جهادي عمري
Kanalga Telegram’da o‘tish
3 295
Obunachilar
-624 soatlar
-267 kunlar
-12430 kunlar
Postlar arxiv
3 292
دا دوه پورتنۍ ترانې، زما نوې تراني دي چې زمزمه شوي دي، هیله ده په اورېدلو یې خوند واخلئ او ملګرو سره یې شریکې کړئ.
3 292
Repost from العصر نشراتي او فرهنګي انجمن
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي
د اسد ۲۴مې په مناسبت د مجاهد ولس د عظیمې، مبینې فتحې او بریا په ویاړ د نویو ترانو له ترتیب شوي البوم څخه په زړه پورې ترانه...
ساتلی مې د مینې د جزبې په اندازه
غرور د آزادۍ د کلیمې په اندازه
ترانه ویونکی:
مولوي نصرت اللّٰه نصرت
شاعر: محمدحسن عمري
ترتیب: العصر انجمن
https://t.me/alasaracpa
3 292
Repost from العصر نشراتي او فرهنګي انجمن
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي
د اسد ۲۴مې په مناسبت د مجاهد ولس د عظیمې، مبینې فتحې او بریا په ویاړ د نویو ترانو له ترتیب شوي البوم څخه په زړه پورې ترانه...
ساتلی مې د مینې د جزبې په اندازه
غرور د آزادۍ د کلیمې په اندازه
ترانه ویونکی:
مولوي نصرت اللّٰه نصرت
شاعر: محمدحسن عمري
ترتیب: العصر انجمن
https://t.me/alasaracpa
3 292
Repost from العصر نشراتي او فرهنګي انجمن
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي
د اسد ۲۴مې په مناسبت د مجاهد ولس د عظیمې، مبینې فتحې او بریا په ویاړ د نویو ترانو له ترتیب شوي البوم څخه په زړه پورې ترانه...
له یرغلګرو وطن ازاد شو، په شملورو وطن اباد شو
د فــتحــو زیري شــــول، د فــتحــو زیــري شـــــول
ترانه ویونکی:
حافظ شهاب ځدراڼ
شاعر: محمدحسن عمري
ترتیب: العصر انجمن
https://t.me/alasaracpa
3 292
Repost from العصر نشراتي او فرهنګي انجمن
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن یې وړاندې کوي
د اسد ۲۴مې په مناسبت د مجاهد ولس د عظیمې، مبینې فتحې او بریا په ویاړ د نویو ترانو له ترتیب شوي البوم څخه په زړه پورې ترانه...
له یرغلګرو وطن ازاد شو، په شملورو وطن اباد شو
د فــتحــو زیري شــــول، د فــتحــو زیــري شـــــول
ترانه ویونکی:
حافظ شهاب ځدراڼ
شاعر: محمدحسن عمري
ترتیب: العصر انجمن
https://t.me/alasaracpa
3 292
نننۍ ورځ، د اسد ۱۹مه، د بغلان د ازادۍ له ورځې سره سمون خوري؛ خدای تعالی دې د مینې دا نایابه رڼا له تورو طوفانونو وساتي. آمین. 🤲
3 292
د آزادۍ غرور
ساتلی مې د مینې د جزبې په اندازه
غرور د آزادۍ د کلمې په اندازه
ما وګڼه قاتل د تاریکو د هر مالت
لمبه، لمبه، لمبه یم، د ډېوې په اندازه
عظمت د حوصلې مې په مزل نه دی تمام
ما مه ګڼه د ستړې قافلې په اندازه
دا سخته ده چې وشي پېشبیني زما د شان
ما حس کړه، د طوفان او زلزلې په اندازه
زما د سیالۍ خوب دې غورځوی شي له ګړنګ
ګرځېږه د خپل قد د اندازې په اندازه
بابونه مې حسنه! نمایان دي په تاریخ
روان یمه د بحر د څپې په اندازه
محمد حسن عمري
3 292
نوی غزل
ځان تېرباسم زندګۍ هسې دروغ وې
زما ټولې خوشحالۍ هسې دروغ وې
لکه باد دې له خورو زلفو خطا شوم
لکه عمر د ځوانۍ هسې دروغ وې
ما د اوښکو په دانو حسابولې
خو وعدې دې لېونۍ هسې دروغ وې
چې تر څو مې ګوتو ونکړې تڼاکې
تر هغو پورې روپۍ هسې دروغ وې
یا غبار د آئینو په مخ ولاړ ؤ
یا زمونږه خوشفهمۍ هسې دروغ وې
لکه پرې باډېوه، غلی غلی لاړې
لکه ست د غریبۍ هسې دروغ وې
د پښتون د سنګینۍ خبرې وکړه
دا د غره د سنګینۍ هسې دروغ وې
محمد حسن عمري
3 292
تر غوږ مې چې ټپه د ملالۍ ورسېده
جنډه مې پر اوږو د ازادۍ ورپېده
زما د بغاوت شوخې لمبې دې لمسولې
په غېږ کې د دریاب درنه شړۍ وسوزېده
شرر د ازادۍ وم، ملایکو بدرګه کړم
سایه د مُرُوَت مې په نړۍ وغورځېده
ښکلا مې د ټولنې تر لمنې پورې راوړه
رنګینه مرحله مې د ځوانۍ ونړېده
وطنه! رب دې وساته غرور، شان او جلال.
