ru
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Открыть в Telegram

Больше
Страна не указанаКатегория не указана
239
Подписчики
+124 часа
+77 дней
+1430 дней
Архив постов
ته ملا ته جنتي ته فرښته او زه بې دينه دوزخی او بې ایمانه 😢🙏

ما د زخمونو ژبې وګنډلې ماته یې شر جوړوه شور یې کاوه 💔😢

غزل..! یاره، په څه شي مې بخښې؟ څه وکړم؟ زنه دې ونیسم، که ښپې؟ څه وکړم؟ چې ستا انځور زوم نه کړم، ښکل یې نه کړم، خوب راته نه راځي د شپې، څه وکړم؟ خدایه، زه هم کعبې ته تلل غواړم، خو خدایه، چې نه لرم پیسې، څه وکړم؟ خدایه! منم چې خودکشي ارام ده، خدایه! خو درد کړمه ارې، څه وکړم؟ سنجشه! ځکه زه تنها ګرځمه، هر چا راکړي دې دوکې، څه وکړم؟ عمران سنجش

د انګورو اوبه راوړم او که زهر؟ زړه تنګونه بچیش څه به درته ښه وي؟

کاروان بابا وایي: نړۍ به هم خوږه وي د تورې ګوړې پشان لـکه انــګور د میزان افغانستان خـوږ دی او ممتاز وایي! تا ته وه څو قدمه لار په هر قدم خراب شوم لکه انګور د هرات راغلم په تورخم خراب شوم

Story

د نیمې شپې ټپې! په نیمه شپه باران وریږي یار مې یاديږي ماته نه راځي خوبونه په نيمه شپه دې ديــدن غوښتو ساړه مــــې کېږي ما درپټه کړه ميٸنه رباب وهې ګوتې دې پرې شه په نيمه شپه درته سرتوره ناسته يمه دا نیمه شپه رباب غږیږي د بام په سر ورته یوازې ناسته یمه په نیمه شپه دې زړه را ډک شه په نیمه شپه مې سترګې ډنډ ولاړې دینه د نيمې شپې ټپې مزه کړي څوک به مين وي څوک ورک له ملکه وينه په نیمه شپه دې زړه را ډک شه په نیمه شپه مې سترګې ډنډ ولاړې دینه په نيمه شپه سپوږمۍ ته ناست يم روغــې رنـځــورې ورتـه سـتا بـيـانومه په نیمه شپه مې زړه ته راغلې تړلی زړه مې زنځیرونه ماتوینه په نيمه شپه دې زړګی وچوه په نيمه شپه مې سترګې ډنډ ولاړې دينه د زړہ آزار مې ورپسې شه ډېر مې په نیمه شپه ژړلې دې مئینه په نیمه شپه دیدن ته راشه خلک ويده وي ستوري نه وایي حالونه بېګا دې نیمه خولګۍ راکړه ژبه مې سوځي غاښ مې ټول ورژېدنه په نیمه شپه راشه جانانه خوب مو پوره شو په راستۍ خوله در کومه د نیمې شپې راتګ دې ورک شه سکروټې مړې شوې اوس ایرو ته ناسته یمه د نیمې شپې راتګ دې ورک شه د نیمې شپې ورک شوي چا موندلي دینه د زړہ آزار مې ورپسې شه ډیر مې په نیمه شپه ژړلې دې مئینـه په نیمه شپه سـندرې وایم څوک چې په زړۀ ویشتلي وي بیدار بۀ شینه په نیمه شپه مې ازار وکه تاته مې نه که، یاره خپل ځان غرقه ومه په نیمه شپه دې سلګۍ وڪړې یاره ناروغ یې ڪه نیستي دې ژړاوینه په نیمه شپه خلک ویده شي ما د جانان غمونه خوب ته نه پرېږدینه په نیمه شپه له حجرې راغلې اوس مې له خوبه پاڅوې غواړې نازونه په نیمه شـــپه ټــپه راوکـه یـار مــې بیــللی ده یــواځـې ناسته یمه په نیـــمـه شپــــه باندې را نه شي بابا ټوخېږي ابۍ نېغه ناسته وینه دروازى خلاسى ورته پريږدى زما بنګى لالى په نيمه شپه رازينه څـه ليوني وخـتـونه تېـر شول په نيمه شپه به د جانان کلې ته تلمه په نيمه شپه هسې راياد شوې ‏هغه راغلی خوب مې بيا وتښتيدنۀ په سپينه ورځ توبې اوباسی په نيمه شپه می تورې زلفی لوبه وينه چی نیمه شپه شي ته رایادشې دیوال ته مخ کړم زړه ته کیږدم زنګنونه دا بیګانۍ عجیبه شپه وه ټوله خوږېږمه اوس څانګې وانګې یمه په نیمه شپه باران وریګي ده څاڅکو شور سره مې زړه خولې ته راځینه ‏په نیمه شپه راشه لاليه په خوب مړه يم په ايمان خوله درکومه ‌‎په نیمو شپو مه ګرځه یاره په ناویتوب کې به مې کونډه کړې مئینه په نیمه شپه مسافر لاړې دغه زیاتی به دې تر عمره یادومه څه د ماما زوى خو مې نه یې چې ناز ادا به دې په نیمه شپه کې وړمه په نیمه شپه به ټپه وکړم ویده به ویښ کړم، ویښ به ټول وژړومه ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ نن مې دا ښی مړوند خوږیږي تمامه شپه پرې جانان کړي دي خوبونه په نيمه شپه ټپه را وکه دا غلي زړونه به دعا درته کوينه دا نيمه شپه سپوږمۍ ډوبيږي جانانه مخکې شه چې ستا په رڼا ځمه ‏په نیمه شپه کې یار را یاد شو د جدایۍ ټپې کوم ژړا راځیـــــــنه په نیمه شپه کې چبیغه وشوه کوم مسافر ته به خپل کور یاد شوی وینه چې نیمه شپه شي خلک ویده شي زه د جانان تصویر رواخلم وژاړمه په نیمه شپه ټپه راوکړه که د چړو په څوکو لار وي در به شمه د نیمو شپو لیوني راغلل یا به مین وي یا یې بنګ خوړلي دینه د نیمې شپې راتګ دې ورک شه سترګې مې پټې پټې کیږي خوب راځینه په نیمه شپه بیداره اوسه د بزګر لورې پلار دې بیا اوبو ته ځینه په نیمه شپه بیداره اوسه په غوږ به واورې د مین زړه فریادونه په نیمه شپه په کلی راغلم پیغلی ویده دي د لونګو بوی راځینه د موزي ږي نه ورږه ښه ده چې نیمه شپه شي لټ په لټ مې اړوینه

