پښتو شعرونه
Kanalga Telegram’da o‘tish
Ko'proq ko'rsatish
Mamlakat belgilanmaganToif belgilanmagan
238
Obunachilar
Ma'lumot yo'q24 soatlar
+57 kun
+1230 kun
Postlar arxiv
238
دومره مات يمه چې مکوه پوښتنه
هره شپه يوازې ناست يمه تر ډېره
بېوسي هم ده ته هم د بل په نوم يې
چې به څنګه يې قربان زړه ته راتېره؟
✌️
238
#ټپيزه
وس په سندرو کی می ستایه
نښــی می ھـم ھر چا ته ښایه
مـا د جــانان کړی لویه خدایه
د دروازي مـــــــلنګ ته وایه
آلله دے ملّ شه مونږه ور پوري کٶونه
238
پروت که دې په سرو سکروټو زړه وای تا به څه کول؟
ووایه زما په ځای که ته وای، تا به څه کول!؟
دا دروغ خو مه وایه چې ستا لپاره ژوند کوم
مثلاً که زه دنیا کې نه وای؟ تا به څه کول؟
نن یې راته ټوکو کې د زړه خبره وکړله
ویې ویل که نن زما واده وای تا به څه کول؟
تابه بهسودواله دا حالات انځورول څنګه
ښکلي دې که سترګو کې راشنه وی؟ تا به څه کول
*پرویز بهسودوال*
238
چیرته یی رڼا درسره تللی ده
مړ یم زما ساه درسره تللی ده
شونډو می د غم پتری نیولی دی
شونډو نه خندا درسره تللی ده
مړ یم زما ساه درسره تللی ده
دمره تنهایی احساسومه چی
وایم که دنیا درسره تللی ده
مړ یم زما څاه درسره تللی ده
238
بيرته د راتلو امکان ختم شو
دواړه اواره شو داستان ختم شو
زه او ته هماغه شو چې هيڅ نه وو
وخت ته د خندلو ارمان ختم شو
ژوند تمام شو جام نيماي پاتې شو
ځمکه لمده نه شوه باران ختم شو
سختو کړاونو نه راوتې ژوند
ستا په يوه خداي په امان ختم شو
څوک به د اوبرنګ غزل ته ښه وايي؟
ستا د ښو خبرو دوران ختم شو
*رضوان اوبرنګ*
