ru
Feedback
Research Services

Research Services

Открыть в Telegram

په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️

Больше
2 989
Подписчики
-324 часа
-57 дней
-4230 день
Архив постов
doc (2) (1).pdf3.59 MB

د ترافيکو د لارښود کتاب چې مخکې څو ورورڼو غوښتنه کړې وه ډاونلوډ کولى شئ 👇👇
د ترافيکو د لارښود کتاب چې مخکې څو ورورڼو غوښتنه کړې وه ډاونلوډ کولى شئ 👇👇

مونوګراف

✅ آموزش مقدماتی و کاربردی Gis 🖋ابراهیم فیروزی @Soiliran

د کمزورو ارادو خلک معجزو او حیرانوونکو پېښو ته په تمه وي، خو د قوي ارادو کسان پخپله معجزې ته ورته او حیرانوونکي کارونه ترسره
د کمزورو ارادو خلک معجزو او حیرانوونکو پېښو ته په تمه وي، خو د قوي ارادو کسان پخپله معجزې ته ورته او حیرانوونکي کارونه ترسره کوي. ✍روسو 🖋ژباړه: تفکر

د ټولنې تر ټولو بدترین خلک هغه دي چې، د کمزورو خلکو په غلطیو سره شور جوړوي خو؛ د زورورو په غلطیو مجرمانه خاموشۍ ته دوام ورکوي. ~ خلیل جبران ژباړه؛ خان

خبرتیا ښاغلو نوماندانو! د امارتي شرکتونو لوی ریاست د (۱۹) بستونو د شارت لست پایلې اعلان شوې. د پورته ذکر شویو بستونو د وړ نوماندانو د الکترونیکي ازموینې پلان به د همدې ادرس له لارې اعلان شي. هغه نوماندان چې په شرایطو برابر نه دي ګڼل شوي، که چیرې د شارت لست د کمیټې له پریکړې رضایت ونه لري، کولای شي خپل شکایت د (۳) کاري ورځو په جریان کې چې له (۳۰/سنبله/۱۴۰۴) مطابق (۲۸/ربیع الأول/۱۴۴۷) نېټې څخه اعتبار لري (Civilappealsarcsa@gmail.com) ایمیل آدرس ته واستوئ، او یا هم د شکایت ثبتولو فورمه په حضوري ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مرکزي دفتر کې چې د دارالامان افشار، ۶ ناحیه، کابل کې موقعیت لري د ملکي خدمتونو شکایتونو ته د رسیدنۍ ریاست سره ثبت کړئ، د ضرورت په صورت کې له (۰۲۰۲۱۴۳۰۷۷) (۰۲۰۲۱۴۳۰۶۷) تلیفوني شمیرو سره اړیکه ونیسئ، والسلام د ملکي خدمتونو د ګمارنو اسانتیاوو برابرولو ریاست د اړیکې شمیره: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸ د شارت لست د پایلو د جدول لینک: https://drive.google.com/file/d/1eHvLPpCOH-xffQrCp3DzIoDPX0Vr_tLx/view?usp=sharing د شکایت د فورمې لېنک: https://drive.google.com/file/d/12Qi-nUhHk9M86d1yizZ9TIOE543cdHol/view?usp=sharing

آگهی کاندیدان محترم! نتیجه شارت لست (۱۹)  بست ریاست عمومی شرکت های امارتی اعلان گردید. پلان امتحان الکترونیکی کاندیدان واجد شرایط بست های فوق الذکر از طریق همین ادرس اعلان میګردد. متقاضیان که واجد شرایط شناخته نشده اند در صورتیکه به فیصله کمیته شارت لست قناعت نداشته باشند، می توانند در مدت (۳) روز کاری اعتبار از تاریخ (۳۰/سنبله/۱۴۰۴) مطابق (۲۸/ ربیع الأول/۱۴۴۷) شکایت خود را به این ایمیل آدرس (Civilappealsarcsa@gmail.com) ارسال نموده و یا فورم شکایت را به شکل حضوری در  دفتر مرکزی این اداره که در افشار دارالامان، ناحیه ۶، کابل موقعیت دارد شکایت خود را در ریاست رسیدګی به شکایات خدمات ملکی درج نمائید، در صورت ضرورت به شمارهای تلیفونی هذا (۰۲۰۲۱۴۳۰۷۷) (۰۲۰۲۱۴۳۰۶۷) تماس بګیرید، والسلام. شماره تماس ریاست فراهم اوری تسهیلات تعیینات خدمات ملکی: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸ لینک جدول نتایج شارت لست: https://drive.google.com/file/d/1eHvLPpCOH-xffQrCp3DzIoDPX0Vr_tLx/view?usp=sharing لینک فورم شکایت: https://drive.google.com/file/d/12Qi-nUhHk9M86d1yizZ9TIOE543cdHol/view?usp=sharing

