پښتو شعرونه
رفتن به کانال در Telegram
نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
239
مشترکین
+124 ساعت
+77 روز
+1430 روز
آرشیو پست ها
239
انتخاب
یا لهٔ ازار راځي یا في السبیل لله راځي
چرته چې سختې شېبې جمع شي پهٔ ما راځي
چې زړهٔ دې ډک وي او د حال د بیان څوک نهٔ وي
نو بې علته به بیا خود درته ژړا راځي
پهٔ اضطراب باندې اخته تر دغې کچې یمه..!
چې نهٔ پهٔ درد یمه، نهٔ ټوکو ته خندا راځي
Reyaz Behesht
239
خود به هیندارې ماتیدې رانه
غونډ رپیدلمه چې تلې رانه
زه درته ګونګ له بې وسۍ ولاړ وم!
او ته بازار کې خرڅیدې رانه
چې نه دې پړ کړمه او نه ملامت
نو مخ بیا ولې اړوې رانه
له تانه پرته بل څوک نلرمه
په چا مې سپارې چې ته ځې رانه
ریاض بهشت
239
#غزل
ګومان دې راغی! چې پهٔ سپین سبا دې ولیدله
ښه شوه زما د پرهرو رڼا دې ولیدله
څنګه مې خپله کړې پهٔ ډېرو دعاګانو باندې!
څنګه یې را کړلې د خدای رضا دې ولیدله
سره لهٔ ما مې تهٔ پهٔ هیچا باندې نهٔ لوریدې!
دا د ریښتیني عشق د حد سزا دې ولیدله
زما پهٔ حال یې چې ملنډې کړلې پام دې وو!
پهٔ ما پسې د زمانې خندا دې ولیدله
اوس دې هغسې راته پام ندی چې مخکې به وو
اوس خو به خود رنګ اړوې دنیا دې ولیدله
تسلي نهٔ وه چیغې هر یوه سړي واوریدې
د ښار واټونو کې زما ژړا دې ولیدله
سترګې دې ولې پټې کړې وې زما په غم
چې دومره لویه بې وسي زما دې ولیدله
د جنتونو هواګانې به دریادې کړي!
ددې جینۍ کهٔ د اوربل هوا دې ولیدله
ریاض بهشت
239
ژوند مې په داو دی، تاوان یې نشته، سر شار سړی یم
مولا ته وایه، چې هر څۀ وایې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
عشق مې د عقل، سترګې ړندې کړې، اوس درمئین یم
که پرې رضا یې، که نارضا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
ښار پريوار دی، زړه لاس دې راکړه، که دا ځل ورک شوې
بیا نه زه ستا یم، نه ته زما یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
بخښنه غواړم، ځان مې راټول کړ، زه داسې نه ځم
ته به تر کومه، سر په سودا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
مسیج یې راغی، لنډ یې لیکلي، سره بېلېږو
که په خندا یې، که په ژړا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
میرمن دې واخلم، څوک داسې نه وي، ذقومه ژونده!
ته خو بیخي نو؛ ماتم سرا یې، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
یاران مې وایي، کامرانه یاره، جام دې خالي دی
مونږ درنه درومو، ته را په شا، کیسه دې خپله، کیسه مې خپله
*کامران احمدزی*
239
بيا چې ژمی راشي بيا چې واورې وشي
زه به بيا درپسې ووځم له ښې نه
هر ماښام به مې واټونو کې تېرېږي
نری درد به مې را خېژي له سينې نه
بيا چې ژمی راشي بيا چې واورې وشي
تنهايي به مې له سترګو نه ورېږي
ته به ناسته يې د بل سړي په خواکې
بېوسي به مې له سترګو نه ورېږي
بيا چې ژمی راشي بيا چې واورې وشي
ستا په غېږه کې به بل انسان ويده وي
ما به دغه فکر بيا هر ماښامی خوري
تورې وينې به مې تا پسې په خوله وي
بيا چې ژمی راشي بيا چې واورې وشي
بيستره به مې اغزي راته ښکارېږي
له کوټې نه به مې جوړه کربلا وي
او عبس به زنده ګي راته ښکارېږي
بيا چې ژمی راشي بيا چې واورې وشي
شبو! نشتون به دې سخت محسوسومه
هر يو رګ به مې په تا پسې خوږېږي
او سپېره به مې خپل بخت محسوسومه
بيا چې ژمی راشي بيا چې واورې وشي
زه به بيا درپسې ووځمه له ښې نه
هر ماښام به مې واټونو کې تېرېږي
نری درد به مې را خېژي له سينې نه
239
غزل!✌️🖤
خير دی کۀ سړی جانان ته نۀ رسي
مينه کار د سود دی زيان ته نۀ رسي
تا بۀ را اوباسم ما بۀ وړي اوبه
تاته مې لاس رسي ځان ته نۀ رسي
لاس کۀ لۀ مشرقه تر مغربه شي
بيا ھم د بيلتون ګریوان ته نۀ رسي
دومره لرې پاتي شوم پۀ لاره کښې
خير خبر مي ھم کاروان ته نۀ رسي
بيا بۀ پردي خلک منځ ته نۀ پريږدو
بيا بۀ مو قيصه خپګان ته نۀ رسي
زور د ظالم ھغسې پۀ زور کښې دی
زياره ستا ښېرې اسمان ته نۀ رسي
ډاکټر خالق زيار
239
ستا هر قدم ته چې نظر په لار غوړیږي زما
په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه
ته چې له ورایه شې ښکاره زړګۍ درزیږي زما
په ځان مې شک شي چې مین دې کړمه
239
يو انځور ته ځير وې، زړه دې په سپوږمۍ کې ځانته کېښود
بيا مُسکی شوې او ګلاب دې په کړکۍ کې ځانته کېښود
پويېدې ښه، چې په سهوه کې ترې دلته پاتې شوی
د يو چا د لاس کتاب دې المارۍ کې ځانته کېښود
نيمه شپه وه، د لاټين رڼا دې تته کړله ځان ته
د لالي چاپ کړی عکس دې په مرۍ کې ځانته کېښود
هماغه جينۍ دې وکړه، چې ټول کلی ورپسې و
مبارک شه! د سرو غاښ دې په نېستۍ کې ځانته کېښود
څوک چې ګورې درته وايي د شبو وړکيه ښه يې؟
عجيبه نوم دې ډاډيه! په نړۍ کې ځانته کېښود
239
هر څه چې وشو ښه ونشو يره نه وه پکار
ښه نو چې نه وه د کېدو خبره نه وه پکار
د نامعلومې وعدې تمه دې هم رانکړله
تشه ځولۍ راوتل ستا له دره نه وه پکار
هغه زما د توقوع نه هم ځان بره ګڼي
بره پکار وه مګر دومره بره نه وه پکار
🖤🥹
#بهسودوال
