پښتو شعرونه
Open in Telegram
Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
237
Subscribers
+124 hours
+27 days
+630 days
Posts Archive
237
غزل
نه زړه زما دی نه پرهر زما نه څړیکه زما
نشته دی نشته اوس له ځان سره اړیکه زما
خود خفه کېږم درته وایم په ځان پام کوه
داستا ځواني درسره یاره ده شریکه زما
د درک غوږونه یې کاڼه خلک ړانده وه تمام
چا به نو څنګه اورېده خاموشه کړیکه زما
په څه سبب دې د دیدن په ارمان ووژلم
په څه سبب دې کړله سا دومره باریکه زما
جانان زما د خال په تمه مخامخ ولاړ دی
تا به لږ پورته له تندي نه کړمه ټیکه زما
Zamzama Ghazal
237
وار رانه خطا پطا دی، خوله مې ګډه وډه ځي
ته وا په اوږو مې ایښی غر، سترګې دې واړوه
بشیر باران
یاره ما به واړوي په شر، سترګې دې واړوه
دا رستم، رستم، لښکر، لښکر سترګې دې واړوه
ماهر
وینم پکې زه تمام بشر، سترګې دې واړوه
وبه کړي په ما شرکِ اکبر، سترګې دې واړوه
تسل
څه دی ضرورت چې د لاس ګنډه خلاصوې په خولۀ
دلته خو څوک نشته دومره نر، سترګې دې واړوه
ماهر
زه خو تر پرونه لا د مینې په ویالو کې وم
خود مې ډوبوي دا سمندر، سترګې دې واړوه
تسل
ته به وې تر کومه راپسې په ښکاره، پټو کې
زه به وم تر کومه در په در، سترګې دې واړوه
ماهر
زړه مې لکه خوار مزدور، خؤلې ور باندې ماتې دي
پټ کړه په وریځو کې دې لمر، سترګې دې واړوه
تسل
چا سره چې درومې اوس هماغه چا ته ډېر ګوره
زه خو دې اوس نه یم همسفر، سترګې دې واړوه
ماهر
زه به سخي نه یمه خو دومره وسي هم نه یم
دغه تږې تږې سمندر، سترګې دې واړوه
ماهر
ما ته خو د خدای د انوراتو نمونې ښکاري
اور اخلي او سوځي مې نظر، سترګې دې واړوه
تسل
نه یم، هغه نه یم، چې واه واه ته یې زړه واه کوي
زړه باندې مې ولوله، د سر سترګې دې واړوه
ماهر
وبخښه! حساس نه دی، تسل بې خونده شوی دی
خلاص یې نشو، ستا په کتو سر، سترګې دې واړوه
تسل
جار دې شم ماهره، زه خو ورک یمه، ځان نه وینم
جار دې شم ماهره د هنر، سترګې دې واړوه
ماهر
237
تا به د مېنې په دام څنګه بندومه
چې دا غرور دی شي مات د پیغلتوب
او دا دستور دي شي مات د پیغلتوب
که بخت دی واوړي درته شاه کي
زما په مخه به رڼا کړي
خدای مې قبوله دا دعا کي
تا راته داسې ځای کې راکي
چې ته زاری کی زه دې غیږ کې ټیڼګومه
چې ته ښیرې کی زه دې شونډې ښکولومه
چې دا غرور دی شي مات د پیغلتوب
او دا دستور دي شي مات د پیغلتوب
داسې احساس به درکومه
چې ځان له تا قربانومه
تا به په ځان میینه ومه
بیا دې پوښتنه نه کومه
د زړه ښیښه به دې په کاڼو ماتومه
دا کاڼی زړه به دې په کاڼو ماتومه
چې دا غرور دی شي مات د پیغلتوب
او دا دستور دي شي مات د پیغلتوب
د زړګي کور به دې تالا کړم
دا کړس خندل به دی ژړا کم
تابه سپوږمې سره اشنا کړم
شپې به په ویښه تر سبا کم
د شوخو سترګو به دې واخلمه خوبونه
د ښکلو سترګو به دې وتښتي خوبونه
چې دا غرور دی شي مات د پیغلتوب
او دا دستور دي شي مات د پیغلتوب
تا به د مینې په دام څنګه بندومه
چې دا غرور دی شي مات د پیغلتوب
او دا دستور دي شي مات د پیغلتوب
237
څنګه ورته خلاصې کړمه غوټې د زړګي
ووایه ریباره! زړهٔ یې څهٔ رقم ته دی؟
چا به چې په مړو زړونو ویشل د ژوند خواږهٔ
