پښتو شعرونه
Відкрити в Telegram
Показати більше
Країна не вказанаКатегорія не вказана
238
Підписники
-124 години
+47 днів
+1330 днів
Архів дописів
238
راځئ #چټ ولولئ!
راته یې لیکلي وو:
خانه د زړه تکیه دې وشه
زما تکیه په بل سړي وشوه مئینه
مونږ دواړو د حالاتو د جبر ترخې سیلۍ ته خپلې سینې سپر کړې وې؛ خو د بیلتون سمندر اخر هم غرونه په خپل ځان کې راپټ کړل او وحشي څپو یې له یو بله داسې لرو کړو، چې ان یادونه مو هم لکه هیرې خاطرې، چې کله کله د انسان په تصور یو تت تصویر جوړ کړي.
ریښتیا یې ویل، د دې د زړه تکیه پر بل شوې نه وه؛ بلکې وشوه او داسې وشوه، چې بېرته راګرځېدل یې یوازې تش خیال و؛ خو مسیج مې باید بې ځوابه نه وی پریښی.
ورته ومې لیکل:
ستړې وې د ژوند له حسرتونو پر خواب پرېوتې
راغلې لکه پرخه مې د زړه پر ګلاب پرېوتې
لاړې د رواج سيلۍ له ځانه سره واخیستې
خدایزده پښتنې د کوم دوزخ پر تناب پرېوتې
د ژړا له سټیکر سره جوخت یې پیغام راغی:
هو؛ زه ستا د زړه پر ګلاب لکه پرخه پرېوتم؛ خو تا د دغه ګلاب پاڼې همغسې خلاصې پرېښودې؛ نو ځکه زه هم د وخت سوځنده لمر داسې یوړم، چې اوس نه د ځان یم او نه په ځان.
زه له تا او بخت دواړو ګیله نه لرم، ښایي تقدیر به زما کرښې همداسې کښلې وې، اوس یوازې یو ډېر سخت امتحان راته پاتې او هغه هم ستا د هیرولو امتحان؛ خو نه پوهېږم چې ولې؟
کم نشو دا د مینې سمندر په تشېدو
چې څومره هېرېدې هومره په زړه را ورېدې
بیا یې لیکلي وو:
پوهېږم چې مونږ دواړه د یو بل وجود کې د هندوانو تر "اوتار" ور رسېدلي وو؛ خو بیاهم ستا "ویشنو" ستا لپاره نه وه.
زما شاعره!
یاد دې د اذیت جامې اغوستي او هر شپه مې د تن غوښې وریشي، زه د ژوند په هغې دوراهۍ ولاړه یم، چې یو لوری یې سیند او بل لوری یې خوړونکي ځناور ولاړ دي؛ خو باور لرم چې:
که سیند ته دانګم سیند مې نه وړي
بخت د موزي دی بیا مې غاړې ته راوړینه
خبرو کې یې لوی درد پروت و، خو زما د هیرولو کیسه یې لکه په کومه عالی تابلو راښکل شوې اضافي کرښه، چې هیڅ ورسره نه جوړیږي.
نه مې غوښتل چې یا یې له حافظې ووځم او یا مې له حافظې ووځي؛ د خپل مات شوي غرور کودري مې یو ځای کړل، ورته ومې لیکل:
یو زخم دې بې دمه بې درمله راسره وي
که نورې ډیوې مړې وي، دا دې بله راسره وي
له تا سره غرور او بې حِسي ده گرځوه یې
زما هم گذاره کیږي، غزله راسره وي
پیغام یې وکوت، هیڅ یې ونه ویل، زه یوه شېبه بیا ماضي ته ور وګرځېدم.
حافظه مې د پوهنتون د درېیم ټولګي یاد ونیوله، "مونږ تصادفا له ټولو وختي راغلي وو، زه د ټولګي په وروستي؛ خو دا یې لومړي سر کې ناسته وه، ترمنځ مو څو تشې څوکۍ ایښې وې، مخ یې راواړو، د درسونو له ډېروالي یې شکایت کوو، ما یوازې ورته خندل.
