پښتو شعرونه
رفتن به کانال در Telegram
نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
237
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
+47 روز
+1230 روز
آرشیو پست ها
237
🍁چې ته چرته یې؟
چې تۀ چرته يې؟ او څنګه يې لالیه!؟
نۀ مې څنګ غواړې نۀ څنګ راکوې ما ته
زۀ ګنډلې سترګې ستا پۀ لاره ناست يم
تۀ نۀ زنګ اخلې،نۀ زنګ راکوې ما ته!
چې تۀ چرته يې؟ او څنګه يې لالیه!؟
غرق شوم غواړمه دې زۀ درپسې مات يم
او د ژوند لاره مې ورکه ده لۀ ما نه
ښکته سر پۀ ځنګونونو باندې قات يم
چې تۀ چرته يې؟او څنګه يې لالیه!؟
روح مې ستړی دی او وزي لۀ تنې نه
لکه رنډ ماشوم يوه نه مني ژاړي
او تنګ شوی دی لۀ هرې رابطې نه
چې تۀ چرته يې؟ او څنګه يې لالیه!؟
شوګيرو مړ کړمه وتی يم لۀ خوابه
راشه بيا مې پۀ دې خپل ځنګون اودۀ کړه
راشه هر چرته چې يې خانه خرابه
چې تۀ چرته يې؟او څنګه يې لالیه!؟
دا ضد مه کوه نور دغه کار ښۀ نه دی
زړۀ پرې وسيزه د مرګ پۀ بيستر پروت دی
خواته ورشه لېوني اوڅار ښۀ نه دی
بابرزی اوڅار
237
✌️😘
زړه کې مې دې کور اخیستی دی
ډمې دنیا اور اخیستی دی
څوک راته راګوري وارخطا
زوړ زخم مې زور اخیستی دی
راغلې چې مې زړه واخلې لیلام
څو ځایه دې نور اخیستی دی؟
ګډې مې د زړه په سر لمبې
واورو کې مې شور اخیستی دی
هر څوک په سینه منګولې وړي
هرې لمن تور اخیستی دی
مست بیابانونه په هوا
مست پرهر ټکور اخیستی دی
تورې بلاګانې ګام په ګام
ګام مې ستا په لور اخیستی دی
دا چې نن ګرځيږي در په در
دوی ازار د مور اخیستی دی
ګرځمه مغرور لکه باچا
زهرو ته مې پور اخیستی دی
بشير باران.
237
نظم
خپل ملت نه تبا کېږو:
دغه قوم اوس پاتی شوی
ټول عالم کې خراب شوی
ښه فرهنګ نه برخمن وو
خپل ملت نه تبا شوی
زه خبر يم ماته کړې يې کيسه ده
زموږ دکلي د سپين ږيري خاطره ده
وی د شپې د درې بجو دغه کيسه ده
خلګو ويل چې د پخوا په شان چاپه ده
څو سور مخي داسی راغلل
زړه په لاس بې رحمه راغلل
جالبيت يې لا په سل شو
چې د کلي پردي راغلل
بس جومات خواته روان شول
د امام خواته روان شول
وروسته غږ شو ملا مړ شو
دا شهيد په وينو سور شو
داسی ډېرې کيسې شوي
زموږ په چم کې تيارې شوي
راشه ګوره کړېدلې
لاس او پښې مې سوزيدلې
زړه مې خوړين ده زه مړ کېږم
خپل ملت نه تبا کېږم
دا هېواد که په دوی ګران وو
دا ملت خو د دوی ځان وو
بس دا دروغ وو چې مو ځان ده
دا هېواد په مونږه ګران ده
دا زما کيسه ريښتيا وه
خير منلې مو ملا وه
نور زه نه وايم کړېږم
خپل ضمير نه مې شرمېږم
بس انصاف که په لاس راشي
هر يو کس به مې په دار شي
1405/5/8
شاعر کمال الدين عابد
237
موس شوه په موسکا يې راته وویل چی راغلمه
راغله او هم دا يې راته وويل چې راغلمه
نه وه او چې نه وه نو زه سم ورسره نشته وم
شته شومه بیګا يې راته وویل چی راغلمه
نن په نارنجي جامو کې ډیره ړنګه بنګه وه
سره شوه له حیا يې راته وویل چې راغلمه
بيا لاړه او بیا يې راته ووی چې بیا نه راځم
بيا راغله او بیا یې راته وویل چی راغلمه
ورو ورو يې بیلتون رابیلولو خو چې وصل شو
بس په یوه سا يې راته وویل چی راغلمه
