ru
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Открыть в Telegram

Больше
Страна не указанаКатегория не указана
239
Подписчики
+124 часа
+57 дней
+1330 дней
Архив постов
ژوند مې واخيستو مرګي ته مې تيار کړ دا جنت مې له يوې جينۍ نه ځار کړ يوسف مخې! هيڅ دَرک دې نه لګېږي يعقوبي زړه مې په تا پسې بيمار کړ د هغې دنګه ځواني مې وليدله را په زړه يې د کابل بالا حِصار کړ تا ليدل د سرو او سپينو دوکانونه زما ګل لاس کې و، ايسته مې ګُذار کړ د ډوډۍ دَرک دې کور کې نه لګېږي ته خوشاله يې، دښمن مې تار په تار کړ ما شبو چای د ادرکو ورته کړی ډاډی تللو مګر لږ څه مې ايسار کړ

مه انتظار کوه، او نه درځمه ما دې خدای مړه کي که بيا زه درځمه خدای ته به څه وایمه، ته ووايه؟ که تاته مخکې له لمانځه درځمه په رقيبانو مې چې ونه وژنې ((لکه لړم په ديواله درځمه)) لمبه لمبه ځواني دې اور وانخلي زه پکتيانۍ اوبه اوبه درځمه.

زه د یو داسې درد بیمار یم چې وطن نومیږي ځوانه ځوانۍ کې مې د سترګو حلقې تورې شوې درد یې ونه کړ خو په سترګو کې مې اوښکې راغلې مور مې زاړه شوه څپېړې یې کمزورې شوې

حوری دجنت ورته حیرانې دي…🥀 داسی پشتنې راپیغلې شوي دې..🌸💐 #نثارخان

زما د پخوا نه سبق نه زده کيدو د جانان مينې کړمه ښه بې لارې په نافرمانه اولاد ټول ستړي وي لکه زما وجود کې زړه بې لارې سندرې وايمه لمونځ هم ورکوم نه سم پر لاره يم او نه بې لارې هغه چې سم ياديدل ټول کښېناستل اوس به وطن ګټي پاخه بې لارې!؟ *ذوالقرنين باچاء*

د سپېڅلې ارادې سره مدغم یم روڼ سهار یم د تقوا په دمو دم یم حوصله او زغم مې دنګ دي تر آسمانه که په عمر او قامت تر آسمان کم یم د وطن په فطرتي ښکلا خوشحال یم په سحر کې د ګلاب د سترګو نم یم د تاریخ په سپینو کرښو کې سر هسک یم بس یواځې ګردګار ته په سر خم یم خدای مې ساتي له بدبینو نه هجرانه زه د ګران وطن د امن په رقم یم نذیرالله هجران

کفر دې نه کوي دچا د آیندې سره ولې نکاح تړي د بل د معشوقې سره؟ دغه پښتو مښتو دې سر وخوري تبا یې کړلو ترڅو به ژوند کوو د دغې زولنې سره خدایه ډاډه یم چې په رحم دې جنت زموږ دی خو که دوزخ ته ځي زه ځمه د ادې سره ما د ځوانۍ دوره سوچونو باندې تېره کړله ما ډېر زیاتی کړی دی خپلې حافظې سره الله شاهد دی چې ما حورې ورنه نه دي غوښتي ما په جنت کې هم ژوند غوښتی د هغې سره

ستا یارۍ ته شوم د مور له غېږې پورته کله کله سړی خدای ووهي خر شي *اوبرنګ*

وهې را سره سم په لار قدم لکه ماشوم نیولی یم له ګوتې نه ستا غم لکه ماشوم په نه خبره ولاړ شي مرور شي په ژړا شي راکړی راته خدای داسې صنم لکه ماشوم په زړه باندې نری شومه د یار په غم اخته شوم راځې مې سمدستې سترګو کې نم لکه ماشوم پرې غم غلطومه جوړوم یې څه په مینه له شګو نه کورونه ستا د چم لکه ماشوم ګلداده بیخې نه منې خبره ضد نیولې کووم ورته په هر څه اوس قسم لکه ماشوم *ګلداد*

