ماتې هیلې
Kanalga Telegram’da o‘tish
استغفرالله وأتوب الیه تۀ زما د مینې اظهار همدلته موندلی شې! ⓞ♥ (زما د ستړي ژوند خاطرې) 😔 له مونږ سره رابطه=> @MOmarjan https://t.me/naweedja
Ko'proq ko'rsatish4 497
Obunachilar
-624 soatlar
-167 kun
-6030 kun
Postlar arxiv
4 497
زه د صدیق اکبر ؓ زړه ته حیران یم، کله چې رسول اللهﷺ رحلت وکړ د ده پر زړه به څه تېرېدل؟ څنګه یې پر دې غم زړه صبر کړ؟ دا غم يې څنګه وزغملو؟
ټولو اصحابو کرامو فريادونه کول خو دی چوپ و، هېڅ فریاد يې ونه کړ، بلکې ټولو ته يې تسلیت هم ورکړ، د فتنو مخه يې هم ونیوله.
😢😭
ماتې هیلې
4 497
ټولو تغیر وکړ ټولو خو يوازې زما زړه د ټولو لپاره هماغسې پاتې دي لکه څنګه چې مخکې و!
😢
ماتې هیلې
4 497
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
يادونه👇
محترمو مينوالود خوږژبو نعتخوانانو اوشاعرانو رسمي چينلان دي په پوره اخلاص ورسره ملګري شئ
4 497
د شپې په خاموشۍ د سپوږمۍ په رڼا کې يې هتمن واورئ، له شعر وروسته یې ټپې د سړي زړه سوری کوي!💔😢
4 497
زړه بیا داسې دی چې یو وار یې چاته په حقيقي معنا ځای ورکړ بیا د هغه هیرول ورته ناممکن شي😢😭🥺😖
ماتې هیلې
4 497
کله چې دنیا درباندې له هرې خوا تنګه سي، نو دا آیت در په یاد کړه:
﴿أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ﴾.
﴿ایا هغه څوک دی چې د مجبور انسان دعا قبلوي، کله چې هغه ورته دعا وکړي؟﴾
او کله چې خلک درڅخه ليرې سي، د الله تعالی نږدیوالی احساس کړه، هغه وايي:
﴿فَإِنِّي قَرِيبٌ﴾.
﴿بېشکه زه ډير نږدې یم.﴾
او کله چې ټولې لارې او اسباب درباندې تنګ سي، نو د الله دروازه هېڅکله نه تړل کیږي.
نو مه ناهیلي کيږه؛ الله ته دعا کوه، ځکه د هغه رحمت ته هېڅ بنده دروازه نسته...!
سیف ذهبي
4 497
د اسد څلورويشتم/ ع.عرفاني
د اسد څلورویشتم وشو اذان د ازادۍ
تر منزل مو رسیدلی دی کاروان د ازادۍ
پس له شل کالو په ارګ باندې بیا سپین بیرغ رپاند شو
طالـ،،،ـب جان وکړو په مینه ستر اعلان د ازادۍ
د نړۍ ستر امپراطور مو د ایمان په زور مات کړی
دا نن ځکه جشن لمانځي افغانان د ازادۍ
د اشغال جنازه تور مخ شیطان واخیسته روان شو
اوس راغلی څه رنګین ښکلی دوران د ازادۍ
مرور پسرلي بېرته خپل خزان وطن ته راغلل
راورېږي په شېبو شېبو باران د ازادۍ
په زړۀ کې (عرفاني) وو ارمانونه ډېر ساتلي
ډېر دی شکر چې پوره مې شو ارمان د ازادۍ
4 497
سخي انسان الله تعالی ته نږدې دی، د هغه مخلوق ته نږدې دی، خپل اهل او عيال ته نږدې دی، او جنت ته نږدې او له اور څخه ليري دی.
مګر بخيل شوم انسان له مخلوق څخه ليرې دی، له جنت څخه ليرې دی او اور ته نږدې دی.
