پښتو شعرونه
Відкрити в Telegram
Показати більше
Країна не вказанаКатегорія не вказана
237
Підписники
Немає даних24 години
+47 днів
+1230 днів
Архів дописів
237
ته ورته دعا وايي لاسونه دې اوچت کړل
زه ورته ګيلې وايم مولا ته يې کوې
خدای خبر دا چاته دې زړه ډک دې له خبرو
هلته يې څوک نه اوري نو ماته يی کوې
237
نن ډېر سخت راپه زړه شوی یو سړی دی،
نن څه بل رقم عذاب دی، کلیواله.
نه سلام کوي نه خاندي نه راګوري؛
څه نامرده انتخاب دی، کلیواله.
زړه مې ډک دی له یوې نړۍ غمونو،
ځان اخیستی اضطراب دی، کلیواله.
ملامت نه یی سالِکه چي زنګیږې،
حسن نه دی؟ خو شراب دی، کلیواله
237
ستا هېرولو ته مې دوه رڪعته نفل وڪړل..
عجیبه دا وه، چي دعا ڪې مې بیا ته غوښتلی..💔🥺
جواد خپلواک
237
فراغت ته مې یوازې دوه سمستره پاتې ول
غزل
همدغه ورځ وه، چې وجود مې سرې لمبې وکړې
موږ جينکو! د خپلو هيلو جنازې وکړې
يو د بې وسه وطن پيغلې، زړۀ به مات ګرځوو
دوی مو ارمان وواژه، موږ يې تماشې وکړې
یو څو کسانو مو د ژوند واک پۀ لاسو کې واخيست
زموږ په سر يې څه! ناترسې فيصلې وکړې
پۀ ډېرو چيغو مې را وختې په زړۀ تڼاکې
چا مې غږ نه اورېد، ما هر طرف نارې وکړې
يوه ذره تاثيريې هم وجود کې نه راتللو
موږۀ بې درکه ښاريي ته زمزمې وکړې
Zamzama Ghazal
237
ابد ابد لکه لاله به مې وي داغ په زړګي
ستا له رقیب سره خواله به مې وي داغ په زړګي
د عشق په خیر به مې مړې کړي خدای ملنګې سترګې
دا ستا د زړه د ور تاله به مې وي داغ په زړګي
نظام به جوړ، امن به راشي او غربت به ورک شي
د فیض حمید د چای پیاله به مې وي داغ په زړګي
هغه پوښتنه چې یې ته کړلې پردۍ له ما نه
هغه فریاد، هغه ګیله به مې وي داغ په زړګي
جلاله! لار د بیلتانه به مې سودا وي د سر
رامنځته شوې فاصله به مې وي داغ په زړګي
*جلال امرخېل*
237
انتظار خوړلې سترګې دې جارېږم
احساسات د محبت مو رسوا شوي
څه چې ښه و هغه واړه بلا شوي
دا کیسه راته له عرشه ورانه ښکاري
ګینې نوک او ورۍ کله جلا شوي
پښتنو کې مینه کفر دی محبوبې
چې هر چا کړې ده دواړه تبا شوي
له دې غمه ځمکې ځمکې ته وارېږم
انتظار خوړلې سترګې دې جارېږم
زړه د صبر بالخته باندې کېږدو
اوس لاسونه دواړه خوله باندې کېږدو
ستا د فکر جامې اوښکو لمدې کړي
دا په هغه دېواله باندې کېږدو
له دې بند حالاته خامخا را وځو
دا خبره به په زړه باندې کېږدو
که زما خبره نه منې قارېږم
انتظار خوړلې سترګې دې جارېږم
وه د عشق په اخري مقام ولاړې
څه کافرو ګمانونو خواته لاړې
یو سلام مې هم لا نه دی اړولی
زه خو نه یم ګرځېدلی او ته ژاړې
ما یقین درته په لپه کې راوړی
ته د مات باور خبرې څنګه ژباړې
په ناهیلي نظر مه ګوره ډارېږم
انتظار خوړلې سترګې دې جارېږم
237
والله ښهٔ نهٔ یم جانانه!🥀🥲
ـــــ
دروغجن دروغجن خاندم
چلاکي کوم لګیه یم
نهٔ مې زړهٔ ښهٔ دی نهٔ زهن
زنده ګي کوم لګیه یم
تا وېلي ؤ په څهٔ یې؟
نور پهٔ څهٔ نهٔ یم جانانه!
والله ښهٔ نهٔ یم جانانه!
ــــ
د ادې په اصطلاح مې
په سرکي قران که مې خوند وي
هر وخت هر ځای رایادیږي
بې له تا مې خراب ژوند وي
تا وېلي ؤ پهٔ څهٔ یې؟
نور په څهٔ نهٔ یم جانانه!
والله ښهٔ نهٔ یم جانانه!
ـــ
سر دردي راسره مل ده
زړهٔ خوږي راسره مل ده
یو میلیون رقم بېمار یم
زړهٔ تنګي راسره مل ده
په ډاکټر په ملا نهٔ شي
عاشقي راسره مل ده
تا وېلي ؤ په څهٔ یې؟
نور په څهٔ نهٔ یم جانانه!
والله ښهٔ نهٔ یم جانانه!
ــــ
نهٔ بنډار هغسې خوند کړي
نهٔ په څڼو وهم ګوتې
بېلتانهٔ دې حسابي کړم
اوس په لارو ګڼم ګوتې
تا وېلي ؤ په څهٔ یې؟
نور په څهٔ نهٔ یم جانانه!
والله ښهٔ نهٔ یم جانانه!
ــــ
رنګ مې ورو ورو خرابیږي
زړهٔ مې هر څهٔ نه توریږي
بې له تا څهٔ زنده ګي ده!؟
دا زما څهٔ زنده ګي ده!؟
تا وېلي ؤ په څهٔ یې؟
نور په څهٔ نهٔ یم جانانه!
والله ښهٔ نهٔ یم جانانه!
ـــــ
خالي دومره ده لالیه
زنده ګي ورباندې بوج ده
نور منلی بېخي ښهٔ دی
زړهٔ تنګي ورباندې بوج ده
مړی تور وي او که سپین وي؟
چې له ما دې لرې ساتي
زهٔ یې نه منم لالیه
که رواج وي او که دین وي
تا وېلي ؤ په څهٔ یې؟
نور په څهٔ نهٔ یم جانانه!
والله ښهٔ نهٔ یم جانانه!!!
ــــ
منلی🥀🥲💔
237
څه مقـدس او څه زمزم مخونه
خدایـــــه منم، منم، منم مخونه
زه ادم زاد پسې رنګ رنګ لاړمه
ده ښکلــــو سم غنم غنم مخونه
😍
237
څوک زخمي کړي؛ څوک مرهم کړي
ژوند نخرې رقم، رقم کړي!
ته لږ صبر مسلمانه!
خدای به ټول کارونه سم کړي!
اندېښنې مې ماغزه وخوري
او خراب راته زړه غم کړي!
دوه مئين په مخه ښه کې
څنګه خپلې اوښکې تم کړي؟
هېڅ ګيله مې ترېنه نه شته
هر ستم چې مې صنم کړي!
ارمان تللی ميکدې ته!
د خمار عذاب به کم کړي!
*نصرت ارمان*
