حل سوالات و اموزش ریاضی،کانکور
Открыть в Telegram
572
Подписчики
Нет данных24 часа
+17 дней
-1230 дней
Архив постов
ممتازه موژ هم داسي پټ محبتونه وکړل
هغه تر اوسه خبر نه دي چې په ما مئین دي
ممتاز اورکزئ
یو زه، بل راسره د تنهایي غوندې یو څه
ژوند څه؟ خو بس همداسې هوایي غوندې یو څه.
ممتاز اورکزی
وارخطا وارخطا ځکه ورته ګورم
کور یې وران کړې چې غټیږي ښکلي کیږي.😚😚
شاعرانه موډ😏
Repost from د ازموینو ملي اداره - NExA - ادارهٔ ملی امتحانات
ازموینو ملي ادارې نن د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینو احتمالي پلان اعلان کړ.
د یاد پلان له مخې د لوړو زده کړو وزارت اړوندو امارتي تحصیلي بنسټونو لپاره د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور، دیني مدارسو، څوارلسم پاسانو، شپې پوهنځیو او ماسټرۍ برنامو ازموینې په پنځو پړاوونو کې تنظیم شوي، چې لومړی پړاو به یې د ۱۴۰۴ کال غبرګولي/ جوزا په ۵ مه نېټه پیل او د وروستي دور په اخیستلو سره به د چنګاښ/ سرطان میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي.
د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني په یاد کنفرانس کې د وینا پر مهال د ۱۴۰۴ کانکور ازموینو لپاره د ازموینو ملي ادارې چمتووالي په تړاو معلومات ورکړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې په راتلونکو ازموینو کې یې د پخوا په پرتله ځوانانو ته لا ډېرې اسانتیاوې په نظر کې نیولي دي.
نوموړي وویل: « د ولس بچیان د یوې تعلیمي دورې له بشپړولو وروسته بلې تحصیلي دورې ته ځي او د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت له لورې د سهولتونو په برابرولو سره په یاده ازموینه کې د ګډونوالو شمېر د تېر کال په پرتله زیات شوی دی.»
ازموینو ملي ادارې سرپرست زیاته کړه: « د لوړو زده کړو وزارت له لورې د مشخص شوي ظرفیت پر بنسټ به (۳۰۰۰) تنه په ماسترۍ برنامو، (۷۶۴۰۰) تنه په لېسانس برنامو او شاوخوا (۳۳۵۵۰) تنه به په نیمه لوړو زده کړو بنسټونو کې جذب شي.»
د ازموینو ملي ادارې د تخنیکي چارو سلاکار استاد یما امان د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینو احتمالي پلان پنځو پړاونو د بایومتریک معلوماتو ثبت او ازموینو نېټو په تړاو هر اړخیز معلومات شریک کړل او همدارنګه ویې ویل، چې ګډونوالو ته د اسانتیاو په لړ کې یې سږ کال د مرکزي نورستان سربېره په شرقي او غربي نورستان کې هم د ازموینې حوزې ایجاد کړي او په یاد ولایت کې به ګډونوال په اسانۍ سره د ازموینو محلونو ته رسېدنه وکړي.
يکشنبه، ۷ ثور/ غوايی ۱۴۰۴ هـ.ل
No one can stop you from growing green, when your roots grow from your heart.
کسی نمیتونه جلوی سبز شدنت رو بگیره،
وقتی ریشههات از قلب پاکت جون میگیره.