ډزې وې اتڼې وې سعوده خوشحالیانې وې
تاو شوه په ګډا يې راته وويل چې راغلمه
سید شاه سعود✍️
237
غزل
د دید په تنده کې اوبه بدن په یاد لرمه
په سرابونو مې د زړه دښته اباد لرمه
لېونی شوی وم که وه چېرته د مینې سیلۍ
نور خبر نه یم خو پر سر مې خاورې باد لرمه
د انتظار پنځه کلنه تجربه مې هم شته
د مینې اهل یم د خفګان ټوله اسناد لرمه
یو څو تڼاکې سفر ما هم ستا پر لور کړی دی
ژونده!که هر څو درسره دومره تضاد لرمه
منم چې ښکلې وې تر ما له مخه هم البته
وړه دعوی دې د خنداوو په ایجاد لرمه
نسیم خان
237
زه به تر هغې ورته ناست یم چې واپس راځي
پر سټاپ ولاړه ده نجلۍ اوس به يې بس راځي
جون هغه میاشت ده چي پکښې مو ملاقات شوې وو
نن هغه ورځ ده چي له زرو کالو پس راځي
ته لږ ایسار شه دابازار دغسې نه وي خالي
اوس ورته ګوره له ژوبڼه مو ولس راځي
یوه خلا محسوسومه چې رهي شوې له زړه
ګویا زه دا محسسومه چې بل کس راځي
کومه خلا کښې یم چې ږغ مي بېرته نه را رسي!؟
پر کوم ډګر یم چې چوپتیا مې تر نس نس راځي؟
نسیم خان
237
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
چې په څه ډول حالاتو کې سا اخلې
هر ماښام دې تېر په څه رقم سختۍ شي
کوم ډاکټر نه د عصابو دوا، اخلې
ژوند دا ندی، چې درد هر چاته بيان کړې
ورته ووايې: له هر شي مې زړه موړ دی
عِشق ځپلی يم له هرې خوا قسم دی
ما خوړلی دې لډو کې داسې توړ دی
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
يا هم هر چاته زړه وسپړې ګلابه!
ورته وژاړې په چغو چغو باندې
ورته ووايې مړ کېږم له عذابه
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
ژوند خو دادی چې مُسکی شې هر يو غم ته
ځان ته ووايې چې هر څه به سمېږي
نه تندی تروش کړې نه سترګې پرېدې نم ته
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
ژوند همدا چې شبوګۍ پسې دې لاړ شې
چې هر چېرې وي يو ځلې احوال واخلې
بلکل دغې زنده ګۍ پسې دې لاړ شې
ژوند دا ندی چې درد هر چاته بيان کړې
چې په څه ډول حالاتو کې سا اخلې
هر ماښام دې تېر په څه رقم سختۍ شي
کوم ډاکټر نه د عصابو دوا، اخلې
237
#ټپيزه
د ستــــم ګرو خلکو زور وو
د بختـــورو خلکـــو زور وو
د سترګه ورو خلقو زور وو
د زوروو خلکــــــــو زور وو
ګنې جــانان به لۀ ما ولې بېلېدۀ نه
237
تنهایي ده، پرېشاني ده، خوند مې نشته
ګډه وډه زنده ګي ده، خوند مې نشته
سره بلاک مو دي بیا هم پسې خفه یم
مینه غټه مجبوري ده، خوند مې نشته
له واړو سترګو مې غټې اوښکې درومي
عاشقي ده، جدایي ده، خوند مې نشته
د نسوارو دوکانونه ښهٔ چالیږي
قرضه باندې په ساقي ده، خوند مې نشته
په کوټه کې د خپل زړهٔ دراباری اورم
دومره ډېره خاموشي ده، خوند مې نشته
که زارۍ وې که ژړا وه ومې کړله
زما نوره بېواسي ده، خوند مې نشته
په یو کس منلي ټوله خرابات کړه
که دونیا ده که ځواني ده، خوند مې نشته
منلی🥀
237
چاته با وه نه وایم هر څه باپه ځان وکړمه!
تاته با رانشم کا ســـل ځله تاوان وکـــړمـــه.
او په نیمه لار کې دې پریښي یم بې ننګه یاره!
نه با دې نوم واخلم او نه به دې ارمان وکړمه.
❗💍💔🙏