غزل زه مې د روح قاتل ته څنګه سلامي وکړمه مرګه پیرزو دې یم چې داسې زندګي وکړمه؟ بیا به د خپل کلي په خړو ډاګو ونه ناڅم ګومان مې نشي بیا دې شنه بنارسي وکړمه له ړنګې ځالې سره زه هم خس شوم باد یوړمه مرغۍ خو نه یمه چې هر کالې خواري وکړمه زه به د زړه په وینو ستا د بڼ ګلان اوبه کړم زه به د سترګو له رنګ تاته نقاشي وکړمه محفل به ډک، ستا به پیښمانه سترګې ما لټوي زه به مخ واړوم سلام به معمولي وکړمه ولې دې ژوند راکړ، په ژوند دې حاکمیت رانکړ؟ زه به له خدای نه دا پوښتنه ضروري وکړمه #شفیقه_خپلواک 🥀

د مازدیګر زیړیه لمره ته به ولاړ وې زه به تورې خاورې ومه د مازدیګر زیړیه لمره پۀ روغو وایه د رنځورو سلامونه د مازدیګر زیړیه لمره پۀ چا ولاړ یې پۀ چا ولویدې پۀ غرونه د مازدیګر زیړیه لمره زر پنا کېږه چې د یار دیدن ته ځمه ‏پۀ مازدیګر دې کډې لاړې پۀ مازدیګر د مرورو کډې ځينه د مازدیګر زیړیه لمره ته لا ولا‌ړ یې پۀ ما پرېوتل ګردونه ‏یو مازدیګر نۀ دی چې تېر شي هر مازدیګر دې نوی، نوی غم راځینه هېڅوک دې بد راسره نۀ کړي عمر د ژمي مازدیګر دی تیر به شینه مازديګرۍ دی ښېرې مه کړه ته به د ناز ښېرې کوې رښتيا به شينه مازديګر تېر شو ماښام راغلو نۀ جانان راغلو نۀ مې وکړل ديدنونه مازدیګر چېرته وې چې نۀ وې خورې ورې زلفې پۀ بام ولاړه ومه د مازدیګر زېړیه لمره پۀ نا خبره یار مې وایه سلامونه مازدیګر لمونځ دې قبول مه شه دیدن دې پرېښود د ایمان کوې سوالونه مازديګر لمونځ رانه قضا شو نوى مين وم پۀ ديدن نۀ مړيدمه چې به پۀ کوم حال وې لالیه ماته زیړی مازدیګر تا رایادوینه څنګه چې نن مازدیګر تېر شو داسې به تېره شي دا ستا لېونۍ مینه د مازدیګر زیړیه لمره زیړې شُغلې دې ورک جانان رایادوینه د مازدیګر زیړیه لمره یا مې در واخله یا را لنډ که تنابونه د مازدیګر زیړیه لمره کلي ته وایه مسافر دې یادوینه د مازدیګر زیړیه لمره د هدیرو پۀ مړو وایه سلامونه مازدیګری دی سوال قبلیږي خلکو زما پۀ حق کې پورته کړئ لاسونه #مازدیګر #لنډۍ

