پښتو شعرونه
رفتن به کانال در Telegram
نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
237
مشترکین
+324 ساعت
+57 روز
+1230 روز
آرشیو پست ها
237
وګوره څومره درد دې شاته پریښی و چې لاړې؟
خوله کې مې وچې شولې یو ګیلاس اوبه چې لاړې
دومره مې غوښې د بدن په تا پسې وخوړې
خلکو نامه راباندې کیښوده ویښته چې لاړې
ستا د تګ درد نه مې بچ حس د ذایقې هم نشو
د شاتو خوند پکې د زهرو خوند کاوه چې لاړې
بیا نو چې وشو په کورونو سېلابونه راغلل
په دې ښار ډېر وخت باران هیڅ نه وریده چې لاړې
چې به یاران مې کور ته هم راغلل ترې پټ به شومه
ناستې ولاړې مزه نه کوله ته چې لاړې
چې خودکوشۍ ته یې د ورور قاتل هم نه پریښوده
د ژوند کولو مورال وبایله هغه چې لاړې
د هر طبیب دارو چې خوري لکه دی خاورې چې خوري
دایمي رنځ شو د بختیار سر ګرځیده چې لاړې
بختیار نیازی
237
غزل
هېر کړمه ځان هېر کړم خاطرې مې شي خطدارې
ګورم د ګران سترګو ته هغه مې شي هېندارې
زما هیلې نامرادې ځوانیمرګې فرخندې شوې
زما هیلې د ښار په سړکونو شوې سنګسارې
نه و زړه دې نه و کنه ګرانه جوړېدای شوای
زړه که دې غر هم و، غره ته هم ختلې لارې
حورې په خوب ویني د جومات وره کې ویده دی
واوړه په څنګ واوړه ملا ویښ کړه پاولیدارې
دښته شو ژوند دښته په وچ ستوني کې ګرد ناست دی
رحم کړه، را واړوه رڼې سترګې ابدارې
والوځي د ورځې په ماښام مې زړه ته راشي
تورې اندیښنې، تورې مرغۍ دي هوادارې
#شفیقه_خپلواک
237
غزل
د ناکامې مینې غمه! زړه مې مات دی
ته باور وکه صنمه! زړه مې مات دی
په بښنې زنګ مې ځکه ځواب نکړو
ای جانانه محترمه! زړه مې مات دی
لکه پاڼه رنګ مې ورځ په ورځ زېړیږي
راشه یاره ګني مرمه! زړه مې مات دی
ستا! لپاره رانه ښکلی یار جدا شو
ای دیناره! ای درهمه! زړه مې مات دی
د دې ښار په شور ماشور کې مې زړه تنګ دی
نوره کلي ته درځمه! زړه مې مات دی
ژونده خدای که په کولو باندې ارزې
زه همدا چغې وهمه! زړه مې مات دی
زهرا! نور يې په سر نشم ګرځولی
نور يې خیال کې یادومه! زړه مې مات دی
زهراګګ
237
زۀ یم یواځې، راسره دي اندېښنې الهي
زما د ژوند سفر دې نۀ شي بې معنې الهي
څۀ د وجود اضطراب وخوړمه خوب مې نشته
څۀ را روانې دي د ژمي اوږدې شپې الهي
چې بیا د نفس او شیطان په لمس خطا نۀ شمه
ماله توفیق راکړې د دغسې توبې الهي
زما د روح زخمونه هیڅ یو انسان ونۀ لیدل
هر څوک مې ویني په لاسونو کښې ګجرې الهي
په ما ځان وپېژنه، زۀ مایوسه شوې یمه
وښایه ماته د خپل رحم نښانې الهي
کله به ختم شي زما دا مسلسل غمونه؟
کله رڼا به شي زما د ژوند تیارې الهي؟
چې پکښې مهر څو شېبو لره سکون ومومم
کاش چې دې بوتلې لږه زۀ تر مدینې الهي
مهر
237
د موبایل پر ښېښه مې
لګولی ستا تصویر دی
هر ملګری چې یې ویني
سمدلاسه راته وایي
دا دې څۀ دی؟
دغه څوک دی؟
دا مړ شوی کۀ څۀ چل دی؟
زۀ بې زړۀ شم، بې جرئته
پۀ پرې شوې ژبه وایم:
دا موبایل پاتې شوی
پرون چا نه ؤ موټر کې
بشرمل
21/8/19
237
#هسې
ته چې له ما ښکلی ته په طمع يې
خدای خو د له ما په بدرنګ واړوه
غواړم چې ديدن د مخامخ وکـړم
اډيـو نه د ويډيــو ته زنـګ واړوه
ستا خندا ريګمال دخفه زړونو ده
وخـنده له زړه نه مـې زنـګ واړوه
رنځ
237
ستا د راتلو خبر خو ما ته هېڅوک نه راکوي
اندازه داسې راته وشي, چې رڼا زیاته شي
دروېش درانی
237
څه ووایم، مخې ته دې ښه، یاره، چې درومې، ځه
نه روزي رسان یې تــه او نه دې پیدا کړی یم!
درمان
