cookie

Ми використовуємо файли cookie для покращення вашого досвіду перегляду. Натиснувши «Прийняти все», ви погоджуєтеся на використання файлів cookie.

avatar

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو - خبر

تبسم را‌‌‌‌‌‌ډيو د حقیقت او واقیعت په لټه 87.5 FM 91.2 FM

Більше
Рекламні дописи
11 397
Підписники
+724 години
+317 днів
+14730 днів
Час активного постингу

Триває завантаження даних...

Find out who reads your channel

This graph will show you who besides your subscribers reads your channel and learn about other sources of traffic.
Views Sources
Аналітика публікацій
ДописиПерегляди
Поширення
Динаміка переглядів
01
د کندهار له لوېدیز لور څخه پر ښار باندي له دوړو ډک باد را روان دی، چي تر دوو ساعتونو به دوام وکړي!
8542Loading...
02
په کابل او کندهار ولایتونو کې يې دوه تنه په دُرو وهلي دي. يو کس د غلا په تور په کندهار کې د د استيناف په محکمه کې په درو وهل شوى دى اودغه کس په یو کال بند هم محکوم شوی دی. ‏ سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې يې یو کس  د “لواطت” په تور ۳۵ دُرې وهلى دى.
9451Loading...
03
د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به سبا چین ته په خپل دوه ورځني سفر کې د خپل چینایي سیال شي جینپینگ سره د یوکراین د جنگ په اړه خبرې وکړي. ‏پوتین له خپل سفر څخه یوه ورځ مخکې له یوې چینایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې هیواد یې د یوکراین سره مذاکراتو ته چمتو دی.
9890Loading...
04
‏راپورونه وايي، د سلواکیا صدراعظم روبرټ فیټسو د ډزو له کبله ټپي او روغتون ته ولېږدول شو. پېښه شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره د پلازمېنې شمال ته په هانډلوا ښار کې شوې ده.
1 9600Loading...
05
د ملي دفاع وزارت ویلي، د غور ولایت په فیروزکوه ښار کي یې یو روسۍ څرخي الوتکه لوېدلې، پر مهال یې یو تن وژل سوی او دولس نور ټپیان دي. سرچینه وایي، دغه چورلکي په اوبو کي د یوه بند موټر او مسافر د ژغورلو هڅه کول. ویل کیږي، په ټپیانو کي د چورلکي دوه پیلوټان او دوه کارکوونکي هم شامل دي.
2 7821Loading...
06
‏د هند په ممبۍ ښار کې د یوه لوی بیلبورډ د لوېدو په پایله کې ۱۴ کسان مړه شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي
3 1841Loading...
07
د دفاع وزارت یوه څرخي الوتکه له هرات څخه غور ته پر لاري په فیروزکوه ښار کي لوېدلې ده. دغه څرخکه د سیلاب ځپلو سره مرستي ته روان وه، چي د یوه مکتب سره نژدې لوېدلې ده. د زیان او تلفاتو جزئیات یې نسته.
3 1983Loading...
08
‏امریکا او پاکستان په سیمه کې د راپورته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د خپلو ظرفیتونو د لوړولو اراده لري. ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، وېدانت پټېل یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه او حرکتونه د اندېښنې وړ بللي دي. ‏پټېل زیاته کړې چې د ترهګریزو ډلو د مخنیوي او د پاکستان په لویدیځ کې په دغه برخه کې د تخنیکي مرستې او نورو اړوندو مسایلو په اړه یې هوکړه کړې ده.
3 3091Loading...
09
‏په تېرو دریو میاشتو کي د کندهار سپین‌بولدک ولسوالۍ له لارې څه‌باندې دوه زره کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه هېواد ته راستنې سوي دي.
3 2370Loading...
10
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، پاکستان یوازې په نوم اټومي ځواک دی، نور خپلو خلکو ته اوړه، برېښنا او د ژوند نورې اړتیاوې نه سي پوره کولای. نریندرا مودي همدارنګه د پاکستان پر حکومت له طنزه ډکه نیوکه هم وکړه چې تاسې نور باید د سیالیو پر ځای د سیالۍ ننداره وکړئ.
