uz
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Kanalga Telegram’da o‘tish

Ko'proq ko'rsatish
Mamlakat belgilanmaganToif belgilanmagan
237
Obunachilar
Ma'lumot yo'q24 soatlar
+47 kun
+1230 kun
Postlar arxiv
🍁چې ته چرته یې؟ چې تۀ چرته يې؟ او څنګه يې لالیه!؟ نۀ مې څنګ غواړې نۀ څنګ راکوې ما ته زۀ ګنډلې سترګې ستا پۀ لاره ناست يم تۀ نۀ زنګ اخلې،نۀ زنګ راکوې ما ته! چې تۀ چرته يې؟ او څنګه يې لالیه!؟ غرق شوم غواړمه دې زۀ درپسې مات يم او د ژوند لاره مې ورکه ده لۀ ما نه ښکته سر پۀ ځنګونونو باندې قات يم چې تۀ چرته يې؟او څنګه يې لالیه!؟ روح مې ستړی دی او وزي لۀ تنې نه لکه رنډ ماشوم يوه نه مني ژاړي او تنګ شوی دی لۀ هرې رابطې نه چې تۀ چرته يې؟ او څنګه يې لالیه!؟ شوګيرو مړ کړمه وتی يم لۀ خوابه راشه بيا مې پۀ دې خپل ځنګون اودۀ کړه راشه هر چرته چې يې خانه خرابه چې تۀ چرته يې؟او څنګه يې لالیه!؟ دا ضد مه کوه نور دغه کار ښۀ نه دی زړۀ پرې وسيزه د مرګ پۀ بيستر پروت دی خواته ورشه لېوني اوڅار ښۀ نه دی بابرزی اوڅار

چې خپل لالی غیږه کې کلک ونیسې دومره خوږه بې ادبي واه واه

✌️😘 زړه کې مې دې کور اخیستی دی ډمې دنیا اور اخیستی دی څوک راته راګوري وارخطا زوړ زخم مې زور اخیستی دی راغلې چې مې زړه واخلې لیلام څو ځایه دې نور اخیستی دی؟ ګډې مې د زړه په سر لمبې واورو کې مې شور اخیستی دی هر څوک په سینه منګولې وړي هرې لمن تور اخیستی دی مست بیابانونه په هوا مست پرهر ټکور اخیستی دی تورې بلاګانې ګام په ګام ګام مې ستا په لور اخیستی دی دا چې نن ګرځيږي در په در دوی ازار د مور اخیستی دی ګرځمه مغرور لکه باچا زهرو ته مې پور اخیستی دی بشير باران.

وخت به د هري رابطې په ارښت وغږېږي خو که موږ مل کړ خپل ادراک تر خپله ځايه پوري 👏

د بربادۍ د غرۀ په ژۍ ولاړ یم وه مهربانه!چیغې اورې کنه؟! اسرار

نظم خپل ملت نه تبا کېږو: دغه قوم اوس پاتی شوی ټول عالم کې خراب شوی ښه فرهنګ نه برخمن وو خپل ملت نه تبا شوی زه خبر يم ماته کړې يې کيسه ده زموږ دکلي د سپين ږيري خاطره ده وی د شپې د درې بجو دغه کيسه ده خلګو ويل چې د پخوا په شان چاپه ده څو سور مخي داسی راغلل زړه په لاس بې رحمه راغلل جالبيت يې لا په سل شو چې د کلي پردي راغلل بس جومات خواته روان شول د امام خواته روان شول وروسته غږ شو ملا مړ شو دا شهيد په وينو سور شو داسی ډېرې کيسې شوي زموږ په چم کې تيارې شوي راشه ګوره کړېدلې لاس او پښې مې سوزيدلې زړه مې خوړين ده زه مړ کېږم خپل ملت نه تبا کېږم دا هېواد که په دوی ګران وو دا ملت خو د دوی ځان وو بس دا دروغ وو چې مو ځان ده دا هېواد په مونږه ګران ده دا زما کيسه ريښتيا وه خير منلې مو ملا وه نور زه نه وايم کړېږم خپل ضمير نه مې شرمېږم بس انصاف که په لاس راشي هر يو کس به مې په دار شي 1405/5/8 شاعر کمال الدين عابد

درده لږ بل طرف ته لاړشه په شل کلنه ځوانۍ چا ژاړلي دينه. #لنډۍ

*با شنبه‌ی بی دوست چه سازد دلِ بی تاب* *ای جمعه، نمیشد دو سه روزی تو‌ بمانی؟* ‌ ؟

