پښتو شعرونه
الذهاب إلى القناة على Telegram
إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدالفئة غير محددة
239
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
+87 أيام
+1430 أيام
أرشيف المشاركات
238
غیږ کې شب نشین تر صبحدمه یې لرې!!
څه دې مجبوریت؟ چې له شبنمه یې لرې؟
ظلم، تادا، ناز، نزاکت هر څه بې حساب
های ښکلې پیرزو لرې، خو کمه یې لرې!!
زه له تا ګیلې لرم، خو کمې یې لرم
ته په ما غوسه لرې، ښه سمه یې لرې
سوال، زاري، سجدې مګر سم خیال دی خو محال
زه یې چاته نه کوم، که تمه یې لرې!!
زهر د ترخې خبرې څښې، په بوسه مرې
دا لا څنګه مرګ؟ چې له زمزمه یې لرې؟
شکر په سینه کې ګرځوې، حجر اسود
څه رشته خو شته چې له حرمه یې لرې!؟
صبره! تانه ځار خو سعید نه راځي واپس
ښه ده ستا میوه خو بې موسمه یې لرې
*سعید شینواری*
238
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
زنده ګي د نا مالوم لوري سفر دی
بېرته راشه! اندامونه مې پردي دي
ستا د تللو غم مې زښته ډېر په سر دی
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
ژمی راغلو مګر ستا دَرک لا نشته
د اُتاق دروازه تاته منتظره
رانه پوښتي هره ورځ ولې دا نشته؟
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
د موسم مهرباني ده يخ شمال دی
المارۍ کې کتابونو ته ور ځير يم
بس يو زه يمه او بل خالي دېوال دی
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
د وجود هره حِصه دې رانه غواړي
خړ ګردونه مې له سترګو نه راتاو دي
څنګه وکړم؟ همېشه دې رانه غواړي
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
بېرته راشه شبو! ډاډ وړکی ښه نه يم
داسې ښکاري لکه دا ورځې روستۍ وي
رنګ مې خړ دی او په زړه اوبه اوبه يم
چېرې يې؟ پځان مَينې غږ مې اورې؟
زنده ګي د نا مالوم لوري سفر دی
بېرته راشه! اندامونه مې پردي دي
ستا د تللو غم مې زښته ډېر په سر دی
238
Sardar Khan
پۀ خنداګانو پسې ورک ليونی شوی یمه
که څوک په ما پسې هم خاندي نو خوشاله دې وي
شاعر
راشده دا مې یادولو ته بانې جوړوي
زما ياران زما غیبت له ډېرې مينې کوي
راشد خټک
238
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
خبر نه يمه چې څوک دی له کومځايه
په ډبي باندې يې غټ( H )ليکل شوی
سور ګلاب ورسره ايښی زما خدايه!
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
نه شمېره ورسره شته دی او نه پته
تش کوچنی رقم ته خط ورسره ايښی
زما نوم پرې مالومېږي ښه اوچته
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
شپږم حِس مې راته وايي چې جينۍ ده
ځکه څو دانې لونګ هم ورسره دي
خه ما څه کوي؟ دا کومه لېونۍ ده
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
له احساس يې جار خو زه هغسې نه يم
نه مې مينې ته نور زور پاتې په زړه کې
نه خو اوس لکه پخوا رقم اوبه يم
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
شبو! ته يې را په زړه کړې يم خاموشه
ستا ناځوانه مې ده سترګو ته ولاړه
ټول وجود مې په لړزه د عشق له جوشه
د سنځلو عطر چا راته لېږلي
خبر نه يمه چې څوک دی له کومځايه
په ډبي باندې يې غټ( H )ليکل شوی
سور ګلاب ورسره ايښی زما خدايه!
