باختر خبري اژانس
前往频道在 Telegram
باخترخبري اژانس پښتو چینل ته ښه راغلاست🤝 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ #خبرونه #مقالی📚 #ادبیات📕 #صوتی🎤 #ټپــــې🤹♂ #تاریـخ🗓 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ تبادلې رابطه برای تبادله👇 @nasrat_LaLa
显示更多3 057
订阅者
-124 小时
-217 天
-12430 天
帖子存档
3 058
د پاکستانی چارواکو لخوا په افغانستان د هغه هېواد د نا امنیو تکراري تورونه یوځل بیا په کلکه ردوو.
متأسفانه په پاکستان کې پوځي حلقه او نور امنیتي ارگانونه چې کله په خپل هېواد کې د امنیت له ټینګښت څخه عاجزه کیږي نو د خپل ملت د تیر ایستلو لپاره د پيښو مسئولیت پر افغانستان اچوي.لومړی خو دا د افغانستان په ګټه نده چې موږ خدای مکړه په پاکستان کې نا امني جوړه کړو یا د نا امنۍ حمایت وکړو.
دوهمه دا چې موږ هغه امکانات هم نه لرو چې په نورو هېوادونو کې نا امنیي وپاروو او یا یې تمویل کړای شو.دریمه داچې د همسایه هېواد نا امني مخامخ د سیمې او د افغانستان په ضرر تمامیږي، د پاکستان نا امنیي له اقتصادي، اجتماعي او انساني پلوه زموږ په زیان ده.
پاکستاني چارواکي د دې پرځای چې په خپلو امنیتي مسئولیتونو باندې تمرکز وکړي، په ناسمه توګه افغانستان پړ بولي او په غبرګون کې د افغانستان د نا امنه کولو په پروژو مصارف کوي، چې دا کار له اصلي او اساسي مسئولیت څخه اوږه خالي کول، سیمه بې ثباته کول او اقتصادي منابع پر بې ځایه هڅو ضایع کول دي، بده لا داچې دغه غلط دريځ د دوی امنیتي ځواکونه د خپلو مسئولیتونو څخه غافله او منحرف کړي دي
*د ا.ا.ا ویاند م ذبیح الله مجاهد*
3 058
شینهوا رسنۍ لیکلي، د چین د شاندونګ ولایت څخه په لومړي ځل د ۸ میلیونه یوانو په ارزښت سوداګریزو توکو بار اورګاډی د افغانستان پر لوري روان شو.
د سرچینې پر بنسټ، دغه اورګاډی به شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته ټاکلي ځای ته ورسېږي چې پکې ټوکر، کیمیاوي مواد، وسایل او ساختماني ماشینونه بار دي.
دغه اورګاډی به د قزاقستان او ازبکستان له لارې افغانستان ته داخل شي. #باختراژانس
3 058
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو غواړي له افغانستان سره دترهګرۍ او نشهيي توکو ضد مبارزه او دفاعي همکارۍ پراخې کړي.
3 058
د ایران ملي امنیت شورا مشر، محسن رضايي خبرداری ورکړی چې که امریکا او اسراییل بیاځل په ایران برید وکړي، دوی به د خلیج هېوادونو نفتي تأسیسات، د مصنوعي ځیرکتیا مرکزونه او زېربناوې او د اوبو په تل کې غځېدلي انټرنېټي او مخابراتي کېبلونه، له منځه یوسي.
دغه ایراني چارواکي خبرداری ورکړی چې دا ځل به د دوی بریدونه هېڅ ډول محدودیت ونه لري.
دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شوی چې ګارډین ورځپاڼې پر ایران د امریکا او اسراییلو د احتمالي بریدونو خبر ورکړ.
3 058
د چین رسنیو راپور ورکړی، چې تېره شپه د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تبت سیمې په ناګچو ښار کې د ۷ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغې زلزلې ۳۳۹ استوګنیز کورونه هم ویجاړ کړي دي.
#باختراژانس
3 058
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا عبدالحق همکار د عزیزي ګروپ له رئیس میرویس عزیزي سره په کتنه کې د برېښنا تولیدي پروژو پر چټکتیا، د هوکړو پر عملي کېدو او د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید په موخه د عزیزي ګروپ د پانګونې پر پلان، د هوکړه شویو پروژو پر پرمختګ او د عملي چارو پر چټکتیا ټینګار وشو.
