cookie

نحن نستخدم ملفات تعريف الارتباط لتحسين تجربة التصفح الخاصة بك. بالنقر على "قبول الكل"، أنت توافق على استخدام ملفات تعريف الارتباط.

avatar

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو د حقیقت او واقیعت په لټه 87.5 FM 91.2 FM

إظهار المزيد
مشاركات الإعلانات
11 362
المشتركون
+224 ساعات
+277 أيام
+24930 أيام

جاري تحميل البيانات...

معدل نمو المشترك

جاري تحميل البيانات...

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکونکي په افغانستان کې پر رسنیو ورځ تر بلې د محدودیتونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.
إظهار الكل...
👎 28 7😢 4👍 3
‏په چمن کې د روان پرلت مسوولان وايي، تر هغو چې د پرونۍ پېښې عاملان ونه نیول شي او محاکمه نه شي، له خپلو اعتراضونو لاس نه اخلي. ‏د پاکستان سرحدي پوځیانو پرون د پرلتوالو پر خیمو یرغل وروړ او د ډزو په نتیجه کې یې ځینو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
إظهار الكل...
اسلامي امارت ویاند وایي، په بدخشان ولایت  کې د کوکنارو کښت د له منځه وړو د بهیر او پر وړاندې یې د پېښو شویو ستونزو د څېړنې لپاره پلاوی وټاکل شو. ددې پلاوي مشر د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت کوي. بدخشان کې له جمعې ورځې مظاهرې پیل شوې او پرون اروګو ولسوالۍ ته وغځېدې.
إظهار الكل...
نن یکشنبه په بدخشان، تخار، بغلان، کندز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې او برښنا او ناڅاپي سېلابونو اټکل سوی.
إظهار الكل...
‏د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتوونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، که بیا وټاکل شي، دی به د خپل کار په لومړۍ ورځ پر ځینو اکثریت مسلمان نفوس لرونکو هیوادونو بیا سفري بنديزونه ولګوي.
إظهار الكل...
👎 42👍 3 3
د کندهار د شاولیکوټ او خاکرېز ولسوالیو ترمنځ د اڅګزو د سوزانیانو د کلي اوسېدونکي وایي، هلته د یوه تازه جوړ سوي چیک ډېم له امله د دوی کرنيز سیسټم تغیر کړی او د اوبو ستونزه یې حل سوې ده. دغه چیک ډېم تېرکال د اقتصاد ریاست په هلو ـ ځلو جوړ سو او وروستییو بارانونو تر خولې ډک کړی دی. ددې سیمي باغ لرونکي وايي، وچکالۍ دومره ځپلي وه، چي هره درخته یې په پایپ اوبه کول. ددې سیمي اوسېدونکي انار، انځر، زردالو او نوري مېوې لري، خو د حاصلاتو د ګټي لویه برخه یې بیرته په سولر، پایپونو او برمو کښلو لګېدل. اوس هلته اوبه په ۱۵ متره کي پیدا کیږي او د کارېزونو چینو بیا اوبه پیدا راپورته کړي.
إظهار الكل...
56👍 9
د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ په سرخوسنګ سیمه کي په یوه کور کي کرل سوي کوکنار مات او له منځه یوړل سول.
إظهار الكل...
👍 29😢 6
په چمن کې د پاکستاني پوځيانو د ډزو په پایله کې څلور تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ژوبل شوي دي. د چمن پرلت تنظیم کوونکي وایي چې، دغه پېښه د سپین بولدک - چمن د لارې د تړلو پاتې کېدو په تړاو له لاریونونو وروسته رامنځته شوې ده.
إظهار الكل...
😢 45 6
بدخشان ولايت کې يو شمېر خلکو د یوه ولسي کس له وژل کېدو وروسته په اعتراضي ډول لاريونونه پیل کړي دي. پېښه په ارګو ولسوالۍ هغه مهال سوې چې امنیتي ځواکونه يادې ولسوالۍ ته د کوکنارو د کروندو له منځه وړلو لپاره ورغلي وو خو له ځايي خلکو سره يې نښته سوې او په ترڅ کې يې يو تن وژل سوی دی. د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع وايي، "کله چې زموږ ځواکونه سيمې ته د کوکنارو د کښت له منځه وړلو لپاره ورغلل، هلته پرې ځينو کسانو د لرګيو او ډبرو ګوزارونه وکړل چې له امله يې په اخ او ډب کې يو کس ووژل سو."
إظهار الكل...
😢 30 13👍 3
‏د ⁧ روسیې⁩ د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، له سړې جګړې را وروسته د ⁧ ناټو⁩ تر ټولو ستر پوځي تمرینات ښيي، چې دغه اتحاد له روسیې سره احتمالي جګړې ته کلک تیاری نیسي.
إظهار الكل...
29👍 7