ar
Feedback
باختر خبري اژانس

باختر خبري اژانس

الذهاب إلى القناة على Telegram

باخترخبري اژانس پښتو چینل ته ښه راغلاست🤝 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ #خبرونه #مقالی📚 #ادبیات📕 #صوتی🎤 #ټپــــې🤹‍♂ #تاریـخ🗓 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ تبادلې رابطه برای تبادله👇 @nasrat_LaLa

إظهار المزيد
3 221
المشتركون
-424 ساعات
+97 أيام
-9230 أيام
أرشيف المشاركات
🚨پخوانی افغان چارواکی خوشال سادات وایي، طالبانو پاکستان ته هېڅکله سر نه دی ټیټ کړی او خپل غرور یې ساتلی دی. نوموړي ویلي، دا سمه ده چې دی له طالبانو سره شاوخوا ۲۰ کاله د هغوی پر ضد جنګېدلی، خو په خبره یې، «دښمني هم له نرانو سره خوند کوي.» سادات زیاتوي چې طالبانو ښایي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د مجبورۍ له امله شپې سبا کړې وي، خو په خبره یې، دا حقیقت باید ومنل شي چې پاکستان ته یې هېڅکله سر نه دی ټیټ کړی. هغه ټینګار کړی چې طالبانو په سختو شرایطو کې هم خپل غرور ساتلی او د پاکستان پر وړاندې یې د سر ټیټولو دریځ نه دی غوره کړی.

د سعودي د هوايي ځواک جنګي الوتکو شاوخوا ۳۰ دقیقې وړاندې په جنوب لویدیځ کې د موکا ذباب سړک باندې هوایی برید وکړ، چې دا سیمه د حوثيانو تر کنټرول لاندې ده.

حوثیانو جګړه ودرول او سعودي ته یي اخطار ورکړ که بیا برید وکړي پایلي به یي سختي وي لږ مخکي سعودي بیا هوایي بریدونه کړي

په افغانستان کې د نفتو د تصفیې او پروسس په برخه کې د ګډ سهامي شرکت د جوړولو لپاره پرېکړه شوې چې د ورځې د پنځه زره ټنه ډیزلو او پټرولو د تولید ظرفیت لرونکې معیاري فابریکه جوړه شي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دغه شرکت د جوړېدو په اړه د ګډې کمېټې په دویمه غونډه کې د پانګونې پر فرصتونو او د شرکت د حقوقي، تخنیکي، مالي او اجرائیوي پړاوونو په اړه بحث او نظرونه شریک شول. د دې فابریکې د جوړولو موخه د کورني بازار د اړتیاوو د یوې برخې پوره کول، د تصفیه شویو نفتو د محصولاتو پر وارداتو د اتکا کمول، د پانګونې راجلبول، د کاري فرصتونو رامنځته کول او په هېواد کې د نفتو د تصفیې او پروسس صنعت پراخول بلل شوي دي.

تورخم کې له پاکستانه د راوړل کېدونکو وسلو او نشه‌يي توکو یوه محموله ونیول شوه د ننګرهار د تورخم ګمرک مسوولین وايي، د کډې بار
تورخم کې له پاکستانه د راوړل کېدونکو وسلو او نشه‌يي توکو یوه محموله ونیول شوه د ننګرهار د تورخم ګمرک مسوولین وايي، د کډې بار یوه لس‌ټایره لارۍ د پلټنې پر مهال یې یو شمېر وسلې، مرمۍ او نشه‌يي توکي کشف او ضبط کړي دي. د معلوماتو له مخې، په دې لارۍ کې ۱۷ میله توفنګچې، ۴۳ شاجورونه، ۱۶۷ د توفنګچو مرمۍ او پنځه کیلو او ۲۵۰ ګرامه تابلیت‌کا ګولۍ موندل شوې دي. د چارواکو په وینا، د دغو توکو د لېږد په تور د موټر چلوونکی نیول شوی او د نورو څېړنو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

🚨 الجزیره: حوثیانو د سره سمندر پر غاړه د یمن ټوله ساحلي سیمه نیولې او د ستراتیژیک باب‌المندب تنګي ته رسېدلي دي. الجزیرې د جمعې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې سعودي عربستان هم په جګړه کې لاس وهنه کړې، خو حوثیان د جنوب پر لور خپل پرمختګ ته دوام ورکوي. د راپور له مخې، د سعودي عربستان هوايي ځواک د مخا پر هوايي ډګر دوه هوايي بریدونه کړي دي. حوثیانو یوه ورځ وړاندې د مخا بندري ښار، چې د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د رسمي حکومت تر کنټرول لاندې و، نیولی و.

دا ډیر لوی پرمختګ دی حوثا/ن د باب المند.ب ترڅنګ تر ټولو مهم لوی ښار ذباب هم د سعودي ملاتړو څخه ونیوی #په تیرو 48 ساعتونو کي ح
دا ډیر لوی پرمختګ دی حوثا/ن د باب المند.ب ترڅنګ تر ټولو مهم لوی ښار ذباب هم د سعودي ملاتړو څخه ونیوی #په تیرو 48 ساعتونو کي حوثا/نو 5400 کیلومتره مربع ځمکه د سعودي ملاتړو ځوا.کونو څخه نیولي ده😯🔥 #

الجزایر له متحده عربي اماراتو سره ټولې رسمي او ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي، د اماراتو سفیر ته یې د وتلو لپاره ۴۸ ساعته مهلت ورکړی او د اماراتي الوتنو پر مخ یې خپل هوايي حریم تړلی دی. د دواړو هېوادونو اړیکې د اسرائیلو، لوېدیځې صحرا او سیمه‌ییزو سیاسي اختلافونو له امله له پخوا ترینګلې وې.