څو شېبې وغږېده، مخامخ مې ورته د خبرې جرئت نه درلود، مسیج کې مې ورته ولیکل:
په ما دې قرض راپورې نه دی
سترګې په بل لورې کږې کړه مړ دې کړمه
پوه شوه، چې پیغام ورته کوم، مبایل راواخیست، مسیج یې ولوست، ویې خندل، لا به یې خبرې ته خوله نه وه جوړه، چې نور ټولګیوال راغلل، مخ یې واړو؛ خو د همدې ورځې په ماښام یې راته لیکلي وو:
په ما به ستا په خوا کې یو حالت طاري کېده
خفه یمه په هاغه کیفیت پسې والله
د غره د ډډې اور د بارانه له زوره زیات ؤ
تت هر یو ضرورت شو په الفت پسې والله"
اه!
ماضي خوږه وه؛ کټ مټ لکه د هغې خندا، لکه د هغې خبرې، لکه ادا یې...
له مونږ به چې یو ټولګي کې نه و، بل به درس نیمه کې پرېښوده.
تازه پیغام یې زما د خیال لړۍ وشلوله او بېرته یې په یوه ساه له غم ډک حال ته راوستم.
پیغام یې لوستی و، د خفګان له څو سټیکرونو سره یې راته لیکلي وو:
هیرول دې څه وړه خبره نه ده
ننګولي مې دې واړه زیارتونه
له خردو مې انوارۍ د کوټې ډکه
په هر تاخ کې مې دي ایښي تاویزونه
هر قضا ماښام دمګرو ته روانه
د ساختونو په خوړلو مې زړه شین شو
ادې ټوله شپه نفلونه ماته دعا کړي
خو پوهېږې نتیجه یې صرف هیڅ ده
هیڅ مې نشوی ویلی؛ په ډک زړه مې ورته ولیکل:
لاړلې! د اوښکو په تقسیم درسره تللی یم!
لاړلې! زه هم په بدن نیم درسره تللی یم!
چېرته یې؟ د کوم لور په میراتو لارو لاړلې؟
چېرته یې؟ څه لنډ وخت ته په زیاتو لارو لاړې؟
چېرته یې؟ چې رېگ درته جارو له خپل وجود شمه
چېرته یې؟ را وگرځه - چې سترگو ته دې دود شمه
238
که دې را نه کړې د سرو منگولو نوکې
شاه ملوکې! زما خاورې به جارو کې
ستا مقام ته پېش په خوی د آئینې شوم
ټول راټول درته له خپل او خېلخانې شوم
نیمایي اوربل دې ښکاري له پلوه
نیمی ویلې شوم نیمی نینې نینې شوم
الوچه زنه به چا باندې دارو کې
شاه ملوکې! گرررد اوبه شوم په تالو کې
افسانه دې د میراتې استانې شوم
ته د بل شوې زه د ټولې زمانې شوم
ما وېل گوندې شم خالي به دې له یاده
قرباني د احتمال په قرینې شوم
پوهېدم چې په دریاب به مې لاهو کې
شاه ملوکې! ایرې سترگو ته را پو کې
درته خم په هرې خامې بهانې شوم
چې دربان دې د ټټر په تاخانې شوم
دم په دم درته بدل شوم بېلا بېل شوم
بیا دې یو موټی غنم د نذرانې شوم
ملائیکې به لا راولې په کوکې
شاه ملوکې! که زَړه جاولۍ اوتو کې
ډېر پخپل زنگون باچا د اندېښنې شوم
سر مې جگ کړ لونگین دې په سینې شوم
معجزه ده که مې پاڼه شوه بدله
ستا په کټ کې لکه هار دانې وانې شوم
سر تر پایه دې خولې یم په سالو کې
شاه ملوکې! نبض مې نه دی په قابو کې
*بشير باران*
238
غزل
ـــــــــــ
خپل ایمان ګورم آئینې ته ځمه.
زه د هندوانو بود خانې ته ځمه.
په خاموشۍ مې ژوندي پوهه نه شول.
کریکې وهمه هدیرې ته ځمه.
ستا جنتونو کې تنګ شوی یمه.
خدایه دوزخ ته یوې شپې ته ځمه.
نظر مې تت وجود لړزه لړزه شو.
نیت د ګناه تړم سجدې ته ځمه.