مه راځه اوس پاتې نه دی زور د محبت تور شو درنه تور شو زما زړه لکه رانجه سدیس🖤

که خاموشه پاتې کېږم درد مې لا پسې زیاتیږي او که چغې وهم څه فایده، د چا به راته پام سي خامخا سړی ناهیلی سي او زړه ورته کميږي چې کریمه! د باور یاران دې ټول نمک حرام سي کریم

Story

ووهه تکبیر تکبیر نارې د اضطراب جار زما د زړۀ ضربانه الله هو اکبر #بهشت

اور سره بل شمه لمبې وکړم که څه وکړمه ستا د ساګانو نه جامې وکړم که څه وکړمه د هر څه حد وي زندګۍ ظالمې بس دی کنه نور درته ټیټ شمه سجدې وکړم که څه وکړمه شاه سعود

Story

که څوک له ټولې دنیا موړ شي خو یوازې به شي مسله داده زه له ځانه ستړی شوی یمه وهم اخیستی عالم ټول راته ستا لارې ښیي یه لا حاصله،لا مکانه ستړی شوی یمه شهاب

نظم: دروغجنه مینه خبر شوی یم چې لور دې پیدا شوې، ڪاش چې زه لیونی شوی وی ارمان دی ستا نشتون دی بیا نری نری باران دی، لیونی وی چې په ښه وو بد پوه نه وی، چې له درده خبر نه وی څه به ښه وی، 22 میاشتې او یولس ورځې ڪيږي، ستا واده وروسته ورځ ڪال په شان تيريږي، ستا خبرې او ستا سترګې مې یاديږي، په عڪسونو دې زړه ڪله قراريږي، ستا راڪړي عطر جیب ڪې ګرزومه، په لاس نخو دې زړګی ارامه ومه، عطر نه لګوم په ځان نه چې تمام شي، چې رایاده شې په سترګو مې ماښام شي، وایه مانه ڪومه داسې ګناه شوې، خبر شوی یم چې لور دې پیدا شوې، ښه خوشحاله یې خبرېږم یو له بله، ما خو یاد کړه لېونۍ ڪله ناڪله، ستا یادیږي چې ویل به دې جانانه، چې زه ستا شوم ته زما شوې په ما ګرانه، چې واده مو سره وڪو ښه په مینه، ژوند به تیر ڪړو په مزو ڪې ګلورینه، ڪه اول مو لور پیدا شوه نوم پرې څه ږدو، ښڪلا، مینه، ما ویل نه له دې یې ښه ږدو، بس تر نیمو شپو به دا قیصې شروع وې، هغه ورځې هغه شپې څومره خوږې وې، په خبرو دې زه هیڅ نه مړېدمه، ته له مانه زه له تانه جارېدمه، تا ویل به بې له تانه زه مړه ڪېږم، زه دا ستا یم له تا ڪله جدا ڪېږم، دروغجنې دروغجنې دروغجنې، د بل چا شوې لا ژوندۍ یې فریب جنې، زه ساده وم ما ویل چې ته ریښتیا وی، ڪاش اوس مړ وی نه به درد نه به ژړا وی، په یو دووه ڪې حیران دې ڪړم ظالمې زه سنجش له ژوند ستومان دې ڪړم ظالمې، اوس دُعا ڪې ځانته مرګ غواړم الله نه، ستړی شوی یم په خدای له دې دنیا نه. اوس په زړه ڪې مې بل نه دا یو ارمان دی، چې خبر واورې همدا چې مړ عمران دی، په خندا شې زړه ڪې ووایې چې ښه شو، یو پاګل وو د مرګي په خوب ویده شو. عمران سنجش

انډیواله وهم سوي سوي ساندې هر ارمان مو شو د تورو خاورو لاندې انډیواله ژوند کې داسې خبر نشته چې سړی ووایې زیری مې درباندې انډیواله ټول خوږېږم لکه زخم څۀ ډم خویۀ معاملې وشوې راباندې انډیواله بربادیو ته به خاندم انډیواله بربادیو ته به خاندې زموږ هم ډیري ګیلې په زړونه بار دي ربۀ ښه ده چي حساب راسرۀ کاندې نصير شهاب

Story