پښتو شعرونه
Open in Telegram
Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
237
Subscribers
+324 hours
+57 days
+1230 days
Posts Archive
237
غــزل
له لغمان نه تر ڪــــــــــــــــــــــــابله ځانته ګورم
یو پاګــــــــله مڪـــــــــــــــــــــــمله ځانته ګورم
چـې ټپـــــــــــــو ڪې راسره بـــــــدرګه وڪـړي
ورپســـــــې ګرزم بــــــــــــــلبله ځانتـــه ګــــورم
چې هغې هیر ڪـړم زه یې هم قصه ڪې نه یم
دنیــــــــــا ډڪـــه ده ڪـــــم بله ځانـــته ګــورم
فـــــردي نه خـــــــــپلېږي دا مـــــتل صحیح دی
نن نه وروســــــته ڪـــــمه خـــــپله ځانته ګورم
غوصه ڪــــــېږې څـــــله ته خو زمــــا ځان یې
تــــــاته نه ګــــــــــــورمه ګــــــله ځانتـه ګـــورم
ای سنجـــــشه! ڪــــــتابچې دې ټـــــولې راوړه
ســـــتا غــــــزلو ڪــــــې غـــــزله ځانـته ګــورم.
عمران سنجش
237
مالګې به په خپلو پرهرونو باندې واړوم
خاورې به په ټولو ارمانونو باندې واړوم
بیا به په نظر ستا د ړندو سترګو درنشمه
ځان به درنه جګو جګو غرونو باندې واړوم
ته که ېې رانکړې خاندان به دې بدرنګه شي
شاید چې تیزاب ېې په مخونو باندې واړوم
مینه به جایز کړمه پښتو مښتو به ماته کړم
پل به په تمامو رواجونو باندې واړوم
زهر به د زړه د درد ټکور کړم او کیسه ختمه
یو ګیلاس اوبه به په اورونو باندې واړوم
ګوګل صافى
237
پخوانی غزل
بېخي ډېر حيران مې سترګو ته ولاړ وي
يو برباد انسان مې سترګو ته ولاړ وي
سر په هره دوراهۍ راباندې ګرځي
تا رټلی ځان مې سترګو ته ولاړ وي
چې لۀ ښاره دې تېرېږم لکه مرم چې
زما هر ارمان مې سترګو ته ولاړ وي
هر ماښام د کاري ورځې،ستا بنګړي او
د زرګر دوکان مې سترګو ته ولاړ وي
یوسف نامی چې ماښام کورته رانشي
سلامت کنعان مې سترګو ته ولاړ وي
زمانې وشوې چې هر طرف دې ګورم
خو همدا اسمان مې سترګو ته ولاړ وي
چې عظمت دې بيانېږي ما چورتي کړي
د کعبې بتان مې سترګو تهولاړ وي
شهاب
237
ستا خو په دې ټولو بلا وګرځه
مه ځه کنه پاتې شه را وګرځه
دا مقام به ونه مومې بل زړه کې
لاړه شه په ټولې دنيا وګرځه
خدايه بنده ګانو ته مې مه پرېږده
ته مې د دردونو دوا وګرځه
بهسودوال#
237
په دار زه یمه ملګرو سنګسار زه یم
دیو چا دزړه دننه ایسار زه یم
له بلها مودې نه وروسته یې زنګ راغی
دا په دې معنا چې بیا یې پکار زه یم
مجبور
237
صدقه دې شم له سوي لوي رنګه
په قسم او په وعدو باندې ولاړ یم
وا به نه وړمه په مرګ له محبته
خپلې ټولې ښېراګانې به دې واخلې
که خبره شوې زما له مجبوریته
ستا په تور مې تورې کړي تورې سترګې
زما لمن دې پاکه نه شي له تهمته
خیر که لږ دې لرې شوی یم له څنګه
صدقه دې شم له سوي لوي رنګه
څه خبره یې چې روغ درپسې مړ یم
زما مینه له پخوا هم ډېره شوې
لکه ته چې مې دلاسه څخه وځي
داسې یره مې په زړه کې تېره شوې
ائینه کې راته بل سړی ښکارېږي
که څهره مې له نظره هېره شوې
مرورې سترګې مه اړوه له جنګه
صدقه دې شم له سوي لوي رنګه
ستا د شونډو په پاړونو مې قسم دی
مړاوې زلفې به دې بېرته را تازه کړم
اننګو ته به دې ورکه مستي راوړم
او د عشق نوې سندرې به ور زده کړم
ماته دومره وخت قربان دې شمه را چې
ترهېدلي ارمانونه ځان سره کړم
سپینې لیچې به دې بیا ناڅي له شړنګه
صدقه دې شم له سوي لوي رنګه
237
نظم.!