پنځه لمونځؤنه دي بلا ور پسې.
خدائ مې مړ شوی جنازې ته ځمه.
حٌسن ساقي په سر اخیستئ یمه .
مندې وهمه میکدې ته ځمه.
سل سوالونه کړي فلاح له مانه.
چې له آنګړ نه دروازې ته ځمه
۔۔۔۔۔۔
نظام الدين فلاح
238
خدایه! څومره خوږ یې !؟ التجا دې رانه هیره کړه!!
صبر چې ما څه غوښتل؟؟ دعا دې رانه هېره کړه!!
هو!! په صحیفه د ژوند دې بوخت ومه چې زده یې کړم
زده مې کړه، چې زده مې شوه، ملا دې رانه هېره کړه
راغلمه بازار ته چې وطن په کې پیدا کړمه
سر دې په سودا کړمه، سودا دې رانه هېره کړه
څوک وه چې بخښنې ته دې راوسته ماښامه!؟
را دې وسته ذهن ته او بیا دې رانه هېره کړه
څنګه د عمرونو د ګیلو په قتل پوهه یې؟؟
کړس چې په خندا شولې، ژړا دې رانه هېره کړه
وې مې سعید ګل ته پښتنې سترګې لا څه معنا؟
ویل یې سترګې واړوه، معنا دې رانه هېره کړه!!
*سعيد شينواری*
238
دا خلک ولې خلک وژني؟ په دوئ څۀ شوي دي؟
عقل یې پښو کې دي؟ که سر کې یې واښه شوي دي!؟
د سرو لمبو په چاپېریال کې مې ساړۀ شوي دي
په ما څۀ بل ډول کانې د بیلتانۀ شوي دي!؟
کابل مې نه شي د نفرت په رهبرانو پېرزو
هلته زما او ستا اول ځلې کاتۀ شوي دي
چا دې د خولې هره خبره په حجـرو ویشتې ده
وګوره څوک دې تمامي عمر په خولۀ شوي دي
اوښکې مې سترګو کې د ډيرې بېوسۍ نښې دي
د زړۀ پۀ زخم کې مې تکې شنې اوبۀ شوي دي
د مرور غزل په شان دې مرورې شونډې
تاوو ، راتاوو قافیوو ته دې باڼۀ شوي دي
هسې دې سر ته زنګَنونه تکیه کړي نه دي
جلاله یاره څۀ ناڅۀ خو دې په زړۀ شوي
*جلال امرخېل*
238
غیږ کې شب نشین تر صبحدمه یې لرې!!
څه دې مجبوریت؟ چې له شبنمه یې لرې؟
ظلم، تادا، ناز، نزاکت هر څه بې حساب
های ښکلې پیرزو لرې، خو کمه یې لرې!!
زه له تا ګیلې لرم، خو کمې یې لرم
ته په ما غوسه لرې، ښه سمه یې لرې
سوال، زاري، سجدې مګر سم خیال دی خو محال
زه یې چاته نه کوم، که تمه یې لرې!!
زهر د ترخې خبرې څښې، په بوسه مرې
دا لا څنګه مرګ؟ چې له زمزمه یې لرې؟
شکر په سینه کې ګرځوې، حجر اسود
څه رشته خو شته چې له حرمه یې لرې!؟
صبره! تانه ځار خو سعید نه راځي واپس
ښه ده ستا میوه خو بې موسمه یې لرې
*سعید شینواری*
238
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
زنده ګي د نا مالوم لوري سفر دی
بېرته راشه! اندامونه مې پردي دي
ستا د تللو غم مې زښته ډېر په سر دی
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
ژمی راغلو مګر ستا دَرک لا نشته
د اُتاق دروازه تاته منتظره
رانه پوښتي هره ورځ ولې دا نشته؟
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
د موسم مهرباني ده يخ شمال دی
المارۍ کې کتابونو ته ور ځير يم
بس يو زه يمه او بل خالي دېوال دی
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
د وجود هره حِصه دې رانه غواړي
خړ ګردونه مې له سترګو نه راتاو دي
څنګه وکړم؟ همېشه دې رانه غواړي
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
بېرته راشه شبو! ډاډ وړکی ښه نه يم
داسې ښکاري لکه دا ورځې روستۍ وي
رنګ مې خړ دی او په زړه اوبه اوبه يم
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
زنده ګي د نا مالوم لوري سفر دی
بېرته راشه! اندامونه مې پردي دي
ستا د تللو غم مې زښته ډېر په سر دی
238
Sardar Khan
پۀ خنداګانو پسې ورک ليونی شوی یمه
که څوک په ما پسې هم خاندي نو خوشاله دې وي
شاعر
راشده دا مې یادولو ته بانې جوړوي
زما ياران زما غیبت له ډېرې مينې کوي
راشد خټک
238
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
خبر نه يمه چې څوک دی له کومځايه
په ډبي باندې يې غټ( H )ليکل شوی
سور ګلاب ورسره ايښی زما خدايه!