موس شوه په موسکا يې راته وویل چی راغلمه راغله او هم دا يې راته وويل چې راغلمه نه وه او چې نه وه نو زه سم ورسره نشته وم شته شومه بیګا يې راته وویل چی راغلمه نن په نارنجي جامو کې ډیره ړنګه بنګه وه سره شوه له حیا يې راته وویل چې راغلمه بيا لاړه او بیا يې راته ووی چې بیا نه راځم بيا راغله او بیا یې راته وویل چی راغلمه ورو ورو يې بیلتون رابیلولو خو چې وصل شو بس په یوه سا يې راته وویل چی راغلمه ډزې وې اتڼې وې سعوده خوشحالیانې وې تاو شوه په ګډا يې راته وويل چې راغلمه سید شاه سعود✍️

Story

غزل د دید په تنده کې اوبه بدن په یاد لرمه په سرابونو مې د زړه دښته اباد لرمه لېونی شوی وم که وه چېرته د مینې سیلۍ نور خبر نه یم خو پر سر مې خاورې باد لرمه د انتظار پنځه کلنه تجربه مې هم شته د مینې اهل یم د خفګان ټوله اسناد لرمه یو څو تڼاکې سفر ما هم ستا پر لور کړی دی ژونده!که هر څو درسره دومره تضاد لرمه منم چې ښکلې وې تر ما له مخه هم البته وړه دعوی دې د خنداوو په ایجاد لرمه نسیم خان

زه به تر هغې ورته ناست یم چې واپس راځي پر سټاپ ولاړه ده نجلۍ اوس به يې بس راځي جون هغه میاشت ده چي پکښې مو ملاقات شوې وو نن هغه ورځ ده چي له زرو کالو پس راځي ته لږ ایسار شه دابازار دغسې نه وي خالي اوس ورته ګوره له ژوبڼه مو ولس راځي یوه خلا محسوسومه چې رهي شوې له زړه ګویا زه دا محسسومه چې بل کس راځي کومه خلا کښې یم چې ږغ مي بېرته نه را رسي!؟ پر کوم ډګر یم چې چوپتیا مې تر نس نس راځي؟ نسیم خان

مینه څه ده؟ نور خبر نه یم خو دا ده چې خبره کول غواړم اسویلی شي نسیم خان

په لالي سختې ورځې راغلې🥺 د مور سکه زامن ترې لارې بېلوينه🩶🥹

ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې چې په څه ډول حالاتو کې سا اخلې هر ماښام دې تېر په څه رقم سختۍ شي کوم ډاکټر نه د عصابو دوا، اخلې ژوند دا ندی، چې درد هر چاته بيان کړې ورته ووايې: له هر شي مې زړه موړ دی عِشق ځپلی يم له هرې خوا قسم دی ما خوړلی دې لډو کې داسې توړ دی ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې يا هم هر چاته زړه وسپړې ګلابه! ورته وژاړې په چغو چغو باندې ورته ووايې مړ کېږم له عذابه ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې ژوند خو دادی چې مُسکی شې هر يو غم ته ځان ته ووايې چې هر څه به سمېږي نه تندی تروش کړې نه سترګې پرېدې نم ته ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې ژوند همدا چې شبوګۍ پسې دې لاړ شې چې هر چېرې وي يو ځلې احوال واخلې بلکل دغې زنده ګۍ پسې دې لاړ شې ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې چې په څه ډول حالاتو کې سا اخلې هر ماښام دې تېر په څه رقم سختۍ شي کوم ډاکټر نه د عصابو دوا، اخلې

#ټپيزه د ستــــم ګرو خلکو زور وو د بختـــورو خلکـــو زور وو د سترګه ورو خلقو زور وو د زوروو خلکــــــــو زور وو ګنې جــانان به لۀ ما ولې بېلېدۀ نه

چي د صبا سترګه راخېژي ما به له دې دنيا نه سترګي پټي وينه

تنهایي ده، پرېشاني ده، خوند مې نشته ګډه وډه زنده ګي ده، خوند مې نشته سره بلاک مو دي بیا هم پسې خفه یم مینه غټه مجبوري ده، خوند مې نشته له واړو سترګو مې غټې اوښکې درومي عاشقي ده، جدایي ده، خوند مې نشته د نسوارو دوکانونه ښهٔ چالیږي قرضه باندې په ساقي ده، خوند مې نشته په کوټه کې د خپل زړهٔ دراباری اورم دومره ډېره خاموشي ده، خوند مې نشته که زارۍ وې که ژړا وه ومې کړله زما نوره بېواسي ده، خوند مې نشته په یو کس منلي ټوله خرابات کړه که دونیا ده که ځواني ده، خوند مې نشته منلی🥀

چاته با وه نه وایم هر څه باپه ځان وکړمه! تاته با رانشم کا ســـل ځله تاوان وکـــړمـــه. او په نیمه لار کې دې پریښي یم بې ننګه یاره! نه با دې نوم واخلم او نه به دې ارمان وکړمه. ❗💍💔🙏

Story