سړې وريجې که هر څومره په ناز او نخرو تودې کړو، ها پخوانی خوند نه لري. اړیکې هم همداسې دي، سړېدو ته يې مه پرېږدئ. که یو ځل سړې
سړې وريجې که هر څومره په ناز او نخرو تودې کړو، ها پخوانی خوند نه لري. اړیکې هم همداسې دي، سړېدو ته يې مه پرېږدئ. که یو ځل سړې شوې، په بیا تودېدا کې به يې ها پخوانی خوند نه وي!
هڅونه ♋︎

په دې عکس کې لېدل کېږي، چې د موټر یو ټایر پنچر دی او خپله له ټایرونو بار دی. دا عکس ما ته هغه کسان رایادوي چې ډېری ملګري لري؛
په دې عکس کې لېدل کېږي، چې د موټر یو ټایر پنچر دی او خپله له ټایرونو بار دی. دا عکس ما ته هغه کسان رایادوي چې ډېری ملګري لري؛ خو کومه ورځ چې سخته ورباندې راشي او یا یې ورته اړتیا شي، بیا یو هم ورته په درد نه خوري!
هڅونه ♋︎

بدې او ناوړه خبرې چې زیان او ضرر لري، ډېرې ژر خپرېږي. ښې او حسابي خبرې چې ګټه پکې نه وي، ژر نه خپرېږي. هو! بدې او ناکاره خبرې
بدې او ناوړه خبرې چې زیان او ضرر لري، ډېرې ژر خپرېږي. ښې او حسابي خبرې چې ګټه پکې نه وي، ژر نه خپرېږي. هو! بدې او ناکاره خبرې، لکه تلونکې او خپریدونکې ناروغۍ له یوۂ نه بل ته او له بل نه بل ته ځي؛ ښې خبرې لکه صحت او روغتیا له یوۂ نه بل ته نهٔ درومي. "مېترلېنګ"

د چګوارا څو دلچسپي خبرې: • له پسونو سره د ليوه ملګرتیا هغه وخت ختميږي، کله چې ليوه وږی شي. • ستاسو ذهن د جګړې ډګر دی ددې قوما
د چګوارا څو دلچسپي خبرې: • له پسونو سره د ليوه ملګرتیا هغه وخت ختميږي، کله چې ليوه وږی شي. • ستاسو ذهن د جګړې ډګر دی ددې قوماندان اوسئ، نه عسکر. • تل چمتو اوسئ پلان ممکن په هر وخت کې بدل شي. • وږی سپی هېڅکله وفادار نشي کيدلی. • سترګې بې ګټې دي کله چې ذهن ړوند وي.

photo content

د کار موندنې خبرتيا! لوړو زده کړو وزارت شپږ (۴ او ۵) رتبه اداري بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري. د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک وګورئ: https://shorturl.at/xdML2 * اعلان کاریابی! وزارت تحصیلات عالی شش بست رتبه (۴ و ۵) اداری را از طریق رقابت آزاد به اعلان می‌سپارد. برای معلومات بیشتر به لینک ذیل مراجعه نمایید: https://shorturl.at/xdML2

