی محبوبې چې هر چا کړې ده دواړه تبا شوي له دې غمه ځمکې ځمکې ته وارېږم انتظار خوړلې سترګې دې جارېږم زړه د صبر بالخته باندې کېږدو اوس لاسونه دواړه خوله باندې کېږدو ستا د فکر جامې اوښکو لمدې کړي دا په هغه دېواله باندې کېږدو له دې بند حالاته خامخا را وځو دا خبره به په زړه باندې کېږدو که زما خبره نه منې قارېږم انتظار خوړلې سترګې دې جارېږم وه د عشق په اخري مقام ولاړې څه کافرو ګمانونو خواته لاړې یو سلام مې هم لا نه دی اړولی زه خو نه یم ګرځېدلی او ته ژاړې ما یقین درته په لپه کې راوړی ته د مات باور خبرې څنګه ژباړې په ناهیلي نظر مه ګوره ډارېږم انتظار خوړلې سترګې دې جارېږم

شته دلته بلا خلک بلا کیسې زه په‌ کې والا یوازې شوی یم 🥺💔

والله ښهٔ نهٔ یم جانانه!🥀🥲 ـــــ دروغجن دروغجن خاندم چلاکي کوم لګیه یم نهٔ مې زړهٔ ښهٔ دی نهٔ زهن زنده ګي کوم لګیه یم تا وېلي ؤ په څهٔ یې؟ نور پهٔ څهٔ نهٔ یم جانانه! والله ښهٔ نهٔ یم جانانه! ــــ د ادې په اصطلاح مې په سرکي قران که مې خوند وي هر وخت هر ځای رایادیږي بې له تا مې خراب ژوند وي تا وېلي ؤ پهٔ څهٔ یې؟ نور په څهٔ نهٔ یم جانانه! والله ښهٔ نهٔ یم جانانه! ـــ سر دردي راسره مل ده زړهٔ خوږي راسره مل ده یو میلیون رقم بېمار یم زړهٔ تنګي راسره مل ده په ډاکټر په ملا نهٔ شي عاشقي راسره مل ده تا وېلي ؤ په څهٔ یې؟ نور په څهٔ نهٔ یم جانانه! والله ښهٔ نهٔ یم جانانه! ــــ نهٔ بنډار هغسې خوند کړي نهٔ په څڼو وهم ګوتې بېلتانهٔ دې حسابي کړم اوس په لارو ګڼم ګوتې تا وېلي ؤ په څهٔ یې؟ نور په څهٔ نهٔ یم جانانه! والله ښهٔ نهٔ یم جانانه! ــــ رنګ مې ورو ورو خرابیږي زړهٔ مې هر څهٔ نه توریږي بې له تا څهٔ زنده ګي ده!؟ دا زما څهٔ زنده ګي ده!؟ تا وېلي ؤ په څهٔ یې؟ نور په څهٔ نهٔ یم جانانه! والله ښهٔ نهٔ یم جانانه! ـــــ خالي دومره ده لالیه زنده ګي ورباندې بوج ده نور منلی بېخي ښهٔ دی زړهٔ تنګي ورباندې بوج ده مړی تور وي او که سپین وي؟ چې له ما دې لرې ساتي زهٔ یې نه منم لالیه که رواج وي او که دین وي تا وېلي ؤ په څهٔ یې؟ نور په څهٔ نهٔ یم جانانه! والله ښهٔ نهٔ یم جانانه!!! ــــ منلی🥀🥲💔

څه مقـدس او څه زمزم مخونه خدایـــــه منم، منم، منم مخونه زه ادم زاد پسې رنګ رنګ لاړمه ده ښکلــــو سم غنم غنم مخونه 😍

څوک زخمي کړي؛ څوک مرهم کړي ژوند نخرې رقم، رقم کړي! ته لږ صبر مسلمانه! خدای به ټول کارونه سم کړي! اندېښنې مې ماغزه وخوري او خراب راته زړه غم کړي! دوه مئين په مخه ښه کې څنګه خپلې اوښکې تم کړي؟ هېڅ ګيله مې ترېنه نه شته هر ستم چې مې صنم کړي! ارمان تللی ميکدې ته! د خمار عذاب به کم کړي! *نصرت ارمان*

د سترګو ډډې به راشنې کړي خالي منلیه زور د ویښو شپو به څهٔ وي منلی