هغه سړی خپله اوس د مړهٔ رقم ته دی
نن لکه د شګو پاڼ سیلیو کړ راړنګ
خلکو به ویل ان/س د غرهٔ رقم ته دی
#ټکنده_غرمه
237
ته رانه مه پوښته چې ولې مې خوبونه نه شته
ته راته ووایه څوک څنګه شي ویده له درده ؟
" جلال امرخیل"
237
د نارینه اولاد کمی دی
کور نه د بنې په تکل وتلې یمه
که ټیکه ږدم خال مې ورانیږي
که ټیکه نه ږدم لالی بیا مسافر ځینه
د تسلۍ راسره څوک دي
یوه کړکۍ ده بله زه ولاړه یمه
ستا د دیدن ګیله مې نشته
د پښتنو مینې نیمګړې خوند کوینه
237
د نارینه اولاد کمی دی کور نه د بنې په تکل وتلې یمه
که ټیکه ږدم خال مې ورانیږي که ټیکه نه ږدم لالی بیا مسافر ځینه
د تسلۍ راسره څوک دي یوه کړکۍ ده بله زه ولاړه یمه
ستا د دیدن ګیله مې نشته د پښتنو مینې نیمګړې خوند کوینه
237
یو درد مې په رګونو ننوتی دی، ماښام دی
خراب یم، غړپ مې ستوني کې نښتی دی، ماښام دی
څو وارې دې مات مات کړ او څو وارې دې را ټول کړ
دا زړه مې اوس له هرې ښې نه وتی دی، ماښام دی
ته چېرته یې؟ راځه د زړه وروستۍ غوټه مې سپړم
غورځېږم ګرد مې سترګو ته پریوتی دی، ماښام دی
له ډېرې حیرانۍ نه لکه بت پر ځای ولاړ یم
جانانه رنګ مې تا پسې الوتی دی، ماښام دی
نور ستړی دی، له زهرو نه یې موټی را ډک کړی
بهار دې بیا وعده باندې تېروتی دی، ماښام دی
ساجد بهار
237
غزله!
که خوشحالي رارسېدله او که غم ناست وم
پۀ زړۀ چاودلی دوه ټوټې لکه غنم ناست وم
خدای ته مې وژړل لۀ خپله ژونده ټکی ټکی
د اختر ورځ وه او د مور قبر ته هم ناست وم
د خلکو زړونه مې ساتل دا غلطي مې وکړه
پۀ خپلو ښو پښېمان ځکه لکه ډم ناست وم!
ملګرو تۀ رايادولې ځورولم يې!
او زۀ اوښلنې سترګې خوا ته د چلم ناست وم
د پوهنتون استاد ويل پاچاهي څۀ معنا؟
اوڅار ورغږ کړ چې پۀ خوا کې د صنم ناست وم
بابرزی اوڅار 🍁
237
نن راسرۀ دبیلا بیلو شاعرانو د زلفو اړوند بیتونه ولولئ❤
که مې یوځلې ستا زلفې پهٔ لاس راغلې
یو ویښتهٔ بهٔ دې پهٔ درست جهان ور نه کړم
رحمان بابا
....
ستا سپورې زلفې زما وچې شونډې
د دې وطن د غريبۍ نښې دي
رحمت شاه سایل
....
ژوند به دې تمام عمر سر ښکته لکه زلفې شي
تمه له چا مه کوه د چا پۀ اوږو مه وړه ځان
ش؟
....
د بام په سر په ناسته، ناسته ځمه
سالکه زلفې ټولوه راپسې
سالک
....
که مې بيا بيا هم نيسې زړه زلفې در ټولې لره
روږدو کوترو ته خو لومې ول پر ول نه ږدي څوک
استاد پسرلی
....
کافر به یم صابره که خندا ته مې زړه کېږي
دا زړه مې داسې بند دی لکه زلفې په کمڅو کې!
صابر
....
په قصد خورې زلفې په شا اړوي
هسې مې كفر ته اشنا اړوي
صابر
....
تاچې زلفې په سپين مخ باندې لام لام کړې
يه ليلو په ما به سپينه ورځ ماښام کړې
زلفې،سترګې،شونډې، ډواړه روخسارونه
د يو مــــرګ لپاره څومره اهتمام کړې
قلندر مومند
....
زرکې، زلفې لږې ګډې وډې پرېږده
زرکې، ډېرې ګډې وډې معاملې دي
ممتاز
....
لټون مې نه خلاصیږي زیار مې سر ته نه رسیږي
زلفې دې شمارمه او شمار مې سر ته نه رسیږي
بنګړي د بل بنګړي خبرو کې خبره وکړه
وی ته چې نه یې نو شرنګار مې سر ته نه رسیږي
ځانته چې ستا په سترګو ګورمه نیمګړی ښکارم
همدا سبب دی چې سینګار مې سر ته نه رسیږي
سعود
....