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
نه شمېره ورسره شته دی او نه پته
تش کوچنی رقم ته خط ورسره ايښی
زما نوم پرې مالومېږي ښه اوچته
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
شپږم حِس مې راته وايي چې جينۍ ده
ځکه څو دانې لونګ هم ورسره دي
خه ما څه کوي؟ دا کومه لېونۍ ده
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
له احساس يې جار خو زه هغسې نه يم
نه مې مينې ته نور زور پاتې په زړه کې
نه خو اوس لکه پخوا رقم اوبه يم
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
شبو! ته يې را په زړه کړې يم خاموشه
ستا ناځوانه مې ده سترګو ته ولاړه
ټول وجود مې په لړزه د عشق له جوشه
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
خبر نه يمه چې څوک دی له کومځايه
په ډبي باندې يې غټ( H )ليکل شوی
سور ګلاب ورسره ايښی زما خدايه!
238
چې خفه دې کړو خندا دې ولې کړه
دومره لویه ناروا دې ولې وکړه
ضرور نه وه چې د زړه خبره وکړې
چې ضرور نه وه، نو بیا دې ولې وکړه
په تیاره کې د هر چا پرده خوندي وه
د روښانه مخ رڼا دې ولې وکړه
ما وېل خدای خو دې زما کړه، مسلمانه
ته غوسه شوې چې دوعا دې ولې وکړه
پوهېدې چې مینه ټوکه وه له سره
ښه چې ټوکه وه پر ما دې ولې وکړه
ښه کیسه وه، چې یار راغی، بیرته لاړو
خو قراره، په ژړا دې ولې وکړه
*مجيد قرار*
238
بيا به مې څه هيلې پاتې خپلې زنده ګي کې وای
کاش: لکه سګرټ دې غورځولی نيمايي کې وای
خپل دې وم، سينې ته دې نيولی وم تر ښه ساته
بيا دې د بنګړي رقم ته ايښی په ډبي کې وای
کاش: ستا د سينې د اسمان سرته ور ختلی ووم
کاش: دغه معراج مې ليکل شوی په تندي کې وای
ستا د نامې توری مې په چپ ولي کې جوړ و او
بايد را ځوړند د ښار په کوزه دوراهي کې وای
نن نو ما شبو بايد نکريزې پرېښودلې وې
نن خو مې بايد فکر پخپل وړکي ډاډي کې وای
238
رحيمه !! نه کوم له ډاره خواري خواري سجدې
تر تا دې اورسي زما مستې خمارې سجدې
دلته يو کس دی ځان ته وائي د جنت ټهيکدار
يو زيړ ايمان دی ورسره او څو بيمارې سجدې
ای! ته هغه ئي چې سنګار دې پرستش کړی دی
ای ! ته هغه ئي چې کوي درته هينداري سجدې
ستا ساده توب خو ته بې حده مزيدار کړې کنه
دې عاجزۍ خو کړې بې حده مزيداری سجدې
نه مې څه کار تاسره شته ، نه مامله تاسره
پرې مې ږده وا سړيه څه راپسې شمارې سجدې
اوس ماته څه پته ده ؟څنګه به وې حال د زړونو
خو تندي ټول تَيار دي ټولي دي تَياري سجدې
ممتازه هغه نڅاګره مونځ ګذاره هم ده
څه بخت لري د دې ظالمې ګناهګارې سجدې
*ممتاز اورکزی*