238
چې خفه دې کړو خندا دې ولې کړه
دومره لویه ناروا دې ولې وکړه
ضرور نه وه چې د زړه خبره وکړې
چې ضرور نه وه، نو بیا دې ولې وکړه
په تیاره کې د هر چا پرده خوندي وه
د روښانه مخ رڼا دې ولې وکړه
ما وېل خدای خو دې زما کړه، مسلمانه
ته غوسه شوې چې دوعا دې ولې وکړه
پوهېدې چې مینه ټوکه وه له سره
ښه چې ټوکه وه پر ما دې ولې وکړه
ښه کیسه وه، چې یار راغی، بیرته لاړو
خو قراره، په ژړا دې ولې وکړه
*مجيد قرار*
238
بيا به مې څه هيلې پاتې خپلې زنده ګي کې وای
کاش: لکه سګرټ دې غورځولی نيمايي کې وای
خپل دې وم، سينې ته دې نيولی وم تر ښه ساته
بيا دې د بنګړي رقم ته ايښی په ډبي کې وای
کاش: ستا د سينې د اسمان سرته ور ختلی ووم
کاش: دغه معراج مې ليکل شوی په تندي کې وای
ستا د نامې توری مې په چپ ولي کې جوړ و او
بايد را ځوړند د ښار په کوزه دوراهي کې وای
نن نو ما شبو بايد نکريزې پرېښودلې وې
نن خو مې بايد فکر پخپل وړکي ډاډي کې وای
238
رحيمه !! نه کوم له ډاره خواري خواري سجدې
تر تا دې اورسي زما مستې خمارې سجدې
دلته يو کس دی ځان ته وائي د جنت ټهيکدار
يو زيړ ايمان دی ورسره او څو بيمارې سجدې
ای! ته هغه ئي چې سنګار دې پرستش کړی دی
ای ! ته هغه ئي چې کوي درته هينداري سجدې
ستا ساده توب خو ته بې حده مزيدار کړې کنه
دې عاجزۍ خو کړې بې حده مزيداری سجدې
نه مې څه کار تاسره شته ، نه مامله تاسره
پرې مې ږده وا سړيه څه راپسې شمارې سجدې
اوس ماته څه پته ده ؟څنګه به وې حال د زړونو
خو تندي ټول تَيار دي ټولي دي تَياري سجدې
ممتازه هغه نڅاګره مونځ ګذاره هم ده
څه بخت لري د دې ظالمې ګناهګارې سجدې
*ممتاز اورکزی*
238
يار مې ولور لۀ وطن ورک کړ
د ځوانۍ عمره پۀ رواج دې تېرومه
په زورورو مې وادۀ کړئ
چې دلالي تمه مې لنډه شي عالمه
#لنډۍ
238
خال یې د زنې په سر کیښود
لکه بلال چې په کعبه ختلی وینه
د یار یوه نیمه خبره
د میرنۍ مور د څپېړې پۀ شان وینه
سپوږمۍ د غرونو سر ته راغله
له کور پناه لالی مې ولې نه راځینه؟
لکه د ګلو ډکه ونه
زه د جانان په لور کږه ولاړه یمه
زما د زړه د سر ګلابه
وېښته مې سپين شول زه په تمه ناسته يمه
زه ملامته درته ښکارم
زما د خدای په چارو نه رسي لاسونه
#لنډۍ
سوال به يې ولې نه قبليږي
خواره زلفان په بابا ږدي په ژړا شينه
یوه دې وه بله دې وکړه
مه دې زړۀ ښۀ شه مه دې وشه اولادونه
تا چې په مخ څپېړه راکړه
د دلاسې سړی مې نشته وبه مرمه
ماته به بل لالی خدای راکړي
نۀ به دې ياد کړم نۀ به مخ در ؤاړومه
په جینکو تعلیم په کار دی
چې د زلمو سره اوږه په اوږه ځينه
پۀ جنګ مئینه لږ را پاڅۀ
مور دې خېرونه پۀ کوڅو کې ټولوينه.
238
غزل
لګولې مې بې ځایه اندازه وه
سپېڅلتوب دې هسې خوشې اوازه وه
زما هیڅ یوه خوښي هم روزي نه شوه
په اختر کې مې د مینې جنازه وه
ستا وروستۍ خدای پاماني د تندر غږ و
آن تر ډېره مې غوږو کې انګازه وه
زما هم سترګې ور اوښتې خدای شته دی
د هغوی چې به نیمکښه دروازه وه
چې ځواني مې پسې بایلوده "جانانه"
نن مې ولیده هماغسې تازه وه
جانان خدرخېل
١٤٠٤/٧/٣٠
238
سترګې راپورته که جان! زلفې دې ول ول دېخوا که!
هله! مړ کېږم کنه! زر کوه درمل دېخوا که!
د خوشالۍ شپه لکه مړي په موږ مه تېروه!
رباب را سر که! غزل ووایه! بوتل دېخوا که!
چې دې خبره سپینه کړې نه وي تلی نه شې جان!
نن مکمل مې اخوا، یا مې مکمل دېخوا که!
ته یې نور څه کوې چې څوک ده د چا لور ده یاره؟!
بس خو چې ښکلې ده نو بیا یې په څه چل دېخوا که!
شاعري څه ده ملاجانه؟! خو د ښکلې جېنۍ
کله اوربل اخوا که او کله اوربل دېخوا که!
افسر ملا جان
238
یو زړه مې خپل دی، بل راکړی چا خیرات کې دی
چپه یوه پاچاهي، رنګ زما په ذات کې دی
وخت د وطن په سینه کرښې کشوي، درومي
بدرۍ کابل کې او ملوک شهزاده سوات کې دی
سهار ماښام د خپل ارمان په قبر وخاندمه
د ګټې خوند به څه وي؟ خوند خو په بایلات کې دی
ګلان په مېز پاتې شي، نیم هوټل در وګوري
اخ څومره درد لا په وروستي ځل ملاقات کې دی؟
پیغام راغلی چې سعید راځي او نن راځي
سترګې مې وره کې ښخې، زړه مې بند په سات کې دی
*سعيد شينواری*
