fa
Feedback
جهادي عمري

جهادي عمري

رفتن به کانال در Telegram

وخت په وخت له نویو اشعارو سره!

نمایش بیشتر
3 634
مشترکین
-724 ساعت
-347 روز
-14430 روز
آرشیو پست ها
نوی غزل ځان تېرباسم زندګۍ هسې دروغ وې زما ټولې خوشحالۍ هسې دروغ وې لکه باد دې له خورو زلفو خطا شوم لکه عمر د ځوانۍ هسې دروغ وې ما د اوښکو په دانو حسابولې خو وعدې دې لېونۍ هسې دروغ وې چې تر څو مې ګوتو ونکړې تڼاکې تر هغو پورې روپۍ هسې دروغ وې یا غبار د آئینو په مخ ولاړ ؤ یا زمونږه خوشفهمۍ هسې دروغ وې لکه پرې باډېوه، غلی غلی لاړې لکه ست د غریبۍ هسې دروغ وې د پښتون د سنګینۍ خبرې وکړه دا د غره د سنګینۍ هسې دروغ وې محمد حسن عمري

د نارنج ګل له مشاعرې د محمد حسن عمري تازه نظم!

تر غوږ مې چې ټپه د ملالۍ ورسېده جنډه مې پر اوږو د ازادۍ ورپېده زما د بغاوت شوخې لمبې دې لمسولې په غېږ کې د دریاب درنه شړۍ وسو
تر غوږ مې چې ټپه د ملالۍ ورسېده جنډه مې پر اوږو د ازادۍ ورپېده زما د بغاوت شوخې لمبې دې لمسولې په غېږ کې د دریاب درنه شړۍ وسوزېده شرر د ازادۍ وم، ملایکو بدرګه کړم سایه د مُرُوَت مې په نړۍ وغورځېده ښکلا مې د ټولنې تر لمنې پورې راوړه رنګینه مرحله مې د ځوانۍ ونړېده وطنه! رب دې وساته غرور، شان او جلال. نامه دې پۀ جهان د خپلواکۍ وځلېده خپل زور د سپین نظام درته معلوم شو عمري؟ دنیا دې لۀ ول - ول سپینې پګړۍ و لړزیده محمد حسن عمري

کوچنی اختر مو مبارک شه! الله تعالی دې زموږ او ستاسې روژې، عبادتونه او دعاوې قبولې کړي. الله دې مو ژوند تل اختریز او له خوښیو ډک کړي.

د «وله یې مولوي صاحب!» شعري ټولګه چاپ شوه. له ټولو قدرمنو ملګرو څخه هیله کوو چې د دې اثر د خپرېدو او معرفۍ په لړۍ کې راسره هم
+2
د «وله یې مولوي صاحب!» شعري ټولګه چاپ شوه. له ټولو قدرمنو ملګرو څخه هیله کوو چې د دې اثر د خپرېدو او معرفۍ په لړۍ کې راسره همکاري وکړي. دا زموږ او ستاسې ګډه ټولګه ده او د وطن د احساساتو د غږ استازیتوب کوي.

وطن ته نذر! یاغي بادونو سړې نه کړلې جذبې د وطن دلته، تر مرګه جنګېدلې ارادې د وطن که به یو ګل واخیست ږلیو یا لمبې له وطن بل به پیدا شو له تازه خښې خازې د وطن کرارې نه شولې همدغه وې نعرې د وطن که تکبیرونه وو، که مستې ترانې د وطن مونږ چې رنګینې کړلې واړه خاطرې د وطن مونږ د سرونو وې منلې نذرانې د وطن ډېرې مو ولیدلې هر لوري لمبې د وطن خدایه! ګلونه کړې دا شاړې او میرې د وطن ژوند به بیداره وي، ویدې به وي تیارې د وطن که ړندې نه شي دا وړې - وړې ډېوې د وطن حسنه! مخکې ترې ایمان دی، ورپسې د وطن ساتنه غواړي سپېرې خاورې او ایرې دوطن محمد حسن عمري

برند که حوادث دي د وختونو په ککو کښې زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم خوند د خاموشۍ راته غوغا د مینې راکړه داسې راته ښکاري
+2
برند که حوادث دي د وختونو په ککو کښې زه به حوصله هم پښتنه ورته پيدا کړم خوند د خاموشۍ راته غوغا د مینې راکړه داسې راته ښکاري افقونه به ګویا کړم ستا په اننګو کښې د حمزه د وینو سره دي تۀ شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم حمزه بابا کابل ـ د حمزه بابا د دوه دېرشم تلین غونډه!