نو د سړي سخاوت او میړانه هغه د خپلو مخالفينو محبوب ګرځوي، او د هغه بخل او شومتوب هغه د خپلو اولادونو هم بد ايسه وي..!
( الوابل الصيب، ۷۶ ص)
سیف ذهبي
4 497
اوس مې په ځان کې نوي، نوي تغیرات ګورم د پخوا په څېر حساس نه یم، له ډېر شیانو تېرېږم، په ډېر څه سر نه خوږوم، لکه د زړه احساس مې چې مړ وي.😢😭
ماتې هیلې
4 497
د حضرت سلیمان (ع) پاچاهي او د پیریانو کار
حضرت سلیمان (ع) ته الله تعالی داسې قدرت ورکړی و چې بادونه، مرغان او حتی پیریان (جنیات) یې هم تر امر لاندې وو. پیریانو به د هغه لپاره ډیر سخت کارونه کول، لکه د لویو ماڼیو جوړول، د سمندر له تله د مرغلرو راویستل او د بیت المقدس (هیکلِ سلیماني) تعمیرول.
هغه وخت کې پیریانو په خلکو کې دا خبره خپره کړې وه چې موږ په "غیبو" (پټو خبرو) پوهیږو او هر څه راته معلوم دي. الله تعالی وغوښتل چې د سلیمان (ع) د مړینې له لارې د هغوی دا درواغجنه دعوه ټولو ته ښکاره کړي.
کله چې د سلیمان (ع) د وفات وخت نږدې شو، هغه ته د ملک الموت (عزرائیل ع) لخوا خبر ورکړل شو. سلیمان (ع) پوهیده چې که پیریان زما د مړینې خبر سمدستي ومومي، نو دوی به د بیت المقدس کار نیمګړی پریږدي او وتښتي.
نو هغه مبارک غسل وکړ، ښایسته جامې یې واغوستې، خپل عبادت ځای (محراب) ته داخل شو او په لمانځه ودرید. هغه په خپلې امسا (لښته) باندې ډډه ولګوله او په ولاړه یې ساه ورکړه.
د سلیمان (ع) جسد مبارک د الله په حکم په هماغه حالت کې پاتې شو. پیریانو به چې کتل، نو سلیمان (ع) به ورته په لمانځه او عبادت ولاړ ښکاریده. هغوی له ده څخه دومره وېره لرله چې چا جرئت نشو کولی محراب ته ورنږدې شي یا ورته مخ واړوي.
په دې توګه یو کال تېر شو. پیریانو په دې ټول کال کې دا فکر کاوه چې سلیمان (ع) ژوندی دی، نو په ډیره سختۍ او مشقت یې د بیت المقدس د جوړولو کار جاري وساته تر دې چې کار مکمل شو.
کله چې د تعمیر کار پای ته ورسید، الله تعالی "دابۃ الارض" (هغه حشره چې لرګي خوري یا دیمک) ته امر وکړ چې د سلیمان (ع) امسا له لاندې څخه وخوري.
دې کوچنۍ حشرې ورو ورو امسا له دننه څخه خالي کړه. کله چې امسا ضعیفه شوه، نو د سلیمان (ع) د جسد وزن یې وانخیستلی شو او ماته شوه. په دې وخت کې د سلیمان (ع) جسد مبارک ځمکې ته راوغورځید.
کله چې سلیمان (ع) ځمکې ته راوغورځید، پیریان او نور خلک منډه ورغلل او ویې کتل چې هغه خو ډیر پخوا وفات شوی دی. په دې وخت کې پیریانو ته خپله غلطي معلومه شوه او په قرآن کې د هغوی په اړه داسې راغلي:
"فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَن لَّوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ"
(کله چې هغه راوغورځید، نو پیریانو ته څرګنده شوه چې که هغوی په غیبو پوهیدای، نو په دې سپکوونکي عذاب (سخت کار) کې به دومره وخت نه پاتې کیدل.
