Research Services
Ir al canal en Telegram
په پښتو، دري، انګليسي او... نړيوالو ژبو دَ علمي او معياري مقالو ليکل، په ملي او نړيوالو معتبرو ژورنالونو کې دَ څېړنیزو او علمي مقالو نشرولو لپاذه👇👇👇 https://t.me/Sciences5891 بورسونه، سکالرشیپونه، کارموندنې، څېړنې او نور مختلف علمي معلومات☝️☝️☝️
Mostrar más2 990
Suscriptores
+124 horas
-57 días
-3630 días
Archivo de publicaciones
2 990
د کار موندنې خبرتيا!
لوړو زده کړو وزارت شپږ (۴ او ۵) رتبه اداري بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک وګورئ:
https://shorturl.at/xdML2
*
اعلان کاریابی!
وزارت تحصیلات عالی شش بست رتبه (۴ و ۵) اداری را از طریق رقابت آزاد به اعلان میسپارد.
برای معلومات بیشتر به لینک ذیل مراجعه نمایید:
https://shorturl.at/xdML2
2 990
نن سبا د مصنوعي ځيرکتيا او ټکنالوجي په نړۍ کې د يوې ژبې لپاره متن او نور غږيز مواد ډېر اړين دي تر څو يوه ژبه پدې نوي پېر کې هم دخيله او پرمختګ وکړي.
هغه وروڼه او خویندې چې وخت لري نو د کامن وايس موزيلا
په برخه کې جملې او متن غږيز کړئ، ستاسو دا کار به د پښتو ژبې په بډاينه کې مرسته وکړي.
د جملو غږیز کول
دا کار ډېر ساده دی؛ یواځې پر لېنک باندې کلېک وکړئ او هلته چې کومې لیکل شوې جملې وینئ، په راڼه او څرګند غږ یې ثبت کړئ.
هڅه وکړئ، چې د غږ د ثبت په وخت کې د مایکروفون له سموالي ځان ډاډه کړئ.
«کامن وایس موزیلا» کې د غږ ثبت کولو لېنک؛
https://commonvoice.mozilla.org/ps/speak
ـــــــــــــــــــــ
د نوو جملو ور زیاتول
په دغه برخه کې تاسې نوې جملې لیکلی او په همدغه وېبسایت کې اضافه کولی شئ؛ دا کار هم ډېر ساده دی؛ کومه جمله چې وېبسایټ ته وراضافه کول غواړئ، له پښتو ګرامر سره سم یې په درسته املا ولیکئ او ویې لېږئ.
د نوو جملو د ورزیاتولو لېنک؛
https://commonvoice.mozilla.org/ps/write
ستاسو یوه دقیقه خواري د پښتو ژبې د پرمختګ په برخه کې ستر ګام دی.
2 990
د پوهنې وزارت خبرتیا
د شرایطو وړ علمي کادرونو جذبولو، خالي بستونو ډکولو او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا پروګرامونو د لاښه پلي کولو لپاره، پوهنې وزارت اراده لري چې د ۱۴۰۴-۱۴۴۷ کال لپاره د ولایتي ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ټیمونو کې (۷۱۸) خالي بستونه اعلان کړي.
په رقابتي ازموینه کې د ګډون شرایط:
۱- لږ تر لږه د امارتي پوهنتونونو څخه د لیسانس سند یا د عالمیه دورې سند درلودل، د ماسټرۍ سند ته لومړیتوب ورکول کېږي.
۲- په بهر کې د خصوصي پوهنتونونو له حضوري پروګرامونو څخه علمي سند هغه وخت منل کېږي کله چې یاد پوهنتون په اړوند هېواد کې رسمي اعتبار ولري او د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت یې سند ارزولی او تایید کړی وي.
۳- د لېسانس په دوره کې چې د تدریسي یا پیداګوژیکي معیارونو سره سم وي، لږ تر لږه ۷۵٪ اوسط نمرې ولري او په هېواد کې دننه او د بهرنیو پوهنتونونو د فارغانو لپاره د زدهکړې په جریان کې له یو څخه زیاته ناکامي (چانس) مضمون ونه لري، که چېرې د نمرو ټاکل شوې سلنه بشپړه نه شي، د نوماند اوسط نمرې باید د اړونده هېواد د معیار سره سم د منځنۍ درجې (B درجې) یا له هغو څخه لوړې وي.
۴- د ماسټرۍ په دوره کې لږترلږه ۷۰٪ اوسط نمرې ولري او په هېواد کې دننه د زدهکړې په جریان کې ناکام نه وي او د بهرنیو پوهنتونونو د فارغانو لپاره، که چېرې د نمرو ټاکل شوې سلنه بشپړه نه شي، د نوماند اوسط نمرې باید د اړونده هېواد د معیار سره سم د منځنۍ درجې (B درجې) یا لوړې وي.