نن سبا د مصنوعي ځيرکتيا او ټکنالوجي په نړۍ کې د يوې ژبې لپاره متن او نور غږيز مواد ډېر اړين دي تر څو يوه ژبه پدې نوي پېر کې هم دخيله او پرمختګ وکړي. هغه وروڼه او خویندې چې وخت لري نو د کامن وايس موزيلا په برخه کې جملې او متن غږيز کړئ، ستاسو دا کار به د پښتو ژبې په بډاينه کې مرسته وکړي. د جملو غږیز کول دا کار ډېر ساده دی؛ یواځې پر لېنک باندې کلېک وکړئ او هلته چې کومې لیکل شوې جملې وینئ، په راڼه او څرګند غږ یې ثبت کړئ. هڅه وکړئ، چې د غږ د ثبت په وخت کې د مایکروفون له سموالي ځان ډاډه کړئ. «کامن وایس موزیلا» کې د غږ ثبت کولو لېنک؛ https://commonvoice.mozilla.org/ps/speak ـــــــــــــــــــــ د نوو جملو ور زیاتول په دغه برخه کې تاسې نوې جملې لیکلی او په همدغه وېب‌سایت کې اضافه کولی شئ؛ دا کار هم ډېر ساده دی؛ کومه جمله چې وېب‌سایټ ته وراضافه کول غواړئ، له پښتو ګرامر سره سم یې په درسته املا ولیکئ او ویې لېږئ. د نوو جملو د ورزیاتولو لېنک؛ https://commonvoice.mozilla.org/ps/write ستاسو یوه دقیقه خواري د پښتو ژبې د پرمختګ په برخه کې ستر ګام دی.

د پوهنې وزارت خبرتیا د شرایطو وړ علمي کادرونو جذبولو، خالي بستونو ډکولو او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا پروګرامونو د لاښه پلي کولو لپاره، پوهنې وزارت اراده لري چې د ۱۴۰۴-۱۴۴۷ کال لپاره د ولایتي ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ټیمونو کې (۷۱۸) خالي بستونه اعلان کړي. په رقابتي ازموینه کې د ګډون شرایط: ۱- لږ تر لږه د امارتي پوهنتونونو څخه د لیسانس سند یا د عالمیه دورې سند درلودل، د ماسټرۍ سند ته لومړیتوب ورکول کېږي. ۲- په بهر کې د خصوصي پوهنتونونو له حضوري پروګرامونو څخه علمي سند هغه وخت منل کېږي کله چې یاد پوهنتون په اړوند هېواد کې رسمي اعتبار ولري او د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت یې سند ارزولی او تایید کړی وي. ۳- د لېسانس په دوره کې چې د تدریسي یا پیداګوژیکي معیارونو سره سم وي، لږ تر لږه ۷۵٪ اوسط نمرې ولري او په هېواد کې دننه او د بهرنیو پوهنتونونو د فارغانو لپاره د زده‌کړې په جریان کې له یو څخه زیاته ناکامي (چانس) مضمون ونه لري، که چېرې د نمرو ټاکل شوې سلنه بشپړه نه شي، د نوماند اوسط نمرې باید د اړونده هېواد د معیار سره سم د منځنۍ درجې (B درجې) یا له هغو څخه لوړې وي. ۴- د ماسټرۍ په دوره کې لږترلږه ۷۰٪ اوسط نمرې ولري او په هېواد کې دننه د زده‌کړې په جریان