دا ستا په سر باندې بدنامه شومه
نن مې ته واوره یاره غلی کېنه
نن به زما یو څو خبرې اورې
نن مې جرات کړی نازبینه یاره
درته ګېلې کوم شېرینه یاره
څه مې ګناه څه مې خطا کړې ده
ماخو له تاسره وفا کړې دی
ستا په رضا ما تل رضا کړې ده
تاسره مینه مې رښتیا کړې ده
ماخو همېش درته سلام کړی دی
ستا آن د سپي مې احترام کړی دی
نن به مې سوز ډکې سندرې اورې
نن به زما یو څو خبرې اورې
خپلو پردو په ما شکونه کول
ما ستا په سر به تل جنګونه کول
پاتې اوس یاره له هر چانه شومه
دا ستا په سر باندې بد نامه شومه
دا ستا جانانه تل پیغور راکوي
هم راته مور او هم مې خور راکوي
وایي په چاچې نازېدلې څه شو
ورته مدام چې خندېدلې څه شو
چغې نارې مې زورورې اورې
نن به زما یو څو خبرې اورې
د بیلتون اور کې مې سېزې ظالمه
خا نو اوس چاته مې پرېږدې ظالمه
بې حده لویه ناروا دې وکړه
د یو څو ورځو ملګرتیا دې وکړه
پښتونه ښکلي ښایسته دې نه کړل
هېلې دې راکړل خو پوره دې نه کړل
خپل خواهیشاتو ته دې وساتلم
بیا دې نفرت اور کې دې وسېزلم
ظالمه یاره زما چغې اورې
نن به زما یو څو خبرې اورې
زما دې سپینه لمن توره کړله
یوه معصومه دې سرتوره کړله
راشه لاس نښې خامخا دې واخله
خپله دې نه کړمه الله دې واخله
کم اصل یار سره وفا مې وکړه
منم سنجشه! چې ګناه مې وکړه
عمرانه ځکه په ښکاره وایم
د زړه له درده نه دا ټپه وایمه
چې یاري کړې اصل یې ګوره
کم اصل یار به دې ټول عمر شرموینه.
عمران سنجش
237
مخ ګرځومه په يو ښکلي پسې
مخ د يو ښکلي مصيبت سره يم
ته پکښي ولي نه يې؟ تا ترې غواړم
مشت و ګرېوان مې د قسمت سره يم
*شاهد قماش*
237
که تقدير راسره لږه لار کولى
سخته نه وه چې پردي راوړي خپل شی
تقدس مو د ارمان غوټۍ رېبلي
دا دروغ دي به نن سبا کې ګل شي
نامرادې سترګې هر خوا غړومه
ژوند د زغم له دایرې بیخي وتلی
زړه مې ستړى، له ما لاره ورکه شوې
نه زما شوې، نه دې غم شمه زغملى
غږ مې نه خېژي، د زړه په رنځ اخته یم
سترګې ډکې، نیمه خوا مې مرادونه
ما په هر زيارت ځولۍ ده غوړولې
خو راوړي مې خالي خالي لاسونه
کاش چې یاره ما یو څه درته کوی شوای
صدقه دې، دښمنان دې درته ومري
زه ژوندى په ځمکه ګرځم، ته د بل شوې
دا رښتيا دي څوک د چا له غمه نه مري