تورې سترګې تورې وروځې تورې زلفې
دا همه تورې بلا دي زۀ یې خوار کړم
خوشحال بابا
....
چي ماتېږي دورې اورې لکه زلفې د لیلا
داسې ډمې نسته نورې لکه زلفې د لیلا
ځینې سپین وي زړه یې نه مني په خدای لکه کفن
ځینې تور وي په زړه پورې لکه زلفې د لیلا
همت
....
ته رنګ رنګ جوړوه زلفې
زما عمر دې په دار ښه
حمزه رح
....
پـښـتـنې جونـه دې زلـفـې باد تـه نـیـسي
چې شمال ئې بوئ راوړي په رتنبور کښې
خوشحال بابا
....
د صحرا په لـــــــور شمال ته زلفې نیسه
چـې سـبزه مې د مزار ګل و رېحان کړې
کاظم خان شيدا
....
تورو زلفو دې بازار د مشکو مات کړو
زېبا مـخ دې زلـفې پـس کړې د ايماق
اشرف خان هجري
....
چې همېش لکه مجنون په صحرا ګرځې
بــوئ د چـا د زلـــفـــو درغـے شـمـالــــه
کاظم خان شيدا
....
چې ئې زلفې په مخ ويني خلق وائې
خــالـي کــلــه د مــارانو خـــزانــه وي
کامګار
....
ملا عاطف تمدن
237
د رنګ حیدرخیل یو څو بیتونه:
ظالمې خلک نه ګرځوي ګل په سیپاره کې
د سترګو انځورونه او غزل په سیپاره کې
ستا نښې به مې هم ستا په شان پاک ځای کې ساتلې
ډیرۍ په کتابونو کې او بل په سیپاره کې
مونږ دواړه ګناهګار وو د جومات وخت دې یادیږي
دیندارې چې خطونه به مو وړل په سیپاره کې
له ما به سبق پاتې وو بس تاته مې کتلې
ویښتان دې چې په مخ را زنګول په سیپاره کې
237
غږ د جام د کړنګ او د خندا دې نه راځي
چیرته یې ساقي!؟ سلام دعا دې نه راځي
یاد، سلام، تصویر، ذکرِ احسن به دې راځي
هر څه دې راځي، خو تمنا دې نه راځي
سترګې دې رنځورې کړې، په سپیو شوګیرو
تبې دې په ما راشه، په تا دې نه راځي!!
هغه دې ګوزار په ما له شا وکړي، قربان!!
جنګ ته که راځي، نو برالا دې نه راځي
قامه! تا چې زهر د ملا خوړل، څټل نو مرې؟
که پاتې کېږې؟ څه پروا دې نه راځي
ژونده!! ته اوس وینه د حسین شوې؟ که
یزید؟؟
چیغه د زینب یې؟ که معنا دې نه راځي؟
ولیکئ په شناخته د سعید لنډه پښتو:
اوس که یار پښتو کا، نو رښتیا دې نه راځي!!
سعید شینواری
237
که طلاق درکوي، زه لا منتظر يم
هېڅ خبره نشته ماته هماغه يې
نه زړښت پېژنم نه پښتو ته ګورم
هماغسې مې د زړه يوه ټوټه يې
پروا نه کوي چې نور خلک څه وايي
عاشقي داده چې ودې پالم لا هم
لکه روح درسره و اوسم تر پايه
تر هغې پورې چې ومې وځي سا هم
ته مې هغه رقم هر څه يې نازکې!
کتابچې مې د شعرونو درنه ځار شه
نور څه نه لرم همدا مې سرمايه ده
هره څړيکه دې زما په وجود بار شه
نن سبا درته اظهار کولی نه شم
چې په کوم رقم حالت کې ژوند کَومه
بيروبار کې مې زړه څومره ډېر تنګېږي
نه ملګري پالم، نه ورسره ځمه
ژوند له تانه روسته خړې خاورې شوی
شبو! هر وخت يې په سر بادوم ځانته
بېوسي مې ده په هر څه کې مالومه
ودرېدلی نه يم تانه پس باران ته
که طلاق درکوي، زه لا منتظر يم
هېڅ خبره نشته ماته هماغه يې
نه زړښت پېژنم نه پښتو ته ګورم
هماغسې مې د زړه يوه ټوټه يې
237
غروب اور پاشي، ما زېړ وهلی رنګ دی
د زړه سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
چپه کړی مې بسته کنډول د بنګ دی
د زړه سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
زما څه پروا که ورا دی او که جنګ دی؟
د زړه سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
ژوند را پاتې د مرګونو په قلنګ دی
د زړه سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
داسې ناڅي ته وا زخم نه، لونګ دی
د زړه سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
زړه مې ګرم دی او بند بند مې کرنګ دی
د زړه سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی
بشیر باران
🫠❤️