نوی غزل ستا د غرور په غره به لار وکړي که فرهادي طالع مې کار وکړي د زلفو وږم ته دې ووایه چې څه پېرزوینه په بهار وکړي زما لمنه
نوی غزل ستا د غرور په غره به لار وکړي که فرهادي طالع مې کار وکړي د زلفو وږم ته دې ووایه چې څه پېرزوینه په بهار وکړي زما لمنه له ګلانو ډکه څوګ خو دې فکر د ګوزار وکړي زه به یې تود کړمه نستوڼي کې خو سړی به څۀ باور پۀ مار وکړي حسنه! څوک خبر د صبر میوه خوند خو به وکړي خو چې بار وکړي محمد حسن عمري

علیقدر امیرالمومنین الشیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی ته! تقوا ته دې سلام او دیانت ته دې سلام د علم سمندره! علمیت ته دې سلام شمله دې د اسلام د ارزښتونو کړه بالا همت ته دې سلام دی، ثقافت ته دې سلام بښنه دې، ژوندۍ د پیغمبر د ترحم کړه ژوندی اوسې امیره! شفقت ته دې سلام سپېڅلی الهي نظام دې راوست تر ګدیو ښاغلیه، پګړۍ واله، ریاضت ته دې سلام نعرو د بغاوت دې طوفانونه کړل بر پاه بریا ته دې سلام او شجاعت ته دې سلام روان به دې په پلونو یم بې درېغه عمري کلک هوډ ته دې سلام مشره عظمت ته دې سلام محمد حسن عمري

علیقدر امیرالمومنین الشیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی ته! اولس باندې يې ختمه اندازه د محبت هېڅ تته مه شه خدایه دا ډېوه د محبت آینن د شریعت یې جاویدان کړ په وطن د علم سمندر دی، خزانه د محبت د تورو نفرتونو له کنډر کنډر حلقومه راوړې یې ده سپینه سپاره د محبت پردو ته لکه تېز د اجل غشی په ټتر او مونږ ته لکه نرمه ترانه د محبت چې محوه یې کړه هره خَطَره له محبت راخپله شوله ټوله زمانه د محبت د تږي اولس تنده پرې خړوب ده عمري خالي مه شه دا ډکه پیمانه د محبت محمد حسن عمري

غزل په سپېڅلې زندګۍ کې دې خوند پروت دی په ملنګې بادشاهۍ کې دې خوند پروت دی مؤمین زړونه دې د حسن غېږ کې ورک شي ځار طالبه په ځوانۍ کې دې خوند پروت دی پــــه هــر ول کـې یې پیــغام د ازادۍ شـته په کـږه وړه پګړۍ کې دې خوند پروت دی د هــجـران د اجـل غــشـی دې  دردمــن دی د وصال هـره ګړۍ کې دې خوند پروت دی تـــــــه زمـــا د ژونــدانـه مـاښــام تـه راشــه د سپین مخ په رڼایۍ کې دې خوند پروت دی د حَـسن د حـماسي غـزل شـاهـکار یـې په سُرور د ازادۍ کې دې خوند پروت دی محمد حسن عمري

غزل د خوشحالۍ امکان د ښار په دایره کې نه و وږم د ژوند په دغه ورانه هدیره کې نه و زه د سکوت چغو کرار، کرار خوړمه مګر رنګ به مې چا لیده چې څوک مې په کېسه کې نه و تږی وم دومره، چې مې حلق هم وچیده په صحرا دومره تنها وم چې سراب مې هم راسته کې نه و زما خمار به د اذیت بدنامي څه کوله ژونده! چې جام د محبت دې میخانه کې نه و زه د ځوانۍ په پلونو تلم د مستقبل په طرف چې راواپس شوم کیفیت مې په څېره کې نه و سکندري اعجاز ګټل نه ؤ اسان حسنه! هر یو غزل دې سمندر وو، خو کوزه کې نه محمد حسن عمري

