ru
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Открыть в Telegram

Больше
Страна не указанаКатегория не указана
238
Подписчики
Нет данных24 часа
+57 дней
+1230 дней
Архив постов
د دله ګانو په اختیار یم کیسې به اورم، سر به کښته ګرځومه *لنډۍ*

دومره مات يمه چې مکوه پوښتنه هره شپه يوازې ناست يمه تر ډېره بېوسي هم ده ته هم د بل په نوم يې چې به څنګه يې قربان زړه ته راتېره؟ ✌️

Story

چې نيمه شپه شي ته رایاد شې ديوال تا مخ کړم زړه تا کيږدم زنګنونه

دکړیدو به نصیب وه ګني په کور کې نازولی هلک ومه

ګولۍ څلور وخورم ویده شم دوه ستا له غمه دوه د سر له درده خورمه😔

#ټپيزه وس په سندرو کی می ستایه نښــی می ھـم ھر چا ته ښایه مـا د جــانان کړی لویه خدایه د دروازي مـــــــلنګ ته وایه آلله دے ملّ شه مونږه ور پوري کٶونه

ياره چې تاته شم چاړا شم نور د خبرو چا له وار نه ورکومه #ټپه

د جوارګر لالي د لاسه د لاس ګوتمې مې په کمڅو تړلې دينه فلکلور

زما د ورور په شان لالیه خدای دې بدرنګ که خلک نور ګمان کوینه😊

څنګه دي مست په يارانه وم څنګه رنځور دي د بېلتون په تبه يمه #لنډۍ

پروت که دې په سرو سکروټو زړه وای تا به څه کول؟ ووایه زما په ځای که ته وای، تا به څه کول!؟ دا دروغ خو مه وایه چې ستا لپاره ژوند کوم مثلاً که زه دنیا کې نه وای؟ تا به څه کول؟ نن یې راته ټوکو کې د زړه خبره وکړله ویې ویل که نن زما واده وای تا به څه کول؟ تابه بهسودواله دا حالات انځورول څنګه ښکلي دې که سترګو کې راشنه وی؟ تا به څه کول *پرویز بهسودوال*

چې په هر لوري یې قدم وي ستا دې قسم وي ځمکې وسپړه ګلونه ــ ټپه

چیرته یی رڼا درسره تللی ده مړ یم زما ساه درسره تللی ده شونډو می د غم پتری نیولی دی شونډو نه خندا درسره تللی ده مړ یم زما ساه درسره تللی ده دمره تنهایی احساسومه چی وایم که دنیا درسره تللی ده مړ یم زما څاه درسره تللی ده

بيرته د راتلو امکان ختم شو دواړه اواره شو داستان ختم شو زه او ته هماغه شو چې هيڅ نه وو وخت ته د خندلو ارمان ختم شو ژوند تمام شو جام نيماي پاتې شو ځمکه لمده نه شوه باران ختم شو سختو کړاونو نه راوتې ژوند ستا په يوه خداي په امان ختم شو څوک به د اوبرنګ غزل ته ښه وايي؟ ستا د ښو خبرو دوران ختم شو *رضوان اوبرنګ*

په ستن وهلی خال به ړنګ کړم زما له خپل لالی نه وختل لاسونه