۵- د هویت تذکره ولري او همدارنګه د لېسانس د درجې لپاره د نوماند عمر ۳۰ کاله او د ماسټرۍ دورې لپاره ۳۵ کاله زیات نه وي.
۶- د نوماند د مطالعې ساحه باید د خالي بست لپاره اړینې ساحې سره تړاو ولري.
د بستونو لېنکونه:
https://moe.gov.af/dr/%D8%A7%D8%B7%D9%84%D8%A7%D8%B9%DB%8C%D9%87-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B1%D9%81-58
===
اطلاعیه وزارت معارف!
به منظور جذب کادرهای علمی واجد شرایط، تکمیل بست های خالی و تطبیق بهتر برنامه های تربیه معلم و انکشاف مسلکی، وزارت معارف در نظر دارد این بار (718) بست خالی تیمهای تربیه معلم و انکشاف مسلکی معلمان ولایات بابت سال ۱۴۴۷ -۱۴۰۴ را به اعلان بسپارد؛
شرایط شمولیت در امتحان رقابتی:
۱- داشتن حد اقل سند تحصیلی لیسانس از پوهنتون های امارتی و یا دورة عالمیه، به درجه تحصیلی ماستری اولویت داده می شود.
۲-سند تحصیلی از برنامههای حضوری پوهنتونهای خصوصی خارج از کشور زمانی پذیرفته میشود که پوهنتون مذکور دارای اعتبار رسمی در کشور مربوطه باشد و وزارت تحصیلات عالی امارت اسلامی افغانستان آن سند را ارزیابی و تایید نموده باشد.
۳- داشتن حد اقل 75% هفتاد و پنج فیصد اوسط نمرات دورة تحصیل لیسانس با داشتن معیارهای پیداگوژیک یا عالمیه و نداشتن بیشتر از یک مضمون ناکامی (چانس) در دورۀ تحصیل در داخل کشور و برای فارغان پوهنتونهای خارج از کشور، در صورت عدم تکمیل فیصدی تعیین شدة نمرات، اوسط نمرات داوطلب باید با معیار کشور مربوطه، حایز درجة متوسط (Grade B) یا بالاتر از آن باشد.
۴- داشتن حد اقل 70% هفتاد فیصد اوسط نمرات دورة تحصیل ماستر یا معادل آن و نداشتن ناکامی در دورة تحصیل در داخل کشور و برای فارغان پوهنتونهای خارج از کشور، در صورت عدم تکمیل فیصدی تعیین شدة نمرات، اوسط نمرات داوطلب باید با معیار کشور مربوطه، حایز در جة متوسط (Grade B) یا بالاتر از آن باشد .
۵- داشتن تذکره هویت و هچنان عدم تجاوز سن داوطلب لیسانس از ۳۰ سال و ماستر از ۳۵ سال.
۶- مرتبط بودن رشتة تحصیل داوطلب با رشتة مورد نیاز بست خالی.
لینک بست ها:
https://moe.gov.af/dr/%D8%A7%D8%B7%D9%84%D8%A7%D8%B9%DB%8C%D9%87-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D9%85%D8%B9%D8%A7%D8%B1%D9%81-58
2 990
د څېړنې تشې/تشه (Research Gaps) ډولونه
ژباړه او زياتونه:ف. مظلوم يار
د څېړنې تشې (یا خلاوې) هغه برخې دي چې د یوې ځانګړې پدیدې، موضوع یا تیوري په اړه لا هم پوره پوهه یا معلومات شتون ونلري. د دې تشو پېژندل د نوو څېړنو لپاره لارې هواروي او د ساینس په پرمختګ کې مرسته کوي. دلته یې اصلي ډولونه وړاندې شوي دي:
۱. نظري تشه (Theoretical Gap)
پېژندنه: دا هغه تشه ده چې د موجوده تیوریو او د عملي مشاهداتو ترمنځ توپیر ښيي. دا په دې معنا ده چې اوسنۍ تیورۍ د ځینو پېښو یا پدیدو د پوره توضیح لپاره کافي نه دي.
بېلګه: داسې څېړنې شته چې په هغې کې د "X" او "Y" د متغیرونو ترمنځ اړیکه په پوره توګه نه ده توضیح شوې.
حل لاره: د دې تشې ډکولو لپاره، نوي څېړنې باید ترسره شي څو موجوده تیوري وازمویل یا نوی نظري چوکاټ (theoretical framework) رامنځته شي.