3 2321Loading...
11
د کندهار د ۲۰۵ قول اردو سرحدي ځواکونو ۲۳ موټر سایکلونه، ۴۵۰ دانې پسونه او ۱۴۳ پارسله بوره چي د معروف ولسوالۍ د سرې شاه، باینزو او د سپین بولدک ولسوالۍ د اشېزو ګېټ له لاري پاکستان ته قاچاق کېدل نیولي دي.
3 2342Loading...
12
د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين بايد د هغه څه بيه پرې کړي چې په اوکرايين کې يې ويجاړ کړي دي.
3 0060Loading...
13
د متحده عربي اماراتو په پایتخت ابوظبهي کې د شرابو جوړلو لومړنۍ فابریکې په کار پیل کړی دی.
3 4324Loading...
14
د هوا پیژندنې ادارې سبا د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، بامیان، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، او لوګر ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تالنده، برېښنا او سیلابونو اټکل کړی دی.
3 5830Loading...
15
د خېبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې په یو کور کې چاودنه شوې چې پکې د یوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي او یو ماشومه ژوبل شوې ده. ځايي خلک وايي دا د ډرون برید وو خو حکومت یې تصدیق یا رد نه دی کړی.
3 5960Loading...
16
د کندهار امنیې قوماندانۍ د تروریزم مدیریت له لوري د کندهار ښار په بېلا ـ بېلو برخو کي د کشفي معلوماتو پر بنسټ لس تنه د وسلو د قاچاق او خرڅولو په تور نیول سوي. مسولین وايي، په يادوو وسلو کي یو کلکوف، څلور تفنګچې او شپاړس د کلاشنکوف شاجورونه شامل دي.
3 5810Loading...
17
امریکا هند ته خبرداری ورکړی چي له ایران سره تجارتي اړیکي ونه پالي، کنه نو پر هند به بندیزونه ولګوي.
3 5444Loading...
18
ارزګان کې د هیلوټرس په نوم د ماین پاکۍ موسیسې پر کارکوونکو چاودنه سوي چې پرمهال یې یو کس وژل سوي او یو بل ټپی دی.
3 4520Loading...
19
‏د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن د اوکراين پلازمېنې کيف ته په سفر تللی دی. ‏بلېنکن ويلي، "زه نن کيف ته بيا راغلم څو د روسيې د یرغل پر وړاندې له اوکراينه خپل ملاتړ وښيم".
3 5340Loading...
20
د کندهار ولایتي مسولینو ویلي، له دې وروسته په کلدارو د باغونو خرڅول، د مېوې اجاره کول، د موټرونو، موټر سایکلونو، شورمانو، رهنمايي معاملاتو او ګنجونو کي سوداوي په مطلق ډول بندي دي او سرغړونکو ته یې جدي سزا ورکوي. د کندهار د والي د مرستیال حیات الله مبارک په مشرۍ د افغانۍ د ترویج په غونډه ټینګار وسو، چي د کلدارو د بندښت په موخه ښار ته پر داخلېدونکو لارو چیک‌پاینټونه او ځانګړې قطعه جوړوي.
3 5442Loading...
21
‏د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په غزه کې د اوربند په اړه خبرې په رفح کې د اسراییلي ځواکونو د پوځي عملیاتو له کبله بې نتیجې پاتې دي.
3 4460Loading...
22
د کندهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت مسولین وايي، چي شاوخوا ۱۴۰۰ نظامي کسانو ته یې د نیمه لوړو زده کړو په چوکاټ کي د ظرفیت جوړوني او اداري چارو د تنظیم تدریس پیل کړی. ددې امریت مشر کریم الله همیم ویلي، چي دغه زده کوونکي به تر یو نیم کال زده کړو وروسته د فراغت رسمي اسناد تر لاسه کړي. دغه امریت ۱۴ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه لري، چي څلور یې نظامیانو ته ځانګړي سوي.
3 6780Loading...
23
د ارشاد، حج او اوقافو وزير شیخ نور محمد ثاقب د تركيې په استانبول ښار كې د اسلامي نړۍ د علماوو په مشورتي غونډه كې ویلي، چې اقصی جومات یوازې فلسطینیانو پوري نه، بلکې ټول اسلامي امت پورې اړه لري. ‏شیخ نور محمد ثاقب له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې په یووالي سره د اسرائیلو د جنایتونو مخه ونیسي او د فلسطین له مظلومو مسلمانانو خپل قاطع ملاتړ اعلان کړي.