#باختراژانس
3 058
د سوداګریزو جوازونو د ورکړي د پړاوونو د ساده کولو او د اضافي شرطونو د نه لګولو په اړه د مشرتابه شېخ صاحب حکم:
۱. په صنعتي ساحو کي د ځمکي د ورکړي لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د بانکي اظهارنامې غوښتل نه کېږي.
۲. د سوداګریز جواز د ترلاسه کولو لپاره تر دې مخکي د ۵۰۰،۰۰۰ افغانیو تضمین اخیستل کېده؛ له دې وروسته به دغه تضمین نه اخیستل کېږي او پخوا اخیستل سوي تضمینونه به اړوندو کسانو ته بېرته ورکول کېږي.
۳. د چارو ادارې لوی ریاست مکلف دی چي له اړوندو ادارو سره په ګډه د جوازونو د ورکړي پړاوونه روښانه کړي او د هر سوداګریز سکتور لپاره د جواز صادرولو مرجع معلومه کړي.
۴. هره اداره چي په اړوند سوداګریز سکتور کي د جواز په ورکړه کي دخالت لري، جواز به هماغه اداره صادروي او نوري اړوندي ادارې به خپل اړین شرطونه او معلومات له جواز ورکوونکي ادارې سره شریکوي.
۵. که نوري ادارې د جواز د ورکړي په برخه کي فیس اخلي، له دې وروسته به فیس نه اخیستل کېږي.
۶. متشبثینو ته د صنفي جوازونو ورکول لغوه دي.
۷. د سوداګریز جواز تر صادرېدو مخکي د سوداګریز پلان غوښتل لغوه دي.
۸. د سوداګریز جواز تر صادرېدو مخکي د افغان پوسټ کارت غوښتل لغوه دي.
۹. سوداګریز جواز به د معاملاتو د لارښووني له دفتر سره د عقد له غوښتلو پرته ورکول کېږي.
3 058
قرار است امروز ۶۰۰ تن پنبه از طریق خط آهن هرات-خواف به کشور ترکیه صادر گردد
په پام کې ده نن د هرات-خواف اوسپني پتلۍ له لاري ۶۰۰ ټنه پنبه ترکیې ته صادر شي.
3 058
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، تېره ورځ ٢٣٤ کورنۍ چې ١٠٢٠ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، ٥٢ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي او ٥٧ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
همدارنګه ٦٤ سیمکارتونه وېشل شوي او راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
#باختراژانس
3 058
ایران وايي، د «ټولو بمونو پلار»
په نوم نوې وسله نندارې ته وړاندې کوو
د ایران سپاه پاسداران ویلي، ډېر ژر به خپله نوې وسله چې د «ټولو بمونو پلار» نوم یې ورکړی، معرفي کړي.
3 058
د افغانستان حکومت له هغه وخت راهیسې چې د چارو واګې یې په لاس کې اخیستې دي، توانېدلی چې د هېواد په ټوله جغرافیه کې سرتاسري امنیت تأمین کړي. دې بدلون د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پام د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو ته تر بل هر وخت زیات اړولی دی. هغه هېواد چې کلونه د جګړې، ناامنۍ او بې ثباتۍ په اور کې سوځېده، اوس د سوداګرۍ، ترانزیټ، کانونو، کرنې او پانګونې په برخو کې له پام وړ فرصتونو برخمن دی؛ داسې فرصتونه چې افغانستان کولای شي په سیمه کې د اقتصادي همکاریو په یوه مهم محور بدل کړي.
دا بدلونونه په داسې شرایطو کې رامنځ ته شوي چې د افغان حکومت مخالفینو له هماغه لومړي سره هڅه کړې، د منفي تبلیغاتو، د ناامنۍ د پراخ ښودلو او سیاسي فشارونو له لارې، افغانستان لا هم منزوي او بې اعتماد هېواد وښيي او له نړۍ سره یې د تعامل لارې وتړي. خو سیمه ییزو بدلونونو وښوده چې دغو هڅو و نه شو کولای له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لارې وتړي.
