ماتې هیلې
الذهاب إلى القناة على Telegram
استغفرالله وأتوب الیه تۀ زما د مینې اظهار همدلته موندلی شې! ⓞ♥ (زما د ستړي ژوند خاطرې) 😔 له مونږ سره رابطه=> @MOmarjan https://t.me/naweedja
إظهار المزيد4 946
المشتركون
-324 ساعات
-357 أيام
-17430 أيام
أرشيف المشاركات
4 946
د حضرت سلیمان (ع) پاچاهي او د پیریانو کار
حضرت سلیمان (ع) ته الله تعالی داسې قدرت ورکړی و چې بادونه، مرغان او حتی پیریان (جنیات) یې هم تر امر لاندې وو. پیریانو به د هغه لپاره ډیر سخت کارونه کول، لکه د لویو ماڼیو جوړول، د سمندر له تله د مرغلرو راویستل او د بیت المقدس (هیکلِ سلیماني) تعمیرول.
هغه وخت کې پیریانو په خلکو کې دا خبره خپره کړې وه چې موږ په "غیبو" (پټو خبرو) پوهیږو او هر څه راته معلوم دي. الله تعالی وغوښتل چې د سلیمان (ع) د مړینې له لارې د هغوی دا درواغجنه دعوه ټولو ته ښکاره کړي.
کله چې د سلیمان (ع) د وفات وخت نږدې شو، هغه ته د ملک الموت (عزرائیل ع) لخوا خبر ورکړل شو. سلیمان (ع) پوهیده چې که پیریان زما د مړینې خبر سمدستي ومومي، نو دوی به د بیت المقدس کار نیمګړی پریږدي او وتښتي.
نو هغه مبارک غسل وکړ، ښایسته جامې یې واغوستې، خپل عبادت ځای (محراب) ته داخل شو او په لمانځه ودرید. هغه په خپلې امسا (لښته) باندې ډډه ولګوله او په ولاړه یې ساه ورکړه.
د سلیمان (ع) جسد مبارک د الله په حکم په هماغه حالت کې پاتې شو. پیریانو به چې کتل، نو سلیمان (ع) به ورته په لمانځه او عبادت ولاړ ښکاریده. هغوی له ده څخه دومره وېره لرله چې چا جرئت نشو کولی محراب ته ورنږدې شي یا ورته مخ واړوي.
په دې توګه یو کال تېر شو. پیریانو په دې ټول کال کې دا فکر کاوه چې سلیمان (ع) ژوندی دی، نو په ډیره سختۍ او مشقت یې د بیت المقدس د جوړولو کار جاري وساته تر دې چې کار مکمل شو.
کله چې د تعمیر کار پای ته ورسید، الله تعالی "دابۃ الارض" (هغه حشره چې لرګي خوري یا دیمک) ته امر وکړ چې د سلیمان (ع) امسا له لاندې څخه وخوري.
دې کوچنۍ حشرې ورو ورو امسا له دننه څخه خالي کړه. کله چې امسا ضعیفه شوه، نو د سلیمان (ع) د جسد وزن یې وانخیستلی شو او ماته شوه. په دې وخت کې د سلیمان (ع) جسد مبارک ځمکې ته راوغورځید.
کله چې سلیمان (ع) ځمکې ته راوغورځید، پیریان او نور خلک منډه ورغلل او ویې کتل چې هغه خو ډیر پخوا وفات شوی دی. په دې وخت کې پیریانو ته خپله غلطي معلومه شوه او په قرآن کې د هغوی په اړه داسې راغلي:
"فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَن لَّوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ"
(کله چې هغه راوغورځید، نو پیریانو ته څرګنده شوه چې که هغوی په غیبو پوهیدای، نو په دې سپکوونکي عذاب (سخت کار) کې به دومره وخت نه پاتې کیدل.