نامه دې پۀ جهان د خپلواکۍ وځلېده
خپل زور د سپین نظام درته معلوم شو عمري؟
دنیا دې لۀ ول - ول سپینې پګړۍ و لړزیده
محمد حسن عمري
3 292
کوچنی اختر مو مبارک شه!
الله تعالی دې زموږ او ستاسې روژې، عبادتونه او دعاوې قبولې کړي. الله دې مو ژوند تل اختریز او له خوښیو ډک کړي.
3 292
+2
د «وله یې مولوي صاحب!» شعري ټولګه چاپ شوه. له ټولو قدرمنو ملګرو څخه هیله کوو چې د دې اثر د خپرېدو او معرفۍ په لړۍ کې راسره همکاري وکړي. دا زموږ او ستاسې ګډه ټولګه ده او د وطن د احساساتو د غږ استازیتوب کوي.
3 292
وطن ته نذر!
یاغي بادونو سړې نه کړلې جذبې د وطن
دلته، تر مرګه جنګېدلې ارادې د وطن
که به یو ګل واخیست ږلیو یا لمبې له وطن
بل به پیدا شو له تازه خښې خازې د وطن
کرارې نه شولې همدغه وې نعرې د وطن
که تکبیرونه وو، که مستې ترانې د وطن
مونږ چې رنګینې کړلې واړه خاطرې د وطن
مونږ د سرونو وې منلې نذرانې د وطن
ډېرې مو ولیدلې هر لوري لمبې د وطن
خدایه! ګلونه کړې دا شاړې او میرې د وطن
ژوند به بیداره وي، ویدې به وي تیارې د وطن
که ړندې نه شي دا وړې - وړې ډېوې د وطن
حسنه! مخکې ترې ایمان دی، ورپسې د وطن
ساتنه غواړي سپېرې خاورې او ایرې دوطن
محمد حسن عمري
3 292
+2
برند که حوادث دي د وختونو په ککو کښې
زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم
خوند د خاموشۍ راته غوغا د مینې راکړه
داسې راته ښکاري افقونه به ګویا کړم
ستا په اننګو کښې د حمزه د وینو سره دي
تۀ شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
حمزه بابا
کابل ـ د حمزه بابا د دوه دېرشم تلین غونډه!
3 292
نوی غزل
ستا د غرور په غره به لار وکړي
که فرهادي طالع مې کار وکړي
د زلفو وږم ته دې ووایه چې
څه پېرزوینه په بهار وکړي
زما لمنه له ګلانو ډکه
څوګ خو دې فکر د ګوزار وکړي
زه به یې تود کړمه نستوڼي کې خو
سړی به څۀ باور پۀ مار وکړي
حسنه! څوک خبر د صبر میوه
خوند خو به وکړي خو چې بار وکړي
محمد حسن عمري
3 292
علیقدر امیرالمومنین الشیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی ته!
تقوا ته دې سلام او دیانت ته دې سلام
د علم سمندره! علمیت ته دې سلام
شمله دې د اسلام د ارزښتونو کړه بالا
همت ته دې سلام دی، ثقافت ته دې سلام
بښنه دې، ژوندۍ د پیغمبر د ترحم کړه
ژوندی اوسې امیره! شفقت ته دې سلام
سپېڅلی الهي نظام دې راوست تر ګدیو
ښاغلیه، پګړۍ واله، ریاضت ته دې سلام
نعرو د بغاوت دې طوفانونه کړل بر پاه
بریا ته دې سلام او شجاعت ته دې سلام
روان به دې په پلونو یم بې درېغه عمري
کلک هوډ ته دې سلام مشره عظمت ته دې سلام
محمد حسن عمري
3 292
علیقدر امیرالمومنین الشیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی ته!
اولس باندې يې ختمه اندازه د محبت
هېڅ تته مه شه خدایه دا ډېوه د محبت
آینن د شریعت یې جاویدان کړ په وطن
د علم سمندر دی، خزانه د محبت
د تورو نفرتونو له کنډر کنډر حلقومه
راوړې یې ده سپینه سپاره د محبت
پردو ته لکه تېز د اجل غشی په ټتر
او مونږ ته لکه نرمه ترانه د محبت
چې محوه یې کړه هره خَطَره له محبت
راخپله شوله ټوله زمانه د محبت
د تږي اولس تنده پرې خړوب ده عمري
خالي مه شه دا ډکه پیمانه د محبت
محمد حسن عمري
3 292
غزل
په سپېڅلې زندګۍ کې دې خوند پروت دی
په ملنګې بادشاهۍ کې دې خوند پروت دی
مؤمین زړونه دې د حسن غېږ کې ورک شي
ځار طالبه په ځوانۍ کې دې خوند پروت دی
پــــه هــر ول کـې یې پیــغام د ازادۍ شـته
په کـږه وړه پګړۍ کې دې خوند پروت دی
د هــجـران د اجـل غــشـی دې دردمــن دی
د وصال هـره ګړۍ کې دې خوند پروت دی
تـــــــه زمـــا د ژونــدانـه مـاښــام تـه راشــه
د سپین مخ په رڼایۍ کې دې خوند پروت دی
د حَـسن د حـماسي غـزل شـاهـکار یـې
په سُرور د ازادۍ کې دې خوند پروت دی
محمد حسن عمري