سره له شته سیاسي خنډونو او بهرنیو اختلافاتو، د افغانستان حکومت توانېدلی چې له ګڼو سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو سره ښې سیاسي او سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي او په بېلابېلو برخو کې د نویو همکاریو زمینه برابره کړي. د لوړپوړو پلاوو تګ راتګ، اقتصادي خبرې اترې، د سیمې د ځینو هېوادونو له خوا د پانګونې فرصتونو ته پاملرنه او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا هڅې ښيي چې له افغانستان سره تعامل لا هم د سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو په محاسبو کې مهم دی او ځانګړی ځای لري.
طبیعي ده چې هر هېواد د خپلو ملي ګټو او ځانګړو محاسبو پر بنسټ پرېکړه کوي او دا تعاملات د ټولو سیاسي اختلافاتو د پای ته رسېدو په معنی نه دي؛ خو همدا واقعیت چې افغانستان، له ټولو نړیوالو فشارونو سره سره، لا هم د اړیکو نوې لارې پیدا کوي او دا اړیکې ورځ تر بلې ژورې او پیاوړې کېږي، د هغو ډلو لپاره د پام وړ بدلون دی چې خپل سیاسي بقاء یې د هېواد له دوامدارې انزوا سره تړلې ده.

دا ځل
پاکستان، ترکیې، قطر او اندونیزیا د (بــ.ــدر) په نوم دفاعي تړون لاسیک کړی.
موخه یې د ګډو پوځي تولیداتو پراختیا، ګډه څېړنه او پوځي روزنه کې د همکاریو پراختیا په ګوته شوې.
تر دې مخکې پاکستان، سعودي او ترکیې هم د (مکې) په نوم دفاعي تړون لاسلیک کړی و.
3 058
د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۷۰ متره اوږد او ۱۰ متره پلن سړک د قیر اچولو چارې پیل شوې، چې ټاکل شوې په ۴۰ کاري ورځو کې بشپړې شي.
د مزارشریف ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې تمویلېږي او اوس مهال په ښار کې تر ۴۰ ډېرې پراختیايي پروژې روانې دي.
#باختراژانس
3 058
مالیزیا کې د افغانستان سفیر نقیبالله احمدي د دغه هېواد لپاره د عراق له سفیر عدنان مهلهل ال معجون سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او عراق ترمنځ پر تاریخي اړيکو، دوه اړخیزو همکاريو او په افغانستان کې رامنځته شويو فرصتونو په اړه خبرې وشوې.
دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پياوړتيا ټینگار وکړ. #باختراژانس
3 058
راپورونه وايي، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ایران کې له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه کې د واشنګټن او تهران د کړکېچ په اړه خبرې کړې دي.
په دغو لیدنو کې ایران پر خپل دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اټومي وسلې یوه پلمه ده او تر هغې پورې خبرې اترې نه کوي، څو د دوي ۷ شرایط ونه منل شي.
دوه ورځې د ایران د پارلمان غړي پاکستان ته په اشارې ویلي و، چې پر امریکا د فشار په مهال ځینې هېوادونه د منځګړي په نوم راپورته کیږي، چې په اصل کې د دښمن د ترکیبي جګړې د ماشین یوه برخه ده.
کارپوهان وايي، پاکستان هڅه کوي چې د منځګړي په نوم د امریکا باور خپل هغه څه د ایران ټینګ دریځ یې دا هیله په اوبو لاهو کړه.
وروستي راپورونه ښيي، چې عاصم تش لاس پاکستان ته ستون شوی او د امریکا او ایران د روغې جوړې په اړه یې لا هم رسمي څه نه دي خپاره کړي.
#باختراژانس
3 058
شمالي وزیرستان کې ناپېژاندو وسلهوالو د میرانشاه د پولیسو د مرکز مشر میرا خان وژلی دی.
3 058
د هرات ولايت مقام:
د زیرکوه ولسوالۍ اداري ودانۍ د ۱۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
3 058
په ریاض کې د افغانستان سفیر شيخ عبد الفتاح رحیمي د وافدینو ادارې له رئیس برید جنرال سلطان بن ناصر العتیبي او دوو نورو عربي چارواکو سره کتلي.
په دې کتنو کې د افغان بندیانو پر وضعیت، د هغوی د ستونزو پر حل او د اسانتیاوو په برابرولو خبرې وشوې.
افغان سفیر هلته له افغان بندیانو سره هم کتلي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې یې د پاملرنې ډاډ ورکړی دی. #باختراژانس