#عاجل حوثیانو د باب المندب ترڅنګ د ذباب لوی ښار هم ونیوی

تاسې پوهېږئ چې د باب‌المندب له لارې به اسرائیلو ته وسلې او نورې مرستې رسېدې، اوس د حوثیا،،نو لاس ته لوېدلي دي. دغه تنګي او حوثیا،،ین د اسرائیلو سخت مخالف دي.

بلوچستان په تربت کې له پېښې وروسته، په خضدار کې هم یوه بلوڅه ښځه د پوځ له لوري له تښتول کېدو وروسته وژل شوې ده.
بلوچستان په تربت کې له پېښې وروسته، په خضدار کې هم یوه بلوڅه ښځه د پوځ له لوري له تښتول کېدو وروسته وژل شوې ده.

درود شریف: اَللّهُمَّ صَلَّ عَلیَ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیَ الِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّیتَ عَلیَ اِبرَاهِیمَ وَعَلیَ الِ اِبرَاهِیمَ
درود شریف: اَللّهُمَّ صَلَّ عَلیَ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیَ الِ مُحَمَّدٍ کَمَا صَلَّیتَ عَلیَ اِبرَاهِیمَ وَعَلیَ الِ اِبرَاهِیمَ اِنَّکَ حَمیدٌ مَّجِیدٌ. اَللّهُمَّ بَارِک عَلیَ مُحَمَّدٍ وَّ عَلیَ الِ مُحَمَّدٍ کَمَا بَارکتَ عَلیَ اِبرَاهِیمَ وَعَلیَ الِ اِبرَاهِیمَ اِنَّکَ حَمیدٌ مَّجِیدٌ.

د راپورونو له مخي، له ۱۰۰ ډېر امریکايي پوځي سلاکاران په سعودي عربستان کي ځای پر ځای سوي او د ایران په ملاتړ د حوثیانو پر وړاندي د سعودي په پوځي عملیاتو کي د استخباراتي معلوماتو او هدفونو په ټاکلو کي مرسته کوي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وینس له لوړپوړو پوځي قوماندانانو سره په مستقیمو خبرو کې د ایران د جګړې د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي او د جګړې د اوږدېدو، د وسلو د زېرمو د کمېدو او د عملیاتو د دوام په اړه یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره اندېښنه شریکه کړې ده. د راپور له مخې، وینس له پوځي قوماندانانو غوښتي چې د جګړې د وضعیت په اړه له سیاسي ملاحظاتو پرته خپله واقعي ارزونه وړاندې کړي. په دغو خبرو کې د امریکايي ځواکونو د تلفاتو، د ایران د جګړې د دوام وړتیا، په هرمز تنګي کې د تهران د احتمالي اقداماتو او د امریکا د وسلو د زېرمو په اړه بحث شوی دی. امریکايي پوځي چارواکو د پټریوټ دفاعي سیستم د توغندیو د زېرمو د پام وړ کمېدو په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د ځینو نورو مهماتو، په ځانګړي ډول د «اټکمز» توغندیو، ذخیرې هم ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي په کابل کې د هند له سفیر یتین پتیل سره هند ته د تازه مېوو، وچې مېوې او انځرو د صادراتو د اسانتیا او زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د صادراتي توکو د لېږد لپاره د الوتنو د زیاتولو، د هوايي کارګو د ځانګړې اسانتیا، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې د بهیر د اسانه کولو او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی. د هند سفیر ډاډ ورکړی چې مطرح شوې غوښتنې به د خپل هېواد له اړوندو چارواکو سره تعقیب کړي.

#عاجل باب المندب د حوثیانو تر کنټرول لاندي راغلی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې له سفیر سادین آیلدز سره د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړی
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې له سفیر سادین آیلدز سره د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې وکړې. ملا عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د ترکي شرکتونو د پانګونې هرکلی وکړ او له نورو ترکي پانګوالو یې هم د پانګونې غوښتنه وکړه. د ترکیې سفیر وویل، هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي، د افغانانو لپاره د ویزو اسانتیاوې زیاتې کړي او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. #باختراژانس

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندي ټاکني وشوې: ۱.د زابل ولایت کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو مخکنی رئیس مولوي عبدالغني احسان؛ د چاپیریال ساتني عمومي ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه. ٢.مولوي عبدالرحمن رحماني، د کانونو وزارت د کادستر پخوانی عمومي رئیس، د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د سوداګریزو چارو، املاکو او پانګونې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

د افغانستان د ترافیکو لوی ریاست ويلي، په ولایتونو کې د خلاف لاس موټرو لپاره د سټېکرونو د وېش ټولې تخنیکي چارې بشپړې شوي او د وېش بهیر به يې ژر پیل شي. ‏د معلوماتو له مخې، اوسمهال به دغو موټرو ته یوازې سټېکرونه ورکول کېږي او د پلېټونو د وېش پروسه لا نه ده پیل شوې.

عدلیې وزارت د کابل لویدیځ کې د پخواني حکومت د لوړ پوړي چارواکي محمد محقق کور ظبط کړ. د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر څېړنو وروسته د محقق کور دولتي اعلان شوی؛ نو ځکه یې د مصادرې امر ورکړل شو. عدلیې وزارت له څه مودې راهیسې د دولتي ځمکو او ملکیتونو د بېرته اخېستلو لړۍ پیل کړې، چې زیاتې ځمکې او ملکیتونه یې له زورواکو او غاصیبیونو راګرځولي دي.