کې ناکام نه وي او د بهرنیو پوهنتونونو د فارغانو لپاره، که چېرې د نمرو ټاکل شوې سلنه بشپړه نه شي، د نوماند اوسط نمرې باید د اړونده هېواد د معیار سره سم د منځنۍ درجې (B درجې) یا لوړې وي. ۵- ​​د هویت تذکره ولري او همدارنګه د لېسانس د درجې لپاره د نوماند عمر ۳۰ کاله او د ماسټرۍ دورې لپاره ۳۵ کاله زیات نه وي. ۶- د نوماند د مطالعې ساحه باید د خالي بست لپاره اړینې ساحې سره تړاو ولري. د بستونو لېنکونه: https://moe.gov.af/dr/%D8%A7%D8%B7%D9%84%D8%A7%D8%B9%DB%8C%D9%87-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B1%D9%81-58 === اطلاعیه وزارت معارف! به منظور جذب کادرهای علمی واجد شرایط، تکمیل بست های خالی و تطبیق بهتر برنامه های تربیه معلم و انکشاف مسلکی، وزارت معارف در نظر دارد این بار (718) بست خالی تیم‌های تربیه معلم و انکشاف مسلکی معلمان ولایات بابت سال ۱۴۴۷ -۱۴۰۴ را به اعلان بسپارد؛ شرایط شمولیت در امتحان رقابتی: ۱- داشتن حد اقل سند تحصیلی لیسانس از پوهنتون های امارتی و یا دورة عالمیه، به درجه تحصیلی ماستری اولویت داده می شود. ۲-سند تحصیلی از برنامه‌های حضوری پوهنتون‌های خصوصی خارج از کشور زمانی پذیرفته می‌شود که پوهنتون مذکور دارای اعتبار رسمی در کشور مربوطه باشد و وزارت تحصیلات عالی امارت اسلامی افغانستان آن سند را ارزیابی و تایید نموده باشد. ۳- داشتن حد اقل 75% هفتاد و پنج فیصد اوسط نمرات دورة تحصیل لیسانس با داشتن معیارهای پیداگوژیک یا عالمیه و نداشتن بیشتر از یک مضمون ناکامی (چانس) در دورۀ تحصیل در داخل کشور و برای فارغان پوهنتون‌های خارج از کشور، در صورت عدم تکمیل فیصدی تعیین شدة نمرات، اوسط نمرات داوطلب باید با معیار کشور مربوطه، حایز درجة متوسط (Grade B) یا بالاتر از آن باشد. ۴- داشتن حد اقل 70% هفتاد فیصد اوسط نمرات دورة تحصیل ماستر یا معادل آن و نداشتن ناکامی در دورة تحصیل در داخل کشور و برای فارغان پوهنتون‌های خارج از کشور، در صورت عدم تکمیل فیصدی تعیین شدة نمرات، اوسط نمرات داوطلب باید با معیار کشور مربوطه، حایز در جة متوسط (Grade B) یا بالاتر از آن باشد . ۵- داشتن تذکره هویت و هچنان عدم تجاوز سن داوطلب لیسانس از ۳۰ سال و ماستر از ۳۵ سال. ۶- مرتبط بودن رشتة تحصیل داوطلب با رشتة مورد نیاز بست خالی. لینک بست ها: https://moe.gov.af/dr/%D8%A7%D8%B7%D9%84%D8%A7%D8%B9%DB%8C%D9%87-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B1%D9%81-58