4 946
مشر تابعي ابو مسلم الخولاني د يمن و، خپل نوم يې عبد الله بن ثوب و. د دروغجن پيغمبر اسود عنسي په مقابل کې يې مقاومت وکړ. اسود عنسي ورته اور بل کړ تر څو ويې سېځي. اور هغه ته هيڅ تاوان ونه رساوه. له هغې وروسته اسود عنسي د يمن نه وشاړه. مدينې ته راغلی، اوښه يې د مسجد بهر وتړله، په مونځ بوخت شو.
د عمر رضي الله عنه پرې سترګې ولګېدې، خوا ته راغلی ويې ويل : د کوم ځای يې ؟
ابو مسلم وويل : د يمن يم.
عمر رضي الله عنه وويل: تا ته به د هغه سړي معلومات وي چې اسود عنسي په اور وسېځه؟!
ابو مسلم الخولاني وويل : هغه سړی عبد الله بن ثوب دی.
عمر رضي الله عنه هوښيار سړی و ، بصيرت يې درلود ، ويې ويل : ستا دې پر الله تعالی قسم وي چې ته خو به پخپله عبد الله بن ثوب نه يې ؟!
ابو مسلم الخولاني وويل : هو ، زه هغه يم.
عمر رضي الله عنه غاړه ورکړه ، په ژړا شو ، له لاسه يې ونيوه ، د ابو بکر صدیق رضي الله عنه مخې ته يې کېناوه ، ويې ويل : الحمد لله ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په امت کې هم الله تعالی داسې څوک راوښود چې د ابراهيم عليه السلام په څېر الله تعالی د باطل له اوره وژغوره.
📚 سير اعلام النبلاء (۴/۹)
4 946
د عشق درد ډېر سخت وي، په زړه کې د جهنم دروازه پرانیزي، د عقل سترګې ړندوي، په بدن کې د لېونتوب انتها خپروي!
😭
ماتې هیلې
4 946
د عشق درد ډېر سخت وي، په زړه کې د جهنم دروازه پرانیزي، د عقل سترګې ړندوي، په بدن کې د لېونتوب انتها خپروي!
😭
4 946
#جهاد_فضیلت❤
حضرت جابر رضي اللّٰه عنه د نهه خویندو یواځینی ورور او سرپرست ؤ، له کفارو سره په جګړه کې شهید شو، هغه عذر درلود، لاکن اسلام ته یې ترجیح ورکړه، پلار یې هم عذر درلود خو بیا هم له کفارو سره په جګړه کې شهید شو.
نابینا صحابي عبداللّٰه ابنِ امّ مکتوم رسول اللّٰه ته وژړل چې یارسول اللّٰه د جهاد لپاره اجازه راکړﺉ، پیغمبر علیه السلام ورته وفرمایل: ستا لپاره عذر ده ځکه چې ته نابینا (ړوند) یې، هغه وویل یارسول اللّٰه که نور څه نه وي د جهاد په میدان کې به بیرغ په لاس کې واخلم
عمرو بن جموع رضي اللّٰه عنه په یوه پښه ګوډ صحابي ؤ، رسول اللّٰه ته یې وژړل چې ماته اجازه راکړﺉ زه د دین له دښمنانو سره جهاد وکړم، پیغمبر علیه السلام ورته وفرمایل: تاته عذر دی ځکه چې ته په یوه پښه ګوډ (معذوره) یې، هغه بیا وویل: یارسول اللّٰه آیا تاسو نه غواړﺉ چې زه دې جنت ته ولاړ شم بیا چې کله عمرو شهید شو پیغمبر علیه السلام صحابه کرامو ته مسکۍ شو بیایې وفرمایل:
تاسو ټولو ته مبارکي وایم!!!
زما عمرو په ګوډه پښه جنت ته داخل شو .
مأخذ: تاریخِ_الصحابه
4 946
کله چې حضرت عمر (رض) شام (سوریې) ته سفر وکړ، نو هلته یې له خپل نږدې ملګري او د لښکر له سپه سالار، حضرت ابوعبیده (رض) سره وکتل. حضرت عمر (رض) وغوښتل چې د هغه کور ته ورشي او مېلمه یې شي.