‏فایل صوتی از طرف محمد حسن عمري

سبحان الله سپوږمی ترنځی نیولی ده دوعاوی کوی😭😭😭😭😭😭

ازادي تر بادشاهيه لا تېری کا چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کليزه ده. دغه پر افتخاره ورځ زموږ د نیکونو د مېړانې او شجاعت ورځ ده؛ همدغه ورځ وه چې زموږ نیکونو د انګریز ښکېلاک پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه. ټولې نړۍ منلې چې افغان ولس هېڅکله د پردي په وړاندې سر نه دی ټيټ کړی، او د تاریخ په اوږدو کې یې هر ځل دښمن ته د ماتې خوند ورکړی. اوس زموږ دنده دا ده چې د خپلواکي د ساتنې ترڅنګ د وطن د رغونې، یووالي او پرمختګ لپاره لاسونه سره یو کړو، څو هېڅ دښمن هېڅکله زموږ د خاورې او عزت د ګواښ او یرغل فکر هم په زړه کې تېر نه کړي. مونږ باید تل په خپل اتحاد، مېړانه او باور سره د خپلواکۍ د ساتنې سنګر کلک وساتو! د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه دې ټولو افغانانو ته مبارک!

د بغاوت درنې نعرې ته بیا ملا پورته شو

حافظ عبدالصمد حمدان.mp36.59 MB

#د_اسد_۲۴ د تکبیر تکبیر نارې دي ترنم: حافظ عبدالصمد حمدان شاعر: محمد حسن عمري د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ترنم او فرهنګ ریاست یې وړاندې کوي د ترنم او فرهنګ ریاست ټولنیز ادرسونه: واتساپ : ١ https://chat.whatsapp.com/FO1jynTpHS4GHgO7SEXLpa واتساپ : ٢ https://chat.whatsapp.com/FrnmMfIx5zR0aBvIIwObEm یوټوب: https://youtube.com/channel/UCcdKtEzhRO-tNC7r3HgBeBg?si=sjUFN2Akuof5ihXH ټوییټر : https://x.com/Taranum786313?t=Li6e9KvlD3fc3ipKmAfMoA&s=09 ټلیګرام : https://t.me/culturetaranum د نشر نېټه پنج شنبه ۲۰/ صفرالمظفر /۱۴۴۷هـ ق ۲۳/  اسد /۱۴۰۴ هـ ش ۱۴/ اګسټ / ۲۰۲۵ ز

د اسد څلوریشتم! د تکبیر تکبیر نعرې دي د خوښیو ورځې شپې دي وطن خلاص له هر ماتم دی د اسد څلور ویشتم دی اوس راغلی نوبهار دی وطن ټول ګلې ګلزار دی هره سیمه په امنیت ده دا امتیاز د امارت ده په دښمن باندې بیا غم دی د اسد څلور ویشتم دی دغه ورځ د ازادۍ ده دغه ورځ د خپلواکۍ ده دغه ورځ د هر افغان ده دغه ورځ یې د ارمان ده راټول شوی ټول عالم دی د اسد څلور ویشتم دی نړۍ وال دلته ناکام شول زمونږ وحدت ته په سلام شول سره فوځونه یې اوبه شول د وطن غېږ کې وراسته شول خدای په مونږ کړی کرم دی د اسد څلور ویشتم دی محمد حسن عمري

د اسد څلوریشتم! *** د تکبیر تکبیر نعرې دي د خوښیو ورځې شپې دي وطن خلاص له هر ماتم دی د اسد څلور ویشتم دی *** اوس راغلی نوبهار دی وطن ټول ګلې ګلزار دی هره سیمه په امنیت ده دا امتیاز د امارت ده په دښمن باندې بیا غم دی د اسد څلور ویشتم دی *** دغه ورځ د ازادۍ ده دغه ورځ د خپلواکۍ ده دغه ورځ د هر افغان ده دغه ورځ یې د ارمان ده راټول شوی ټول عالم دی د اسد څلور ویشتم دی *** نړۍ وال دلته ناکام شول زمونږ وحدت ته په سلام شول سره فوځونه یې اوبه شول د وطن غېږ کې وراسته شول خدای په مونږ کړی کرم دی د اسد څلور ویشتم دی *** محمد حسن عمري