دلته ډوب دی هر سړی خپلو خولو کي ځان ته غټ قبرونه باسي هدیرو کي دا پراته مړې ټول ښه خلګ په دې دي دلته ښه سړی هیڅ نشته په ژوندو کي پښتون زوی نه په زارۍ نه په دعا شو خوله مې وچه سېک مې نشته په لاسو کي زموږ ګرانښت به در مالوم شي یو ځل مړ شه موږه ډیر ښه سره ژاړو جنازو کي خدای دې وبښي وریندارې لالا مړ شو اوس دې کوم یو وایه خوښ دی په لېورو کي ر

د شونډو کيف دې په جنت کې نشته هو په کوثر په الطهور مې قسم مړ دې يم پاک په زنگېدلي آواز په اياتونو د زبور مې قسم بل هر يو رنگ يې د جبين توهین دی د خپلې وينې په سندور مې قسم زه د جام خط په لاره سم کړم شېخه په کږو څانگو د انگور مې قسم نه ږدم درمله د فرعون پښو کې سر د جلالي خدای په غرور مې قسم *احسان الله درمل*

خدایه په کوم ګناه کړېږم ما ترې خبر کړې چې توبه ترې وباسمه

بېخي یې نه کوم؟ کنه زما د وس کار دی. یو چاته جان ویل، قربان ویل، عبس کار دی.! ؟

څنګه ناڅاپه را په زړه شوې داسې ناڅاپه دې خدای راوله مَينه. فلکلور

څه په مایوسۍ ستا له زړه بیرته ځان ته راغلم کوم یقین ته تللی ومه، کوم ګمان ته راغلم؟ وامي خله خو, داغ به مي پر سپینه لمن نه ایږدې! راسه (زلــېخــا) زه د لیلام میدان تـــه راغلم اوس د محبت په تقدس باندي ایمان لرم زهر ومه شات سومه چي ستا زبان ته راغلم درد او غم د سترګو له زندان څخه را، و ایستم اوښکه وم کرار،کرار،کرار ګرېوان ته راغلم ښاده! مکمل مي ځان پر خدای باندي سپارلی ؤ بڼه د طاووس ئې کـړم او بیا قرآن ته راغلم *نبي ښاد*

تازه غزل! د هدفونو د تکمیل شتمني، ولړزوي یاد د وړې جینۍ وي،لویه ځواني، ولړزوي بیا پرې د رحم باران هم لکه عذاب څڅیږي د چا د کور د کوټې بام چې نیستي، ولړزوي نا سم خوځښت د پیغلو جونو، د حیا د څادر د پښتنو کلي کې ول ول پټکي، ولړزوي زموږ لپاره له هر څه څخه اړینه نړۍ په زلزله کې خالق څومره عادي، ولړزوي د دې څو تنو سپک لفظونه به حماده! څنګه؟ دومره سنګینه او درنه شاعـــري، ولـــړزوي #حماد

په اعتبار کې مې خوړلي دي دوکې، ډارېږم اوس چې تر څنګه راځي لږ هم څوک نږدې، ډارېږم ماته سکون راکوي اوس په هدیرو کې ناسته داسې د شور ماشور له ډکې ښاریې ډارېږم ډېره موده وشوه چې مور مې د شپې خوب نۀ کوي ما یوه ورځ چېرته ویلي وو "د شپې ډارېږم" څوک به خفه شي، بیا یې څوک پخلا کوي ورک یې کړه یوازیتوب چې خوښومه له همدې ډارېږم ما مسلسل دی غولولی، ځورولی مې ځان نعماني! اوس په ائینه کې له څهرې ډارېږم عزیزالحسن نعماني.

جانان به داسې ځای کې پرېږدم چې بیا په بل کبر کوي سوچ به کوینه ـ لنډۍ

دا ځل به ته سلام کوې، زه به مخ اړومه ژوند دی، باور لرم مخ کېږو سره بيا حتماً يا ډېر اسانه تا په هر څه خاورې واړولې😢 يا خلک ټول داسې دي زه يم اشتباه حتماً ته به راګرځې، مګر زه دا وعده نه کوم چې ستا اوسنی ځای به مې زړه کې وي سبا حتماً

ما ته مې خپلې سلګۍ بېرته راغلې زخمي خو دي ،خو ژوندۍ بېرته راغلې ما خپلې ورکې هيلي وژړوي چناره تا ته مرغۍ بېرته راغلې ما تنهایي د سمندر بوږنوي ماښام شو ټولې کېشتۍ بېرته راغلې #ممتازاورکزی