کله چې حضرت عمر (رض) د هغه کور ته ننوت، نو حیران پاتې شو. هغه ولیدل چې د دومره لوی لښکر د مشر په کور کې
نه کومه غالۍ شته.
نه کوم نرم بستر شته.
یوازې یوه توره، یو ډال او یو زوړ کټ پروت و.
حضرت عمر (رض) پوښتنه وکړه: "ای ابوعبیده! ستا د کور سامان چېرته دی؟ ته ولې د نورو په څېر ژوند نه کوې؟"
حضرت ابوعبیده (رض) په ډېره ارامۍ او مسکا سره ځواب ورکړ:
"ای امیرالمؤمنین! دا سامان زما لپاره بس دی، ځکه دا مې یوازې تر قبره رسوي. موږ خو په دې دنیا کې مسافر یو."
کله چې د ډوډۍ وخت شو، ابوعبیده (رض) یو څو وچې تیکلې (روټۍ) او اوبه راوړې.
دا حال چې حضرت عمر (رض) ولید، نو سخت یې وژړل او د ابوعبیده (رض) لاس یې ونیو او ویې ویل:
ای ابوعبیده! دنیا موږ ټول بدل کړو، خو ته یې بدل نه کړې.
4 946
ښکلې نجلۍ وه. کله بۀ چې کلي کې پۀ مړي ژوندي ښځې راټولې شوې، د دې د مخ ځلا پکې مالومه وه. سپين سرو بۀ دعاوې ورته کولې، هر چا یې د ښۀ خوی، حياناک ښايست کيسې لرلې.
دې نجلۍ پردي کالي ګنډل، ځکه هر مياشت د وړو خوېندو او وروڼو د ښوونځي فيس د دې پۀ غاړه و. پلار یې دهقاني کوله. کله به چې له کار ستړی راغی بېلچه بۀ یې د انګړۀ دېوال ته ودروله، جومات ته به ننوت. يوه ورځ پۀ مازيګر پۀ کلي کې نعاره وډونګېده، ټول خبر شول چې هغه ښه نجلۍ پلار پۀ جرمني کې يو هلک ته پۀ نامه کړه. پلار یې سرې او شنې روپۍ لۀ ګوتو تېرولې. هغسې پۀ زړو جامو کې نه ليدل کېدۀ...
څو کاله تېر شول، نجلۍ ناسته وه، زموږ کډه راغله، نه وم ترې خبر، هغه بله ورځ يو کليوال راغلی و، د کلي ښه او بده یې ويله، همدا نجلۍ ياده شوه، ويل یې: « مېړۀ یې هلته عشقونه کوي، قبولي یې اخيستې، اسناد یې شته خو نه راځي، يو اختر بل اختر یې هم حال نه پوښتي، پۀ خولۀ یې نه دي ويلي، نور ترې منکر دی. هغه ښه نجلۍ اوس هغسې نه ده، د ښځو پۀ ټولي کې پۀ کوپه ملا ناسته وي، د بندونو رنځ لري، يوه پښه یې د کلي پۀ کلينيک وي، بله پۀ کور... »
هو، هغه ښکلې د غريب سړي لور د هغۀ چا پۀ انتظار اتۀ کاله تېر کړل، چې د ژوند تړون یې ورسره کړی و.
اه! هغه ډبرزړی بۀ د خپلې سینې اور وژني، خو پۀ کلي کې ناسته سپوږمۍ یې ايرې، ایرې کړه.
💔
محمد الله همیم
😭
4 946
درې عجیبه مقایسې :
۱
نوح (ع) یو ځل حیوانانو ته غږ وکړ، هغوی سمدستي کښتۍ ته پورته سول؛ خو ۹۵۰ کاله یې انسانانو ته دعوت ورکړ، هغوی د ډوبيدو لاره غوره کړه.
یوه روغه غریزه تر ناروغه عقل ډېره غوره ده.
۲. د فرعون ښځه په داسې حال کې په حق ثابته پاته سوه چې د نړۍ د تر ټولو لوی سر!!کښ په کور کې وه، خو د نوح (ع) ښځه په داسې حال کې مسلمانه نه سوه چې د نړۍ د تر ټولو ستر مبلغ او نبي په کور کې وه!