د څېړنې تشې/تشه (Research Gaps) ډولونه ژباړه او زياتونه:ف. مظلوم يار د څېړنې تشې (یا خلاوې) هغه برخې دي چې د یوې ځانګړې پدیدې، موضوع یا تیوري په اړه لا هم پوره پوهه یا معلومات شتون ونلري. د دې تشو پېژندل د نوو څېړنو لپاره لارې هواروي او د ساینس په پرمختګ کې مرسته کوي. دلته یې اصلي ډولونه وړاندې شوي دي: ۱. نظري تشه (Theoretical Gap) پېژندنه: دا هغه تشه ده چې د موجوده تیوریو او د عملي مشاهداتو ترمنځ توپیر ښيي. دا په دې معنا ده چې اوسنۍ تیورۍ د ځینو پېښو یا پدیدو د پوره توضیح لپاره کافي نه دي. بېلګه: داسې څېړنې شته چې په هغې کې د "X" او "Y" د متغیرونو ترمنځ اړیکه په پوره توګه نه ده توضیح شوې. حل لاره: د دې تشې ډکولو لپاره، نوي څېړنې باید ترسره شي څو موجوده تیوري وازمویل یا نوی نظري چوکاټ (theoretical framework) رامنځته شي. ۲. میتودولوژیکي تشه (Methodological Gap) پېژندنه: دا د څېړنې میتودونو (methodologies) کې کمښت یا ضعف ته اشاره کوي. یعني، د څېړنې د پوښتنې د ځوابولو لپاره کارول شوي میتودونه ناکافي یا غیرمؤثر وي. بېلګه: داسې څېړنې چې په هغې کې ځانګړي یا نوي میتودونه کارول شوي نه وي. حل لاره: د څېړنې میتودونه باید و ارزول شي، پیاوړي شي یا پر ځای یې نور اغېزمن میتودونه وکارول شي. همدارنګه د څو میتودونو ترکیب هم ښه حل لاره کېدی شي. ۳. تجربي تشه (Empirical Gap) پېژندنه: دا د معلوماتو یا شواهدو کمښت ته ویل کېږي چې د یوې پدیدې د بشپړ توضیح لپاره اړین وي. بېلګه: د یوې درملنې یا مداخلې د اوږدمهاله اغېزو په اړه کافي څېړنې نه وي شوي. حل لاره: د دې تشې د ډکولو لپاره، باید د ازموینو (experiments)، نظر پوښتنو (surveys)، یا اوږدمهاله څېړنو (longitudinal studies) له لارې نور معلومات راټول شي. ۴. مفهومي تشه (Conceptual Gap) پېژندنه: دا د کلیدي مفاهیمو یا تعریفونو په اړه د روښانتیا یا توافق نشتوالی دی. په یوه څانګه کې ممکن بېلابېل څېړونکي د مفاهیمو لپاره مختلف تعریفونه وکاروي. بېلګه: په بېلابېلو څېړنو کې د "بریالیتوب" مفهوم مختلف تعریف شوی وي. حل لاره: د دې تشې د له منځه وړلو لپاره، باید د تعریفونو او مفهومي چوکاټونو په روښانه کولو او معیاري کولو کار وشي. ۵. زماني تشه (Temporal Gap) پېژندنه: دا هغه تشه ده چې په ځانګړو زماني دورو کې د څېړنې نشتوالي له امله رامنځته کېږي، ياده تشه په موضوع کې د پوهې د دوام مخه نیسي. بېلګه: د بېلابېلو وختونو په اوږدو کې د ټیکنالوژیکي دَ پرمختګ اغیزو په اړه ډېرې کمې څېړنې ترسره شوې وي. حل لاره: د دې تشې ډکولو لپاره، باید په منظم ډول تازه او نوي څېړنې ترسره شي، څو د موضوع وروستیو بدلونونو سره مطابقت ولري. ۶. مکاني تشه (Spatial Gap) پېژندنه: دا په جغرافیایي سیمو کې د څېړنو نشتوالی دی. دا ډول تشه د څېړنو د موندنو د عمومي کولو وړتیا محدودوي. بېلګه: د مختلفو سیمو د مصرف کوونکو د چلند په اړه د کلتوري توپیرونو څېړنې کمې دي. حل لاره: څېړنې باید پراخې شي څو په هغو سیمو کې هم ترسره شي چې مخکې یې په اړه مطالعه نه دى شوى، څو د بېلابېلو ځایونو په اړه پوره پوهه ترلاسه شي. ۷. د ادبیاتو تشه (Literature Gap) پېژندنه: دا هغه تشه ده چې په موجوده څېړنیزو ادبیاتو (research literature) کې موجوده تشو ته دَ توجه نه کولو یا پخوانیو څېړنو ته په کافي اندازه دوام نه ورکولو له امله رامنځته کېږي. بېلګه: د یوې نوې څېړنې په طرحه کې، وروستي پرمختګونه په پام کې نه وي نیول شوي. حل لاره: د دې تشې د ډکولو لپاره، د سرچینو پراخه او بيا دقیق کتنه (literature review) باید ترسره شي، څو تشې وموندل شي او د نوي پوهې د تولید لپاره له موندنو څخه پرمختګ وشي. https://www.facebook.com/mazloumyar5891 پایله: په څېړنه کې د دې تشو پېژندل او ورته رسیدګي کول نه یوازې د څېړنې کیفیت لوړوي، بلکې د ساینس او پوهې په عمومي پرمختګ کې هم مهم رول لوبوي. دا د څېړنې یوه اساسي برخه ده چې څېړونکي د نوي او ګټور علم په تولید کې مرسته کوي. يادونه: تر اوسه مو د کومې تشې په اساس څېړنې ترسره کړي؟ له ذکر شويو ريسرچ ګپ پرته نورې کومې تشې شته، خپل نظرمو راسره شريک کړئ.

+4
دمدیریت_بنسټونه_یوولسم_ټولګی_دوهم_سمسټر.pdf