3 5361Loading...
24
‏د ⁧ اسراییل⁩ پوځ په ⁧ غزه⁩ کې د ⁧ ملګرو ملتونو⁩ د کارکوونکو په یوه موټر برید کړی، چې له امله یې د غزې د جګړې پر مهال د ملګرو ملتونو لومړنی بهرنی کارکوونکی ووژل شو.
3 5160Loading...
25
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په عمومي اسمبله کې د افغانستان د رایې کارولو حق په موقت ډول ځنډولی دی.
3 5530Loading...
26
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د حماس ډلي تر ۱۰۰۰ زیات کسان، چي له اسرائیلو سره په جګړه کي ټپیان سوي، د دوی په روغتونونو کي تر تداوي لاندي دي.
3 5570Loading...
27
د ⁧ جلال اباد⁩ ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د سرخ دېوال په سیمه کې درې خوېندې د کالیو د منځلو پر مهال د اوبو بند ته لوېدلي او درې واړه مړې شوې دي.
3 5400Loading...
28
‏د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني لورې ترمنځ نښته رامنځته شوې. ‏ جګړه نن مازدیګر نږدې شپږ بجې پیل شوې او تر اتو بجو یې دوام درلود. ‏د یادې جګړې په تړاو تر اوسه رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.
3 6110Loading...
29
‏د «یوناما» مشره ایران ته تللې او هلته یې له چارواکو سره د افغانستان په اړه د دوحې راتلونکې غونډې باندې خبرې کړي. ‏د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي «روزا اتونبایووا» د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال «علی باقري» سره افغانستان کې د وروستیو تحولاتو او د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي دي.
3 6250Loading...
30
‏روسیه وايي ځواکونه یې په شمال ختیځ کې د اوکرایین ووچانسک سرحدي ښار ته ننوتي دي. هلته په وروستیو ورځو کې سخته بمباري شوې ده. د اوکرایین دفاعي ځواکونه وايي سخته جګړه لا هم روانه ده.
3 5900Loading...
31
‏د پاکستان تر کنترول لاندې د کشمیر په مرکزي ښار مظفراباد په مختلفو برخو کې د پوځ پر ضد د احتجاج کوونکو او د امنیتي ځواکونو جګړې سوي او پر مهال یې ډزو کې درې کسان وژل شوي دي.
3 5500Loading...
32
د قوش تپې ملي شل اوریز جام د سیالیو اتلولي بند امیر لوبډلي وګټله.
3 5900Loading...
33
جاپانۍ کمپنۍ توریګم فارما لویانو لپاره د غاښونو د بیا راټوکېدنې درمل جوړ کړي چې په ژویو تر بریالۍ ازموینې وروسته یې په ۳۰ انسانانو د ازمایلو پړاو پیلوي. ‏که دا درمل نتیجه ورکړي انسانان به د مصنوعي غاښونو له کرلو او لګولو له سختو جراحي عملیاتو خلاص شي.
3 6162Loading...
34
په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه د غزې په جنوب رفح ښار کې وړاندې تګ ته دوام ورکوي، له دې سیمې چې وروستی پناه ځای بلل کېږي، په ډله‌ییزه توګه د فلسطینیانو وتل ګړندي شوي. ‏اسراییل همدارنګه د غزې پر شمالي برخې چې له مخکې په جګړه کې ځپل شوې بیا بریدونه کړې دي.
3 8510Loading...
35
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د ۵۱ ماشومانو په ګډون ۲۴۰ کسان مړه شوي دي.
3 8190Loading...
36
دجنوبي ولایتونو اوسېدونکي او د سیاحتي شرکتونو مسولین وایي، په کندهار د پاکستان کونسلګرۍ له تېري دوو میاشتو راهیسي په زیات شمېر ویزې له دلیل پرته رد کړي. دوی وايي، چي له کوچني اختر وروسته په زیات شمېر ناروغانو ۴۰ ورځي وېزې ته انتظار وکړ، خو اوس یوازي پنځه فیصده وېزې منل سوي، پاته یې رد سوي. دا په داسي حال کي ده، چي د کندهار د سپین بولدک عمومي لار له څو میاشتو او د ناروغانو لپاره د مازل ګلۍ فرعي لار له دوو اوونیو راهیسي بنده ده. ددې لاري نامعلوم سرنوشت د دواړو غاړو سوداګري او ناروغان له جدي ستونزي سره مخ کړي.