حالات او ماحول د ګناه لپاره عذر نسي کېدای
۳. ابراهیم (ع) له خپل زوی څخه د ذ!!بح غوښتنه وکړه، هغه ومنله؛ خو نوح (ع) له خپل زوی څخه د ژوند ژغورنې غوښتنه وکړه، خو هغه انکار وکړ!
سیف ذهبي
4 946
ځينې انسانانو زړه ته دومره لاره پیدا کړې وي چې جدايي يې هم نشي کولای د دعا له لپو وه غورځوي که وه غواړې کنه زړه به دې دعا ورته کوي!🥺
ماتې هیلې
4 946
+1
لۀ پُل سوخته تر شهادته د م رضوان الله فیضاني نوی کتاب چاپ شو، مینوال یې د کابل په شمول د هېواد په مختلفو کتابخانو کې تر لاسه کولی شي
4 946
که په اړیکه کې د بل درد او خفګان نه شې محسوسولای او یوازې د ځان په اړه فکر کوې ښه انسان نه یاست!
😢
حافظ اخلاص
4 946
نوې ترانه
مړه دې نکړې ولوله
د جهاد مسته جذبه
ګوره درنکړي دوکه
د چوکۍ مسته نېشه
کله کله د حق ګرمو سنګرونو ته ورځه
غږ : رضوان الله فيضاني
https://t.me/yarmok_313_idara
4 946
نوې دوهمه ترانه
ای د سرحد ساتونکی ځوانه! الله دې مل شه
کفر ځپونکی طالب جانه! الله دې مل شه
اواز : رضوان الله فیضاني
https://t.me/yarmok_313_idara
4 946
له فیضاني صاحب سره یو ځای شئ!
🌸
قدرمنو لیدلو او ناليدلو يارانو او مينه والو !!!
ډېرو دوستانو شخصي ته ميسجونه کړي دي او زما د نوې ترانې غوښتنه يې کړې ده، دا چې زه د واټساف لږ ستونزه لرم، نو له دې امله مې د ملګرو په همکارۍ د واټساف چاينل او ګروپ جوړ کړل، تر څو مينه وال زما ترانې په اسانۍ ترلاسه کړي.
بناءً له تاسو محترمو څخه په ډېر درنښت هيله کوم چې زما د واټساف چاینل او ګروپ ته داخل شئ او له نورو ملګرو سره يې هم شريک کړئ.
نن ماښام به نوې ترانه نشر شي ان شاءالله تعالی.
په دوهمه ترانه هم کار روان دی.
م رضوان الله فيضاني
د واټساف د چاینل لينک👇👇👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VbC3CVj4NVih7G7ovR3q
د واټساف ګروپ 👇👇👇👇👇
https://chat.whatsapp.com/D46bP3d8jy4KynMfPhum1v?mode=gi_t
4 946
ملايان د پاکستان
پیدا دي له ابليس نه درباريان د پاکستان
د کفر غلامان دي ډېر شيخان د پاکستان
قيامت کې به د ټرمپ، نتنياهو څنګ کې ولاړ وي
بې دينه بې غيرته ملايان د پاکستان
رښتيا چې د (بلعم بن باعور) پاخه زامن دي
بيخي اول نمبر دي شيطانان د پاکستان
د خښتې په څېر هر طرفته اوړي او رااوړي
چالاکه دي ذليل منافقان د پاکستان
د کفر غلامي کړي او د کفر بندګي کړي
په پټه کافران دي حاکمان د پاکستان
د کفر په دفاع کې مودې وشوې چې جنګېږي
کافر دي مرتدين دي ټول فوځيان د پاکستان
الله دې بری ورکړي (فيضاني) په هر ډګر کې
غازيان د (ټي ټي پي) شه واکمنان د پاکستان
ليکوال : م رضوان الله فيضاني
متاح الآن! بحث تيليغرام 2025 — أهم رؤى العام 