۲. میتودولوژیکي تشه (Methodological Gap)
پېژندنه: دا د څېړنې میتودونو (methodologies) کې کمښت یا ضعف ته اشاره کوي. یعني، د څېړنې د پوښتنې د ځوابولو لپاره کارول شوي میتودونه ناکافي یا غیرمؤثر وي.
بېلګه: داسې څېړنې چې په هغې کې ځانګړي یا نوي میتودونه کارول شوي نه وي.
حل لاره: د څېړنې میتودونه باید و ارزول شي، پیاوړي شي یا پر ځای یې نور اغېزمن میتودونه وکارول شي. همدارنګه د څو میتودونو ترکیب هم ښه حل لاره کېدی شي.
۳. تجربي تشه (Empirical Gap)
پېژندنه: دا د معلوماتو یا شواهدو کمښت ته ویل کېږي چې د یوې پدیدې د بشپړ توضیح لپاره اړین وي.
بېلګه: د یوې درملنې یا مداخلې د اوږدمهاله اغېزو په اړه کافي څېړنې نه وي شوي.
حل لاره: د دې تشې د ډکولو لپاره، باید د ازموینو (experiments)، نظر پوښتنو (surveys)، یا اوږدمهاله څېړنو (longitudinal studies) له لارې نور معلومات راټول شي.
۴. مفهومي تشه (Conceptual Gap)
پېژندنه: دا د کلیدي مفاهیمو یا تعریفونو په اړه د روښانتیا یا توافق نشتوالی دی. په یوه څانګه کې ممکن بېلابېل څېړونکي د مفاهیمو لپاره مختلف تعریفونه وکاروي.
بېلګه: په بېلابېلو څېړنو کې د "بریالیتوب" مفهوم مختلف تعریف شوی وي.
حل لاره: د دې تشې د له منځه وړلو لپاره، باید د تعریفونو او مفهومي چوکاټونو په روښانه کولو او معیاري کولو کار وشي.
۵. زماني تشه (Temporal Gap)
پېژندنه: دا هغه تشه ده چې په ځانګړو زماني دورو کې د څېړنې نشتوالي له امله رامنځته کېږي، ياده تشه په موضوع کې د پوهې د دوام مخه نیسي.
بېلګه: د بېلابېلو وختونو په اوږدو کې د ټیکنالوژیکي دَ پرمختګ اغیزو په اړه ډېرې کمې څېړنې ترسره شوې وي.
حل لاره: د دې تشې ډکولو لپاره، باید په منظم ډول تازه او نوي څېړنې ترسره شي، څو د موضوع وروستیو بدلونونو سره مطابقت ولري.
۶. مکاني تشه (Spatial Gap)
پېژندنه: دا په جغرافیایي سیمو کې د څېړنو نشتوالی دی. دا ډول تشه د څېړنو د موندنو د عمومي کولو وړتیا محدودوي.
بېلګه: د مختلفو سیمو د مصرف کوونکو د چلند په اړه د کلتوري توپیرونو څېړنې کمې دي.
حل لاره: څېړنې باید پراخې شي څو په هغو سیمو کې هم ترسره شي چې مخکې یې په اړه مطالعه نه دى شوى، څو د بېلابېلو ځایونو په اړه پوره پوهه ترلاسه شي.
۷. د ادبیاتو تشه (Literature Gap)
پېژندنه: دا هغه تشه ده چې په موجوده څېړنیزو ادبیاتو (research literature) کې موجوده تشو ته دَ توجه نه کولو یا پخوانیو څېړنو ته په کافي اندازه دوام نه ورکولو له امله رامنځته کېږي.
بېلګه: د یوې نوې څېړنې په طرحه کې، وروستي پرمختګونه په پام کې نه وي نیول شوي.
حل لاره: د دې تشې د ډکولو لپاره، د سرچینو پراخه او بيا دقیق کتنه (literature review) باید ترسره شي، څو تشې وموندل شي او د نوي پوهې د تولید لپاره له موندنو څخه پرمختګ وشي.
https://www.facebook.com/mazloumyar5891
پایله:
په څېړنه کې د دې تشو پېژندل او ورته رسیدګي کول نه یوازې د څېړنې کیفیت لوړوي، بلکې د ساینس او پوهې په عمومي پرمختګ کې هم مهم رول لوبوي. دا د څېړنې یوه اساسي برخه ده چې څېړونکي د نوي او ګټور علم په تولید کې مرسته کوي.
يادونه: تر اوسه مو د کومې تشې په اساس څېړنې ترسره کړي؟
له ذکر شويو ريسرچ ګپ پرته نورې کومې تشې شته، خپل نظرمو راسره شريک کړئ.