3 8371Loading...
37
کندهار کي د اسعارو نرخونه: ▫️یو ډالر ۷۱.۹۵ افغانۍ ▪️یو ډالر ۲۷۹.۵۰ کلداري ▫️زر افغانۍ ۳۸۸۷ کلداري
3 7360Loading...
38
‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، اسراییل باید د غزې په جنوبي ښار رفح کې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره دقیق پروګرام ولري، هغه څه چې د ده په وینا امریکا تر اوسه نه دی لیدلی.
3 8211Loading...
39
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «اندری بیلوسوف» د «سرگي شویگو» پر ځای د دې هیواد دفاع وزیر ټاکلی دی. ‏کریملین ویلي چې ولادیمیر پوتین د دفاع وزارت په مشري کې دا بدلون پدې وزارت کې د نوښت لپاره راوړی دی.
3 8540Loading...
د کندهار له لوېدیز لور څخه پر ښار باندي له دوړو ډک باد را روان دی، چي تر دوو ساعتونو به دوام وکړي!
Показати все...
😢 48 2
په کابل او کندهار ولایتونو کې يې دوه تنه په دُرو وهلي دي. يو کس د غلا په تور په کندهار کې د د استيناف په محکمه کې په درو وهل شوى دى اودغه کس په یو کال بند هم محکوم شوی دی. ‏ سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په کابل کې يې یو کس  د “لواطت” په تور ۳۵ دُرې وهلى دى.
Показати все...
👍 16 11
د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به سبا چین ته په خپل دوه ورځني سفر کې د خپل چینایي سیال شي جینپینگ سره د یوکراین د جنگ په اړه خبرې وکړي. ‏پوتین له خپل سفر څخه یوه ورځ مخکې له یوې چینایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې هیواد یې د یوکراین سره مذاکراتو ته چمتو دی.
Показати все...
👎 12 2
‏راپورونه وايي، د سلواکیا صدراعظم روبرټ فیټسو د ډزو له کبله ټپي او روغتون ته ولېږدول شو. پېښه شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره د پلازمېنې شمال ته په هانډلوا ښار کې شوې ده.
Показати все...
14👎 7👍 5
د ملي دفاع وزارت ویلي، د غور ولایت په فیروزکوه ښار کي یې یو روسۍ څرخي الوتکه لوېدلې، پر مهال یې یو تن وژل سوی او دولس نور ټپیان دي. سرچینه وایي، دغه چورلکي په اوبو کي د یوه بند موټر او مسافر د ژغورلو هڅه کول. ویل کیږي، په ټپیانو کي د چورلکي دوه پیلوټان او دوه کارکوونکي هم شامل دي.
Показати все...
😢 83👍 11 2
‏د هند په ممبۍ ښار کې د یوه لوی بیلبورډ د لوېدو په پایله کې ۱۴ کسان مړه شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي
Показати все...
👍 44😢 10 8
Фото недоступнеДивитись в Telegram
د دفاع وزارت یوه څرخي الوتکه له هرات څخه غور ته پر لاري په فیروزکوه ښار کي لوېدلې ده. دغه څرخکه د سیلاب ځپلو سره مرستي ته روان وه، چي د یوه مکتب سره نژدې لوېدلې ده. د زیان او تلفاتو جزئیات یې نسته.
Показати все...
😢 136👍 7 5
‏امریکا او پاکستان په سیمه کې د راپورته کېدونکو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د خپلو ظرفیتونو د لوړولو اراده لري. ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، وېدانت پټېل یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه او حرکتونه د اندېښنې وړ بللي دي. ‏پټېل زیاته کړې چې د ترهګریزو ډلو د مخنیوي او د پاکستان په لویدیځ کې په دغه برخه کې د تخنیکي مرستې او نورو اړوندو مسایلو په اړه یې هوکړه کړې ده.
Показати все...
👎 43👍 7😢 5 1
‏په تېرو دریو میاشتو کي د کندهار سپین‌بولدک ولسوالۍ له لارې څه‌باندې دوه زره کډوالې کورنۍ له پاکستان څخه هېواد ته راستنې سوي دي.
Показати все...
49👍 4

86👍 22👎 5😢 2