2 990
آگهی
به اطلاع متقاضیان محترم رسانیده میشود که پروسه دریافت درخواستیها و ترتیب فهرست شارتلیست برای ۱۹ بست مربوط به ریاست عمومی شرکتهای امارتی، به تاریخ دوشنبه، مورخ ۲۳ سنبله ۱۴۰۴ تکمیل گردیده است.
از میان ۳۷۶۱ فورم درخواستی دریافتشده برای این بستها، ۱۹۵۲ تن واجد شرایط شناخته شده و متباقی غیر واجد شرایط میباشند، کاندیدای واجد شرایط از تاریخ اول میزان مطابق به پلان امتحان الکترونیکی دعوت خواهند شد.
متقاضیانی غیر واجد شرایط به دلایل ذیل واجد شرایط شناخته نشدهاند:
• نداشتن سند تحصیلی مرتبط با شرایط بست های اعلانشده( خلاف رشته)؛
• ارایه فورم درخواستی ناقص؛
• ارایه اسناد تحصیلی تائید نا شده و ناقص؛
• ارایه اسناد تجربه کاری ناقص یا نامعتبر؛
• مشخص نبودن بست انتخابشده مطابق اعلان؛
• ارسال درخواستی بعد از ختم مهلت اعلان،
کاندیدای غیر واجد شرایط میتوانند در صورت اعلان بستهای جدید، فورم درخواستی خود را مطابق شرایط استخدام بهگونه دقیق خانهپری نموده و اسناد مورد نیاز را بهصورت مکمل ارسال نمایند.
خبرتیا
د ټولو درنو غوښتونکو د پام وړ!
د امارتي شرکتونو د لوی ریاست اړوند د ۱۹ بستونو لپاره د غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو او د شارت لست د ترتیب پروسه د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ هـ ش کال د سنبلې ۲۳مه نېټه بشپړه شوې ده.
د یادو بستونو لپاره ټول ۳۷۶۱ غوښتنلیکونه ترلاسه شوي چې له دي جملې څخه ۱۹۵۲ تنه په شرایطو برابر او پاتې نور په شرایطو نابرابر وپېژندل شول. په شرایطو برابر نوماندان به د میزان د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د الکترونیکي ازموینې د پلان مطابق راوبلل شي.
هغه غوښتونکي چې په شرایطو برابر نه دي ګڼل شوي، د لاندې دلایلو له امله رد شوي دي:
• د اعلان شوو بستونو د شرایطو سره سم د اړوند تحصیلي سند نه لرل (د رشتې خلاف)؛
• د نیمګړي غوښتنلیک سپارل؛
• د نه تائید شوو یا نیمګړو تحصیلي اسنادو وړاندې کول؛
• د نیمګړو یا نامعتبره کاري تجربې د اسنادو وړاندې کول؛
• د اعلان سره سم د ټاکل شوي بست نه مشخصول؛
• د اعلان له پای ته رسېدو وروسته د غوښتنلیک سپارل.
په شرایطو نابرابر نوماندان کولای شي د نوو بستونو د اعلان په صورت کې، خپل غوښتنلیک د استخدام د شرایطو مطابق په دقیقه توګه ډک کړي او اړین اسناد په بشپړه ډول واستوي.
2 990
موسسه : Tdh
بست نوم : MHPSS Counsellor
بستونو شمير : 2
جنسيت : نارينه او ښځينه
موقعيت : جلال اباد ښار او کنړ
قرارداد موده : 8 مياشتې
تعلیم کچه : ارواپوهنه څخه فارغ
ثبت نام پاي نيټه : 2025/9/21
https://www.acbar.org/jobs/136224/mhpss-counsellor-subject-to-donor-approval.jsphttps://t.me/Sciences5891
2 990
پر یوې رېکشه لیکل شوي وو:
«د موټر ټالۍ(هارن) مه وهئ چې تر پنځوسو زیات اسلامي هېوادونه خوب کوي.»
2 990
⭕️ لیست مجلات Multidisciplinary و Mega Journals که مقالات از فیلدهای مختلف را چاپ می کنند همراه با Q هر مجله
🆔 @paper_for_all
2 990
With great honor
We are organizing a free Graphic Design training course for young people at the Department of Information and Culture.
🎨 The purpose of this program is to provide young talents with the opportunity to learn practical and creative skills in order to start their professional journey in the field of graphic design.
📍 This course is a chance for growth, learning, and building a brighter future in the world of art and technology.
🙏 Special thanks to everyone who supports us on this path.
🆔 @scholarship_frequency
¡Ya disponible! Investigación de Telegram 2025 — los principales insights del año 
